Aug 27, 2022 14:39 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

ډیر مسلمانان هم د ستمبر د ۱۱ له پیښو وروسته پړاو پورې اړونده څارنو په دلیل چی پولیسو په وسیله شوي دي ، په پولیسو بی باوره دي .

 

د ټرامپ ملاتړو جمهوری غواړو پرضد د بایډن د خلې حملې

په امریکا کی د داخلي جنګ د رامینځته کیداد احتمال په اړه خبردارې

د امریکا په ښونځیو کې د وسله وال تاوتریخوالی بی مخنیې زیاتیدا

د امریکایانو په وسیله د وهم راپارونکیو موادو د مصرف بی مخنینې زیاتیدا

او مسلمانانوپرضد د امریکا د پولیسو د تاوتریخوالی زیاتیدا په تیره اونۍ کې د امریکا د مهمو بدلونونو خلاصه وه .

د امریکا ولسمشر جوبایډن د زیارت په ورځ په داسې حال کی چی د ۲۰۲۲ میلادی کال د نومبر د ټاکنو په درشل کې یې خپله لومړنۍ سیاسی غونډه ترسره کړه ، د ټرمپ د منحدو جمهوری غواړو د بیانولو لپاره سختې خبرې وکړې او دغه ډله یې د کرکې او تاوتریخوالي په منلو تورنه کړه . بایډن وویل د امریکا د عظمت په ستنونکیو باوري جمهوري غواړي (MAGA)یوازې زمونږ اقتصادي امنیت او شخصی حقوقو ګواښی . دوی زمونږ د ډیموکراسۍ لپاره ګواښ دي . بایدن چی  له ساحل ، ساحل ته یې یو ټوور پیل کړې د دیموکرات کاندیدانو د ملاتړ د جلبولو او د جمهوري غواړو په وسیله د کانګرس د کنټرول د ترلاسه کولو په مخنیوی پسې دې . بایدن همداراز ژمنه وکړه که له مینځ پړاوه انتخاباتو وروسته د هغه ګوند د کانګرس کنټرول په لاس کې واخلی د یرغلیزو وسلو مالکیت به منع کړی . جمهوري غواړي هیله من دي له ګرانۍ د رایه ورکونکیو له خپګان په نومبر میاشت کې په ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره استفاده وکړي . په تیر وخت کې هم معمولا هغه ګوند چی د سپینې ماڼۍ کنټرول یې په اختیار کې درلودلې دې ، د نوی ولسمشر په لومړنیو مینځ پړاوه انتخاباتو کې یې د کانګرس د څوکیو کنټرول له لاسه ورکړې دې . سیاسی شناندي اټکل کوی جمهوري غواړي د پارلیمانو او احتمالا د سنا د کنټرول د ترلاسه کولو لپاره  زیات چانس ولرلې شي . دیموکراتان په پارلیمان کې ماتیدونکې اکثریت لري او سنا هم په مساوي ‌ډول د جمهوري غواړو او دموکراتانو ترمنیځ ویشل شوی ده . په سنا کی د امریکا د ولسمشر مرستیالې شتون سبب شوی دی چی دیموکراتانو پکې اکثریت ولرلې شی . که جمهوري غواړي د سنا یا پارلیمان یا هر دوه کنټرول په لاس کې واخلی نو د بایدڼ د ولسمشرۍ په دوهم پړاو کې د هغه د اقداماتو او قوانینو د تصویبولو په لاره کی کارړنګونه وکړي . د امریکا په سنا او پارلیمان کی په مینځ پړاوه  ټاکنو کې درنده ماته همداراز په دې باره کی د شکونو د زیاتیدا سبب کیدلې شی چی ایا ۷۹ کلن بایډن باید د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د بیا انتخاب لپاره ګډون وکړي یا بایدن دا څوکۍ د ځوان نسل لپاره خالی کړی .

