Dec 19, 2022 14:53 Asia/Kabul
  • بې نقامه امریکا

د  تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې  اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پيل کې درته په تیرې اونۍ کې دامریکا دځينو مهمو پيښو یوه لنډه شان خلاصه درآوروو او ورپسې مو  هم دځينو موردونو په باب د یوې تحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو،هیله ده د استفادې وړ مووګرځي.

 *******************

*/*/*/

د امریکاپه کانګرس کې د همجنسبازانو د وادونودقانوڼي حق ملاتړ،

*/*/*/

په کانګرس کې د امریکا د ۸۵۸میلیارډډالري پوځي بودجې تصویبیدا

*/*/*/

او د امریکا په ځوانانو  کې د خودکشۍ د احصایو زیاتیدا او بې مخینې وچکالي ، په تیرې اونۍ کې د امریکا ځیني مهمې پيښې وې ،نو اوس مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته ....

************************

   د امریکا کانګرس  د همجنس بازانو  د وادۀ له حقه قانوني ملاتړ، په اکثریّتو رایو سره تصویب کړ.د  امریکا دکانګرس عمومي اسمبلۍ د ؛ وادۀ ته د احترام قانون؛ نومې  قانون ته  چې دنومبر په ۲۹نیټه په مشرانو جرګې کې تصویب شوی ؤ رایه ورکړه.  دغه مسوده په یوسل نهه شپیتو مخالفو رایو ،  او د دوه سوه اته پنځوسو موافقو رایو سره تصویب شوه. په متحده ایالاتو کې د همجنس بازو  وادونه ، په ۲۰۱۵کال کې  د لوړې محکمې د فیصلې په اساس په رسمیّت پيژندل شوي دي.په کانګرس کې  ۳۹جمهوری غواړو استازو دغه پلان ته مثبتې راي ورکړېڅو د ډيموکراټو د ټولو استازو په مثبتو رایو سره  دغه مسوده په ۲۵۸مثبتو رایو سره  تصویب شي . په نهایت کې  یو سل نهه شپیتو جمهوری غواړو استازو ورته منفي رایه ورکړه. دغه قانون د لاسلیک لپاره د جوزف بایډن دفتر ته ولیږل شو . ډیموکراټانو  دغه پلان له دې وروسته  وړاندیز کړچې  د ۲۰۲۲کال په جون کې د  امریکا سترې محکمې   د محافظه کارو قاضیانو اکثریت  د همدغې محکمې  د ۱۹۷۳ کال فیصله لغوه کړه چې د جنین سقط  حق  ئې د امریکا په اساسی قانون کې  تضمین شوی بللی ؤ . ډیموکراټانو اندیښنه ښودلې وه چې  دامریکا ستره محکمه  ممکنه ده د همجنس بازانو د وادۀ حق لغوه کړي او دغه  پلان ئې وړاندیز کړ. پر دغې مسودې نیوکه کونکو  دا یوه سیاسی لوبه  وبلله . د امریکا سترې محکمې  په ۲۰۱۵کال کې په درست هیواد کې د همجنس بازو   وادونه قانوني کړل،البته  همدغې محکمې تیره میاشت د جنین د سقط  د حق اوږدمهاله قانون  هم لغوه کړ.  د امریکا د کانګرس مشرې نیسني پلوسي  د همجسن بازو له وادۀ د ملاتړ د مسودې  له تصویبیدا وروسته  ووئيل دغه مسوده د افراط پالو پهع وړاندې  د خلکو حفاظت کوي او دهمجنس بازانو د وادونو ملاتړ کوي او د فیډرل قانون په اساس ، له وادونو سره په ارتباط کې د ټولو لپاره د برابرو  حقوقو غوښته کوي.مونږ  یوشان شرائط،له هغو کسانو څخه د ملاتړ لپاره چې  پخپلو کې سره وادونه کوي،برابر کړي دي .مونږ داسې اقدامات کړي چې په ټولو ایالتونو کې ډول ډول مختلف وادونه په رسمیّت وپيژندل شي.دغه مسوده په اجتماع کې د هر  کس  ارزښت ته  د ډيموکراټانو اعتماد منعکس کوي.

