May 26, 2022 14:41 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبې ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی پینځمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا د کوچنۍ اختر د میاشتې له ۲۴ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی له ۲۶ نیټی سره برابره ده

۱۲۳۲ کاله پخوا، د دوه سوه یولسم هجري قمري کال د شوال په څلور ویشتمه نیټه، د دریمې هجري قمري پیړۍ یو مشهور محدث او پوه عبدالرزاق صنعاني په پنځه اتیا کلنۍ کښې په یمن کښې وفات شو. هغه یو باخبره او پرهیزګاره عالم ؤ او د هغې زمانې ډیرو عالمانو د هغه له پوهې استفاده وکړه.  دغه لوړ رتبه فقیه چې د عمر په وروستیو کښې یې خپل نظر له لاسه ورکړ، د قرآن مجید له نامتو حافظانو ګڼل کیده. د هغه په تالیفاتو کښې تفسیر قرآن ته اشاره کولئ شو چې د هغه یوه خطي نسخه د مصر په خزانې کښې ساتل کیږي.

 

۱۴۲ کاله مخکښې، د اتلس سوه اتیایم میلادی کال د مئی د میاشتې په شپږ ویشتمه نیټه، د فرانسوی ډاکټر آلفونس لاوران په وسیله د ملیریا د ناروغۍ عامل کشف شو. چارلس لویس الفونس لاوران یو فرانسوئ ډاکټر ؤ چې د ډاکټریټ ډګرۍ له ترلاسه کولو وروسته یې د نظام خدمت پیل کړ او الجزایر ته ولیږدول شو. هغه هلته مناسب فرصت درلود چې د ملیریا د ناروغۍ په اړه چې هر کال به یې د نړۍ په مختلفو سیمو کښې ډیر خلک وژل، کافی تحقیقات او ضروری څیړنې وکړې. په نتیجه کښې د اتلس سوه اتیایم میلادی کال د مئی په شپږ ویشتمه نیټه، د دغه ناروغۍ د عامل په کشف کولو بریالئ شو. لاوران پوه شو چې د ملیریا ناروغۍ جوړونکئ عامل د بیکټیریا له ډوله نه دئ بلکې یو ډیر پخوانی یو سلول لرونکی موجود دی. دا چینجی ډوله یا پارازیټ موجودات د انوفل په نوم د ماشو لخوا بدن ته ننوځی او ناروغی بدن ته منتقلوی. بدن ته د بیکټیریا له انتقال او د هغه له زیاتیدو وروسته په انسان اول لړزا راځی او له پارازیټو ډک د وینې د سرو کرویاتو له چاودیدو او په وینه کښې د هغه د پیرازیټو د خوریدو په نتیجه کښې مالیریا یا نوې تبه رامینځته کیږی. د دې ناروغۍ د له مینځه وړلو لپاره پکار دی په جبو او ډنډونو کښې د انوفل ماشو د اوسیدو ځایونه وچ کړې شی او دا ماشی په زهرجنو سپریو سره ووژل شی.

لاوران په ورپسې کلونو کښې هم د ګرمسیر سیمو د ناروغیو په هکله مطالعه وکړه او په نولس سوه اووم میلادی کال کښې ورته د ملیریا ناروغۍ د عامل د پیدا کولو په لړ کښې د تحقیقاتو په وجه د نوبل انعام ورکړئ شو.

 

۱۱۴ کاله پخوا، د دولس سوه اووه اتیایم هجری لمریز کال د غبرګولی په پینځمه نیټه، د ایران په مسجد سلیمان ښار کښې د ایران د تیلو لومړنی کوهی تیلو ته ورسید. دغه کوهی د ځمکې په شپږ سوه میټره ژورتیا کښې تیلو ته ورسید او د ځمکې له سطحې نه تر پینځه ویشتو میټرو اوچتوالی پورې یې تیل وشیندل. مسجد سلیمان ښار د تیلی تاسیساتو او کانونو د شتون له نظره زیات اهمیت لری او تر اوسه پورې پکښې له دوه نیم سوو نه زیات تیلی کویان کیندل شوی دی. د ویلو ده چې ایران د تیلی زیرمو له اړخه د نړۍ یو تر ټولو مهم هیواد ګڼل کیږی او همداراز له روسیې ورسته د نړۍ د ګیسو تر ټولو زیاتې زیرمې لری.

 

۱۰۴  کاله پخوا، د نولس سوه اتلسم میلادی کال د مئی په شپږویشتمه نیټه، جارجیا هیواد په لومړی ځل خپلواکی اعلان کړه او بیا وروسته دغه ورځ د دغه هیواد د ملی ورځې په توګه ونومول شوه.

جارجیا مخکښې له دې چې په شپږ سوه څلور پنځوسم میلادی کال کښې د مسلمانانو په ولکه کښې راشی، مودې مودې د ایران او روم تر سلطې لاندې ؤ. همداراز له شپاړسمې نه تر اتلسمې پیړۍ پورې د ایران او عثمانی حکومتونه د هغه د حاکمیت په سر پخپلو کښې ښکیل وو. بالاخره تزاری امپراتورۍ د اتلسمې پیړۍ په وروستیو کښې په دغه هیواد کښې نفوذ پیدا کړ او هغه یې ورو ورو ونیوه.