ګارډین ورځپاڼۍ په یوه راپور کی په امریکا کې د داخلی جنګ د رامینځته کیدا د احتمال خبر ورکړ . په دغه راپور کی راغلی دی د کالیفرنیا په ګرمو وسلو سره د تاوترخیوالی د تحقیقاتو مرکز نظر غوښتنه چی تیره میاشت خپره شوه ، ښی چی نیم امریکایان تمه لري ، په راتلونکیو څو کلونو کې په دغه هیواد کی داخلی جنګ پیل شی . په هرو پینځو کسانو کې یو کس  باوری وو چی سیاسی تاوتریخوالې په ځینو موردونو کې سپیناوی وړ او جایز دې  . پر دې سربیره په داسې حال کی چی تقریبا ټولو ګډون کونکیو وویل چی د امریکا لپاره مهمه ده چی یوه دیموکراسي پاتې شی ، کابو ۴۰ فیصده باوری وو چی د یوه پیاوړي مشر درلودل ضروری دي . دا نظر غوښتنه د امریکا په دیموکراتیکې ټولنې  او د هغو په اورګانونود خلکو بی باورۍ ښی . ترلاسه شوی نتیجې همداراز ښی په امریکا کې یو لږکې له مرګونی تاوتریخوالی خپلو سیاسی هدفونو ته د رسیدا لپاره استفاده کوی . له سپینې ماڼۍ د بی درکه شویو طبقه بندی شویو اسنادو د موندلو لپاره د روانې میاشتې په لومړیو کې په مار ا لاګوکې د ټرمپ له استوګن ځای د ایف بی ای پلټنې د تاوتریخوالی د ګواښونو وروستۍ څپه رامینځته کړه چی دې ځل هغه اورګان ته متوجه شوه چی په پراخه توګه د تشکیلاتو د محافظه کارۍ د مورچې په توګه پیژندل کیږی . د فلوریدا سناتور ریک سکارټ د امریکا ایف بی ای ، له ګشتاپو سره ورته وبلله . په اوهایو کې د امریکا د سمندری ځواکونو یوه زړه عسکر  د ایف بی ای په دفتر حمله وکړه چی د پولیسو په حمله کی ووژل شو . په پنسلوانیا کی یو کس چی د واکسین له وهلو د انکار مخینه لری ، د فیډرال پولیسو د مامورانود قتل عام  په ګواښ تورن شو . هغه د ایف بی ای ماموران د پولیسو فضولات وبلل  او د نازی ګوند له ایس ایس ځواک او د شوروی له پټو پولیسو سره ورته وبلل . د کارنګی په فاونډیشن کې د داخلی نښتو کارپیژاندې راشل کلاینفیلډ وایی  هغه هیوادونه چی دیموکراسي لرونکي او د امریکا په قدرت حکومتونه لري ، داخلی جنګ ته نه وراخلیږي ، خو که زمونږ اورګانونه کمزوری شي ، نو کیسه فرق کولې شی . هغه څه چی حاضر دمه ما له ټولو زیات اندیښمن کوی هغه نظر غوښتنه ده چی ښی له شلو تر ۴۰ فیصدو پورې امریکایان یو  داسې پیاوړی مشر غواړی چی له دیموکراتیکو قوانینو پیروۍ ته اړتیا ونلرلې شی . دا چاره د اورګانونو د کمزورتیا او د بلوې د رامینځته کیدا سبب کیږی .

د نویو شمیرنو په اساس یوازې په تیر یوه تحصیلی کال کی د امریکا په ښونځیو کې ۱۹۳ وسله والې حملې ثبت شوي دي چی دا شمیر په تیره یوه لسیزه کې بې مخینې دې . هر ښار د وسلې د ایمنی لپاره مرکز په وسیله ترلاسه شوی مطالعه چی د وسلو د کنټرول د ملاتړ یو سازمان دې ، ښی چی د تیر کال د اګست له لومړیو تر د روان کال د می میاشتې تر ۳۱ د امریکا په ښونځیو کې ۱۹۳ وسله والې حملې شوي دي . په وروستی یوه کال کی د ۱۹۳ وسله والو حملو ترسره کیدا په داسې حال کی ترسره کیږی چی دا شمیر د تیر کال په نسبت په ۶۲ پیښو سره د درې برابره زیاتیدا ښودنه کوی .

