Oct 25, 2022 14:42 Asia/Kabul
  • کتابونه دعلم باغونه (36)

 د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې کتابونه دعلم باغونه نومې لړۍ له ننني شپږ دیرشم مطلب سره ستاسو به خدمت کې یوو،هیله ده داستفادې وړ مو ګرځي .

    دهغو کتابونو اصلی مضمونونه،چې د میرمنو په وسیله لیکل کیدل،میرمنې وې،د هغوياندیښنې،کورنۍ،بچیان،عشق،د سړیو له دنیا انصاف غوښته،دپټو عواطفو بیانول،میرمنو دمشکلاتو،او دهغو اجتماعي او سیاسی مسئلو بیانول چې د دوي له ژوند سره ئې غوټه خوړلې وه.البته له دوي ځیني پر ټولنې د واکمنو ارزښتونو باندې هم  نیوکې کړي  او له پيړیو پیړیو راهسې ئې پر خلکو د ظلم  او ستم پیښې روایت کولې.

؛انهدوانا؛ هغه  لومړنۍ  نړیواله شاعره میرمن ده چې تاریخ هغه  په نامې سره پيژني. انهدوانا(Enheduana)د بین النهرین دل وي پاچاسارګون لور وه.هغه دخپل پلار په وسیله د امپراطورۍ په مرکز او ترټولو ستر ښار کې د نانا معبد د پادري په توګه  ،د؛ اکاډیّن سپوږمئ خداي(Akkadian moon god)  منصوبه شوه.

انهدوانا، د  اینانا لپاره درې سروردونه ولیکل  چې باقي پاتې دي او درې مضمونونه په بشپړ ډول  د لرغوني دیني ایمان څخه مختلف تصویر انځوروي.په یوه کې،اینانا یوه وحشي مبارزه  دیوي (the goddess) ده چې غرۀ ته ماته ورکوي،حتی که نور خدایان  له هغې سره له مرستې ډډه وکړي. په دوهمې برخې کې،د تمدن په اداره کولو او پر کور او بچیانو باندې په څارنې کې د اینانا  د رول جشن لمانځل کیږي .په دریم سرود کې  انهدوانا له د یوي سره خپلې شخصي اړیکې یادوي څو خپل موقعیّت د یوه غاصب سړي په وړاندې د معبد د پادري په توګه  ترلاسه کړي.

= انهدواناهغه لومړنۍ ښځه ده چې له څلورزره کاله پخوا  راهسې ، دهغې نامې پر ډيرو ادبی او علمی آثارو  کې رول درلودلی دی.هغه  پخپل یوه سرود کې دخپل ځان په صفت کې وائي؛

؛هغه ښځه چې ډيرعقل او پوهه لري،هغه څوک چې د لاجوردیّن درستې لوحې ئې لوستلي دي، درست ټاټوبي پيژني،په درست بهشت کې ګرځي او د مځکې پر پيل او انتها پوهه شوې ده.

په تیرې یوې لسیزې کې د ایرانیو ډيروپلورونکو کیسو لیست،د میرمنو لیکوالانو په تسلط کې دی.د ایران دادبیاتو د یوه کارپيژاندي حسن میرعابدیني  په وینا، د هغو ښځو شمیر  چې  ناول ئې خپرۀ کړي دي، څه دپاسه درو سوو ته رسیږي او په ایران کې دمیرمنو کتابونه  تر دې دمه دسړیو له  کتابونو زیات خرڅ شوي دي.

   په داسې حال کې چې ایراني ناؤلونه په متوسط ډول په ګردش کې (Circulation) نسبتا کم چاپیږي، دمیرمنو ځيي کتابونه  څه دپاسه یولک نسخو ته هم رسیدلی دي. ځيني ادبی کرکتونکي  په دې اند دي چې میرمنې لیکوالانې  نه یوازې د فارسي په ادبیاتو  کې مخکښې شوي ،بلکې د لیکوالو میرمنو  په باب د ټولنې دلیدتوګې ئې هم بدلې کړي ډي .

