تاریخ پاڼه
نن د شورو ورځ یا ۴ شنبې ورځ، د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د زمري پنځمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذالحجې یا لوی اختر له ۲۷ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د جولایی له اوه ویشتمې نیټی سره برابره ده
۷۵۲ کاله مخکښې د ۶۹۱ هجري سپوږمیز کال د ذي الحجې د میاشتې په ۲۷ نیټه د فارسۍ شعر او نثر ستر استاذ او شاعر شیخ مصلح الدین سعدي شیرازي وفات شو. هغه په خپل زیږنځاې شیراز کښې د ادبي او دیني علومو له ابتدايي زده کړو وروسته په ځوانۍ کښې بغداد ښار ته لاړ. سعدي د دغه ښار په نظامیه مدرسه کښې د هغې زمانې د رایجو علومو زده کړه پیل کړه او له هغې وروسته یې شام، فلسطین، حجاز، روم او ځینو نورو هیوادونو ته سفرونه وکړل. سعدي په دغو سفرونو کښې د مختلفو ټولنو له خلکو سره اشنا شو او د شاعری له طرز او طریقې سره یې د لیدنو او اوریدنو په ملتیا سره ښکلي او پاتې کیدونکي شعرونه وویل:
هغه بیا خپل زیږنځاې شیراز ته ستون شو او د پندناکو منظومو تالیف او تصنیف یې پیل کړ چې د هغه د نړۍ لیدنې او خلک پيژندنې د دیرش کلنې تجربې نتیجه وه. سعدي په ۶۵۵ قمري کال کښې د (بوستان) په نامه خپل ترټولو ستر اخلاقي او روزنیز اثر چې د سفر په دوران کښې یې برابر کړی و، پاې ته ورسوه. دا کتاب په نظم کښې دی او پکښې د عدل، احسان، عشق او مینې، تواضع او خاکسارۍ، قناعت، تربیت، توبې او مناجاتو په شان موضوعاتو په اړه شعرونه ویل شوي دي. سعدي په ۶۵۶ سپوږمیز کال کښې د (ګلستان) په نامه خپل دویم اثر هم ولیکه. ګلستان د فارسۍ نثر یو ډیر روان کتاب دی چې په ترڅ کښې یې فارسي او عربي شعرونه هم کارول شوي دي. په اتو ټوکو مشتمل دا کتاب د اخلاقي او ټولنیزو حکایتونو ټولګه ده.
همداشان د سعدي په دیوان کښې هم د هغه قصیدې، قطعې، غزلیات او رباعیات شامل دي. د دغه شاعر او د فارسي ادب د ویناوال له نورو آثارو څخه د (مجالس پنجګانه) کتاب نوم اخیستی شو. په شیراز کښې د سعدي مقبره هره ورځ د ټولې دنیا د فارسۍ ژبې او ادب د مینه والو کوربنه وي.
۲۵۰ کاله پخوا، د اولس سوه دوه اویایم میلادي کال د جولایی په اوه ویشتمه نیټه، د اتلسمې میلادي پیړۍ د دریو سترو اروپایي قدرتونو تر مینځ د پولینډ د ویش لومړنی تړون لاس لیک شو. دغه ټاټوبی چې نن صبا د اروپا له ختیځي هیوادونو څخه دی،د روسیې، اسټریا او پروشیا د غړیو په وسیله د دغه تړون په لاس لیکیدا سره پر دغو دریو هیوادونو و ویشل شو. د روسیې، اسټریا او پروشیا حکومتونو له فساده او ختمیدا د پولینډ هیواد د ساتلو په پلمه، هر یوه د دغه هیواد یوه برخه ونیوله. د ویلو ده چې پولینډ تر اوسه څلور ځله په بیلا بیلو هیوادونو ویشل شوې دی.
۱۸۱ کاله پخوا، د اتلس سوه یو څلویښتم میلادي کال د جولایی په اوه ویشتمه نیټه، د روس یو لیکوال او شاعر میخائيل لرمانتوف و وژل شو. هغه په اتلس سوه څوارلسم میلادي کال کښې په ماسکو کښې و زیږید او ډیر زر یې په شعر ویلو کښې خپل ذوق او استعداد و ښودلو. لرمانتوف چې د بل ستر روسي شاعر الیګزینډر پوشکین همهاله ؤ، له هغه اغیز و مانه . دغه دواړه شاعران د روسیې د ادبیاتو لوئ شاعران ګڼل شوي دي. د لرمانتوف شعرونه اعتراضي او له ولولو ډک مضامین لري او د روسیې د ادبي رومانتیزم سرخیل دی. البته هغه له لیکنې هم غافل پاتی نه ؤ او د نثر په زمینه کښې هم ارزښتمن آثار لري. د دغه ځوان روسي شاعر او لیکوال په آثارو کښې کولئ شو، قهرمان عصر ما، مرګ پیامبر او شاخه فلسطین ته اشاره وکړو.
۱۴۹ کال پخوا، د اتلس سوه درې اویایم میلادي کال د جولایی په اوه ویشتمه نیټه، یو روسي سیاستوال او شاعر فیوډور ایوانوویچ تیوتچیو مړشو. هغه په اتلس سوه دریم میلادي کال کښې و زیږید او خپلې پوهنتوني زده کړې یې د تاریخي ژبو د زده کولو په څانګه کښې ترسره کړې. تیوتچف تر دوه ویشتو کالو پورې په میونیخ ښار کښې د روسیې استازی ؤ او له ټولنیز چاپیریال او د دغه هیواد د پوهانو له افکارو یې اغیز و مونده. هغه که څه هم په جرمني کښې شعر ویل، خو له دغه
هیواده له ستانیدا وروسته یې په لا جدي توګه ادبیاتو ته مخه کړه او په شعر ویلو کښې یې د پنځون لپاره خپله پریمانه مینه و ښودله.
