تاریخ پاڼه
نن دنهی ورځ یا ۳شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې لسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا کوچنۍ اختر د میاشتې له ۲۹او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی میاشتې له ۳۱ نیټې سره سمون خوري .
۱۴۹۳ کاله پخوا، د پینځه سوه نهه ویشتم میلادی کال د مئی په یو دیرشمه نیټه، د روم د امپراطور په حکم په روم کښې د حضرت مسیح (ع) دین رسمیت وموند. له کینسټانټینه مخکښې به مسیحیانو په پټه عبادت کاوه. د روم یو ستر امپراطور کینسټانټین په درې سوه څلور ویشتم میلادی کال کښې پریکړه وکړه چې د امپراطورۍ پلازمینې بیزانس یا بیزانټون ته چې له میلاده کابو اته پیړۍ مخکښې د یونانیانانو لخوا جوړ شوئ ؤ، منتقل کړی. له دغه انتقاله شپږ کاله وروسته بیزانټون چې له دې وروسته د کینسټانټین په خاطر کینسټانټینویل یا قسطنطنیه ونومول شو، په رسمی توګه پرانیستل شو. له دغه وخته وروسته د کینسټانټین په حکم د مسیحیت د څرګندیدو حکم صادر شو.
کال د مئی له دیرشمې نیټی سره برابره ده.
۱۷۵ کاله پخوا، د دولس سوه شپږویشتم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په لسمه نیټه، د ایران د حکومت او عثمانی امپراطورۍ ترمینځ د (ارز روم) په نوم تړون لاسلیک شو. د محمد شاه قاجار د باچایۍ په وخت کښې د بغداد والی د بصرې د سوداګرانو په هڅولو سره چې د خرمشهر بندر د رونق اخیستو په وجه یې زیان موندلئ ؤ، پر دغه بندر حمله وکړه او د یو شمیر کسانو له وژلو او ټپی کولو وروسته یې د سوداګرو مالونه ولوټل. له دې وروسته د ایران حکومت عثمانی امپراطورۍ ته یو استازئ ولیږه چې له هغوئ سره خبرې اترې وکړی او د رسیدل شویو زیانونو د تاوان ورکولو غوښتنه وکړی. په دې دوران کښې عثمانی حکومت ادعا وکړه چې خرمشهر بندر د عثمانی د خاورې برخه دی او دغه مسئله یوه کورنۍ مسئله بولی. له دغې ادعا وروسته، د ایران حکومت هم ګواښ وکړه چې د خرمشهر د حملې په بدله کښې به پر بغداد ښار حمله وکړی. خو عثمانی حکومت چې له روسیې سره له خپلو جنګونو وروسته یې له ایران سره جنګ نه غوښته، خپل یو استازی ایران ته ولیږه او خرمشهر یې خالی کړ. له دې وروسته د دواړو لورو خبرې اترې پیل شوې او په دې دوران کښې په کربلا کښې یو ځل بیا عامه وژله رامینځته شوه او دلته میشته ایرانیان ووژل شول. دغې پیښې د ایران حکومت سخت قهرجن کړ خو په سیاسی هلو ځلو سره د سولې خبرې اترې پیل شوې او د دوو کالو له تیریدا وروسته د دولس سوه شپږویشتم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په لسمه نیټه، د ایران او عثمانی امپراطورۍ تر مینځ د (ارز روم) په نوم تړون لاسلیک شو.
په دغه کانفرنس کښې میرزا تقی خان فراهانی چې په امیر کبیر مشهور ؤ، د ایران استازئ ؤ چې د هغه هلو ځلو او تدبیر د روس او برطانیې د استازیو حیرانی او ستاینه را برسیره کړه. د دغه تړون له مخې د ایران حکومت د سلیمانیې په اړه په خپلې ادعا سترګې پټې کړې او په بدل کښې یې عثمانی حکومت پر خرمشهر بندر د ایران مالکیت او په اروند سیند کښې د ایران د کیشتۍ چلونې حق په رسمیت وپیژنده او وټاکلې شوه چې عثمانی حکومت به له ایرانی زیارت کوونکو او سوداګرو سره له بد چلنده ډډه وکړی.
