Mar 02, 2024 12:51 Asia/Kabul
  • بی نقابه امریکا

مونږ باید د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړو، ترڅو د روسیې د جګړې ماشین کمزوری شي.

په امریکا  کې د ډیرو مهمو پیښو خلاصه

د جو بایډن په شهرت کې د پام وړ کمښت

د جنوبی  کارولینا په لومړیو انتخاباتو کې د ټرمپ بریا او د نیکي هیلي ماتې

د روسیې په وړاندې د امریکا د بندیزونو ترټولو لوی پیکیج

 او په اروپا او افریقا کې د متحده ایالاتو قوماندې مالي بحران په تیره اونۍ کې د امریکا مهمې پیښې وې . اوس یی تفصیل ته پام وکړئ .

د امریکا د اوسني ولسمشر جو بایډن شهرت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی او د ګیلپ  د تازه نظرپوښتنې له مخې، د بایډن محبوبیت په روانه میاشت کې ۳۸٪ ته راښکته شوی، چې د غه کچه ​​یوازې یو سلنه په تیرو وختونو کې د بایډن د شهرت له  کچې ټیټه ده . د امریکا اکثریت رایه ورکوونکي د بایډن له  دولت  ناراضه دي. په دې دغه غوښتنه  کې چې له زرو (۱۰۰۰ )زیاتو امریکایانوپکی  برخه اخیستې وه، ښيي چې یوازې ۳۸ سلنه ځواب ویونکو د بایډن د ولسمشرۍ په اړه خوښي ښودلې، په داسې حال کې چې ۵۹ سلنه اکثریت یې د امریکا د ولسمشر په توګه د هغه رول نه مني. دا نظر غوښتنه د  فروري له لومړۍ تر 20 پورې ترسره شوی ده . د بایډن وروستۍ محبوبیت اندازه  د هغه د جنوري له  41 سلنې درجې 3 سلنه ټیټه ده. له دې مخکې  د متحده ایالاتو ولسمشر د 2023 په اپریل، اکتوبر او نومبر کې د ګیلپ لخوا ترسره شوي ټولپوښتنې کې د 37٪ ټیټ تایید درجه ثبت کړې وه. په دې سروې کې، د بایډن د تایید درجه د پنځو مهمو مسلو پر بنسټ ارزول شوې وه، کوم چې په ترتیب سره، د اوکراین وضعیت، د متحده ایالاتو اقتصاد، بهرنۍ اړیکې، مهاجرت، او په پای کې، په لویدیځه آسیا کې جګړه. بایډن د مهاجرت په برخه کې ترټولو ټیټې نمرې اخیستې، یوازې 28 سلنه رایې ورکوونکو د هغه د کډوالۍ سیاست  تصویب کړې. نظرپوښتنه د بایډن د عمر په اړه د ډیریدونکي اندیښنو په مینځ کې راځي. په دې وروستیو کې، بایډن د تړلو دروازو تر شا د مالي مرستو د  راټولولو غونډې جوړې کړې، دې اقدام د ډیرو خلکو پام دې پوښتنې ته اړولی چې ایا دا 81 کلن  بوډا به واقعا د بلې دورې لپاره د ولسمشرۍ د سختیانو د  اداره کولو توان ولري؟ په هرحال ، د بایډن دولت دا  اندیښنې رد کړې.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې یعنی  د فروري په ۲۴  په جنوبي کارولینا کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د جمهوري غوښتونکو ګوند په لومړنیو انتخاباتو کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیرې نیکي هیلي ته ماتې ورکړه  .

نیکي هیلي چې دوه ځله د سویلي کارولینا د ګورنرې  په توګه دنده ترسره کړې، هیله درلوده چې د ډونالډ ټرمپ د ګټلو لړۍ ماته کړي، د شاوخوا 80٪ رایو په شمیرلو سره، ډونالډ ټرمپ له  60٪ زیاتې رایې ترلاسه کړې او نیکي هیلي  هم په جنوبي کارولینا کې د جمهوري غوښتونکو په لومړنیو انتخاباتو کې ۳۹ فیصده رایې وګټلې، ډونالډ ټرمپ په جنوبي کارولینا کې په ګټلو سره د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د وروستي کاندید په توګه خپل ځای پیاوړی کړ، نیکي هیلي د شنبې په ماښام خپلو پلویانو ته وینا وکړه. هغه د جنوبي کارولینا ایالت په لومړنیو ټاکنو کې د ماتې په منلو سره ډونالډ ټرمپ ته مبارکي وویله، خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیرې ټینګار وکړ چې هغه به د جمهوري غوښتونکو ګوند دننه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه واخلي.  هغې جوته کړه راتلونکې لس ورځې به د مارچ په پنځمه د «لوی سه شنبه» په نوم د لومړنیو انتخاباتو لپاره تیاری ونیسي.

په جنوبي کارولینا کې د لومړنیو انتخاباتو له مخې ډونالډ ټرمپ به کابو په   ۶۳  فیصدو سره د نیکي هیلي  د ۲۵ سلنې په وړاندی بریالی شی . ډونالډ ټرمپ هم د سویلي کارولینا  د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته په خپله وینا کې پر دې ټینګار وکړ. چې هغه به د 2024 کال د نومبر په 5 د امریکا  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له جو بایډن سره مخ شي او ورته به ووایی: "جو، ته څنګته شوی یې.

