May 17, 2022 15:42 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبې ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې نهه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال د میاشتې له ۱۷ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی له ۱۹ نیټی سره برابره ده

۵۰۱ کاله پخوا د پینځلس سوه یویشتم میلادی کال د میی د میاشتې په نولسمه نیټه، د عثمانی امپراتورۍ لښکرو له سختې جګړې وروسته، په بالکان ټاپو وزمه کښې د یوګسلاویا پلازمېنې د بلګراد مهم ښار ونیوه. عثمانی امپراتورۍ د څوارلسمې میلادی پېړۍ له وروستیو، په بالکان سیمه کښې پرمختګونه پیل کړل او کابو دغه ټوله سیمه یې ونیوله. عثمانی امپراتورۍ له دغه نیټې شل کاله وروسته هم، په پینځلس سوه یو څلویښتم میلادی کال کښې د هنګری ځینې سیمې ونیولې.

خو د عثمانی امپراتورۍ د سوکه سوکه کمزورتیا او د اروپایی دولتونو د نفوذ اعمالولو له امله، ورو ورو تر شلمې پېړۍ پورې، په بالکان کښې د دغه امپراتورۍ نیول شوې سیمې خپلواکې او د عثمانی امپراتورۍ له ولکې ووتلې.

 

۱۸۰ کاله وړاندې د ۱۲۶۳ هجری قمری کال د شوال یا کوچنې اختر په ۱۷،د ۱۳ هجری قمری پیړۍ وتلی مسلمان عالم سید ابراهیم کربلایی ، د عراق په کربلا ښار کښې وفات شو .

غه په ۱۲۱۴ هجری قمری کال کښې په کربلا کښې وزیږیده او له مقدماتې زده کړو وروسته،د خپلو زده کړو د بشپړولو لپاره ،کربلا ښار ته ولاړه او خپل عمر تر پایه په همدې ښار کښې په تحصیل او تدریس بوخت ؤ .

د دغه ستر مسلمان عالم له آثارو، دلایل الاحکام، نتایج الافکار او رساله های در باب حج ،نومې کتابونو ته اشاره کولای شو .

 

۸۷  کاله وړاندې، د نولس سوه پینځه دیرشم میلادی کال د مئی د میاشتې په نولسمه نیټه، انګریز سیاستوال او استخباراتی مامور تومس ایډورډ لارنس په یوې ټرافیکی پیښه کښې مړ شو. هغه په اتلس سوه اته اتیایم میلادی کال کښې وزیږید. لارنس د یوه لرغوند پیژاندی پلاوی د غړی په توګه، د نولس سوه لسم تر نولس سوه څوارلسم میلادی کالو پورې په عراق، سوریه او فلسطین کښې فعالیت درلود.

لارنس د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت کار کونکی ؤ او په نولس سوه شپاړسم میلادی کال کښې په مصر کښې د بریتانیا د پوځ د استخباراتو د اداره کولو مامور شو. په هغه وخت کښې بریتانیا هڅه کوله چې له عثمانی امپراتورۍ څخه د عربو له نارضایتۍ په استفادې سره، هغوئ د دغه امپراتورۍ پر ضد چې د چور لیزی دولتونو په جبهه کښې وو، راوپاروی. لارنس د بریتانیا د دغه طرحې په پلی کیدو کښې ډیره اغیزمنه ونډه درلوده او پر ځان یې د عربو له باوره د عثمانی امپراتورۍ د ځواکونو پر ضد د جګړې لپاره د عربی پوځ له جوړیدو ناوړه ګټه پورته کړه.

هغه د عثمانی امپراتورۍ د عربی سیمو په ویشلو کښې د فرانسې او بریتانیا د طرحې په عملی کیدو کښې ډیر مهم رول درلود او په سوریه کښې یې د ملک فیصل، په اردن کښې د ملک عبدا... او په عربستان کښې د ملک عبدالعزیز په واک ته رسیدو کښې هم مهم رول ولوباوه.