  په  داسې حال کې چې د امریکا د سترې محکمې د دریځونو په سیوري کې  اندیښنې او په دې باب د متحده ایالاتو د؛شاتګ؛له اصطلاح ویره جدي ده،د امریکا ولسمشر جوزف بایډن د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کانګرس کې د دغې مسودې  د تصویبیدا هرکلی وکړ او وې وئيل،دا به حتما لاسلیک کړي. له دې مخکې او د مینځ پړاوه انتخاباتو څخه  وړاندې دا تصوّر کید، چې په هردواړو جرګو کې د جمهوری غواړوپه واکمنیدو سره  دغه قانونتصویب نشي.د امریکا ولسمشر جوبایډن دتیرې سه شنبې په ورځ  د همجنس بازانو له وادونو دملاتړ مسوده لاسلکی او د ؛وادۀ ته د احترام په قانون؛ بدله کړه. دغه مسوده له دې مخکې په کانګرس کې تصویب شوې وه او بایډن  په سپینې ماڼۍ کې د ځینو ډيموکراټانو اوجمهوری غواړو په شتون سره لاسلیک کړه.دغه قانون،د  ځینو محافظه کارو او مذهبیډلو له سخت  مخالفت سره مخامخ دی .په کانګرس کې دغه قانون ته دیوسل نهه شپیتو جمهوری پالو منفی رایه ورکړې وه.په مشرانو جرګې کې هم  دغه مسوده په یوشپیتو موافقو او د شپږدیرشومخالفو رایو سره تصویب شوې وه.جوبایډن  په ۲۰۱۲کال کې کله چې  د امریکا  د وخت د ولسمشر باراک اوباما مرستیال ؤ د همجنس بازانو له وادونو څخه ئې خپل ملاتړ اعلان کړی ؤ  چې له پراخ مخالفت سره مخ شوی هم ؤ،دغه لایحه او د بایډن له خوا ئې لاسلیک کیدا  په امریکا کې په ټولنیزو او اخلاقي وضعیّت کې د ښکاره وروسته پاتیوالي په معنا  اود بشری حقوقو په دغه  مدعي هیواد کې ورځ تربلې د غیر اخلاقي وضعیّت د زیاتیدا یوه بیلګه ده چې د کورنۍ د اورګان د لازیاتې لړزیدا او د ایډز په څير  له همجنس بازۍ سره  داړونده ډول ډول ناروغیو د پراختیا سبب  به شي.

  د امریکا کانګرس، ددغه هیواد اته سوه اته پنځوس میلیاردډالري بودجه ، د اتیاؤ مخالفو رایو په وړاندې د درې سوه پنځوسو مثبتو رایو سره (یعني د قانون دتصویبیدا او مشرانو جرګې ته ئې د لیږلو لپاره د اړتیا وړ په درو کې څه دپاسه دوه برخې سره)تصویب کړ.د امریکا  کانګرس د راتلونکي کال لپاره ددغې بودجې په تصویبیدا سره،اته سوه اته پنځوس میلیارډډالري  بودجې یوه ریکارډ ته د رسیدا(یعني له هغه څه څخه ۴۵میلیارډډالره زیاته بودجه چې  جوبایډن وړاندیز کړې) لاره برابره.

 

د امریکا مشرانو جرګې هم ددغه هیواد اته سوه اته پنځوس میلیارډ ډالري پوځي بودجه  د تیرې پنجشنبې په ورځې تصویب کړې وه او د ولسمشر د لاسلیک لپاره ئې سپينې ماڼۍ ته لیږدولې وه.د امریکا د ولسمشر جوزبایډن له غوښتو پيسو څخه  ۴۵میلیارډاډالرو په ارزښت زیاته دغه بودجه یا بجټ  د یولسو مخالفو رایو په مقابل کې په درې اتیا مثبتو رایو سره تصویب  شوه.

د ۲۰۳۳کال لپاره د امریکا په  ۸۵۸میلیارډ ډالري پوځي بجټ کې  د روسیې په مقابل کې د اوکراین  او د چین په وړاندې له تایوان څخه  دملاتړ ،د کشتیو،او الوتکو  او د وسلو د اخستو او د پوځیانو د  حقوقو په خاطر په څلور سوه شپږ فیصدي زیاتوالی وړاندیز شوی دی.

  دغه مسوده، په کانګرس او مشرانو جرګې کې  د ډيموکراټانو اوجمهوری غواړو ترمینځ د میاشتو میاشتو  خبرواترو او مشورو  نتیجه  ده . امریکاژمنه شوې ده ،په راتلونکي کال کې  له اوکراین سره اته سوه میلیارډډالري لازیاته مرسته وکړي.دغه مسوده  د ایف -۳۵ډوله پنځم ډول جنګي الوتکو پشمول د نوو او ماډرن وسلو د پراختیا لپاره  لازیاته بودجه  جایزه کوي. د بجت په دغو سندونو کې روښانه شوې ده چې اته سوه درې څلویښت اعشاریه درې میلیارډ ډالر د پنټاګان د لګښت په توګه په نظر کې نیول شوي دي  چې دغه اندازه دامریکا لپاره یو ریکارډ حسابیږي.تیر کال د پنټاګان لپاره  اوه سوه اته اویا میلیارډ ډالري دفاعي بودجه  په نظر کې نیول شوې وه. پر دې سربیره،د رالونکي کال بودجه،د موجوده بودجې  په دفاع سره او د اړتیا وړ ضروري شیانو  د پوره کولو لپاره  لس اعشاریه  شپږ میلیارډ ډالر هم په نظر کې نیول شوي دي . په دې توګه د بودجې ټول ټال پیسې اته سوه  اوه پنځوس اعشاریه نهه میلیار ډالرو او په لا ښه خبره،کابو اته سوه اته پنځوس میلیارډډالره کیږي.

