Jun 15, 2022 16:01 Asia/Kabul
  • تاریخ پانه

نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې اووه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې میاشتې له ۱۷ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۱۷ نیټی سره برابره ده

۱۲۶۴  کاله پخوا، دیو سلو نهه اویایم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په اولسمه نیټه، اوم معصوم پیشوا حضرت امام موسی کاظم (ع) د عباسي ظالم خلیفه هارون الرشید په حکم له مدینی څخه عراق ته جلاوطن شو. ویل کیږي هغه حضرت د یو سلو نهه اویایم قمري کال د ذیحجې په اومه نیټه هغه ښار ته داخل شو او زندان ته ولیږل شو. امام یوه موده د بصرې واکمن عیسی بن جعفر په زندان کښې ؤ، خو هغه هارون ته یو لیک ولیکه او ویې غوښتل چې هغه حضرت یو بل کس ته وسپاري، ځکه چې په دی ټوله موده کښې د هغه حضرت پر ضد یو سند هم نه دی موندل شوې. هارون هم امام بغداد ته جلاوطن کړ او له خپل وزیر فضل بن ربیع یې غوښتنه وکړه چې هغه حضرت شهید کړي، خو هغه ونه منله. بالاخره سندي بن شاهک د عباسي دربار وزیر د یحیی بن خالد برمکي په حکم او د هارون په غوښتنه حضرت امام موسی کاظم (ع) شهید کړ.

 

۱۳۰ کاله پخوا، د دیارلس سوه دیارلسم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په اولسمه نیټه، ناصر الدین شاه قاجار د تهران په جنوب کښې د حضرت عبدالعظیم په حرم کښې د میرزا رضا کرماني په وسیله ترور شو. ناصر الدین شاه قاجار د محمد شاه له مرګ وروسته په شپاړس کلنۍ کښې قدرت ته ورسید او تر پنځوسو کالو مودې پورې د ایران باچا پاتی شو. د ناصر الدین شاه قاجار د باچاهي په اوږدې مودې کښې په ایران کښې له لوړو ژورو ډک بدلونونه رامینځته شول. د ایران په حکومتي جوړښت کښې د اصلاحاتو بنسټګر امیرکبیر قدرت ته له رسیدا وروسته د ناصر الدین شاه لومړنی صدراعظم ؤ. امیر کبیر هم د باچا په شا او خوا کښې د هغه د بد غواړو او په انګلستان حکومت پورې د پییلو په دسیسې او د ناصر الدین شاه په لاس لیک سره و وژل شو. بالاخره د ایران اصلاح غواړي او ستر مبارز روحاني سید جمال الدین اسد آبادي یوه شاګرد میرزا رضا کرماني د ناصر الدین شاه د باچاهي د پنځوسمې کلیزې د جشن د پیلیدا په درشل کښې د حضرت عبدالعظیم حسني په زیارت د څو مرمیو په ویشتلو سره د قاجار شپږ شپیته کلن باچا عمر ختم کړ. له ناصر الدین شاه وروسته، د هغه پینځه څلویښت کلن زوئ مظفر الدین شاه چې تر څلویښتو کالو پورې د ناصر الدین شاه ولیعهد ؤ، قدرت ته ورسید.

 

۹۷ کاله پخوا د نولس سوه پینځه ویشتم میلادی کال د جون په اوولسمه نیټه، په جنیوا کښې له میکروبی او کیمیایی وسلو څخه د استفادې د منعې تړون لاسلیک شو. د دغه موافقه لیک له مخې په جنګ کښې له هر ډول میکروبی وسلو، وژونکو ګیسونو، کیمایی زهرجنو ګیسونو او له دغه ډول نورو وسلو څخه استفاده ممنوع اعلان شوه. د دغې معاهدې لاسلیکوونکی نهه ویشت هیوادونه وو چې وروسته یې شمیر نور زیات شو.له میکروبی او کیمیایی وسلو څخه د استفادې د منعې د تړون د لاسلیکولو له مهمو دلایلو څخه په لومړنی نړیوال جنګ کښې له کیمیایی وسلو څخه د جرمنی زیاته استفاده وه. خو تراوسه د ډیرو هیوادونو لخوا د دغه تړون خلاف ورزی شوې ده. منجمله امریکې د ویتنام په جنګ کښې او د عراق پخوانی رژیم پر ایران د تیری په دوران کښې د دغې معاهدې سخته خلاف ورزی وکړه.

 

 

۷۸ کاله پخوا د نولس سوه څلور څلویښتم میلادی کال د جون په اوولسمه نیټه، د آیسلینډ ټاپو خلک له ډنمارک څخه د بشپړه خپلواکۍ په ترلاسه کولو بریالی شول او هر کال په همدغه ورځ د دغه هیواد د ملی ورځې په توګه جشن او خوشحالی کیږی.