۴۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال د زمري په پنځمه نیټه، د ایران له اسلامي انقلابه وروسته د لومړني ځل لپاره په تهران کښې د جمعې لمونځ ادا کړئ شو. د دغه جمعې لمانځه امامت د مبارز او انقلابي عالم ارواښاد آیت ا... سید محمود طالقاني پر غاړه درلود او د بیلا بیلو پرګنو ډیرو زیاتو خلکو پکښې ګډون وکړ. د ایران له اسلامي انقلابه مخکښې ، د واکمن استبداد او ساډوبي په وجه د داسی جمعی لمانځه د ادا کولو امکان نه ؤ چې پکښې د جمعی لمانځه امام په آزاده توګه ورځیني مسئلې بیان کړي. خو د اسلامي انقلاب په بریالیتوب پسی دغو عبادي او سیاسي مراسمو خپله حقیقي ځایګاه بیا وموندله او د ایران د مسلمانو خلکو د وحدت او قدرت په ځلا ځائ او د کورنیو او نړیوالو مسئلو په باره کښې د خبریدا لپاره په یوه ټریبیون بدل شو.
۴۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجري لمریز کال د زمري په پنځمه نیټه، د ایران وروستې باچا محمد رضا پهلوي د مصر په پلازمینې قاهره کښې وفات شو. هغه په دولس سوه اته نوېم هجري لمریز کال کښې و زیږید او د انګلستان په وسیله د هغه پلار د رضا خان له باچاهي څخه لیریکیدا او جلاوطنی وروسته، د هغه د سلطنت وارث شو.د پهلوي لړۍ دوهم باچا چې د خپل پلار په څیر یې خپل سلطنت د انګریزانو پامته داره ګاڼه، هڅه وکړه چې په ایران کښې د هغوئ ناروا ګټې و ساتي .
خو په دیارلس سوه نهه ویشتم لمریز کال کښې د ایران د خلکو له پاڅون او د تیلو صنعت د ملي کیدا غورځنګ په بریالیتوب سره، د انګریزانو لاس له ایرانه لنډ شو. درې کاله وروسته، انګلستان او امریکا په ایران کښې کودتا ترتیب کړه چې له امله یې د ډاکټر مصدق ملي حکومت نسکور شو او محمد رضا شاه تهران ته راستون شو. محمد رضا له کودتا درې ورځې مخکښې له ایرانه خارج ته تښتیدلئ ؤ او د کودتا له بریالیتوب څخه د ډاډ له حاصلولو وروسته، ایران ته راستون شو. له دی وروسته امریکا د ایران د سرچینو لوټلو ته مخه کړه. محمد رضا شاه د واشنګټن په ملاتړ سره د مخالفینو خلکو ځپلو ته مخه کړه او د خپلې باچاهې د ساتلو لپاره یې له امریکې څخه پریمانه وسله واخیسته. په دیارلس سوه اوه پنځوسم لمریز کال کښې د امام خمیني (رح) په مشرۍ کښې د ایران اسلامي انقلاب اوج ته و رسیده او د همهغه کال په سلواغې میاشت کښې د انقلاب له بریالیتوب سره د شاه د اوه دیرش کلنۍ جنایتکاره باچاهي ختمه شوه. محمد رضا پهلوي د دیارلس سوه اوه پنځوسم لمریز کال په مرغومی میاشت کښې له ایرانه له تښتیدا وروسته، لومړی مصر او وروسته څو نورو هیوادونو ته لاړ. خو له هغی وروسته په دغو هیوادونو کښې حتی په امریکا کښې د هغه له اقامت سره مخالفت وشو، مصر ته ستون شو او په همهغه هیواد کښې مړ شو.
۳۴ کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه شپیتم لمریز کال دزمري په پنځمه نیټه، د ایران په لویدیځ کښې د منافقینو ترهګرو ډلګیو د ځپلو لپاره د مرصاد په نوم ستر عملیات پیل شول. له هغی دوه ورځې مخکښې ، منافقینو چې خپل ځواکونه د ایران او عراق په سرحد کښې راغونډ کړي وو او د عراق د پخواني رژیم په وسیله په درنو او لګو درنو واسلو سمبال شوي وو، د ایران پر خاوره یې تیری پیل کړئ ؤ. د منافقینو ډلګۍ د عملیاتو پلان ډیر ساده او غیر واقع بینانه ؤ. د منافقینو مشرۍ دا ګمان کاوه چې د دغی ډلګۍ ځواکونه به له کوم مهم خنډه پرته د هیواد له اصلي لارو تیر شي او په لنډه موده کښې به تهران ته و رسیږي او د ایران پلازمینه به و نیسي. خو د ایران پوځیانو د اولسي ځواک په ملتیا په مرصاد عملیاتو کښې د ایران په لویدیځ کښې منافقینو عناصر کلابند کړل او په پردیو پورې دغه پییلي او ګوډاګي ترهګر یې له مینځه یوړل.