له ۲۰۰۴کاله رانیولې تر ۲۰۱۵پورې په کلونو کې په یوې څيړنې کې  په ټول کې دمیرمنو په وسیله یو لک نهه اویا زره درې سوه نهه عنوان کتابونه  لیکل شوي دي چې نهه څلویښت فیصده ئې په لومړي ځل چاپ شوي او یو پنځوس فیصده هم دوهم ځل چاپ شوي دي .دا شمیر  د ټولو خپرو شوو کتابونو د څلویښت فیصدي برخه ده . تر ټولو زیات کتابونه د ماشومانو اوزلمیانو په موضوعي حوزې کې اوه ویشت فیصده ، د درسي کمکي برخې شل فیصده  او د تطبیقي کتابونو(Applied Sciences)پنځلس فیصدي برخه ده .

 یو لک یو زر پنځه سوه یو نوي  ایرانۍ میرمنو په دغې مودې کې  د کتاب په تولید کې رول درلودلی دی  چې  د مولفانو شمیر له دیرش فیصدو سره او د ژباړنو شمیر په دولس فیصدو سره  تر ټولو زیاته ونډه ځان ته بیله کړې ده او له دې وروسته  په ترتیب سره تطبیق کونکوپه اوه فیصدو سره ،کیمره مینو یا تصویر اخستونکو،شاعرانو او ټولونکو یا تهیه کونکو(پروډیوسرانو) په دوو فیصده سره ځان ته ونډه بیله کړې ده . پر دې اساس له ترسره شوي  ارزونې سره ، د میرمنو تالیفات  دهغو  له ترجمې څخه زیات دي .

    له تاریخي پلوه د کیسو وئيلو  پیل ته له سړیو اویا ښځو سره نسبت نشو ورکولی. که څه هم له کیسو وئيلو سره  د میرمنو روحیّات ،لازیات نزدیوالی لری  ،خو  اجتماعی مناسبات داښئ چې   کومه یوه ډله خپل آثار  مخاطی ته وړاندې کولی شي. په دې زمینې کې  په درستې دنیا کې   او دتاریخ په اوږدو کې  ورڅځه سړي مخکښ دي.

په ایران کې او له مشروطه انقلابه  وروسته،د سیاسی اواجتماعي فضا په پرانیستل کیدا سره،په نوي رودې سره د کیسو لیکنې  د پنځیدا لپاره شرائط برابر شول. محمد علی جمال زاده د ؛ یکي بود یکي نبود؛ دکیسې په ټولګې سره  دنوی سټایل د  کیسې لیکنې پیلونکی دی. ددغه کتاب له چاپيدو وروسته  سړي لیکوالانو  د کیسو لیکنې له نوي معیار سره  دکیسو لیکنو ته مخه کړه اوزیاتې کیسې ئې په دغه انداز سره ولیکلې،میرمنې چې له مشروطه پړاؤ وروسته ئې پخپلو اجتماعي فعالیتونو کې وده موندلې ،د کیسو  او ناؤل لیکنې ډګر  ئې د د روحیاّتو د بیان،نړۍ لید او خپلو احساساتو دبیانولو لپاره ښه او غوره ډګر وموند. ځکه تر هغه وخته له دوي سره  د هغې ټولنې او کسانو د هیر شوي برخې په توګه   چلند شوی ؤ چې باید پټې ساتل شوي وائ.د هغو کتابونو اصلی مضمونونه چې د میرمنو په وسیله لیکل کیدل،میرمنې وې؛ د هغوي اندیښنې  کورنۍ ،بچیان، عشق،دسړیو له دنیا دانصاف غوښته، دپټوعواطفو بیانول،دمیرمنو دمشکلاتو او دهغو سیاسی او اجتماعي مسئلو بیانول چې د دوي له ژوند سره ئې غوټه خوړلې وه .البته  له دوي ځینو  پر ټولنې په واکنو ارزښتونو هم نیوکې کړي او پر خلکو ئې له پيړیو پيړیو شوي ظلمونه روایتول .    

