د تاریخ پاڼه
نن د شورو ورځ یا ۴ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې اتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې میاشتې له ۲۹ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۲۹ نیټی سره برابره ده
۱۲۲ کاله مخکې د ۱۹۰۰ میلادي کال د جون په ۲۹ نیټه د نوبل د ډالیو و یشلو د څرنګوالي لپاره د نوبل د جایزې بنسټ کیښودل شو.
سویډني کیمیا پوه او مخترع آلفرد برنارډ نوبل په ۱۸۳۳ میلادي کال د اکټوبر په ۲۱ نیټه په سویډن کې دنیا ته راغۍ اوخپل ابتدائي زدکړې په
استکهلم کې وکړه او په ځوانۍ کې روسیې ته کډه وکړه او خپل عالي تحصیلات په سنپطرزبورګ کې بشپړه کړه . هغه د ژبې او کیمیا د ځانګو نه علاوه د سویډني ، روسي ، انګریزي ،فرانسوي ،او جرمني ژبو په برخه کې هم لاینسینس تر لاسه کړل. نوبل د کیمیا په اړه د کلونوڅیړنې او مطالعې نه ورسته په ۱۸۶۷ میلادي کال وتوانیده چې ډینامیټ اختراع کړي خو د دغې مادې څخه د سولې پر ځای د جنګي اوزار او سازو سامان په توګه ځیني استفاده شوه . په همدې علت د نوبل د وړاندیز پر اساس هرکال هغه کس ته چې د سولې او امنیت په اړه ډیره هڅه وکړي یو میلیون ډالر جایزه هغه ته ډالۍ کیږي .د ۱۹۰۰ میلادي کال د جون په ۲۹ نیټه د سویډن د پاچاه له خوا د نوبل د جایزې بنیاد کیښودل شو او وټآکل شوه چې دغه انعامونه چې د هغه د بنسټ ګر په نوم نوبل مشهوري دي د فیزیک ، کیمیا طب ، ادبیاتو او د نړیوالې سولې په اړه په پنځوبرخو کې هغو پوهانو ته چې د علومو د پرمختګ په بهیر کې اکتشافونه او لوی لاسته ړاورنې کړي وي ډالي کیږي . خو له بدمرغه نن ورځې د ستر سیاسي قدرتونو د لاسوهنې په وجه د نوبل د جایزې د ګټونکوڅرنګوالي بهیر او په ځانګري توګه د سولې اوامنیت په زمینو کې ډیر تر اغیز لاندي دي آن تر دې چې په ځینو مواردو کې د نوبل جایزې له خپل اصلي موخې څخه ډیره لیرې شوې ده.
۱۰۹ کاله پخوا، د نولس سوه دیارلسم میلادی کال د جون په نهه ویشتمه نیټه، د عثمانیانو، رومانیا، مونټه نګرو، یونان، صربیا هیوادونو له ټولګې سره د بلغاریه د بالکان دوهم جنګ پیل شو. له دې کابو یو کال مخکښې د بالکان په لومړی جنګ کښې بلغاریه، صربیا، یونان او مونټه نګرو چې د عثمانیانو د حدودو برخه وه، د دغې امپراتورۍ په ضد یې بغاوت وکړ او د عثمانیانو د کمزورتیا په علت د خپلواکۍ په ترلاسه کولو بریالی شول. په دې توګه په اروپا کښې د عثمانی ښکیلاکمینو کابو اتیا فی صده برخې د دغې امپراتورۍ له کنټروله ووتلې. خو د بالکان د لومړنی جنګ ګټونکی ونه توانیدل، د ترلاسه شویو ټاټوبو د ویش په باب سره موافقه وکړی او په همدې دلیل د بالکان دوهم جنګ پیل شو. په دغه جنګ کښې بلغاریا چې ځان یې یوازې لیده، دسولې وړاندیز وکړ او د بخارسټ د سولې د تړون په اساس یې د عثمانی ټاټوبو ځینی برخې چې نیولی یې وې، صربیا ، رومانیا، یونان او مونټه نګرو ته وسپارلې. د بالکان جنګونه په حقیقت کښې د لومړی نړیوال جنګ لپاره زمینه جوړونکی شول چې له نولس سوه څوارلسم میلادی کاله پیل شو .
