May 23, 2022 17:47 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن اتوار ورځ،یا یکشنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې لومړی نیټه ده چې د ۱۴۴۲ هجری قمری کال شوال یاکوچنۍ اختر د میاشتې له ۲۰ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی له ۲۲ نیټی سره برابره ده

د غبرګولی لومړی نیټه د ایران په کال هینداره کښې په ملاصدرا مشهور د صدر الدین محمد قوام شیرازی د درنښت ورځ ده. په صدر المُتِألّهین او ملا صدرا مشهور صدرالدین محمد شیرازی د نهه سوه اتیایم قمری کال د جمادی الاول په نهمه نیټه په شیراز کښې وزیږید. د ملاصدرا علمی او اخلاقی روزنه د صفوی پړاؤ د کم ساری عالم شیخ بهایی د درس په محضر کښې پیل شوه او دغه زده کړه یې د ستر استاد او مشهور عالم میر داماد په محضر کښې بشپړه شوه. ملاصدرا رجال، فقه او اصول له شیخ بهایی، فلسفه، کلام، عرفان او ذوقی علوم یې له میرداماد او طبیعی علوم، ریاضی، نجوم او هیئت یې د هغې زمانې د مشهور عالم حکیم ابوالقاسم میر فندرسکی له محضره زده کړل. هغه بیا تدریس او ښوونه پیل کړه او د اشراق له فلسفې او مشّأ مکتب سره د بلدیدو په ترڅ کښې یې د لوړ حکمت تدوین پیل کړ. ملاصدرا د مشا، اشراق، عرفان محیی الدین عربی او د اسلام په دینی تعلیماتو مشتمل د څلورو مهمو عرفانی، فلسفی او دینی مکتبونو په ترکیب سره د عالی حکمت بنسټ کیښود او په اسلامی فلسفې یې نه انکاریدونکې او حیرانونکې اغیزه وشیندله. هغه په دغه مکتب کښې هڅه کړې چې عرفان او د دین فلسفه او په بله وینا د نفس تهذیب او عقلی برهان او وحی په یوې ټولګه کښې غږمله او یوځائ کړی. له دغه الهی حکیم څخه څلویښت کتابونه په یادګار پاتې دی چې (اسفار اربعه) پکښې تر ټولو مهم دی. بالاخره دغه ربانی عالم او اسلامی فیلسوف له یو برکتناک عمر وروسته په یو زرو پنځوسم هجری قمری کال کښې په اویا کلنۍ کښې د عراق په بصرې ښار کښې له نړۍ سترګې پټې کړې او په همدغه ښار کښې خاورو ته وسپارل شو.

 

۶۲۶ کاله پخوا، د اته سوه اولسم هجري قمري کال د شوال په شلمه نېټه، لغت پیژاندی او د لغت تدوینونکئ مجد الدین ابو طاهر محمد بن یعقوب فیروز آبادي وفات شو. هغه د حدیث، تفسیر او تاریخ په زمینه کښې هم له ډیرې پوهې برخمن ؤ او په دی موضوګانو یې کتابونه ولیکل . خو د فیروز آبادي تر ټولو مهم فعالیت د لغت علم په زمینه کښې دی او په دی موضوګانو کښې د هغه تر ټولو مهم اثر د قاموس کتاب دی چې د عربي ژبې  له ترټولو مهمو لغتونو څخه دی. همداراز د سفر السعاده او تنویر المقیاس کتابونه د دغه ایراني نامتو مسلمان لغت پیژاندي له نورو اثارو ګڼل کیږي.

 

۴۲ کاله مخکښې د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په لومړی نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت پر ضد د امریکې اقتصادی محاصره پیل شوه. امریکې چې د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته یې په دغه هیواد کښې خپلې ناجایزې ګټې له لاسه ورکړی وې، د ایران په مبارزو او مسلمانو خلکو باندې د دباؤ اچولو او همداشان جوړجاړی ته د ایران د اسلامی جمهوری نظام د ټیل وهلو په موخه یې د ایران اقتصادی کلابندی پیل کړه.

