Jul 16, 2022 16:40 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د اتوار ورځ یا یکشنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې شپږویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی اختر له ۱۷ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی له ۱۷ نیټی سره برابره ده

 

۲۳۲  کاله پخوا، د اوولس سوه نوېم میلادی کال د جولایی په اوولسمه نیټه، سکاټلینډی فلسفوف او اقتصادپوه ایډم سمِت مړ شو.

هغه په اوولس سوه درویشتم میلادی کال کښې په سکاټلینډ کښې زیږیدلی و او له ابتدای زدکړو وروسته یې د ګلاسکو او آکسفورډ په دوو پوهنتونونو کښې تحصیل وکړ او بیا په ګلاسکو پوهنتون کښې استاذ شو.

هغه د فلسفې د تدریس ترڅنګ په اقتصادی مطالعاتو هم بوخت و ،تر دې چې ( د ولسونو د پانګې د ماهیت او علتونو په اړه تحقیق ) په نامه کتاب یې ولیکه او په نړیواله کچه مشهور شو.

ایډم سمت ته د نوی اقتصاد د علم د پلار لقب ورکړی شوی دی.

د ایډم سمت لیدتوګې د اقتصادی آزادۍ، د شخصی ګټې د انګیزې او د کار د ویش او ونډې په بنسټ ولاړې دی.

 

۱۰۹  کاله پخوا، د نولس سوه دیارلسم میلادی کال د جولایی په اوولسمه نیټه، فرانسوی فیلسوف ا و پوه پروفیسور راجر ګاروډی په مارسی ښار کښې وزیږید.

هغه د لومړنیو زده کړو له بشپړولو وروسته، پوهنتون ته ولاړ او په فلسفه، ادبیاتو، عرفان او کلتور او تمدن ، درېیو څارنګو کې یې ډاکټری ترلاسه کړه.

ګارودی، د هیټلری فاشیزم سره د مبارزې له امله، د جرمنی له خوا د فرانسې د لاندې کولو په بهیر کې، له ۱۹۴۰ تر ۱۹۴۳ میلادی کال پورې د جرمنی د جنګی بندیانو په پنډغالی کې زندانی شو.

هغه همدارنګه، ۳۶ کاله د فرانسې د کمونیسټ ګوند غړی او ۲۵ کاله ددې ګوند د مرکزی کمېټې غړی و.

د کمونیزم او لیبرالیزم مکتبونو ګارودی رضا نکړ او بلاخره یې حقیقت په اسلام کې پیداکړ.

په ۱۹۷۹ میلادی کال کې په ایران کې د اسلامی انقلاب بریالیتوب، اسلام ته د ګارودی په ګروهنه کې ډېره اغیزه درلوده.

له بلې خوا، د صهیونیزم د کړچار او ماهیت په اشوا کولو کې د هغه زړورتوب او آزاد خیالۍ ددې مسلمان عالم لپاره په وار وار ستونزې رامنځ ته کړې دی.

((د اسراییلو کشاله، سیاسی صهیونیزم)) کتاب خپریدل، د نوموړی د محاکمه کېدو لامل شول او د ((د اسراییلو د سیاست د بنسټ اېښودلو اسطورې)) تر عنوان لاندې د نوموړی بل کتاب، یوځل بیا د صهیونیسټانو غوسه راوپاروله او ګارودی یوځل بیا د هیټلر په لاس د شپږمیلیونه یهودانو د وژلو د مبالغې په اړه د حقیقت د اشواکولو په تور، په فرانسه کې محاکمې ته بوتلل شو.

دې پیاوړی فیلسوف ډېر کتابونه لیکلی دی چې له هغو جملې څخه، د ((شلمې پېړۍ خاطرې))،((امریکا، د ځوړتیا مخکښ)) او((د اسلام ژمنې))کتابونو ته اشاره کولای شوو.

ګارودی د ۲۰۱۲ میلادی کال د جولای په ۱۳مه نېټه وفات شو.

 

۸۶  کاله پخوا، د دیارلس سوه پنځلسم هجری لمریز کال د چنګاښ په شپږ ویشتمه نیټه، په عمادالکتاب مشهور د ایران یو مشهور خوشنویس او د نستعلیق خط استاد میرزا محمد حسین سیفی قزوینی وفات شو. هغه په ځوانئ کښې د دودو علومو په کسبولو سربیره، د عربۍ او فرانسۍ ژبو زده کولو ته هم مخه کړه. سیفی قزوینی وروسته د شاهنامه فردوسی کتاب په لیکلو بوخت شو او هغه یې په درو کالو کښې ترسره کړو. د هغه په نورو آثارو کښې د رسم الخط د یوې دورې لیکلو ته اشاره کولئ شو.

