Jul 06, 2022 16:34 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د ګل ورځ یا ۲ شنبې ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې شلمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی اختر د میاشتې له ۱۱ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی له ۱۱ نیټی سره برابره ده

 

دوستانو دجولائی یولسمه نیټه دنفوسو نړیواله ورځ نومول شوې ده .

دغه ورځ د ۱۹۸۷کال د جولائی دیولسمې نیټې یادونه کوی چې په دغه ورځ د نړۍ نفوس له پنځه میلیارډو واوښتل . کابو څلویښت کاله مخکې وه چې ملګروملتو دلومړی ځل لپاره دنفوسو دکنټرولولو او د کورنۍ دمنظمولو لپاره یو پروګرام وړاندې کړ. دترلاسه شویو ټولو پرمختګونو سره سره ، په درستې نړۍ کې هماغه شان څه دپاسه نیم میلیون ښځې دخپلو نوزیږو دزیږولو په وخت مری . ایډز ناروغی دناغوښتی امیندوارۍ له امله مشکلات او په غیر بهداشتی شرائطو کې د جنین سقط کول په پراختیائی هیوادونو کې د ډیرو زیاتو میرمنو ژوند ګواښی . هرکال په درستې نړۍ کې کابو شپږاویا میلیون میرمنې په ناغوښتنی توګه امیندوارې کیږی . دغه شمیر دنړۍ دنفوسو دتقریبا کلنۍ ودې برابر دی . په پراختیائی هیوادونو کې له څوارلس میلیون ځوانو میندو څخه څه د پاسه نیمې میرمنې په ناغوښتی توګه امنیدوارې کیږی .امیندواری او زیږون هماغه راز په ځوانو میّندو کې دمړینو داصلی دلیلونو برخه ده .

 

۷۷۸ کاله مخکې د ۱۲۴۴میلادی کال د جولائی په یولسمه نیټه

مسلمانانو په صلیبی جنګونو کې بیت المقدس فتح کړ . اروپایانو د یولسمې میلادی پیړۍ له وروستیو پرمسلمانانوصلیبی جنګونه وتپل او دغو جنګونو په څو مرحلو کې دوام درلود.لومړۍ مرحله دختیځو ټاټوبو دنیواک ، په تیره بیا پر بیت المقدس سیمې دسلطې او په دغې سیمې کې دمسیحیانو دعمل د آزادۍ پړاؤ ؤ . دصلیبی جنګونوشپږمه مرحله له پوځی نظره جنګ نشی نومول کیدلی ځکه چې دبیت المقدس د نیولو لپاره دجرمنی دامپراتور له یرغلونو وروسته ، دمصر اوفلسطین حاکم پوه شو چې دهغه په وړاندې دمقاومت توانمنی نه لری . له بلې خوا، د جرمنی امپراتور له وینې بهولو پرته دبیت المقدس دبیرته ګرځولو لپاره حرکت کړی ؤ . په نهایت کې ، د دواړو لورو د استاذو له خوا دسولې په خبرواترو پسې ،وټاکل شوه بیت المقدس اوبیت الحم ښارونه او نوره سیمې دصلیبیانو له حدودو سره یو ځای شی خو الاقصی جومات او قبةالصّخره دمسلمانانو په ا ختیار کې پاتې شی . په دې مینځومیان کې په ایران کې دخوارزمشاهیانو دړې وړې کیدا او داسلامی ټاټوبو دننه اړۍ ګړۍ او هم دقدرتمند اسلامی حکومت نه شتون لامل شو څو صلیبیان دبیت المقدس په نیولو فکر وکړی .همداراز دفلسطین په بیلابیلوښارونوکې دمسلمانانو اومسیحیانو تیت پرک نښتې د مسلمانانو له بریالیتوبونو سره یو ځای وې . همداراز دمسحیانو کمزورتیاوې او دمسلمانانو توانمنیو رامینځةکیدا لامل شوه څو دمصر واکمن له خپل یوه لښکر سره دبیت المقدس په لور حرکت وکړی او د ۱۲۴۴ میلادی کال دجولائی په یولسمه نیټه ئې فتح کړی .