آیسلینډ جزیره تر لسمې میلادی پیړۍ پورې یو خپلواکه هیواد ؤ،خو وروسته له ناروې او بیا له ډنمارک سره یوځائ شو. په اتلس سوه څلور اویایم میلادی کال کښې ډنمارکیانو په آیسلینډ کښې د پارلیمان د جوړولو اجازه ورکړه. په ورپسې کلونو کښې آیسلینډ لا زیات حقوق ترلاسه کړل او په نولس سوه اتلسم میلادی کال کښې د یو خپلواکه او له ډنمارک سره د یو متحد هیواد په توګه وپیژندل شو. خو په نولس سوه څلور څلویښتم میلادی کال کښې عامه رایو ته له مراجعې وروسته د آیسلینډ او ډنمارک اتحاد لغو شو او آیسلینډ له یوه جمهوری رژیم سره یو خپلواکه هیواد اعلان شو. دغه هیواد په نولس سوه نهه څلویښتم میلادی کال کښې د نیټو غړئ شو.

د آیسلینډ جزیره په څه د پاسه یو سلو دوه زره مربع کیلومیټره پراختیا سره د اروپا براعظم په شمال لویدیځ کښې او په اطلس سمندر کښې پرته ده.

 

۴۳  کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجری لمریز کال د غبرګولی په اوه ویشتمه نیټه،د اسلامی انقلاب ارواښاد لارښود، حضرت امام خمینی (رح) د ایران د خپلواکی او ځان بسیاینې او خصوصا په کلیو کښې د بیوزلئ او مسکینئ د ختمولو لپاره ، د رغاونې جهاد د ادارې د جوړیدا حکم صادر کړ. د دغه فرمان په صادریدا پسی د خلکو بیلابیلې پرګنې په تیره بیا محصلین ، زده کونکی ، ژمن او تعلیم یافته ځوانان د محرومو سیمو د رغاونې او له هیواده د محرومیت د ختمولو لپاره بسیج شول. د رغاونې جهاد ، د اسلامی انقلاب له متنه و زیږیده او په اساسی او بیخ بنایی اقداماتو سره یې د ډیرو محرومو سیمو څیره بدله کړه. د سپیڅلی دفاع د اتو کلونو په اوږدو کښې د رغاونې جهاد ارزښتمن خدمتونه ، د ایران د مځکینی بشپړتیا او خپلواکی په ساتنه کښې د دغه انقلابی ارګان د اغیزمن رول ښودنه کوی. د رغاونې جهاد همدغه راز د کلیوالو صنایعو، کرهڼې، مالداری، بند جوړونې ، طبیعی سرچینود باران اوبه د ټولولو او د نورو لسګونو موردونو په برخو کښې د اسلامی ایران او د تانزانیا، ګانا او زیمبابوی په څیر په ځینو افریقایی هیوادونو کښې پراخ فعالیتونه تر سره کړی دی . رغاونې جهاد په دیارلس سوه دوه شپیتم هجری لمریز کال کښې په پوه وزارت بدل شو او په دیارلس سوه نهه اویایم هجری لمریز کال کښې له کرهڼې وزارت سره یوځای شو او د کرهڼیز جهاد وزارت جوړ شو.

 

۴۰  کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی په اوه ویشتمه نیټه، په ایران کښې اسلامی آزاد پوهنتون جوړ شو. په ایران کښې د دغه پوهنتونی سیسټم د جوړیدا نظریه چې اوس په دغه هیواد کښې یو تر ټولو لوی ښوونیز مرکز دی او په نورو کابو لسو هیوادونو کښې څانګې لری، لومړۍ د ایران د پوهنتونوالو په اسلامی ټولنه کښې مطرح او بیا د ایران د اسلامی شورا د هغه وخت دمشر ، ښاغلی هاشمی رفسانجانی په تعقیبولو سره نتیجې ته ورسیدله . د دیارلس سوه یو شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی په اوه ویشتمه نیټه د دغه پوهنتون په رسمی جوړیدا پسی د همدغه کال په کب میاشتی کښې د هیواد په لسو ښارونو کښې او د دیرشو زرو برخوالو په شتون سره د آزاداسلامی پوهنتون لومړنۍ آزموینه ترسره شوه چې پکښې درې زره تنه غوره او په زده کړو بوخت شول . د دیارلس سوه څلور نوېم هجری لمریز کال په غوایی میاشتې کښې د وروستی احصائیې له مخی، د آزاد اسلامی پوهنتون د محصلینو شمیر اولس لکو ته رسیدلئ دی . په دوه زره دولسم میلادی کال کښې د نړیوال معیار پر اساس، دغه پوهنتون په نړۍ کښې په دوه سوه شپږ ویشتمې رتبې او په ایران کښې له تهران پوهنتونه وروسته په دویمې رتبې سر ه د ایران تر ټولو معتبر پوهنتون ګڼل کیږی.