 

۵۴ کاله پخوا د نولس سوه اته شپیتم میلادي کال د جولایی په اولسمه نیټه، د عراق بعث ګوند د احمد حسن البکر په مشرۍپه یوې کودتا سره د دغه هیواد قدرت ترلاسه کړ او د عراق اولسمشر عبدالرحمان عارف یې له کاره لیري کړ. د بعث ګوند قدرت ته له رسیدا وروسته صدام حسین د دغه ګوند د دویم مشر په توګه د مخالفانو وژلې پیل کړې مخالف کردان، نیشنلسټان، شیعیان او حتی د بعث ګوند  پلوي کمونیسټان د دغه رژیم د امنیتي او پوځي ځواکونو تر وحشیانه یرغل لاندی راغلل . په نولس سوه نهه اویایم میلادي کال کښې احمد حسن البکر د صدام حسین له لوري دباؤ په وجه څنګته شو او هغه له قدرت تر لاسه کولو وروسته، د عراق په بعث ګوند کښې د خپلو دښمنانو په  حذفولو او پراخې پاکونې  لاس پورې کړ. دغه ګوند دګوندي کمیټو،  یوشمیر امنیتي چارواکو او پوځ په شان د بیلا بیلو اورګانونو څخه په استفادې سره په عراق کښې سختې ساډوبې رامینځته کړې او د ایران او کویت په شان د عراق په  دوو ګاونډيو هیوادونو یې  دوه لوی جنګونه و تپل چې د سیمې خلکو په تیره بیا د عراق د خلکو لپاره یې ډیر ځاني او مالي تاوانونه رامینځته کړل او د فارس خلیج په سیمې  کښې یې پردیو قدرتونو د شتون لپاره زمینه برابره کړه. بالاخره د صدام په مشرۍ د عراق بعث رژیم د  دوه زره دریم میلادي کال  په اپریل کښې پر عراق د امریکا او انګلستان له یرغل پسی، نسکور شو.

 

او له ننه ۴۹ کاله مخکښې د نولس سوه درې اویایم میلادي کال د جولایی په اولسمه نیټه، داود خان په افغانستان کښې د ظاهر شاه پر ضد کودتا وکړه او د جمهوري رژیم په اعلان سره یې په دغه هیواد کښې د باچاهې نظام ختم کړ. محمد داود خان د افغانستان باچا د ظاهر شاه زوم ؤ. هغه شوروي ته په نږدې کیدو سره په دی توانیدلئ ؤ چې د لومړي وزارت مقام ته و رسي. د داود د واکمنئ په پړاؤ کښې، سیاست، پوځ او د هیواد اجتماعي نظام د روسیانو تر نفوذ او سلطې لاندې راغئ.  ظاهر شاه چې په افغانستان کښې د داودخان له ګړندي قدرته ویریده، په پای کښې د نولس سوه درې شپیتم میلادي کال د مارچ په اومه دئ له کاره څنګته کړ .په دی ډول، له لسو کالو حکومت وروسته  داود د لسو کالو ګوښه کیدا او کور ناستئ پړاؤ  پیل کړ. په دی موده کښې څو دولتونو په کابل حکومت وکړ خو په پای کښې روسیانو داود په نورو باندی ښه و ګاڼه او  د ظاهر شاه پر ضد یې د کودتا زمینې برابرې کړې. په دی ډول، د نولس سوه درې اویایم میلادي کال د جولایی په شپاړسمه نیټه په داسی وخت چې ظاهر شاه د یوه سفر په بهیر کښې روم ته ولاړ ؤ، داود خان کودتا وکړه  او ظاهر شاه لا  راستون شوې نه ؤ چې د باچاهې  حکومت د ختمیدا او د جمهوري حکومت د پیلیدا اعلان یې وکړ. پر افغانستان د داود خان د پنځو کالو په حکومت کښې، د افغانستان پریمانې  اقتصادي سرمایې د روسیانو پر لاس و لوټل شوې  او په دغه هیواد کښې یې د روسیانو د شتون او د لاس وهنې زمینه برابره کړه. په دی حال کښې داود خان د خپلې اولسمشرۍ په وروستیو کلونو کښې له افغانستان سره په اړیکو کښې د روسیې د یوې اړخیزې ګټې په وجه ګله من شو. په همدی دلیل یې لویدیځ سره ګروښنه پیدا کړه او هڅې یې وکړې، له لویدیځ سره خپلې اړیکې پراخې کړي. دغه مسله یوه سریزه شوه ترڅوچې  د نولس سوه اته اویایم کال د اپریل په اوه ویشتمه د روسیانو په ملاتړ د داود خان په خلاف کودتا وشي او د داود په وژلو سره د نور محمد ترکي په نوم یو بل ګوډګئ د افغانستان د لومړني کمونیسټ ولسمشر په توګه قدرت په لاس کښې واخلي.