د امریکا د خزانې وزارت د فرورۍ په ۲۳ مه اعلان وکړ: د اوکراین پر وړاندې د روسیې د پراخ  او غیرقانوني جنګ  د دوه کلنې دورې په مناسبت او د مخالف  سیاستوال او د فساد ضد فعال الیکسي ناوالني د وژل کېدو په غبرګون کې، د امریکا خزانې وزارت څه د پاسه ۳۰۰ کسان او اورګانونه بایکاټ کړل.د امریکا خزانې وزارت زیاته کړې ده دا اقدامات چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اقدام سره یوځای ترسره کېږي، پر روسیې د لګول شویو بندیزونو تر ټولو لوی شمېر دی. دغه امریکايي اورګان زیاته کړه: د روسیې د حکومت پر دریو چارواکو د ناوالني د وژنې په تړاو بندیزونه لګوي. د خزانې وزارت او د متحده ایالاتو حکومت په ګډه له  500 زیات هدفونه د روسیې دځپلو ، د بشري حقوقو سرغړونو، او د اوکراین په وړاندې د تیري لپاره اضافي لګښتونه ورتپلي  دي. د امریکا د خزانې وزارت زیاته کړه: د اوکرایین په خلاف د خپلې وحشیانه جګړې د ملاتړ لپاره له  اړتیا وړ سرچینو  د روسیې د محرومولو لپاره، د روسیې د مالي بیخ بینا  د یوې سترې اډې په ګډون په هدفونو بندیزونه ولګول شول. په دې بندیزونو کې د اروپا، ختیځې اسیا، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ په درېو هېوادونو کې تر ۱۲ ډېر کسان او د روسیې په پوځي-صنعتي اډو او نورو مهمو برخو کې په سلګونو بنسټونه هم شامل دي.

د امریکا د خزانې وزیرې جینت ییلن وویل: د روسیې اقتصاد او پوځي-صنعتي اډه د کمزورتیا ښکاره نښې څرګندوي، د هغو اقداماتو له امله چې مونږ په نړۍ کې له خپلو شریکانو او متحدینو سره د اوکراین   له زړورتیا سره  دفاع کړي ده هغی وویل، «مونږ باید د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړو، ترڅو د روسیې د جګړې ماشین کمزوری شي. دا مهمه ده چې کانګرس په ټوله نړۍ کې زمونږله متحدینو سره یوځای شي ترڅو اوکراین ته د ځان د دفاع لپاره اړین وسایل چمتو کړي او د پوتین له وحشیانه برید خلاص شي.

له  دې مخکې بایډن په اوکراین کې د روسیې د اپوزیسیون مشر الیکسي ناوالني  د مړینې او اوکراین جنګ په دلیل په روسیې د څه د پاسه ۵۰۰ بایکاټونو له اعلانولو وروسته د ایران ضد ادعاوو په تکرارولو سره وویل: اوکراین د روسیې د بې رحمانه بریدونو د مخنیوي لپاره چې د ایران او شمالي کوریا  د وسلو او مهماتو په وسیله ممکن شوي دي، د امریکا پوځي مرستو ته اړتیا لري.  امریکا او لویدیځ هیوادونو د 2022 په فروري کې په اوکراین د روسیې د برید په ځواب کې، د مسکو په وړاندې پراخ بندیزونه لګولي او کی یف ته یې په میلیاردونو ډالر وسلې او نظامي تجهیزات لیږلي دي. د روسیې د منزوي کولو لپاره  د لویدیځ له هڅو سره سره، کرملین توانیدلی چې خپل اقتصاد په جګړه کې وساتي، امریکا د دې جګړې له پیل راهیسې ایران د بې پیلوټه الوتکو په لیږلو سره د روسیې په ملاتړ تورن کړی دی. داسې تورونه چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په وار وار رد کړي دي.

په اروپا او افریقا کې د امریکا قوماندې خبرداری ورکړی چې که اوکراین ته د ۶۰ میلیاردو ډالرو مرستې  پیکیج یا بسته تصویب نه شي، د نړۍ په دغو دوو سیمو کې چې د اوکراین په جګړه کې د ملاتړی  رول لوبوي، امریکايي ځواکونه به تر راتلونکي دوبي پورې له بودیجې پرته پاتې شي.. په داسې حال کې چې د امریکا په کانګرس کې د ۶۰ میلیارده ډالرو د مرستې د بستې پر تصویب بحث روان دی،د  اروپا په سیمه کې د امریکا پوځ وايي که دغه مرستې ژر تر ژره ونه شي، وضعیت به ګډوډ شي. د اروپا او افریقا په سیمه کې د امریکا د قوماندې ویاند "مارتین اوډونیل" وویل: "زمونږ بودیجه په ختمیدو ده، اوس په کافي اندازه پیسې شته، خو که بدلون رانه شي، نو تمه کیږي چې له اوړي مخکې  به نورې پیسې نه وي." هغه ټینګار وکړ چې تمه ده چې که دا بودیجه تصویب نه شي، د امریکا پوځ به د می یا جون په میاشت کې  نوری پیسې ونلري  .    امريکايي ځواکونو په ټوله سيمه کې د د روزنې او تجهيز تر څنګ په اروپايي سيمه کې امريکايي پوځيان د اوکرايني ځواکونو د روزنې او د اروپا له لارې اوکراين ته د پوځي تجهيزاتو د ليږدولو څارنه کوي.له بلې خوا د امريکا د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو مشر په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د اوکراین، اسراییل او تایوان لپاره د امنیتي مرستې لپاره د جو بایډن ادارې د 95 میلیارد ډالرو  د کڅوړې  د تصویب لپاره هیڅ سمدستي پلان شتون نلري.

نور مو په  متعال خدای سپارو بریالي اوسئ