Oct 15, 2022 13:50 Asia/Kabul
  • بی نقابه امریکا

دغه امریکایی اژانس راپور ورکړ د امریکا د روغتیا د شمیرنو د ملی مرکز د لومړینو شمیرنو په اساس په دغه هیواد کې د ځان وژنو اندازه په ۲۰۲۰ کال کی کابو له ۴۶ زره کسانو په ۲۰۲۱ کال کی ۴۷ زره او۶۵۰ کسانو ته زیاته شوی ده .

 

د امریکا د ملي پور له ۳۱ ټریلیون ډالرو تیریدا

په امریکا کې په ګرمو وسلو سره د قتلونو د شمیر ډیره زیاتیدا

په امریکا کې په ډیموکراسۍ او انتخاباتي نظام د باور کمیدا

د امریکا له جاسوسۍ د اروپا د اندیښنې د کمولو لپاره د بایډن اجرایی فرمان

او د امریکا د تسلیحاتی صادراتو پام وړ زیاتیدا د تیرې اونۍ مهمې پیښې دي .

د امریکا د خزانې وزارت د شمیرنو په اساس د امریکا د ملي پور اندازه د لومړي ځل لپاره له ۳۱ ټریلیون ډالرو اوښتی ده . په جولای میاشت کې د کانګرس د بودجې دفتر د امریکا د فیدرال عمومي پور د روان کال تر پایه د داخلی ناخالص تولید ۹۸ فیصده اټکل کړ . د کانګرس د بودجې دفتر د ۲۰۲۲ د اوږد مهاله بودجې د لرلید په راپور کې خبردارې ورکړ زیات پوراو د امریکا د داخلی ناخالص تولید د فیصدي په توګه د هغه زیاتیدا اقتصادي وده کمولې شی .

همداراز بهرنیو لرونکیو ته د سوداو ګټې  ورکول  د امریکا پور زیاتوی او د یوه مالی کړکیچ خطر زیاتوي . دغه دفتر همداراز اعلان وکړ چی دا چاره د ګټې د نرخونو د زیاتیدا په وړاندی د امریکا  مالی موقعیت تاواني کولې شی او سبب شي چی استازي په خپلو سیاستونو کې د زیات محدودیت احساس وکړي .د امریکا دولت په کرونا کې چی بازارونه او د شیانو د وړاندی کولو زنځیره یې ګډه وډه کړه د دغه هیواد د مرستې لپاره قرض ته مجبوره شو . د ۲۰۲۰ کال له لومړیو د دغه هیواد پاتې پورونه اتو ټریلیون ډالرو ته زیات شوی دي  او یوازې په اتو میاشتو کې یو ټریلیون ډالره زیات شوي دي . د ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاو او د بایډن دولت تر لومړیو ک د امریکا پورپه داسې حال کی دوام ومونده چی د ګټې اندازه کمه وه . اوس په داسې حال کی چی په دغه هیواد کې ګرانۍ په بې مخینې ‌ډول زیاته شوی ده ، تیره میاشت د امریکا د فیډرال بودجې کمیټۍ اټکل وکړ چی د بایډن سیاستونه د ۲۰۲۱ تر ۲۰۳۱ کلونو ترمینځ د بودجې کمښت څلور اعشاریه اتو ټریلیون ډالرو ته زیاتولې شي . د دغې کمیټۍ په راپور کی راغلی دی زیات پورونه د ګرانۍ د دباونو د دوام سبب کیدلې شي او د امریکا ملي پور تر ۲۰۳۰ پورې نوی ریکارډ په لور ورکس ویلې شي . د خزانې وزارت شمیرنه ښی چی په تیره لسیزه کې د امریکا د پور سویه زیاته شوی ده . په هغه وخت کې چی اوباما د۲۰۰۹ کال د جنورۍ په ۲۰ ولسمشر شو د امریکا عمومي پور لس اعشاریه شپږ ټریلیون ډالره وو . د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۰ د ټرمپ د ولسمشر میدا په وخت کې دغه اندازه نولس اعشاریه نهه ټریلیون ډالره شوه او د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۲۰ د بایډن په راتلو سره دغه اندازه اوویشت اعشاریه اته ټریلیون ډالرو ته زیاته شوه .

