تاریخ پاڼه
نن د نهی ورځ یا ۳وشنبې د۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې اوومه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې میاشتې له ۲۸ او د ۲۰۲۱ میلادی کال د جون له ۲۸ نیټی سره برابره ده
۳۱۰ کاله پخوا، د اوولس سوه دولسم میلادی کال د جون په اته ویشتمه نیټه، فرانسوئ لیکوال او متفکر ژان ژاک روسو د سوئیزرلینډ په جنیوا کښې وزیږید. روسو د خپل ماشومتوب او ځوانۍ پړاؤ په ډیرې سختۍ سره تیر کړ. دغه فرانسوی فلاسفر له څلویښت کلنۍ څخه په ټولنیزو مباحثو لاس پورې کړ او ورو ورو یې خپل نظریات خپاره کړل. هغه یو لړ آثار ولیکل چې په ورپسې وختونو کښې یې زیات شهرت وموند. په کلی توګه د روسو فکری، سیاسی او اجتماعی آثارو په اتلسمه میلادی پیړۍ کښې د فرانسې په خلکو کښې زیات نفوذ درلود او د نظر ځینو خاوندانو د هغه عقائد او نظریات د فرانسې د انقلاب د راڅرګندیدو له دلائلو څخه بللی دی.
د دغه فرانسوی لیکوال له آثارو څخه (اجتماعی تړون)، (اعترافات) او (امیل) ته اشاره کولئ شو. روسو په اوولس سوه اته اویایم میلادی کال کښې مړ شو.
۶۵ کاله پخوا، د نولس سوه اووه پنځوسم میلادی کال د جون په اته ویشتمه نیټه، د امریکې په پلازمینې واشنګټن ښار کښې د واشنګټن اسلامی مرکز خپل کار پیل کړ. د دغه مرکز د جوړیدا کار په نولس سوه نهه څلویښتم میلادی کال کښې د امریکې د مسلمانانو په ملګرتیا سره پیل شو او په نولس سوه اووه پنځوسم میلادی کال کښې د کار په پیلولو سره په دغه هیواد کښې په یوې دینی بیلګې بدل شو.
د واشنګټن اسلامی مرکز د اسلام د مبین دین د تبلیغ لپاره د جومات، مدرسې او کتابتون په شان امکانات لری. د دغه اسلامی مرکز د پروګرامونو زیاتوالئ او مختلف والئ دغه مرکز ته د مسلمانانو او حتی د غیر مسلمانانو د جذبیدو او له اسلام سره د اشنائۍ سبب شوئ دی. د واشنګټن د اسلامی مرکز پراخه فعالیتونه د دې سبب شوی دی چې د امریکې حکومت د هغه د محدودولو او حتی د تړلو لپاره د یوې پلمې په لټه کښې شی.
۴۱ کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجری لمریز کال د چنګاښ په اوومه نیټه، د اسلامی انقلاب یو ډیر غوره ملګرئ آیت ا... ډاکټر سید محمد حسینی بهشتی له خپلو دوه اویا ملګرو سره د حزب جمهوری اسلامی دفتر د چاودنې په غمیزه کښې شهید شو. دغه بوږنونکی چاودنه د مجاهدین خلق نومې یوې ترهه ګرې ډلګۍ چې د ایران په زرګونو خلک یې شهیدان کړی دی د یو نفوذی عامل په وسیلې سره وشوه.
آیت ا... ډاکټر بهشتی چې د دغې غمیزې تر ټولو مهم شهید ؤ، د اسلامی انقلاب د لومړی درجې او موثره شخصیت ؤ. هغه په ایران کښې د اسلامی انقلاب او د اسلامی جمهوری نظام د بنیاد د ایښودو په دوران کښې یو مهم رول درلود او د حضرت امام خمینی (رح) له اصلی ملګرو څخه ؤ. شهید بهشتی همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت د اساسی قانون په برابرولو، له انقلابی ځواکونو څخه په ملاتړ، د اسلامی قضایی ادارې د بنیاد په ایښودلو، د لیبرلانو له چلولونو سره په مقابله او د امریکې د دسیسو په وړاندې د مبارزانو په لومړی صف کښې شتون درلود.
اوس هم د شهید بهشتی دا وینا د ایران د مسلمان ملت او د نړۍ د نورو ازادی غوښتونکو په ذهنونو کښې انګازې کوی چې ویل به یې: (امریکا دې زمونږ له لاسه په قهر وی او له ډیر قهره دې مړه شی.)
