Jul 21, 2022 11:22 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبه، د ۱۴۰۱ لمریز کال د چنګاش د میاشتې ۳۰ نیټه ده چې ، د ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د ذي الحجې له ۲۱ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د جولای له ۲۱ نېټې سره برابره ده

 

۲۳۲  کاله مخکښې د ۱۲۱۱ سپوږمیز کال د ذی الحجې په ۲۱ نیټه په ایران کښې د قاجاریه لړۍ بنسټګر او وړومبنی باچا آقا محمد خان قاجار قتل شو. د محمد حسن خان قاجار قوانلو مشر زوی آقا محمد خان قاجار د ۱۱۵۵ کال په محرم میاشت کښې په ګرګان کښې وزیږید. په ۱۱۶۰ کال کښې چې د نادر شاه افشار وراره عادل شاه د محمد حسن خان د ځپنې لپآره مازندران ته لیږل شوی و، حکم ورکړ چې آقا محمد خان په ماشوموالي کښې مقطوع النسل کړي. د کریم خان زند د حکومت له جوړیدو او د قاجار کورنۍله دربدر کیدو وروسته زندیه دربار ته واستول شو او د خانِ زند د پام وړ وګرځید. آقا محمد خان شپاړس کاله په شیراز کښې له خپلو خپلوانو سره ډیر په سوکالتیا کښې تیر کړل خو د کریم خان له ناروغۍ نه له خبریدو سره سم د مازندران په لور وخوځیده او د خپل ورور په مرستې سره یې مدعیان پړ کړل. بلآخره د ۱۲۰۰ قمري کال د جمادي الثاني په یولسمه نیټه ورته په تهران کښې تاج په سر کړی شو او له هغه وروسته د هیواد د مختلفو سیمو په نیولو لګیا شو. په دغه موده کښې د هغه په حکم په لس هاو زره بیګناه خلک ووژل شول او ډیر جنایتونه یې ترسره کړل.

آقا محمد خان بلآخره په جارجیا کښې د خپلو دوو خدمتکارانو په لاس ووژل شو. د آقا محمد خان قاجار له وژل کیدو وروسته په دې وجه چې خپل زوی یې نه درلود نو په فتح علي شاه مشهور د هغه وراره بابا خان د ۱۲۱۲ قمري کال په وړوکي اختر کښې باچا شو.

 

۲۲۴ کاله وړاندې د نولس سوه اته اویایم میلادی کال د جولایی په یویشتمه نیټه، د فرانسوي او مصري ځواکونو تر مینځ د اهرام تاریخی جنګ رامینځته شو. په فرانس کښې د نیپولین بناپارټ د قدرت ته له رسیدا او د هغه د هیواد پراخولو له پیلیدا سره، نیپولین په انګلستان باندی د حملې کولو د ارادې خوبونه لیدل خو لکه څنګه چې د فرانس سمندری ځواک د دی کار لپاره ضروری توان نه درلود، نو ځکه نیپولین پریکړه وکړه چې له اروپا بهر، پر انګلستان ګزار وکړی. په همدی دلیل لکه

څنګه چې هندوستان د انګلستان د ژوند د تیرولو سرچینه او د اقتصادی قدرت زیرمه ګڼل کیده او د مصر ټاټوبې هم د هندوستان په لاره کښې راتله، نیپولین په مصر باندی د حملې نقشه جوړه کړه. د مصر د نیولو په بڼه کښې د فرانسی له ټولو مستعمرو سره برابره یوه لویه مستعمره هم د نیپولین لاس ته ورتله او هم  په هند د حملې لپاره د یوه مرکز په توګه کارول کیدله . په هغه وخت کښې مصر د عثمانی امپراتوری تر نفوذ لاندی ؤ او د ممالیک په نوم د مملوکو واکمنانو په وسیله اداره کیده. په نهایت کښې د نولس سوه اته نوېم میلادی کال د جولایی په یویشتمه نیټه د فرانسیانو او مصریانو تر مینځ جنګ پیل شو او د ممالیک مقاومت سره سره نیپولین د مصر په فتح کولو کښې بریالئ شو او د جولایی تر وروستیو پورې قاهره هم د نیپولین تر نیواک لاندی راغله. په دی وخت کښې، په داسی حال کښې چې نیپولین له اهرام مصر سره نږدې د یوی قومندانئ مرکز په جوړولو بوخت ؤ، د انګلستان سمندری قدرت د فرانسی پر سمندری ځواک د مصر په ساحلونو کښې ناڅاپی حمله وکړه او د فرانسی د جنګی بیړیو ستره برخه یې تباه کړه. دغه مسله د نیپولین د شاتګ سبب شوه او څه موده وروسته خپل هیواد ته ستون شو.