د امریکا له ناروغۍ د مخنیوی او کنټرول مرکزونو شمیرنې ښی چی د ځان وژنې او په ګرمو وسلوسره د وژلې اندازه پام وړ زیاته شوی ده او له ۱۹۹۳ کال راهیسې بې مخینې ده . دغه امریکایی اژانس راپور ورکړ د امریکا د روغتیا د شمیرنو د ملی مرکز د لومړینو شمیرنو په اساس په دغه هیواد کې د ځان وژنو اندازه په ۲۰۲۰ کال کی کابو له ۴۶ زره کسانو په ۲۰۲۱ کال کی ۴۷ زره او۶۵۰ کسانو ته زیاته شوی ده  .

ځینو قومي او توکمیزوډلو تیر کال دغه مسایل زیات تجروبه کړي دي . د دغه اورګان څیړنې ښی چی څه د پاسه ۲۰ زره قتلونه اوله ګرمو وسلو په استفادې سره  کابو ۲۶ زره ځان وژنې تیر کال ترسره شوي دي .له ټوپک په استفادې سره د شویو وژلو اندازه له ۷۹ فیصدو ۸۱ فیصدو ته زیاته شوی ده چی په تیرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو زیاته اندازه ده . خودکشۍ هم په ۲ فیصده زیاتوالی سره ۵۵ فیصدو ته رسیدلی ده . د دغه راپور په اساس تورپوستې او اسپانیایی ژبې ټولنې په دې زمینه کی د زیاتو مړینې شاهدې دي . په دنیا کی د کرونا په وخت کې د ناهیلۍ او سټریس موردونه په ۲۰۲۰ کال کی ډیر زیات شول . د امریکا ولسمشر د وسلو هغه ایمني قانون لاسلیک کړ چی د هغه  په اساس له وسلو د استفادې لپاره سختیانې زیاتیږي .

د مسیوری ایالت د سنټ لوییس پوهنتون د جرم پیژاندې ریچرډ روزنفلډ په دې باره کې وایی په ۲۰۲۱ کال کی  د کرونا په پړاو کې په ګرمو وسلو سره وژله او قتل د امریکا په ډیرو ښارونو کې په متوسط ډول زیات شوی .

د تاوتریخجنو جرمونو زیاتیدا له سیاسی نظره د سپینې ماڼۍ لپاره چیلنج رامینځته کونکي موضوع ده او د امریکا ولسمشر بایډن یې هڅولې دې چی د پولیسو د ادارود پیاوړتیا لپاره دامریکا د ژغورنې د طرحې له بودجې استفاده وکړي .

په انتخاباتي نظام دامریکا د خلکو باور ډیر کم شوی دی او دغه باور وجود لري ، امریکایی ډیموکراسۍ د دړې وړې کیدا په درشل کې ده . د کویینیپیاک پوهنتون د نظرغوښتنې نتیجو په اساس په دریو کې دوه برخې امریکایان باوري دي چی په هیواد کې یې دیموکراسی ددړې وړې کیدا په درشل کې ده . په هغه بله نظرغوښتنه کې چی د ۲۰۲۲ کال په جنوري میاشت کې او په کانګرس له حملې یوه کال وروسته ترسره شوه ، یوازې شل فیصده امریکایانو د امریکا په انتخاباتی نظام باور درلوده .

په میډیسن پوهنتون کې د انتخاباتی تحقیقاتو مرکز مشر بری بارډن وایی له هرو ټاکنو وروسته په تیره بیا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته هغو خلکو ترمینځ دا حس چی کاندیدان یې له ماتې سره مخامخ شوی وی ، رامینځته کیږی چی انتخابات منصفانه نه وو خو د ۲۰۲۰ انتخاباتو تفاوت درلود .

