تاریخ پاڼه
نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې یویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې د میاشتې ۱۱ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۱۱ نیټی سره برابره ده
۱۲۹۵ کاله وړاندې د ۱۴۸ سپوږمیز کال د ذیقعدې په ۱۱مه نېټه، د اسلام د ګران پيغمبر یو پاک اهل بیت او اتم امام، حضرت علي بن موسی الرضا (ع) د مدینې په ښار کې وزږید.
امام رضا علیه السلام د خپل قدرمن پلار، حضرت امام موسی کاظم علیه السلام له شهادت وروسته ، په ۱۸۳ سپوږمیز کال کې، د اسلامي ټولنې لارښوونه پرغاړه واخیستله.
هغوی په خپل وخت کې د اسلامي نړۍ ترټولو ممتاز شخصیت و.
په همدې دلیل، عباسي خلیفه، مامون د خپل موقعیت د ټینګولو لپاره او په اسلامي نړۍ کې د قدرمن امام د اغیزو د کمولو په موخه، هغوی ظاهرا خپل ولیعهد وټاکه.
په حقیقت کې د مامون موخه، د امام رضا ع تر کنټرول لاندې راوستل و.
نو ځکه یې امام ع د هغه وخت د ایران په شمال ختیځ، مرو کې د خلافت مرکز ته ور وباله .
حضرت امام رضا ع د زوی او جبر له مخې دغه وړاندیز ومانه، که څه هم چې امام ع هماغه شان د مامون د حکومت تر فشار او کنټرول لاندې و، خو ددې شرایطو سره سره، هغه حضرت د خراسان سیمې د خلکو په شمول پر ټولو مسلمانانو ډېره اغیزه درلوده او خلک یې د اهل بیت او د پيغبر اکرم ص د کورنۍ پر حقانیت پوهول.
امام رضا ع نه یوازې لوړ انساني او معنوي صفتونه، د نفس شرافت، تقوا او زهد درلود، بلکې د بېلا بېلو مذهبونو او دینونو له عالمانو سره په مناظره او بحث کې یې هم پر اسلامي معارف او مختلفو علومو خپل پراخه برلاسي او سلطه ثابته کړه.
په همدې دلیل، مامون چې د امام رضا ع د خواخوږۍ او نفوذ زیاتېدل یې د خپل حکومت پرز یان لیدل، هغوی یې په ۲۰۳ سپوږمیز کال کې په شهادت ورساوه.
له حضرت امام رضا ع څخه ارزښتمنې خبرې په یاد ګار پاتې دي چې ټولې ګټورې او له پنده ډکې د ي، د حضرت امام رضا ع د ولادت د کلیزې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د ښو اخلاقو او نیک چلند په اړه د هغه قدرمن وینا ته ستاسوو پام را ګرځوو ((د قیامت په ورځ هغه کس ماته ډېر نږدې دی چې په دنیا کې ښه اخلاق ولري او د خپلې کورنۍ په اړه یې لا نیکو کاره وي .))
۱۱۰۷ کاله وړاندې د ۳۳۶ سپوږمیز کال د ذیقعدې په ۱۱مه نېټه، ستر پوه او فقیه ، محمد بن محمد چې په شیخ مفید ملقب و، د بغداد په ښار کې وزږید.
هغه په علمي او ایمانداره کورنۍ کې و روزل شو او لومړني علوم یې په خپله کورنۍ او ورپسې د خپل وخت له مشهورو استادانو څخه زده کړل او په اسلامي نړۍ کې په پياوړي فقیه او وینا وال بدل شو.
د شیخ مفید د فکري او فرهنګي حرکتونو له جملې څخه د مختلفو مذهبونو له فقیهانو او پوهانو سره مناظره وه او په دې توګه هغه د کلام او فقه په علومو کې، د مسلمانانو ترمنځ بحث او استدلال دود کړ او د خلکو له منځ څخه یې چټي او خرافي افکار لرې کړل او هغوی یې داسلام پر حقیقت پوه کړل
د اسلامي علومو ډېر شمېر پوهانو د شیخ مفید له درسي ټولګیو ګټه پورته کړه چې ددې څېرو ترټولو مشهور یې شیخ طوسي، سید مرتضی او سید رضی وو.
شیخ مفید ډېر تالیف لري چې شمېر له ۲۰۰ ټوکه زیات دی او الارشاد، الارکان او اصول فقه کتابونو ته یې اشاره کولای شوو چې د اسلامي علومو مهم کتابونه دي.