۸۲ کاله مخکښې د دیارلس سوه یو شپیتم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په نهه ویشتمه نیټه، د نجف علمیه حوزې ستر استاد او شیعه فقیه آقا ضیاءالدین عراقي وفات شو. د څوارلسمې قمري پیړۍ ستر شیعه عالم آقا ضیاءالدین عراقي په دولس سوه اته اویایم قمري کال کښې د ایران د یوه مرکزي ښار اراک په شا او خوا یوه کلي کښې وزیږید. هغه مقدماتي علوم په خپل زیږنځای کښې زده کړل او وروسته یې په نجف کښې د آقا سید محمد فشارکي په محضر کښې شتون وموند. آقا ضیاء عراقي بیا د نامتو استادانو د درس په ټولګیو کښې ځای وموند او د خپل وخت لوړ مقامه فقیه، د اصولي او لومړی درجی د تقلید مرجع شو. آقا ضیاء، د آخوند خراساني له وفاته وروسته د درس خارج خپله حوزه جوړه کړه او د آخوند ډیر شاګردان یې خپل ټولګي ته جذب کړل. آقا ضیاء عراقي په بیان او د کلام په رواني، د لیکنو په رودې او ښه لیکلو کښې تر نورو زیات امتیاز درلودلې دی. د مقالات الاصول و شرح تبصره علامه کتاب د دغه ستر شخصیت له قلمي اثارو څخه دی. آقا ضیاء په فقی کښې هم نور اثار لري. هغه په دیارلس سوه یو شپیتم قمري کال کښې په درې اتیا کلنۍ کښې په نجف اشرف کښې وفات شو.
او له ننه ۳۰ کاله پخوا، د نولس سوه دوه نوېم میلادی کال د جون په نهه ویشتمه نیټه، د الجزائر د حکومتی شورا مشر محمد بوضیاف ووژل شو. محمد بوضیاف یو الجزائری سیاستوال او د دغه هیواد له خپلواکۍ وروسته څلورم ولسمشر ؤ. هغه د ځوانۍ په عمر کښې د فرانسې د استعمار په خلاف د مبارزې له پټو ډلو او شبکو سره یوځائ شو او په نولس سوه څلویښتمه لسیزه کښې په الشعب الجزائر ګوند کښې یې چې تر مځکې لاندې د فرانسې په خلاف یوه ډله وه، د ودې او ترقۍ مراحل پلی کړل. بوضیاف د خپلواکۍ په جنګونو کښې د الجزائر د خلقو د فرانسوی ضده غورځنګ له منظم کوونکو څخه ؤ.
په نولس سوه دوه شپیتم میلادی کال کښې یې د انقلاب له بریالیتوب وروسته د احمد بن بلا په ملګرتیا د الجزائر د سوشلسټ ډیموکریټیک حکومت بنیاد کیښود. د احمد بن بلا د جمهوری ریاست په خلاف د هواری بومِدیَن د کودتا په رامینځته کیدو سره بوضیاف په نولس سوه پینځه شپیتم میلادی کال کښې له هیواده وتښتید او د بومِدیَن په حکومت کښې په داسې حال کښې چې موجود نه ؤ، په اعدام محکوم شو. بوضیاف بالاخره له وطن څخه د اووه ویشتو کلونو له لیری والی وروسته الجزائر ته ستون شو او په نولس سوه دوه نوېم میلادی کال کښې د شاذلی بن جدید له استعفا وروسته د حکومتی شورا مشر شو. بوضیاف هم د نورو مشرانو په شان د الجزائر له خپلواکۍ وروسته د خلکو له اسلامی افکارو سره سخت مخالفت کاوه. د نولس سوه دوه نوېم کال په جنورۍ کښې د الجزائر د حکومتی شورا پر مشرۍ هغه، هغه وخت غوره شو چې دغه هیواد د شاذلی بن جدید له استعفا او پوځیانو لخوا د اقتدار له نیولو وروسته د تاوتریخوالی او ناامنۍ له یو څپې سره مخامخ شوئ ؤ. بوضیاف د حکومتی شورا د مشرۍ له ترلاسه کولو وروسته د اسلامی بنسټ پالو تشکیلات چې په پارلمانی انتخاباتو کښې بریالی شوی وو، ړنک کړل او کابو په هغو څلورو سوو ښارونو او سیمو کښې چې اسلام پالی پکښې کامیاب شوی وو رایې باطلې کړې. دې چارې د حکومت او اسلام پالو ترمینځ د اختلافاتو لمن لا زیاته پراخه کړه او د سړکونو اخ و ډبونه زیات شول. بوضیاف بالاخره له شپږو میاشتو کم حکومته وروسته د نولس سوه دوه نوېم میلادی کال د جون په نهه ویشتمه نیټه د خپل یو ساتونکی په لاس په درې اویا کلنۍ کښې ووژل شو.