 

۷۰  کاله پخوا، د دیارلس سوه یو دیرشم هجری لمریز کال د چنګاښ په دیرشمه نیټه، د صدر اعظمۍ څخه د ډاکټر مصدق په استعفی پسی په تهران او د ایران په نورو ښارونو کښې سترې مظاهرې رامینځته شوې. د صدر اعظمۍ څخه د ډاکټر مصدق له استعفی او د شاه له لوری د قوام السلطنه د صدر اعظمۍ حکم له صادریدا وروسته د آیت ا... کاشانی له خوا یو اعلان خپور شو. په دغه اعلان کښې د قوام السلطنه د لومړی وزیرتوب د صادریدا حکم باندی سخته نیوکه شوی وه. قوام چې په استعمار پورې پییلې او د استبداد حکومت په خدمت کښې ؤ، له لومړی وزارته سم لاسی وروسته د سیاست له ډګره د روحانیت د څنګته کولو لپاره له سیاسته د دین د جدایی موضوع مطرح کړه او د خپلو حملو تیره څوکه یې آیت ا... کاشانی او مسلمان ځواکونو ته ونیوله . آیت ا... کاشانی په خپل اعلان کښې، له خلکو غوښتنه وکړه چې له  استبدادی حکومت سر ه د مبارزې لپاره پاڅون وکړی. په

دی ډول د چنګاښ د دیرشمې نیټې پیښه رامینځته شوه او د ایران په بیلا بیلو ښارونو کښې د مسلمانو خلکو عمومی پاڅون پیل شو. که څه هم دغه مظاهرې د شاه رژیم د عواملو له لوری په خاورو او وینو و لړل شوې خو په نهایت کښې شاه شاتګ وکړ او د مصدق د لومړی وزیریتوب حکم یې بیا صادر کړ. د مصدق حکومت چې د خلکو د پرله پسی مبارزو له امله د دویم ځل لپاره قدرت ته و رسید تر دیارلسو میاشتو زیات دوام ونکړ او بالاخره د دیارلس سوه دوه دیرشم لمریز کال د زمری میاشتی په اته ویشتمې نیټی په امریکایی کودتا سره نسکور شو.

 

۶۸ کاله پخوا د ۱۹۵۴کال دجولائی په یویشتمه نیټه

د فرانسې او ویتنام ترمینځ د جنګ متارکه تړون چې  په هنداوچین کې ئې د فرانسې استعمار پای ته ورساوه، د جینوا کنفرانس په پای کې لاسلیک شو .  دغه تړون د۱۹۵۴کال په مئ کې په ویتنام کېد دین بین فو په نامه د فرانسویانو د پیاوړی کلا په نسکوریدا پسې وشو . خو د جینوا نړیوال کنفرانسپه تړون کې چې د فرانسې ،امریکا ،انګلستان ، چین ، شوروی او ویتنام دلوړپوړو استاذو په شتون سره جوړشوی ؤ ، د امریکا په دباؤنو سره پکېتر ۱۹۵۶کال پورېدویتنام موقتی ویشل کیدا هم ورځای شوه . همداراز ددغه تړون په اساس ، بهرنی ځّواک بایدد ویتنام خاوره پریښی وائ . خو امریکا دجینوا دتړون په اپوټه ، خپل عسکر د ویتنام له آزادی غواړو خلکو سره دجنګ لپاره سیمې ته ولیږدولاو د ویتنام د جنوبی اوشمالی دوو برخو دیوځای کیدو مخه ئې ونیوله . د ویتنام خلک چې تر کلونو پورې د فرانسې له استعمار سره جنګیدلی وو ، دې ځل ئې له امریکا سره جنګ ته مخه کړه او له دوو لسیزو جنګه وروسته ئې امریکا ته هم ماته ورکړه او شمالی اوجنوبی ویتنام یو ځل بیا په ۱۹۷۵کال کې سره متحد شول .