۴۵۰ کاله مخکې د ۱۵۷۲ میلادي کال د جون د میاشتې په ۱۱ نیټه
بریتانوي ډرامه لیکونکۍ ، هکټر یا فیلمي لوبغارۍ بن جانسن په یوه بیوزله کورنۍ کې وزیږید . هغه له وړوکوالی څخه مجبوره ووچې د خپل تحصلات د خرچې د برابرولو لپاره له خپل پلندر سره د بنايي کارونه وکړي په همدې وجه بن جانسن ونکړای شو چې خپل تحصیلات لوړې درجې ته ورسوي . جانسن په ۲۹ کلنۍ کې د انګلستان پوځ ته داخل شو خو دغه کار هم هغه راضي نکړ او له پوځ ووتل . د دغه بریتانوۍ ډرامه لیکونکۍ د ژوند بهیر د ډرامولیکونکو له یوې ډلې سره تر بلدتیا نه ورسته بدل شو او هغه لومړی لوبغارۍ ته مخه کړه او ورسته بیا ډرامه لیکلو ته ملا وتړله . جانس د مشهورډرامه لیکونکۍ شکسپیر په زمانه کې اوسیده او له هغه سره هم ملګرتیا درلوده په داسي ډول چې شکسپیر له جانس سره په څو ډرامو کې کار کړی دی . د جانسن ډرامو معمولا د اشرافو او کلیساګانو پر ضد چیچونکۍ طنز درلود او په همدې دلیل د هغوی له غوصې سره مخامخ کیدل . په هرحال بیوزلۍ او ستونزو د جانسن د عمر ترپایه پورې یعني د ۱۶۳۷ میلادي کال هغه کړاوه . د انګلستان د دغه نامتو شاعرتر ټولو مهمې ډرامې ګیدړه یا لومبړهاو کیماګر نومیږي.
۱۶۷ کاله پخوا، د اتلس سوه پنځه پنځوسم میلادی کال د جون په یولسمه نیټه، د لمر رڼا د علمی رودو په کارولو سره تجزیه او د هغې رنګونه څرګند شول . دغه اقدام د نویو فیزیکی څیړنو په تاریخ کښې د لومړی ځل لپاره د کیرشهوف او بونسن په نومونو د دوو جرمن پوهانو له خوا تر سره شو. د یادولو وړ ده، په بارانی هوا کښې د لمر وړانګی او د شنې زرغونې جوړیدل او د هغی بیلا بیل رنګونه له هغو ښکلو ښکارندو څخه دی چې له ډیری پخوا زمانې څخه یې د انسانانو پام ځان ته اړولئ دی . دغه ښکارنده په وریځو کښې د موجودو اوبو د څاڅکو له امله د لمر د رڼا د تجزیه کیدو په وجه رامینځته کیږی . د شنې زرغونې په هکله د ارسطو نظریه یوه ډیره پخوانئ نظریه ده چې وروسته د ابو علی سینا، ابن هیثم او قطب الدین شیرازی په شان مسلمانو عالمانو د ارسطو پر نظریې د ځینو مطالبو په زیاتولو سره هغه تر ډیره د منلو وړ ګرځولې او بشپړه کړه او په پای کښې کیرشهوف او بونسن د تجربی رودې څخه په استفادې سره هغه ثابته کړه .
۴۸ کاله پخوا، د دیارلس سوه درې پنځوسم هجری لمریز کال د غبرګولی په یویشتمه نیټه ، د ایران د نابینایانو څخه د ملاتړ او لار ښونې د ټولنی بنسټګر ډاکټر محمد خزائلی وفات شو. هغه په ماشومتوب کښې د کوی ناروغئ په وجه خپله بینایی له لاسه ورکړه او د نابینایانو په مخصوصی مدرسی کښې یې زده کړو ته مخه کړه . هغه د خپلې توانمنی حافظې په مرستی سره په درسی چارو کښې ډیر تیزی سره پرمختګ وکړ او د تهران له پوهنتونه دحقوقو د ډاکټری درجې په اخیستلو بریالئ شو . ډاکټر خزائلی په عربی ، فرانسوی او انګلیسی ژبو پوره تسلط درلود او د ګڼ شمیر کتابونو تالیف نه علاوه، له هغه څخه یو لړ ژباړنې په یادګار پاتی دی چې پکښې فلسفه اسلام ، تحقیق در اعلام قرآن ، شرح بوستان و ګلستان سعدی او نهج الادب ته اشاره کولئ شو.
د ویلو ده چې ډاکټر خزائلی په نړیواله سطح هم د نابینایانو د سوکالی لپاره زیات فعالیتونه درلوده او د نابینایانو د سوکالتیا په ملی شورا او د هغوئ په نړیوالې اتحادیه کښې د مینځنی ختیځ د اجرایی کمیټی یو غړی ؤ .