 

۹۹ کاله مخکښې د ۱۳۴۴ هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په یولسمه نیټه د اخلاقو ستر استاذ او عارف عالم آیت ا... میرزا جواد ملِکي تبریزي وفات شو. میرزا جواد آقا د کامل عارف، د عمل کونکي عالم، واصل سالک او د ګرانقدره فقیه حاج میرزا شفیع زوی و. هغه په تبریز کښې زیږیدلی و او له ابتدايي او لوړو زده کړو وروسته نجف اشرف ته لاړ او د حاج آقا رضا همداني، آخوند خراساني، محدث نوري او اخوند همداني په شان تکړه استاذانو له محضره یې ګډه پورته کړه.

میرزا جواد ملکي په ۱۳۲۰ قمري کال کښې ایران ته له ستنیدو وروسته په تبریز کښې استوګن شو او د مشروطیت په اوج کښې یې قم ته کډه وکړه. آیت ا... بهاءالدیني، شیخ عباس تهراني او د ایران د اسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني د هغه له مشهورو شاګردانو څخه وو. له ارواښاد ملکي څخه د اسرارالصلاة، المراقبات، اعمال السنة، په فقه کښې د یولړ رسالو او رساله لقاء ا... په شان ارزښتناک آثار پر ځاې پاتې دي. دغه رباني عالم د انسان د تهذیب په لاره کښې له یوه عمر هلوځلو وروسته بلآخره د ۱۳۴۴ قمري کال د ذی الحجې د یولسمې نیټې په سحرګه کښې وفات شو او د قم په شیخان ادیره کښې خاورو ته وسپارل شو.

۸۸  کاله وړاندې د ۱۳۵۵ قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په یولسمه نیټه آیت ا... سید علي ممتاز العلماء وفات شو. په ممتاز العلماء ملقب ابوالحسن علي بن شمس العلما سید ابراهیم د هند یو ستر عالم و. هغه له ابتدايي زده کړو وروسته د معقول او منقول زده کړې ته مخه کړه. ممتاز العلماء په ۱۳۲۷ سپوږمیز کال کښې نجف اشرف ته لاړ او د سید محمد کاظم یزدي، اخوند خراساني، شیخ زین العابدین مازندراني او آقا ضیاء الدین عراقي د درس له محضره یې ګټه پورته کړه. ممتاز العلماء پنځه کاله پس خپل زیږنځاې لکهنو ته ستون شو او تدریس او تالیف او د خلکو ارشاد ته یې مخه کړه. اثبات النبوه، الامامه او تجزی الاجتهاد د دغه عالم لیکلي کتابونه دي.

 

۷۶ کاله مخکې  د دیارلس سوه پینځه ویشتم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په شلمه نیټه، د ایران یو موسیقی پوه او د سنتور غږونکئ حبیب سماعی وفات شو. سماعی په دولس سوه اتیایم هجری لمریز کال کښې زیږیدلئ ؤ او لکه څنګه چې د هغه پلار موسیقی پوه ؤ، له ماشوموالی له موسیقۍ سره آشنا شو او په ځوانۍ کښې یې سنتور په مهارت سره زده کړ. حبیب سماعی تر یوې مودې د موسیقۍ په ښونځی کښې زده کړې وکړې او د خپلو زده کړو په پائ کښې یې د استاد ابوالحسن صبا په سپارښتنې سره د سنتور د تدریس کلاس دایر کړ او ډیر شاګردان یې وروزل . استاد صبا د هغې نزدې ملګرتیا له امله چې له سماعی سره یې درلوده، د سماعی ټاکلی نوښتونه او اطلاعات یې د هغه په خاص ټکنیک سره وساتل او په یوه کتاب کښې یې خپاره کړل.