Jun 15, 2022 16:20 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د خالي ورځ د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې اته ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې میاشتې له ۱۸ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۱۸ نیټی سره برابره ده

 

۲۲۵  کاله پخوا، د یولس سوه شپږ اویایم هجری لمریز کال د غبرګولی په اته ویشتمه نیټه، د قاجاریه لومړنې باچا آغا محمد خان قاجار په ګرجستان کښې و وژل شو. هغه د ایران له باچاهانو څخه ترټولو ظالم باچا ؤ . آغا محمد خان د زندیه د باچاهی لړۍ له ختمولو وروسته په زور او تاؤ تریخوالی او ډیرې وینې تویونې او بوږنونکو جنایتونو سره ټول ایران تر خپل کنټرول لاندی راوسته او په یولس سوه څلور اویایم لمریز کال کښې یې په تهران کښې د باچاهې تاج په سر کړ او په ایران کښې یې د یوه تر ټولو فاسد او کمزوری باچاهی لړۍ بنسټ کیښوده. د قاجاریې د فاسدو باچاهانو په دور کښې د هغوئ د بی لیاقتئ ، بی تدبیرتوب او عیش و عشرت په وجه ډیرې برخې له ایرانه جلا شوې . آغا محمد خان د باچاهی په تحت له کیناستلو دوه کاله وروسته په هغه حملې کښې چې په قفقاز او ګرجستان یې کړی وه، د خپلو دوو خدمتګارانو په لاس و وژل شو او د هغه شرمناک ژوند په درې شپیته کلنۍ کښې پای ته و رسیده . په دی وجه چې آغا محمد خان زوئ نه درلود، د باچاهې تاج د هغه د وراره فتح علی شاه قاجار په سر کیښودل شو.

 

 

۷۰  کاله پخوا، د دیارلس سوه درې اویایم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په اتلسمه نیټه، یو لوئ مسلمان ادیب او عالم آیت ا... شیخ محمد حسین کاشف الغطاء وفات شو. هغه د فقې او د فقې د اصولو لوړ درسونه د خپل وخت له لویو استادانو څخه زده کړل او د کلام، فلسفی او حدیث په علومو کښې ډیره پوهه ترلاسه کړه او په دیني علومو کښې پر توانمنئ سربیره په شعر ویلو کښې یې هم مهارت درلود او په دغه زمینه کښې یې د شعرونو دیوان په یادګار پریښود. دغه لوئ مسلمان دانشمند له ځوانئ څخه په حق غواړو سیاسي مبارزو کښې فعال ګډون درلود او د انګلستان له استعمار سره په مبارزې کښې یې اغیزمن رول ولوباوه. له کاشف الغطاء څخه له اتیاؤ زیات اثار په یادګار پاتی دي چې پکښې د الفردوس الاعلی، الایات البینات او السیاست الحسینیه  کتابونو ته اشاره کولئ شو.

 

 

۴۵ کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجری لمریز کال د غبرګولی په اته ویشتمه نیټه، یو مجاهد عالم او نامتو فقیه آیت ا... سید احمد خسروشاهی وفات شو. دغه جلیل القدر عالم له هغی وروسته چې د اسلامی علومو مقدماتی درسونه یې په خپل زیږنځای په تبریز کښې زده کړل، په دیارلس سوه څوارلسم لمریز کال کښې له خپل پلار او د تبریز له یو شمیر مبارزو روحانیونو سره د رضا خان پهلوی د حجاب د بیرته کولو له مسئلې او له نورو دینی ضده اقداماتو سره د مخالفت په خاطر سمنان او بیا مشهد ته جلاوطن کړئ شو. سید احمد د مشهد په حوزې کښې د مشهد له تکړه عالمانو پریمانه استفاده وکړه او وروسته قم ته ولاړ. هغه له کلونو وروسته د علم او کمال او فقاهت لوړې درجې ترلاسه کړې او خپله یې هم په کلونو د فقې، اصول، کلام او اخلاق تدریس ته مخه کړه . آیت ا... خسروشاهی وروسته د خپل پلار په بلنه تبریز ته ستون شو او د عمر تر پایه پورې یې په هغه ځای کښې خپلو دندو ته دوام ورکړ . دغه لوی فقیه په دیارلس سوه دوه څلویښتم لمریز کال کښې د امام خمینی (رح) د پاڅون په پیل کښې له هغو مبارزو عالمانو څخه ؤ چې په تبریز کښې یې د امام د اسلامی غورځنګ طرفدارئ ته مخه کړه او په دغه لاره کښې،په تبریز کښې په ځلونو د پهلوی رژیم د ګوډګیو پر لاس و نیوئ، بندی او جلاوطن کړئ شو.

 

۴۳  کاله پخوا، د نولس سوه نهه اویایم میلادی کال د جون په اتلسمه نیټه،د امریکې او پخوانی شوروی د مشرانو تر مینځ د دویم ـ سالټ تړون لاس لیک شو. د اټومی وژونکو وسلو د تولید پر سر د امریکی د متحده ایالاتو او پخوانی شوروی سیالیو په پای کښې هغوئ دی نتیجې ته ورسول چې د خپلو ګټو په خاطر دغه وسلې محدودې کړی. له دی کبله د امریکی د متحده ایالاتو او د شوروی د جمهوریتونو د اتحاد د مشرانو تر مینځ په نولس سوه نهه شپیتم کال کښې د سالټ په نوم د اسټریټیجکو وسلو د جوړونې د محدودولو خبرې اترې، د لومړی سالټ په نوم د دغو وسلو د محدودولو د لومړنی تړون د لاس لیکیدو سبب شوې . خو دواړو هیوادونو همهغه شان له هغو لارو څخه چې په دی تړون کښې یې وړاندوینه نه وه شوې ، د اټومی جنګی وسلو تولیدولو او ذخیره کولو ته دوام ورکړ، په دی ډول چې د امریکی او شوروی د هغو اټومی خولیو شمیر چې د دواړ و هیوادونو د مینځنی واټن ویشتونکی توغندیو باندی ایښودل شوی وې او یا د ایښودلو په حال کښې وې، د لومړی سالټ د تړون د لاس لیکولو او په وروسته کلونو کښې د هغوئ د خبرو اترو د وروستی پړاؤ تر مینځ په واټن کښې څه د پاسه دوه چنده شو. په همدی وجه هغوئ مجبوره شول څو د نولس سوه نهه اویایم کال د جون په اتلسمه نیټه د دغو وسلو د لازیات کمولو لپاره د دویم سالټ په نوم یو بل تړون لاس لیک کړی . البته د یادولو ده چې د دغه ډول تړونونو سره سره په خواښینئ سره د اټومی وسلو لرونکی هیوادونه هم د کمیت له نظره او هم د کیفیت له نظره همهغه شان د دغو وسلو د تولیدولو پراختیایی چلند ته دوام ورکوی .