د غبرګولي د میاشتې پینځلسمې نیټې پاڅون تاریخ ولړزوه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د دیارلس سوه دوه څلویښتم هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې د پینځلمسې نیټې پاڅون د ایران په اوسمهاله تاریخ کښې د بدلون مهم پیچومی دی کوم چې د پهلوي رژیم پرضد د ټولنیزو ، د سیاسي او د مذهبي اعتراضونو د پراخې څپې پیلونکی ګڼل کیده.
دغه ولسي حرکت چې د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه نیول کیدا ته په غبرګون کښې ترسره شو په ایران کښې د دین ، د سیاست او د ټولنې ترمینځ د نږدې پیوند نښه وه.
د اوسمهاله تاریخ په برخلیک ټاکونکو پړاونو کښې د ایران ملت تل له تماشه کونکي وراخوا رول لوبولی دی د تاریخ د جوړولو ، د بدلون او د الهام بښلو رول.
په دوو سوو کلونو کښې چې له ټیټو هسکو ډک و هرکله چې د تاریخ څرخه د ملت د ارادې په چورلیز څرخیدلي ده نو د نړۍ د تفکر او د سیاست په ډګر کښې نوی غږ رامینځته شوی دی.
د دغه فعال شتون یوه تر ټولو ځلانده جلوه په دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال کښې د ایران د اسلامي انقلاب رامینځته کیدل دي؛ داسې پیښه چې نه یوازې د ایران د خلکو د ټولنیز ژوند جوړښټ یې بدل کړ بلکې په اسلامي دنیا کښې یې د هویت د بیا بیانولو او د ویښتیا یوه څپه رامینځته کړه.
خو د ایران دغه اسلامي انقلاب په یوې شپې کښې رامینځته نشو باید د هغه جرړې په هغو کلونو کښې ولټوو چې د خلکو اعتراضونه ځپل کیدل او د ازادۍ غواړو وینه په واټونو کښې د ولې پوښتنې ته ځواب و.
په دې مینځ ومان کښې د دیارلس سوه دوه څلویښتم هجري لمریز کال د غبرګولې د میاشتې د پینځلسمې نیټې خونړی پاڅون داسې د بدلون پیچومی و چې د پینځلس کاله مبارزې لاره یې وټاکله.
داسې پاڅون که څه هم لومړی وځپل شو خو د هغه نه ختمیدونکي لمبې د اسلامي انقلاب تر نهايي بریالیتوب پورې روانې وې او هر کال د ملت په زړه کښې له مخکې څخه نورې هم زیاتې شوې.