د دغې مطالعې نتیجې چی د ملی روزنې د انجمن اوامریکایی معلمانو دفیډریشن په ملګرتیا سره ترسره شوی ، د دې ښودنه کوی چی په یوه تیر تحصیلی کال کې په ښونځیوکې ۵۹ کسان مړه او ۱۳۸ نور ژوبل شوي دي . په ښونځیو کې د تاوتریخوالی کارپیژاندې  رون اوی سټور  وایی ماشومان داسې نظام ته ورداخلیږي چی ډیر کمزوری شوی دې . مونږه د راز راز وسله وال تاوتریخوالی او په کلی ډول د تاوتریخوالي شاهدان یو . هغه شرایط چی پکې هر څیز بدتره کیږی .

هر ښار د وسلې د ایمنی لپاره مرکز په وسیله ترلاسه شوی مطالعې کې راغلی دی په تیرو شلو کلونوکې  په امریکا کې محصلین ، مربیان  او والدینو په ښونځیوکې د بیا بیا ډزو له واقعیت سره ژوند کړې دې او د دغه تاوتریخوالی لپاره بدترین پړاو د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ تحصیلی کال  دی چی له ۲۰۱۳ کاله تقریبا څلور برابره د ډزو پیښې شوي دي .

د امریکا د فیدرال پولیسو متقاعده افسره او وژله بنده کړئ کتاب لیکواله کاترین سوویت  وایی د تاوتریخوالی په زیاتیدا کې یو بل مهم عامل د کرونا په وخت کې د والدینو نامنظم پروګرامونه دي . دا وضعیت د کمې څارنې  په معنا د ماشومانو لپاره د اټکل وړ روزنیزو پروګرامونو د کمولو سبب شوی چی  په همدې دلیل والدین ، تعلیم ورکونکي او نور په ماشومانو کې د خطرناکو کړچارونو خبرداری ورکونکي نښې نښانې وویني .

په هام لینډ پوهنتون کې د جرم پیژندنې استاد جولیان پیټرسن په وینا وسلو ته لاس رسی د وسله وال تاوتریخوالی د پراختیا یو بل اصلی عامل دې . تیر کال هره میاشت د وسله خرڅیدا په بی مخینې توګه زیاته شوی  وه . په دغو کی ډیرې وسلې  په کور کې په ناامنی ځایونو کې  ساتل کیږی او ځوانان ورته لاس رسي لري .

په امریکا کې د وهم راپارونکیو موادو د مصرف د بهیر په اړه د لومړنی څیړنې نتیجه ښی چی د امریکا څه د پاسه ۵.۵ میلیون ښاریز وهم راپارونکي مواد استعمالوی . د کولمبیا پوهنتون په څیړنه کې چی د روږدیدا په خپرونه کی خپره شوی ده ، راغلی دی په ۲۰۰۲ کال کی په امریکا کی د توهم راپارونکیو موادو د مصرف  اندازه د نفوسو به ۱.۷ فیصدو  په ۲۰۱۹ کال کې دوه برابره نفوسو یعنی ۲. ۲ فیصدو ته زیاته شوی ده . په دغه څیړنه کی راغلی  له ۲۰۰۲ کال  د توهم راپارونکیو موادو د مصرف له ۲۶ کلونو په بره عمر لرونکیو کې زیاته شوی ده خو له ۱۲ تر ۱۷ کلونو ځوانانو ترمینځ  کمه شوی ده  . د دغې څیړنې په اساس په هرو دو ډلو کې د اکستازی مصرف کم شوی دی او په ټولو ډلو کی د ایل ایس ډي استعمال زیات شوی دې . ورته راپورونه هم په امریکا کې د نشه اسیزو موادو او روانګرانوموادو استعمال په بې مخینې توګه زیات شوې دې . د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوی مرکز د ۲۰۰۲ کال په می میاشت کې وویل په ۲۰۲۱ کال کی څه د پاسه یولک اوه زره شپږ سوه امریکایان د نشه ایزو موادو او اورډوز کیدا له امله وژل شوي دي چی د دغه هیواد په تاریخ کی تر ټولو لوړه اندازه بلل کیږی . د امریکا د درملیزو مرکزونو څیړاندي باوری دي د نشه ایزو موادو د استعمال زیاتیدا د بیکارۍ او په ټولنه کې د رواني مشکلاتو له زیاتیدا سره نیغ په نیغه ارتباط لري .