له همدې امله یې هغه د عربستان لارنس نومولئ دی.

هغه د لومړی نړیوال جنګ په بهیر کښې خپل اقدامات په خپل (د هوښیارتوب اووه ستنې) په نوم کتاب کښې شرح کړی دی.

(په دښته کښې بلوا) کتاب هم د لارنس لیکنې او د عربستان په ټاپو وزمه کښې د عثمانی امپراتورۍ له پوځ سره په جګړه کښې د هغه ځینې تجربې دی.

 

۸۶ کاله پخوا، د نولس سوه شپږ دیرشم میلادی کال د مئی په نولسمه نیټه، د ریډار دستګاه د یوه انګریز نوښتګر رابرټ واټسن واټ په وسیله جوړه شوه. دغه دستګاه چې په بیلا بیلو پوځی او غیر پوځی عملیاتو کښې د کشفونې او پیژندنې لپاره یوه مهمه وسیله ده، لومړی ځل لپاره د انګلستان په یوه هوایی ډګر کښې نصب کړئ شوه. ریډار په دویم نړیوال جنګ کښې د خبردارۍ رسونې یوه مهمه وسیله ګڼل کیده. البته اوس له ریډار څخه په بیلا بیلو زمینو کښې استفاده کیږی.

 

۳۹ کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه شپیتم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه، د صدام دیکتاتوری نظام پر خلاف د هر ډول مقاومت د ځپنې په لړ کښې د عراق بعث رژیم د آیت ا... سید محسن حکیم له کورنۍ نوی کسان ونیول او څو ورځې پس یې پکښې شپږ کسان اعدام کړ. له هغې څه موده وروسته هم ، د هغې کورنۍ لس کسان نور اعدام شول. آیت ا... العظمی حکیم په عراق کښې د تقلید لوئ مرجع ؤ چې په دیارلس سوه اته څلویښتم لمریز کال کښې وفات شو. د هغه اولادونه او د کورنۍ ډیر نور کسان علم او دانش لرونکی دی. په همدغه دلیل ، عراق رژیم چې د دغه هیواد د خلکو په مینځ کښې د حکیم کورنۍ له نفوذه ویریده، د دین، روحانیت او د دینی علمی حوزو سره د مبارزی په لار کښې یې د دغې کورنۍ ډیر کسان له مینځه یوړل او یا یې زندانی کړل.

۲۷ کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور اویایم هجری لمریز کال د غوایی په نهه ویشتمه نیټه، علامه محمد تقی شوشتری دیوه عمر علم خپرونې او مجاهدت وروسته، په درې نوی کلنۍ کښې وفات شو. هغه په دولس سوه یو اتیایم هجری لمریز کال کښې په یوې پوهې او مبارزې کورنۍ کښې وزیږید او له خپلې زیاتې زیرکتیا او هوښیارتیا په استفادې سره ډیر زر لوړو علمی درجو ته ورسید. علامه شوشتری دوه دیرش کلن ؤ چې د رضا شاه پهلوی له لوری پر حجاب په اعتراض کښې یې ایران پریښود او عراق ته ولاړ. هغه شپږ کاله وروسته د دغه مستبد باچا د نسکوریدا پسې بیا ایران ته ستون شو او خپل علمی فعالیتونه یې زیات کړل. د علامه شوشتری تر ټولو مهم اثر په څوارلسو ټوکو کښې قاموس الرجال دی چې ټولو ستیلئ دی . د هغوئ بهج الصباغه کتاب هم د حضرت علی (ع) په ویناؤ مشتمل د نهج البلاغه ارزښتمن کتاب په هکله یو موضوعی او استادانه تفسیر دی. د دغه لوئ عالم په نورو کتابونو کښې (رسالت فی تواریخ النبی و الآل)، (تاریخ چهارده معصوم)، (النجعة فی شرح لمعه) او (قضاء امیرالمؤمنین علی بن ابیطالب (ع) داوری های امیر مؤمنان< ) ته اشاره کولئ شو.