تاریخ پاڼه
نن د ګل ورځ یا دوشنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی اختر د میاشتې له ۴ او ۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی له ۴ نیټی سره برابره ده
۱۰۲۵ کاله اګاهو د تاریخي روایتونو له مخې د ۴۱۸ هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتې په څلورمه نیټه ستر مسلمان عالم او اصولي متکلم ابو اسحاق اسفرایني وفات شو. د رکن الدین شافعي لقب لرونکی ابواسحاق اسفرایني چې په استاد مشهور شو، د ایران یو داسې تکړه پوه دی چې د فقهې، اصول فقه او کلام د علمونو په شان نورو دیني معارفو کښې یې ډیر مهارتونه درلودل. هغه د خپلې زمانې د مختلفو علومو د زده کړې په ستر مرکز یعنې د نیشابور په مدرسوو کښې تدریس کوه.
الجامع في اصول دین او نور العین في مشهد الحسین د دوي له مشهورو آثارو دي. ابو اسحاق په اتیا کلنۍ کښې په نیشابور کښې وفات شو او په اسفراین کښې خاورو ته وسپارل شو.
۸۸ کاله مخکې د ۱۹۳۴ میلادي کال د جولای په ۴ نیټه
فرانسوي مشهوره فزیک پوهه مادام کوري له دې دنیا نه لاړه. په ماري کوري مشهوره میرمن مانیا اسکولودوسکا کوري فرانسوي نامتو فزیکس پوهه په ۱۸۶۷ میلادي کال د نوامبر په ۷ نیټه د پولینډ په پلازمینې ورشو کې دنیا ته راغله. او دخپلو زدکړو د پای ته رسولو ورسته یو څه وخت تدریس کاوه او په پاریس کې میشته شوه . ماري کوري په ۲۸ کلنۍ کې له پیر کوري سره واده وکړه او د فرانسې په سور ښارکې د انجونو په عالي دارلمعلمین کې د فزیک د مضمون ښونکې وه هغې په ۱۸۹۶ کال د فرانسوي پوه هانري بکرل په مرستې سره په یورانیویمو کې د راډیواکټیویټه خاصیت او د خپل میړه په ملګرتیا سره په پولوټونیمو او توریومو کې د راډیو اکټیویټه ځانګړنې کشف کړې. ماري کوري همدارنګه په ۱۸۹۸ کال کې د خپل یو همکار په مرستې سره وتوانیده چې د راډیوم فلز چې دنورو فلزاتو په نسبت د راډیو اکټیویټه ډیرې ځانګرنې لری کشف کړي ا و د همدې ستر کشف په وجه یې
په ۱۹۰۳ میلادي کال کې د نوبل جایزه تر لاسه کړه .
له څه مودې نه ورسته په ۱۹۰۶ میلادي کال داپریل په ۱۹ نیټه د ماري کوري ساینس پوه خاوند په يوې ټرافیکي پیښې کې مړ شو چې دغه پیښې د هغې پر آرامتیا باندي ډیره بده اغیزه وشیندله او مادام کوري یې ډیره غصه او غمجنه کړه خو په هر حال دغه پیښه سبب نشوه چې دغه فعاله ښځه له خپل علمي فعالیتونو څخه لاس واخلي په همدې خاطر علمي لوړې درجې ته ورسیده . مادام کوري په ۱۹۱۱ میلادي کال کې د ړیدیم د تجزیې لپاره د کیمیا نوبل جایزه هم وګټله . ماري کوري په دې کشفونې سره ټوله نړۍ ولړزوله خو هیڅکله حاضره نشوه چې له هغې څخه مالي ګټه پورته کړي . هغه په دې وخت کې د لومړنې ښځې په توګه د فرانسې د سوربن په پوهنتون کې استادۍ ته ورسیده او د عمر تر پایه پوري یې خپلو علمي کارونوته دوام ورکړه
د ماري کوري د ژوند ورستۍ کلونه چې زیاتره په لابراتوارونو کې د پرله پسې کارونوپه ترسره کولو سره مله وو د هغې سلامتیا په خطر کې واچوله که څه هم ناروغه وه خو بیا هم کار ته دوام ورکاوه .ماري کوري د نړۍ د پوهو ښځو څخه د يوې لوې ښځې په توګه بلاخره د ۱۹۳۴ میلادي کال دجولای په ۴ نیټه په داسې حال کې چې د ریډيوم د وړانګې له امله د هغه بدن سلولونه وراسته شوې ووپه ۶۷ کلنۍ کې مړه شوه .