۱۰۳ کاله مخکې د ۱۹۱۹میلادي کال د مئی په ۳۱ نیټه
افغانستان د دوهم ځل لپاره خپله خپلواکي اعلان کړه .
افغانستان په ۱۷۴۷ میلادي کال د لومړي ځل لپاره د احمدشاه ابدالي په وسیله خپلواک شو . خوانګلستان کابو یوه پیرۍ د خپل یو لوی مستعمره یعنی هند د ساتلو لپاره په افغانستان کې لاسوهنه پیل کړه چې له انګلستان سره دغه هیواد د لومړۍ جنګ سبب شو.
په دغه جنګ کې انګلستان د ډیرو مرګ ژوبلواو سرتاوانونو په زغملو سره شاتګ ته مجبوره شو.خو بیا هم انګلستان په افغانستان کې د خپل نفوذ اعملولو ته دوام ورکړ تر څو چې د دواړو خواوپه مینځ کې یو بل جنګ رامینځ ته شو چې په ۱۹۰۵ میلادي کال د یو استعماري تړون پر اساس دغه جنګ هم ختم شو . په ۱۹۱۹ میلادي کال کله چې په افغانستان کې امان ا...خان پاچاهۍ ته ورسید له انګلیسانو سره ټول لاس لیک شوي تړونونه لغوه او د افغانستان خپلواکي او استقلال اعلان کړ چې دغه کار د انګلیسانو غوصه راوپاراوه او په دې صورت د استعماري انګلیس او افغاانستان تر مینځ دریم جنګ پیل شو چې د امان الله خان د پرځیدو سبب شو .
۳۰ کاله پخوا، د دیارلس سوه یو اویایم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په لسمه نیټه، د تهران د شریف صنعتی پوهنتون استاد او محقق ډاکټر جلال صمیمی د شیدو د لارې د کهکشان په باره کښې د شلوکلونو له څیړنې او د ګاما وړانګو د ځلیدو په اړه له ازموینې وروسته په دغه کهکشانی مرکز کښې د ګاما پینځو چشمو یا نقطه ای چشمو په کشفولو بریالئ شو. ډاکټر صمیمی په دیارلس سوه نولسم هجری لمریز کال کښې د ایران په جنوب ختیځ ښار زابل کښې وزیږید او په فیزیکس کښې یې پی ایچ ډی وکړه. هغه له پراخو مطالعو او تحقیقاتو وروسته د ایټمی امولوسیون په اړه خپلې پرله پسې ازموینې وکړې او بالاخره په دغه مهم کشف کښې کامیاب شو.
او له ننه ۲۷ کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور اویایم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په لسمه نیټه، ستر فقیه آیت ا... حاج شیخ عزیز ا... خسروی زنجانی وفات شو. دغه جلیل القدر عالم د قم په علمیه حوزې کښې د امام خمینی (رح) له شاګردانو څخه ؤ. آیت ا... زنجانی د حضرت امام خمینی (رح) په مشرۍ د خلکو د اسلامی غورځنګ په دوران کښې په آذربایجان سیمه کښې د واکمنۍ د مرکز د مخالف دینی عالم په توګه پیژندل کیده او هیڅکله یې له پهلوی رژیم سره ساز باز ته ډیره لږه ګروهنه هم څرګنده نکړه. هغه د دوه څلویښتم د غبرګولی د میاشتې د پینځلسمې له پاڅونه وروسته، د خپل استاد او مشر حضرت امام خمینی (رح) د اهدافو په لړ کښې په عامه غونډو کښې په ځلونو له ګواښ او طمې سره مخامخ شو خو تر آخره پورې پر خدائ پاک په اعتماد او تکیې سره ثابت قدمه او ټینګ پاتې شو.
دغه مجاهد او تقواداره عالم بالاخره د دیارلس سوه څلور اویایم هجری لمریز کال د غبرګولی په لسمه نیټه، په اووه اتیا کلنۍ کښې له نړۍ سترګې پټې کړې.