  په امریکائي ځوانانو او زلمیانو کې له خودکشۍ سره  داړونده احصایو زیاتیدا د دوي د نفسیاتي او روحي مشکلاتو د زیاتیدا تر اغیزو لاندې  ده چې  دکرونائي بحران له پیلیدا راهسې پراخه شوې ده. دیوې څيړنې  تازه ترلاسه شوي  نتیجې ښئ چې  خودکشي په امریکا کې له ټرافیکي پیښو وروسته له لسو کلونو رانیولې تر اتلسو کلونو پورې  دځوانانو د مړینې په دوهم عامل بدله شوې ده. ددغې څیړنې د اټکلونو په اساس ، په امریکا کې په موټر سائيکلو سره په ټرافیکي پیښو کې  د هلکانو دمرګ  له احتماله د خودکشۍ  په ذریعه د مرګونو  احتمال  او انازه لازیاته شوې ده. دخودکشۍپر دغې اندازې سربیره،د انجونو خودکشۍ هم د دوي د امیندوارئ دنه غوښتې په علت تر پنځوسو فیصدو پورې زیاتې شوي دي .په امریکائي ځوانانو اوزلمیانو کې له خودکشۍ سره د اړونده احصایو  زیاتیدا د دوي د نفسیاتي او روحي  مشکلاتو د زیاتیدا له امله ده چې د کرونائي بحران له زیاتیدا سره  دغه لړۍ هم زیاته شوې ده. په ۲۰۲۱کال کې  د امریکا د ښونځیو  تقریبا نیم زده کونکو عنوان کړې ده چې تیر کال ئې ډير غمونه او ناامیدئ تجروبه کړي دي . دغه اندازه د ۲۰۰۹کال په نسبت  کابو شپږ ویشت فیصده زیاته شوې ده .له دغې شمیرې څخه د سټریس موردونه  کابو په پنځو کې یوه برخې کسانو دخودکشۍ لپاره جدي نیّت درلودلی دی.د امریکا د ناروغیو دمخنیوی او کنټرول  دمرکز د راپور په اساس، خودکشي،د امریکا  له لسو کلونو تر څلور دیرشو کلونو پورې  په کسانو کې د مرګ دوهم ستر عامل دی.  په دغو زیاتره موردونو کې په امریکا ئي هلکانو کې د خودکشۍ دترټولو مهمې رودې په توګه  له ټوپکه  استفاده  عنوان شوې ده  او په همدې دخاطر ده چې  په دغه هیواد کې د انجونو په نسبت د هلکانو د خودکشۍ اندازه لازیاته ده.په امریکا کې دناروغیو د کنټرول او مخنیوي  دمرکز په وسیله د خپرو شوو لومړنیو  احصایو په اساس، په ۲۰۲۰کال کې د خودکشیو شمیر له شپږ څلویښت زره کسانو څخه  په ۲۰۲۱کال کې  اوه څلویښت زره شپږ سوه پنځوسو کسانو ته زیات شوی  دی.د عمر په اساس د خودکشۍ ښودل شوي اندازه  په هرو  یو لک  کسانو کې  په ۲۰۲۰کال کې دیارلس اعشاریه پنځه فیصدو څخه په ۲۰۲۱کال کې څوارلس فیصدو ته زیاته شوې ده.دغه زیاتره اندازه  له پنځلس کلنو رانیولې تر څلورویشت کلنو هلکانو کې زیاته لیدل شوې ده چې کابو اته فیصده زیاتوالی ښئ .د ۲۰۲۱کال  احصائې  ښئ چې  د ښځو په وړاندې د سړیو  دخودکشۍ اندازه  څلور برابره زیاته ده چې د تیرو وختونو له اټکلونو سره سمون خوري .په مطرح شوو د لیلونو کې دې نظر ته اشاره کولی شو چې سړي لازیاته  له وژونکو وسایلو څخه استفاده کوي او  د نفسیاتي مرستو په لټوَنې کې لازیات مشکل لري.  چې همدغې چارې د د وي دخودکشۍ اندازه هم زیاته کړې ده.

(سیماب)

***********************************************