۵۱ کاله پخوا، د دیارلس سوه پنځوسم هجری لمریز کال د چنګاښ په دیارلسمه نیټه، د ایران د ادبیاتو یو ارزښتمن استاد ډکټر محمد معین ، د فارسی ادب او کلتور په زمینه کښې له کلونو خالصانه هڅو وروسته وفات شو. هغه په دولس سوه درې نوېم هجری لمریز کال کښې د ایران په شمال کښې په رشت ښار کښې په یوی روحانی کورنۍ کښې و زیږید . هغه په ځوانئ کښې د عربو ادبیاتو ته مخه کړه او د دارالفنون په مدرسه کښې د زده کړو له ترسره کولو وروسته، د دانشسرای عالی
تهران د ادبیاتو پوهنځی ته ولاړ او د ادبیاتو او فلسفې په څانګو کښې یې زده کړو ته دوام ورکړ. استاد معین په دیارلس سوه یویشتم هجری لمریز کال کښې په تهران پوهنتون کښې د فارسی ژبی او ادبیاتو د ډاکټرۍ د دورې د لومړی فارغ التحصیل په توګه په تدریس او تحقیق لګیا شو. ډاکټر معین له دیارلس سوه پنځه ویشتم هجری لمریز کاله، د علامه دهخدا په وسیله د لغت نامه دهخدا د خپرونې او چاپ له پیلیدا سره د هغه ملګرتیا ته مخه کړه. دغه لوړ رتبه ادیب د نړۍ له معتبرو ادبی او علمی ټولنو او پوهنتونونو څخه ارزښتمن انعامونه و ګټل. د ډاکټر معین په اثارو کښې د ستاره ناهید یا داستان خرداد و امرداد، حکمت اشراق، فرهنګ ایران، آئینه اسکندر او په شپږو ټوکو کښې فرهنګ فارسی کتابونو ته اشاره کولئ شو.
۱۲ کاله پخوا، د دوه زره لسم میلادی کال د جولایی په څلورمه نیټه،د لبنان د شیعیانو د تقلید یو مرجع او نامتو عالم آیت ا... سید محمد حسین فضل ا... وفات شو. هغه په نولس سوه پنځه دیرشم میلادی کال کښې د عراق په نجف اشرف ښار کښې په یوی لبنانی الاصله روحانی کورنۍ کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. علامه فضل ا... له ماشومتوبه د نجف په علمیه حوزه کښې د دینی علومو زده کړې پیل کړې. هغوئ د هغه وخت د سید ابوالقاسم خوئی او سید محسن حکیم په شان د لوړ رتبه استازانو له محضره استفاده وکړه او د فلسفې درس یې له ملاصدرا بادکوبه ای زده کړ.
آیت ا... فضل ا... د شپږو کالو په موده د مقالو لیکلو او د کتاب تالیفولو ته مخه کړه او د سید محمد باقر صدر تر څنګ په عراق کښې یې د حزب الدعوه الاسلامیه په نوم د یوه شیعه غورځنګ په جوړولو کښې رول و لوبوه.
هغه په نولس سوه شپږ شپیتم میلادی کال کښې د لبنان دیو شمیر عالمانو او خلکو په بلنې هغه هیواد ته ولاړ او په لبنان کښې یې پراخ اجتماعی ، کلتوری او علمی فعالیتونه ترسره کړل چې نن هم د هغه آثار د لبنان په بیلا بیلو سیمو کښې څرګند دی. علامه فضل ا... د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ او د ایران د اسلامی انقلاب له ملاتړو څخه ؤ او په همدی دلیل د امریکا او د صیهونیسټ رژیم د غوسی سبب شو او څو ځله پرې مرګونی حملې وشوې . آیت ا... سید محمد حسین فضل ا... دی نه علاوه چې یو هڅانده عالم ؤ، د ښکلو شعرونو طبع یې هم درلوده او له ځانه یې د شعرونو څو دیوانونه هم په یادګار پریښی دی.
د دغه مجاهد فقیه تالیفات یو سلو ټوکو ته رسیږی چې پکښې په پنځه ویشتو ټوکو کښې تفسیر من وحی القرآن، المسائل ا لفقهیه، الفتاوی الواضحه ، الاسلام و منطق القوه او یا ظلال الاسلام ته اشاره کولئ شو.