د رایس پوهنتون پلټنې ښی چی په امریکا کې مسلمانان د خپل دین په دلیل د نورو دینونو د پیروانو په پرتله پینځه برابره زیات د دغه هیواد د پولیسو له تاوتریخوالیو سره مخامخ دي . دغه مطالعه همداراز ښی چی سپین پوستی مسلمانان له غیر سپین پوستو مسلمانانو په نسبت د خپل دین په وجه د پولیسو له کم تاوتریخوالی سره مخامخ دي .

د شوی مطالعې په اساس په ځانګړی توګه هغه زیات عمر لرونکي مسلمانان چی تورپوستي ، د لویدیځې اسیا ، عربان یا د افریقا د شمال دي ، له هغو مسلمانانو زیات چی سپین پوستی دي ، د پولیسو په وسیله د هغو د مذهب په دلیل کړول کیږی .

د یادولو ده چی دغه کلی فیصدپه زیات عمر لورنکیو امریکایانو کې ۳.۸ فیصده اټکل شوی دی . پر دې اساس دا احتمال شته چی مسلمانان پینځه ځله زیات ووایی د خپل مذهب په دلیل د پولیسو له کړولو او ازارولو سره مخا مخ شوی دي . د مسلمان لږکی او امریکا پولیسو ترمینځ  اړیکی تل تاوتریخجنې پاتې شوی دي . په داسې حال کی چی دغه ټولنه د کړولو په وخت د پولیسو په وړاندی له ځانه د ساتنې لپاره په هڅه کی ده ، ډیر مسلمانان هم د ستمبر د ۱۱ له پیښو وروسته پړاو پورې اړونده څارنو په دلیل چی پولیسو په وسیله شوي دي ، په پولیسو بی باوره دي . د رایس پوهنتون په څیړنه کې راغلی دي ، د ستمبر د ۱۱ له پیښې وروسته جیوپولیټیک چاپیریال د امریکایی مسلمانو ټولنو سره د قانون د اجرا کونکیو سره تاوتریخجنې اړیکی د رامینځته کیدا سبب شوی دي . ډیر امریکایی مسلمانان د پولیسو له څارنو ویره لري . په دغه څیړنه کی همداراز راغلی دی هغه کسان چی د لویدیځې اسیا یا د افریقا د شمال دي ، په زیات احتمال سره وایی چی د خپل مذهب په دلیل د پولیسو له کړاو سره مخامخ شوي دي . په دغو کې څه د پاسه ۳۵ فیصده کسان له خپل فردی مذهب وراخوا له داسې کړاو سره مخاومخ شوي دی چی تقریبا د هغو لس برابره زیاته اندازه ده چی په امریکایی مسلمانانو کې لیدل کیږی . تقریبا هیڅ زیات عمر لرونکی مسلمان چی سپین پوستې وو ، د خپل مذهب په دلیل د کړولو راپور ندې وړاندې کړې . خو څه د پاسه ۲۳ فیصده تورپوستو مسلمانانو د خپل مذهب په وجه د پولیسو کړاول او اذیت کول تجروبه کړی دی . دغه فیصدی په هغو زیات عمر لرونکیو مسلمانانو کې چی د لویدیځې اسیا یا د افریقا د شمال دي ، کابو ۴۰ فیصدو ته زیاتیږی . د دغې پلټنې اصلی لیکواله او په رایس پوهنتون کې د ټولن پیژندنې د ډاکټریټ محصله جوهره فرګوسن وایی مونږه باوری یو دا مهمه موضوع ده چی باید وجاجول شی او کولې شی له مونږ سره د پولیسو له لوری د کړولو او اذیت کولو په تجروبو کې د توکم او مذهب ترمینځ د ارتباط په درک کولو کې مرسته وکړي .