د امریکې د حکومت له دې پریکړې وروسته د اسلامی انقلاب ارواښاد ستر مشر حضرت امام خمینی(رح) د دې خبرې په کولو سره چې د ولس اقتصادی ژوند په سترو قدرتونو پورې پییلی نه دی، د ایران ولس ته په خطاب کښې وفرمایل: له اقتصادی کلا بندۍ نه هیڅکله مه ویریږی، که مونږ له اقتصادی نظره کلابند کړی نو مونږ به لا فعال شو او دا زمونږ په ګټه ده. له اقتصادی محاصرې هغه کسان ویریږی چې اقتصاد خپله بیخ بینایه او دنیا خپل مقصد او مقصود ګڼی.

 

۳۶ کاله پخوا، د نولس سوه شپږ اتیایم میلادی کال د مئی په دوه ویشتمه نیټه، د مصر د اخوان المسلمین غورځنګ یو مشر عمر تلمسانی وفات شو. عمر تلمسانی په نولس سوه څلورم میلادی کال کښې د الجزایر په تلمسان سیمه کښې وزیږید. هغه په نولس سوه څلورویشتم میلادی کال کښې د حقوقو په څانګه کښې فارغ التحصیل شو او په نولس سوه اته ویشتم میلادی کال کښې د مصر د اخوان المسلمین غورځنګ جوړیدا پسې د هغه غړئ شو. هغه چې د دغه غورځنګ مشر له حسن البناء دوه کاله مشر ؤ، د دغه خوځښت د پخوانی کدر په توګه ګڼل کیده. تلمسانی په نولس سوه څلور پنځوسم میلادی کال کښې د اخوان المسلمین د یوه غړی لخوا د مصر د ولسمشر جمال عبدالناصر له ناکامه ترور وروسته و نیوئ شو او تر نولس سوه یو اویایم میلادی کاله پورې یې اوولس کاله په زندان کښې تیر کړل. په عین حال کښې، تلمسانی د اخوان المسلمین سازمان د مشرۍ په وخت کښې اعتدالی او مینځلاره کړنلاره لرله او د مصر د رژیم سره یې له نیغ په نیغه مخامخیدا ډډه کوله. هغه یو ځل بیا د نولس سوه یو اتیایم میلادی کال په ستمبر کښې د مصر د رژیم د وخت د ولسمشر انور سادات لخوا ونیول شو او د سادات تر تروره په بند کښې پاتې شو تر څو د حسنی مبارک په حکم له زندانه خوښۍ شو. تلمسانی بالاخره د سږی او پوښتورکی په ناروغئ د اخته کیدو له کبله د نولس سوه شپږ اتیایم میلادی کال د مئی په دوه ویشتمه نیټه د عمر په دوه اتیا کلنۍ کښې وفات شو.

 

۳۲  کاله وړاندې، د نولس سوه نوېم میلادی کال د مئی د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، د شمالی او جنوبی یمن دوو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه بیانیه کښې د دواړو یمنونو اتحاد اعلان کړ. دا شان دغه دواړو هیوادونو د یمن جمهوریت تر عنوان لاندې یوځل بیا یو واحد هیواد جوړ کړ او د دواړو هیوادونو د مشورتی پارلیمان غړو د واحد یمن اساسی قانون د رایو په اتفاق سره تصویب کړ.

له دغو بدلونونو وروسته جنرال علی عبدا...صالح د یمن د ولسمشر په توګه غوره شو. د شمالی او جنوبی یمن اتحاد زیاتره اتحاد ته د دواړو هیوادونو د خلکو د ګروهنې او همداشان د هغو بدلونونو په وجه ؤ چې د سویلی یمن په شمول په سوشلسټ کیمپ پورې پییلو هیوادونو کښې د خلاصې سیاسی فضا د سیاست د اعمالیدو له امله رامینځته شوی وو.

د ویلو ده چې په نولس سوه څوارلسم میلادی کال کښې د عثمانی امپراتورۍ او انګلستان تر مینځ له یو تړون وروسته سویلی یمن له شمالی یمن څخه بیل شوئ ؤ.