تاریخ پاڼه
نن د ګل رورځ، یا ۲ شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې نهمه نیټه ده چې ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا کوچنۍ اخترد میاشتې له ۲۸ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی له ۳۰ نیټی سره برابره ده
۹۷۰ کاله پخوا، د څلور سوه درې اویایم هجري قمري کال د شوال په اته ویشتمه نیټه، په سنایي غزنوي مشهور د ایران ستر شاعر او عارف مجدد بن آدم د ننني افغانستان او پخواني ایران په یوه ښار غزنین کښې و زیږید. هغه په ځوانئ کښې په ځلونو د سلاطین مدح ته مخه کړه، خو ډیره موده نه وه تیره چې دا کار یې پریښود او عرفان ته یې مخه کړه او د خلکو خدمت او واکمني یې خپله پیشه و ګرځوله او په خپلو شعرونو کښې یې په ظالمو او تیریګرو واکمنانو نیوکې ته مخه کړه. سنایي په هغو شاعرانو کښې شامل دی چې د فارسي شعر د سبک په بدلون او پکښې د ناوښت او تنوع په رامینځته کولو کښې ډیر اغیزمن پاتی شوئ دی. د سنایي غزنوي تر ټولو مهم آثار حدیقه الحقیقه کتاب دی چې د مثنوي په چوکاټ کښې د شعر په بڼه کښې ویل شوئ دی او پکښې د دغه ستر شاعر عرفاني او اخلاقي فکرونه بیان شوي دي. الهي نامه، کارنامه بلخ او طریق التحقیق د سنایي نور آثار دي.
۹۸ کاله پخوا، د دیارلس سوه دریم هجری لمریز کال د غبرګولی په نهمه نیټه ، په ناظم الاطبا مشهور یو ایرانی لغت پیژاندی او طبیب میرزا علی اکبر خان نفیسی په تهران کښې وفات شو. هغه مقدماتی زده کړې له پای ته رسولو وروسته د حکمت الهی او فلسفی په شان علومو زده کولو ته مخه کړه او د تهران په دارالفنون مدرسه کښې یې طب زده کړ . په طب کښې د ناظم الاطباآثار ، په ارزښتمنو کتابونو شامله یوه ټولګه ده چې یا د هغه په وسیله تالیف او یا له بهرنیو سرچینو څخه ژباړل شوی ده . ناظم الاطبا د فارسی ژبی د اصطلاحاتو په ټولولو کښې هم ډیره هڅه وکړه . په دغه زمینه کښې د هغه تر ټولو مهم اثر په پنځو ټوکو کښې فرهنګ نفیسی دی چې هغه د خپل عمر پنځه ویشت کاله د دی په غونډولو او لیکلو کښې تیر کړل .
۷۵ کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږویشتم هجری لمریز کال د غبرګولی په نهمه نیټه، یو نامتو ایرانی فقیه او د لومړنی شهید محراب آیت ا... سید محمد علی قاضی طباطبایی پلار آیت ا... سید محمد باقر قاضی طباطبایی وفات شو.
آیت ا... حاج سید محمد باقر قاضی طباطبایی تبریزی په دولس سوه اته څلویښتم لمریز کال کښې په تبریز کښې و زیږید او د خپلو زده کړو د پشپړولو لپاره په دولس سوه نهه شپیتم هجری لمریز کال کښې عراق ته ولاړ او په سامرا کښې یې د میرزا بزرګ شیرازی په محضر کښې شتون وموند. آیت ا... قاضی له هغی وروسته نجف ته ولاړ او د آیت الاګانو د میرزا حبیب ا... رشتی، ملا محمد فاضل شرابیانی، محمد باقر اصطهباناتی او ملا اسماعیل قراباغی په درس خارج کښې یې ګډون و کړ . هغه همدغه راز د آخوند ملا حسینقلی همدانی د اخلاق په درس کښې حاضر شو او لوړې اخلاقی او علمی درجې یې تر لاسه کړې . دغه ربانی عالم په تبریز کښې له یوی مودې اقامت وروسته یو ځل بیا د نجف علمیه حوزی ته ولاړ او د آیت الاګانو سید محمد کاظم یزدی او شیخ الشریعه اصفهانی په درس کښې یې شتون وموند . آیت ا... قاضی بالاخره په نجف کښې له دیارلسو کالو اقامت ، او د سید محمد کاظم یزدی او فاضل شرابیانی څخه د اجتهاد له اجازی اخیستلو او د سید ابوالحسن اصفهانی څخه د روایت بیانولو له اجازی وروسته تبریز ته ستون شو او له هغی وروسته یې له څلویښتو کالو زیاتی مودی پوری درس، بحث، تالیف او تدریس ته ملا و تړله . له دغه ربانی عالمه ګڼ شمیر تالیفات په یادګار پاتی دی چې مخزن الفوائد فی حاشیه الفرائد، حاشیه بر فصول الاصول او د هغه استازانو د میرزا رشتی، علامه یزدی او شیخ الشریعه اصفهانی ویناوې هم له هغی جملې څخه دی . دغه فقیه او امامی مجتهد بالاخره له علم او معنویته ډک عمر وروسته ، د دیارلس سوه شپږ ویشتم لمریز کال د غبرګولی په نهمه نیټه چې د دیارلس سوه شپږ شپیتم قمری کال د رجب له لسمې نیټې سره برابره ده ، له نړۍ سترګې پټی کړې او په تبریز کښې خاورو ته وسپارل شو.