تاریخ پاڼه
نن د زیارت ورځ،یا ۵ شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې درویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د الحجې یا لوی اختر میاشتې له ۱۴ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی له ۱۴ نیټی سره برابره ده.
۱۶۱ کاله مخکښې د اتلس سوه یو شپیتم میلادي کال د جولایی په څوارلسمه نیټه،لومړنې مشین ګن ایجاد شو. کاټ لینک نومي یوه امریکایي صنعتګر د وسلې جوړولې د صنعت د پخوانیو ایجادکونکو له ازموینو په استفادې سره، وکړی شول مشین ګن جوړ کړي. د هغه دغه جوړ کړی مشین ګن آټومیټک نه ؤ او د یوه لاستي په تاوولو سره یې ډزې کولې. خو وروسته د مشین ګن د جوړولو ټیکنالوجی کامله شوه او په جنګونو کښې د یوی اغیزمنې وسلې په توګه و کارول شوه.
۱۰۹ کاله مخکې د ۱۳۳۴قمری کال د ذی الحجې دمیاشتې په ۱۴
ستر عالم اوفقیه آیت ا...شیخ مرتضی حائري یزدي وزیږید.دقم د علمیه حوزې دموسس آیت ا...شیخ عبدالکریم زوی آيت ا... شیخ مرتضی حایری یزدي په اراک ښآر کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې وې . هغه تر یوې مودې پورې دقم په علمیه حوزې کې په لوړه سویه تدریس کاوه او له ۱۳۲۶لمریزکال څخه ئې داصولو او دفقې داصولو درس خارج ته مخه کړه او ډير شاګردان ئې وروزل . دغه رباني عالم پر علمی مقام سربیره د تقوا ،زهد، او تقوا له پلوه هم ډير مشهور ؤ . آیت ا... مرتضی حایري یزدي د اړمنود ضرورتونو دپوره کولو هم ډيره هڅه کوله . دغه لوړمقام فقیه بلاخره د ۱۳۶۴لمریز کال د کب دمیاشتې په ۲۵نیټې له نړۍ سترګې پټې کړې او په قم سپيڅلي ښآر کې دحضرت معصومه بی بی دحرم په شاوخوا کې خاورو ته وسپارل شو .
۶۴ کاله مخکښې د نولس سوه اته پنځوسم میلادي کال د جولایی په څوارلسمه نیټه، په عراق کښې سلطنتي حکومت د جنرال عبدالکریم له پوځي کودتا سره نسکور او په دغه هیواد کښې جمهوري رژیم واکمن شو. په دغه کودتا کښې باچا دویم فیصل، د هغه د سلطنت نایب شاهزاده عبدا... او د عراق لومړی وزیر نوري سعید و وژل شول .همداراز د سلطنت پلویان له مینځه یوړل شول. د جمهوري حکومت له ټینګیدا وروسته جنرال عبدالکریم قاسم چې ملي پاله ګروهنه یې درلوده، د دغه هیواد قدرت یې تر لاسه کړ او تر نولس سوه درې شپیتم میلادي کاله پورې، چې د
خپل نږدې ملګري عبدالسلام عارف په کودتا سره و وژل شو، حکومت یې په لاس کښې درلوده.
۳۹ کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه شپیتم هجری لمریز کال د چنګاښ په درویشتمه نیټه، په ایران کښې د رهبرئ دخبرګان شورا لومړنې پړاؤ پیل شو. د دغه شورا دنده ، د رهبر ټاکل د هغه پر کړچار څارنه ده او په دی بڼه چې رهبرئ هغه ضروری شرایط چې په اساسی قانون کښې راغلی دی، له لاسه ورکړی ، کولئ شی چې هغه لیری کړی. د رهبرئ د خبرګان د شورا د غړیو په ټولو شرایطو کښې د اجتهاد په کچه کښې د دینی معلوماتو درلودل، سیاسی نظرونه او ورځنی مسایلو سره آشنایی درلودل دی. دغه کسان د اتو کالو مودې لپاره دخلکو لخوا انتخابیږی او هر شپږ میاشتې وروسته غونډه ترسره کوی . د خلکو لخوا د رهبرئ د خبرګان د شورا د غړیو انتخاب د دی ښودنه کوی چې رهبر هم په ایران کښې د ډیرو لوړ رتبه چارواکو په شان د خلکو لخوا ټاکل کیږی. خو لکه څنګه چې د رهبرئ د شرایطو پیژندل یو مشکل او تخصصی کار دی، خلک د دی کار لپاره پوه او باوری عالمان ټاکی.
۳۶ کاله پخوا، د دیارلس سوه پنځه شپیتم هجری لمریز کال د چنګاښ په درویشتمه نیټه، یو اوسمهاله لیکوال،شاعر او څیړاند ډاکټر مهدی حمیدی شیرازی وفات شو. هغه په دولس سوه درې نوېم هجری لمریز کال کښې په شیراز کښې و زیږید او د فارسی ژبې او ادبیاتو په څانګه کښې د ډاکټری درجې په اخیستلو کښې بریالئ
شو. ډاکټر حمیدی د فارسی شعرونو په ډګر کښې ګڼ شمیر کتابونه لیکلی دی چې له زیات پکښې د سبک پیژاندنې،نقد، د ادبیاتو تاریخ او شعری فنونو په زمینه کښې دی. شکوفه ها، دریای ګوهر، زمزمه شب او بهشت سخن د ډاکټر حمیدی په تر ټولو مهمو آثارو کښې ګڼل کیږی.
او له ننه ۲۹ کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه اویایم هجری لمریز کال د چنګاښ په درویشتمه نیټه، د ایران د تاریخ یو نامتو استاد ډاکټر عبدالهادی حائری وفات شو. هغه په دیارلس سوه څوارلسم هجری لمریز کال کښې په قم ښار کښې په یوی روحانی کورنۍ کښې و زیږید. هغه د قدرمن مرجع او د قم د علمیه حوزې بنسټګر آیت ا... حاج شیخ عبدالکریم حائری لمسئ ؤ. ډاکټر حائری د الهیاتو په څانګه کښې له مقدماتی زده کړو وروسته ، کینیډا ته ولاړ او هملته یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. د ډاکټر حائری تخصص، د مشروطیت انقلاب او په هغه کښې د شیعه عالمانو رول په زمینه کښې ؤ. د هغه د علمی څیړنو نتیجه په ایران کښې د تشیع و مشروطیت د ارزښتمن کتاب په چوکټ کښې په فارسۍ او انګریزۍ دوو ژبو خپره شوی ده.