د نولس سوه اوولسم میلادی کال د اکتوبر له انقلاب وروسته جارجیا د نولس سوه اتلسم میلادی کال د مئی په شپږ ویشتمه نیټه خپلواکی اعلان کړه چې دوه کاله وروسته د روسیې لخوا په رسمیت وپیژندل شوه. جارجیا په نولس سوه یویشتم میلادی کال کښې د شوروی ځواکونو له حملې سره مخ شو او په نولس سوه شپږ دیرشم میلادی کال کښې د دغه هیواد پر یو جمهوریت بدل شو. په دغه حال سره په جارجیا کښې ملی پال احساسات سبب شول چې د دغه هیواد خلکو د نولس سوه اتیایمې لسیزې په وروستیو کښې د شوروی له بدلونونو ګټه پورته کړه او بالاخره د نولس سوه یو نوېم میلادی کال د اپریل په نهمه نیټه یې خپلواکی ترلاسه کړه.

جارجیا هیواد د ایشیاء په لویدیځ او د اروپا په سویل ختیځ کښې پروت دئ او له روسیې، آذربایجان، ارمینیا او ترکیې سره ګاونډ لری. د دغه هیواد پراختیا نهه شپیته زره اووه سوه مربع کیلومیټره ده او نفوس یې کابو پینځه میلیونه دی. د مئی د میاشتې شپږویشتمه نیټه په نولس سوه اتلسم میلادی کال کښې د دغه هیواد د لومړنی خپلواکۍ د کلیزې په توګه د جارجیا ملی ورځ ګڼله کیږی.

 

۳۲  کاله وړاندې، د دیارلس سوه نهه شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی په پینځمه نیټه، د ایران د نوی ارواپوهنې بنسټګر او پلار ډاکټر علی اکبر سیاسی په تهران کښې وفات شو.

علی اکبر سیاسی په کال دولس سوه درې اویایم هجری لمریز کال کښې په تهران کښې وزیږید او بیا یې په فرانسې کښې د روزنیز علومو او اروا پوهنې په څانګه کښې ډاکټریټ وکړ. هغه له اروپا څخه له راستنیدو وروسته په دارلفنون ښوونځی کښې د نظام او سیاسی علومو ښوونه پیل کړه او د تهران پوهنتون په جوړولو سره د دغه پوهنتون استاد شو. هغه بیا کله چې د ایران د ارواپوهنې انجمن جوړ شو، نو د هغه مشر شو او د تهران پوهنتون د اروا پیژندنې د موسسې مشری یې هم په غاړه واخیستله.

ډاکټر سیاسی د احمد قوام، علی سهیلی او ابراهیم حکیمی په حکومتونو کښې د کلتور وزیر او د ساعد په حکوت کښې د بهرنیو چارو وزیر ؤ. هغه د یونیسکو په بنسټ ایښودو کښې ملګرتیا درلودله او د ایران د فرهنګستان او د کلتور د لوړې شورا غړئ ؤ.

له ډاکټر سیاسی څخه ډیر آثار هم پاتې دی چې (اصول روانشناسی)، (روانشناسی پرورشی)، (روانشناسی جدید)، (منطق و فلسفه)، (هوش و خرد) او داسې نور پکښې شامل دی. هغه په ایران کښې د نوی ارواپوهنې د اصولو بنسټ کیښود او په دې وجه په ایران کښې د نوی ارواپوهنې د پلار او بنسټګر په نوم مشهور دی.

 

او له ننه۱۷   کاله مخکښې، د دیارلس سوه څلور اتیایم هجری لمریز کال د غبرګولی په پینځمه نیټه، د ایران مشهور موذن استاد رحیم موذن زاده وفات شو.

د موذن زاده په کورنۍ کښې چې زیاترو پکښې مذهبی فعالیتونه او د اذان وینې کار کاوه، رحیم موذن زاده چې د شیخ عبدالکریم مشر زوئ دی، د پلار لار په لازیات جدیت سره تعقیب کړه او د خپل پلار له مړینې وروسته یې په عملی توګه د هغه په ځائ د اذان ویلو ته دوام ورکړ. د موذن زاده مشهور بانګ چې د ترکی بیتونو په روح الارواح غږ سره ویل شوئ دی هغه بانګ دی چې رحیم موذن زاده په دیارلس سوه څلور دیرشم کال کښې د تهران د غبرګولی د پینځلسمې په څلور لاره کښې په شپږمه سټوډیو کښې ویل شوئ دی. خپله موذن زاده وایی چې هغه به چې کله روژه نیولې وه، هغه وخت به یې غوښتل چې اذان ووایی څو د ایران او اسلام د کلتور لپاره یو ارزښتناک یادګار وی. د ایران دغه مشهور اذان ویونکی په اتیا کلنۍ کښې د یوې ناروغۍ له امله د پنجشنبې په ورځ د دیارلس سوه څلور اتیایم لمریز کال د غبرګولی په پینځمه نیټه په تهران کښې وفات شو، خدای دې وبخښی.