Jun 26, 2022 17:09 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د ګل ورځ یا دوشنبې ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ شپږمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې میاشتې له ۲۷ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۲۷ نیټی سره برابره ده

 

۱۸۷  کاله پخوا، د دولس سوه څوارلسم قمری کال د چنګاښ د میاشتې په شپږمه نیټه، د محمد شاه قاجار صدراعظم او د قاجار د لړۍ یو مشهور شخصیت قایم مقام فراهانی ووژل شو. محمد شاه قاجار لکه څنګه چې پاچا شو ،خپل وزارت یې خپل بل ملګری میرزا ابولقاسم فراهانی ته ورکړ. هغه یو با تدبیره او نفوذ لرونکئ وزیر ؤ خو لکه څنګه چې محمد شاه قاچار په ځان ډاډمن کس نه ؤ، نو د مملکت د چارو په اداره کولو کښې یې هغه ته ډیره کمه توجه کوله. هغه د صدارعظمۍ پر مقام د قاجار خپل سری شهزادګان آرامه کړل. قایم مقام فراهانی په ټوله هوښیارتیا سره یو مغرور او ځان منامه کس ؤ چې خپلې زیاتره موخې یې د مخالفانو په وژلو او ړندولو او چلولونو او دروغو ویلو سره پوره کولې. او له دغو کارونو یې ډډه نه کوله او په دغه لاره کښې یې هیڅ دوست او دښمن نه پیژانده. دا چاره لامل شوه قایم مقام په خلکو کښې څه خاص محبوبیّت ونلری او د قایم مقام دښمنانو او حسد کونکو بالاخره محمد شاه د هغه له پانسی کولو سره پخلا کړ او حاج میرزا آقاسی له پاچا د قایم مقام د وژلو یا پانسی کولو فرمان ترلاسه کړ. هغه د دولس سوه یو پنځوسم هجری قمری کال د صفرې د میاشتې په وروستۍ شپه په یوه دستمال سره خپه کړائ شو. قایم مقام فراهانی پر سیاسی مقام سربیره د علومو ، فنونو او ادبی او ساده لیکنې پشمول په ډیرو علومو کښې غوره تجربه درلوده او د فارسی ژبې په نثر کښې یې نوئ سټایل رامینځة کړ. د دغه ایرانی سیاستوال او لیکوال په مشهورو آثارو کښې (منشات)، (جلایر نامه) او د هغه د شعرونو یوه دیوان ته اشاره کولئ شو.

 

۱۱۴ کاله مخکښې، د دولس سوه اووه اتیایم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په شپږمه نیټه، د ایران د یوه مهم ښار تبریز خلکو د محمد علی شاه قاجار د استبداد پر ضد دستار خان او باقر خان په مشرۍ پاڅون پیل کړ. مشروطیت ته د محمد علی شا قاجار بې پامی او له مشروطه غواړو سره د هغه مخالفت او دهغوئ ځپلو او د ملی شورا د پارلیمان په توپونو ویشتلو د ایران ولس بغاوت ته اړ کړ او په دغه لار کښې د تبریز خلک له نورو مخکښې شول. په دې مینځو میان کښې د تبریز دوه غوره شخصیتونه چې یو ستارخان او بل هم باقر خان نومید، له خلکو سره یو ځائ شول او د ولسی پاڅون مشری یې پیل کړه. دغو دواړو د خلکو په ملګرتیا سره د محمد علی شا قاجار د ستر پوځ او قدرت په مقابل کښې تر یولسو میاشتو پورې مقاومت وکړ او ښار ته یې د حکومتی ځواک د ورتلو مخه ونیوله. په آخر کښې، لکه څنګه چې د تبریز د اوسیدونکو کار د خوراک څښاک د کمښت او د کلابندۍ د سختیدو له امله سخت شوئ ؤ، د روسیې او انګلستان له استاذو سره له خبرواترو او د دواړو حکومتونو له تصویبیدو وروسته وټاکل شوه چې د روسیې یو شمیر ځواکونه تبریز ته داخل شی. تبریز ته د روسیې د ځواک په ورتلو سره ، د دغه ښآر کلابندی ختمه شوه او د محمد علی شاه قاجار دړه مار لښکر د تبریز په شا او خوا کښې تیت پرک شو. په عین حال کښې لکه څنګه چې په تبریز کښې د روسیې د قواؤ د شتون په دلیل د ستار خان او باقر خان لپاره یو خطرناک موقعیت رامینځة شوئ ؤ، دغو دواړو سردارانو له یوشمیر نورو آزادی غواړو سره په تبریز کښې د عثمانیانو سفارت ته پناه یوړه.

 

له ننه ۴۱  کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په شپږمه نیټه، د اسلامی انقلاب لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای چې په هغه وخت کښې د تهران د جمعې لمانځه امام او د دفاع په لوړې شورا کښې د حضرت امام خمینی (رح) استازئ ؤ ، د منافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ تالی څټو پرې حمله وکړه. ترهه ګرو په یوې بم چاودنې سره آیت ا... خامنه ای چې د تهران په یوه جومات کښې یې وینا کوله، سخت ټپی کړ . د آیت ا... خامنه ای ښې لاس په دغه پیښه کښې سخت ژوبل شو. حضرت امام خمینی (رح) د آیت ا...خامنه ای د ترور په مناسبت پخپل پیغام کښې داسې وفرمائیل: اوس د اسلامی انقلاب دښمنانو پر تاسو په ناوړه حملې سره چې د اسلام د ګران پیغمبر (ص) او د حسین ابن علی (ع) له کورنۍ یاست او د تاسو جرم هم اسلام او یوه اسلامی هیواد ته له خدمت کولو پرته بل څه نه دئ او د اسلامی انقلاب په ډګر کښې یو زړه سوانده لار ښونکی او په جمعې او ټولنو کښې یو توانمن خطیب او په محراب کښې یو ازمویل شوئ معلم او د جنګ په جبهې کښې یو سرښیندونکئ سرباز یاست، د خپل سیاسی تفکر او له ولسه د پلویتوب او دغه راز له ستمګرانو سره د مخالفت اندازه دې ثبت کړې ده.

 

او له ننه ۲۷ کاله پخوا، د نولس سوه پینځه نوېم میلادی کال د جون په اووه ویشتمه نیټه، د قطر د وخت ولی عهد شیخ حمد بن خلیفه آل ثانی د خپل پلار پر ضد کودتا وکړه. کله چې د هغه وخت د قطر امیر شیخ خلیفه بن حمد آل ثانی په سویس کښې ؤ، د هغه زوئ او د هیواد ولی عهد شیخ حمد بن خلیفه بن حمد آل ثانی له دغه فرصته په استفادې او د خپل پلار له څنګة کولو وروسته له مخکښې زمینه جوړونو څخه په استفادې سره قدرت ترلاسه کړ او د قطر کورنۍ جرګې هم د قدرت دغه منتقلیدا تائید کړه. شیخ خلیفه چې له نولس سوه دوه اویایم کاله راهیسې د قطر امیر ؤ، د قدرت د بیرته ترلاسه کولو لپاره یې هلې ځلې وکړې چې کومه نتیجه یې و نه لرله

قطر هیواد د فارس خلیج په جنوب او د عربستان په ګاونډ کښې یوه واړه ټاپووزمه ده چې د تیلو او ګیسو بډایه سرچینې لری