تاریخ پاڼه
نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې درویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې میاشتې له ۱۳ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۱۳ نیټی سره برابره ده
۶۷۷ کاله پخوا، د اوه سوه شپږ شپیتم هجري قمري کال د ذیقعدې په دیارلسمه نیټه، قطب الدین محمد بن محمدرازي وفات شو. هغه د ری په شا او خوا کښې په ورامین کښې و زیږید او لکه څنګه چې هملته لوئ شو، په رازي مشهور شو. قطب الدین د علامه ی حلي له لویو شاګردانو څخه ؤ. قطب رازي تر یوې مودې د سلطان ابو سعید او د هغه وزیر د خواجه غیاث الدین محمد په خدمت کښې ؤ او دوه کتابونه شرح شمسیه او شرح مطالع یې د هغه وزیر په نوم و لیکل. د سلطان ابو سعید له وفاته وروسته شام ته ولاړ او په دمشق کښې وفات شو. قطب الدین محمد بن محمد رازي د لومړني شهید استاد ؤ. لومړنی شهید د هغه په باره فرمایي: هغه د علم و ادب د لویانو تر مینځ ډیر اهمیت وموند او په منطق، حکمت او ادبي علومو کښې د خپل وخت له لویو پوهانو څخه شو. هغه، هغه سمندر دی چې تل او ژوره یې نه معلومیږي.
۴۱۵ کاله پخوا، د یو زرو اته ویشتم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په دیارلسمه نیټه، متکلم فقیه میرزا محمد استر آبادي وفات شو. میرزا محمد بن علی بن ابراهیم استر آبادي د شیعیانو له لویو عالمانو څخه دی. هغه په لومړیو کښې په نجف کښې اوسیده او وروسته مکی ته ولاړ. استر آبادي یې په هغو کسانو کښې بیان کړئ دی چې د حضرت صاحب الامر (عج) په مبارک خدمت کښې حاضر شوي دي. میرزا استر آبادي د رجال کتاب درې پړاؤنه توضیح المقال ، تلخیص الاقوال فی معرفة الرجال او منهج المقال تالیف کړي دي. دغه کتابونه د رجال تر ټولو ښې او بشپړې سرچینې دي او په همدی وجه میرزا د رجال په خاوند مشهور دی.
د رجال علم هغه علم دی چې د حدیث د راویانو د ځانګړنو او د هغو شرایطو او صفتونو په اړه بحث کوي چې د هغوئ د حدیثونو د منلو یا نه منلو لامل کیږي. په بله وینا، علم رجال هغه علم دی چې د حدیث د راویانو حالات او صفات له دی اړخه جاجوي چې د هغوئ د خبر په منلو یا نه منلو کښې اغیزمن دی.
د رجال علم هغه علم دی چې د حدیث د راویانو د ځانګړنو او د هغو شرایطو او صفتونو په اړه بحث کوي چې د هغوئ د حدیثونو د منلو یا نه منلو لامل کیږي. په بله وینا، علم رجال هغه علم دی چې د حدیث د راویانو حالات او صفات له دی اړخه جاجوي چې د هغوئ د خبر په منلو یا نه منلو کښې اغیزمن دی.
۱۰۱ کاله پخوا، د نولس سوه یویشتم میلادی کال د جون په دیارلسمه نېټه په فلسطین باندې د برطانیې د قېمومیت په وړومبنیو کلونو کښې د صهیونیسټانو په خلاف په ټول فلسطین کښې د فلسطینیانو وړومبنئ ستر غورځنګ شروع شو.
د فلسطین د ملت خونړۍ شورش د برطانیې په استعماری سیاست او په فلسطین کښې له میشته صهیونیسټانو څخه د دغه هیواد په طرفدارۍ باندې د مسلمانانو د احتجاج بیانوونکئ ؤ. د دغه استعماری سیاست له مخې د نړۍ له مختلفو سیمو څخه فلسطین ته د صهیونیسټانو مهاجرت پیل شو چې د بالفور اعلانیې په بنیاد د فلسطین په خاوره کښې یو صهیونیسټ حکومت جوړ شی.
د دغه سیاست د اجرا په لړ کښې په نولس سوه درویشتم کال کښې د صهیونیسټانو شمیر له کابو پینځه دیرش زرو نه په نولس سوه اته څلویښتم کال کښې د صهیونیسټ رژیم د جوړیدا په درشل کښې شپږ لکه تنو یعنې د فلسطین د نفوسو کابو دریمې برخې ته ورسید.
۴۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په درویشتمه نیټه، حضرت امام خمینی (رح) د ایران په پوهنتونونو کښې د بدلون د رامینځته کولو په خاطر په یو پیغام کښې د کلتوری انقلاب د کمیټې د جوړولو حکم صادر کړ.
هغه د خپل پیغام په یوه برخه کښې د دغې کمیټې له غړیو څخه وغوښتل چې د اسلامی کلتور او ارزښتونو په بنیاد دې د پوهنتونونو د مختلفو څانګو او د راتلونکی کړنلارې د پروګرام سنجونې لپاره اقدام وکړی. د کلتوری انقلاب د کمیټې د جوړولو اصلی موخه د هیواد د لوړو زده کړو د نظام بیا رغونه او بدلونه او د ایران د پوهنتونونو له څیرې څخه د لویدیځ د کلتور د مظاهرو لیری کول وو. د دغې کمیټې غړی د حضرت امام خمینی (رح) په حکم په مختلفو مهارتونو کښې له مسلمانو کارپیژاندو او استادانو څخه غوره شول.
د دغې کمیټې چې اوس یې نوم د کلتوری انقلاب په لوړې شورا بدل شوئ دی، د کار محدوده ورو ورو پراخه شوه او د اسلام د غنی کلتور په بنیاد په مختلفو زمینو کښې د ټولنې د کلتوری چارو برابرونه یې په غاړه ولرله.
۳۹ کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی په درویشتمه نیټه، یوه فقیهه او د قرآن شریف ستره مفسره میرمن نصرت امین په اووه نوی کلنۍ کښې د ایران په اصفهان ښار کښې وفات شوه.
هغې د اسلامی علومو په زده کول کښې د خپل زیات استعداد او قابلیت ښودنه وکړه او د اجتهاد مقام ته ورسیده.
میرمن نصرت امین په خپل له برکته ډک ژوند کښې زیات شاګردان وروزل او ګڼ شمیر کتابونه یې ولیکل. د هغې له کتابونو څخه په پینځلسو ټوکو کښې د قران شریف تفسیر، (سیر و سلوک)، (راه خوشبختی) او (نفحات الرحمانیه) ته اشاره کولئ شوو.