بارډن او نور انتخاباتی څارونکي وایی ټرمپ او متحدانو یې د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو د سموالي په اړه پراخې ادعاګانې مطرح کړې .

کارپیژاندي باوری دي په دغه سیسټم د باور د احیا لپاره  پرمخ پرته لاره شکمنه ده او د بارډن په وینا ډیره ګرانه او سخته ده .

بایډن هغه اجرایی فرمان صادر او حکم یې لاسلیک کړ چی د هغه په اساس د اروپایی اتحادیې ښاریزو ته وعده ورکړل شوه د هغو له شخصي معلوماتو بهتر محافظت وکړی . د بایدن دا حکم د اروپایانو د اندیښنو د کمولو لپاره ورکړل شوی دی ځکه چی د امریکا استخباراتي ادارې په غیرقانوني توګه د هغو په اړه جاسوسي کوی . بایډن په خپل حکم ژمنه کړی ده چی د هغو له شخصی معلوماتو به ښه ساتنه کوی . د بایدن دا فرمان د هغې لومړنۍ موافقې په اساس دې چی د امریکا ولسمشر د اروپا د کمیشن له مشر سره په تیر مارچ میاشت کې د مزاکراتو په نتیجه کی رامینځته شوی دی . البته اروپایی لوری چی مودې مودې یې دغه هدف تعقیب کړی دی تراوسه د بایډن له فرمان راضي ندی او ویلی یې دي چی دغه فرمان د اصلی مسایلو د حل سبب ندې شوې . دغه اروپایی لوری خبردارې ورکړی دی په دې زمینه کی زیاتې حقوقی ادعاوې تعقیبوي .

د امریکا کالیې وزیر ریمونډو وایی د بایدن دغه اجرایی فرمان د شخصی معلوماتو او وګړنیزو ازادیانو د ساتنې د حفاظت د پیاوړتیا لپاره د امریکایی لوری د پیاوړی ژمنې د رامینځته کیدا سبب کیږی او استخباراتي ادارو ته یادونه کوی چی د وګړیو شخصي معلوماتو او خصوصی حریم له ساتنې ډاډ ترلاسه کړی . د دغه امریکایی چار واکي په وینا په دغه فرمان کی تینګار  شوی د ګرمې ورکولو لارې چارې رامینځته شی چی د هغه په اساس هغه اروپایان چی باوری دی په غیرقانونی د امریکا د استخباراتی ادارو هدف ګرځیدلی دی ، وکولی شی مسله مطرح کړی او خپله شکایت له دې لارې پرمخ بوځی .

د ۲۰۲۲ م کال له لومړیو د امریکا د وسلو صادرات په ۱۵ فیصده زیاتوالی سره کابو ۵۰ میلیارډ ډادلرو ته رسیدلی دي . د امریکا د دفاعی امنیت د ملګرتیا اژانس مشر جیمر هرش د دغه هیواد دپوځ په یوه نندارتون کې د دغه په اعلانولو سره وویل امریکا په ۲۰۲۲ کال کی کابو ۵۰ میلیاردډالرو وسلې خرڅې کړي دی .

هرش د امریکا له تسلیحاتي صادراتو د خوشحالۍ په څرګندولو سره همداراز اټکل وکړ په راتلونکیو دریو کلونو کې د امریکایی وسلو صادرات نور هم زیات شی .

په یوکرین کې د روسیې له پوځی عملیاتو وروسته په  اروپا کې د غوښتنې زیاتیدا ، په هند او ارام سمندرګي کې د غوښتنې زیاتیدا او په نړۍ کې د کرونا ختمیدا هغه عوامل دي  چی د امریکا چارواکو ته اجازه ورکوی چی له بل هر هیواد سره د جنګی تسلیحاتو د خرڅولو لپاره خبرې اترې ورکوی . هرش همداراز اعتراف وکړ چی دغه شمیر د هغو وسلو او مهماتو د صادراتو په ارتباط نه شاملیږی چی د امریکا خارجه وزارت کله کله په غیر رسمی توګه د نړۍ نورو هیوادونو او سیمو ته ورلیږي .

پای