د حزب جمهوری اسلامی په مرکزی دفتر کښې چاودنه د آیت ا... ډاکټر بهشتی او د امام خمینی (رح) د دوه اویا نورو ملګرو چې یو شمیر وزیران او د اسلامی شورا د جرګې استازی پکښې شامل وو، د شهادت سبب شوه. خو دغه اقدام په هیڅ وجه ونکړئ شول ، د دغه جنایت د پلانوونکو مقاصد پوره کړی او بالاخره د ایران د اسلامی انقلاب د دښمنانو د ماتې او رسوائۍ سبب شوه. د امام خمینی (رح) په تعبیر، بهشتی د یو ملت په څیر ؤ او حتی شهادت یې هم د اسلام، انقلاب او ایران لپاره زیات برکتونه ولرل چې تر ټولو مهم یې د منافقینو له ولسی ضده او حقیقی ماهیت څخه پرده اوچتیدل او د امام د لارې د پیروکارو د حقانیت ثابتیدل وو. حضرت امام خمینی (رح) د ډاکټر بهشتی له شهادته وروسته، هغه یو مجتهد، دینداره او له اسلام او ملت سره مینه لرونکئ کس وباله او یادونه یې وکړه چې هغه څه چې د هغه له شهادت نه زیاته غمجنوونکې چاره ده، د هغه مظلومیت دی. د آیت ا... ډاکټر بهشتی او د اسلام د دوه اویا رښتینو فرزندانو یاد او خاطره دې تل ژوندۍ وی.
۳۵ کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په اوومه نیټه، د ایران په لویدیځ کښې پر سردشت ښار د عراق د پخوانی تیری ګر رژیم د الوتکو لخوا کیمیایی بمونه اورولې شول.
په دغه وحشیانه حمله کښې د دغه ښار یو سل لس بې ګناه او بې دفاع خلک شهیدان او پینځه سوه دیرش تنه ژوبل شول. د عراق پخوانی رژیم چې د ایران په خلاف د جنګ په محاذونو کښې له بریالیتوبه ناهیلی شوئ ؤ، خیال کاوه چې په کیمیایی حملو سره کولئ شی د ایران په ملت باندې خپلې غوښتنې وتپی. د عراق ډیکټاټور صدام په دیارلس سوه نهه پنځوسم هجری لمریز کال کښې د ایران د اسلامی جمهوریت پر خاوره د عراق د پوځ د تیری له پیله په ځلونو د پوځیانو او عامه خلکو په خلاف دا ډول جنایتونه ترسره کړل خو هیڅ یوې نړیوالې ټولنې او یو قدرتمن هیواد د کیمیایی وسلو له استعمال څخه د صدام رژیم د منعې کولو لپاره څه جدی اقدام ترسره نکړ او حتی د صدام د جنایتونو له لفظی غندنې څخه یې هم ډډه وکړه.
او له ننه ۱۶ کاله پخوا، د دوه زره شپږم میلادی کال د جون په اته ویشتمه نیټه، د فلسطین په نیواکی خاوره کښې د غزې پر تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پوځ له ځمکې او هوا څخه وحشیانه یرغل پیل شو.
دغه یرغل د پلټنې په یوې پوستې کښې د فلسطینی مبارزانو د درې ورځو مخکښې عملیاتو په پلمه ؤ چې پکښې دوه صهیونیسټی پوځیان ووژل او یو ونیول شو. د غزې پر تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د سترې حملې په وړومبنیو ورځو کښې چې د (اوړی بارانونه) نومول شوې وې، د فلسطین د اسلامی مقاومت د غورځنګ په مشرۍ د فلسطینی حکومت د کابینې یو شمیر وزیران، د پارلمان نمائندګان او بلدیاتی نمائندګان وتښتول شول. له دې نه علاوه پر غزې د صهیونیسټو پوځیانو په یرغل کښې د فلسطین په سلګونو مظلوم کسان شهیدان او یا ژوبل شول. صهیونیسټ رژیم په داسې حال کښې د خپل نیول شوی عسکر د موندلو په پلمه د غزې د تړانګې خلک په خاورو او وینو کښې ولوغړول چې د دغه رژیم په جیلونو کښې کابو لس زره فلسطینی بندیان په ډیرو بدو حالاتو کښې پراته دی.