    له ۱۹۳۱ کال څخه چې ځینو دا کال د میرمنو لیکوالانو د فعالیت لومړنی کال ګڼلی، کال په کال  د میرمنو لیکوالانو شمیر زیات شوی دی او دمیرمنو مخاطبانو شمیر هم همداسې دی.

  په   ۲۰۲۱کال کې،دفارسۍ ناؤل سل کلن شو او ایرانۍ لیکوالانې د ناؤل لیکنې  له هماغه پیله  د فارسي د ادبیاتو په ډګر کې وځلیدې.د فارسي تاریخ پالنې لومړنی ناؤل،د سیمین دانشور په قلم سره په؛سووشون؛نامې سره  خپورشو. میرمن دانشور،لومړنۍ لیکواله میرمنه ده چې د ایرانۍ میرمنې نوی تعریف ئې وړانډې کړاو په سووشون  ناؤل کې ئې میرمنې ته دودیز  کتل له مینځه یوړل. زري  د کتاب اصلي شخصیّت هغه میرمنه ده چې له خپلې تنهائۍ او ویرې سره مبارزه کوي او که څه هم د کتاب په پیل کې یوه ویریدونکي او محافظه کاره میرمن ده ، خو په پاي کې  په یوې شجاع ښځې بدلیږي .دغه نظر په ایران  کې د ناؤل د  نوي ډول اوبڼې رامینځةکیدا سبب شوی او  د ؛میرمنې په ناؤل ؛مشهور دی.

Image Caption

 

 سیمین دانشور د ۱۳۰۰ لمریز کال د غوائ یا ثور دمیاشتې په اتمه نیټه  په شیراز کې زیږیدلې او له ماشوموالي څخه د مور اوپلار په وسیله،له ادبیاتو او هنر سره آشنا شوه په پیغلتوب کې  تهران ته راغله او د تهران پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې په زده کړو بوخته شوه.

هغې په ۱۳۲۷لمریز کال کې د؛آتش خاموش؛ په  عنوان سره د لنډو کیسو لومړنۍ ټولګه  خپره کړئ شوه چې ځینو ددغې ټولګې کیسې،مخکې په ورځپاڼو او مجلو کې چاپ کړې وې .سیمین دانشور  هغه لومړنۍ ښځه ده چې  کیسې  لیکنې  ئې په حرفه وي توګه پرمخ بیولي او په داسې پړآؤ کې ئې د کیسو لیکنه پیل کړې چې د لیکوالې په توګه د مییرمنې شتون یوه نوي چاره وه. په حقیقت کې هغه کار چې فروغ فرخزاد د شعر په زمینې کې ترسره کړ ،میرمن دانشور په کیسې کې انځور کړ. سیمین دانشور د هماغه کال په پسرلي کې  او دخپل لومړني کتاب له خپریدا وروسته، له شیرازته تهران ته د ستنیدا په لاره کې، له جلال ال احمد سره آشناشو.دغه تاریخ  د سیمین دانشور په ژوند کې یو مهم ټکی حسابیږي،ځکه  جلال ال احمد دهغه یو مشهور لیکوال ؤ . دغه بلدتیا ددو دوو لیکوالانو  په وادۀ  کیدا سره ختمه شوه چې د آل احمد دعمر ترپاي پورې (1969) پورې ئې دوام وموند.

میرمن سیمین دانشور د خپلې ښځیتوب تجروبې ته په پام سره ،د میرمنې د شخصیّتونو په پنځولو کې بریالۍ وه.د سووشون ناؤل،دمیرمنو دراتلونکي لرلید او هغه رول چې دوي د ټولنې  په بدلونونو کې لوبوي، انځوروي .

نیمګړی پآتې  شو .

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه