بې نقابه امریکا
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې د امریکا دځينو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،بیامو هم د ځينو موردونو په باب رابولوو د تحلیلی برخې آوریدوته .
*/*/*/ د جوزف بایډن او زلینسکي سره لیده کاته
*/*/*/ د امریکا غوښتې ته د آنتونیو ګوتریش بې پروائي
*/*/*/
د امریکا د کانګرس په ضد د تاؤتریخوالي او ګواښونود زیاتیداپه باب اندیښنې ،
*/*/*/
او په اوکراین د روسیې له حملې وروسته د اوکراین د ولسمشر امریکا ته لومړنی سفر ، دا په تیرې اونۍ کې د امریکا ځيني مهمې پيښې وې او اوس مو هم رابولو د ځینو موردونو په باب دتحلیلی برخې آوریدو ته .
د امریکا ولسمشر جوبایډن او داوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي دچارشنبې په شپه تر بندو تنبو شا کتنې وروسته په یوې خبري ناستې کې حاضر شول. زلنسکي په اوکراین د روسیې له پوځي حملې وروسته امریکا د لومړي ځل لپاره تللی دی . جوزف بایډن په دغه خبری کنفرانس کې ووئيل،مونږ دجنګ له هماغه پیله تل له اوکراین سره په ارتباط کې یوو. واشنګټن ته دزلنسکي سفر په اوکراین کې در وسیې په وسیله دجنګ له سختیدا سره په یووخت ترسره کیږي. د اوکراین خلکو خپل ماته نه خوړونکی هوډ نندارې ته وړاندې کړی او مونږ هماغه شان د دوي ترڅنګ دریدلي یوو. جوبایډڼ ددې خبرې په کولو سره چې څه دپاسه پنځوسو هیوادونو له اوکراین څخه دملاتړ او د دغه هیواد موقعیّت دپياوړتیا لپاره پنځوس توغندوي ضد دفاعي سسټمونه، او دوه زره ټانکونکه اوزغرګاډي وړاندې کولو ته ژمن شوي دي، توضیح ورکړه، اوکراین سره به په مستقیم ډول دوه میلیارډډالري مرستې هم وکړو. دامریکا ولسمشر جوبایډن په دوام کې ووئيل، اوکراین د خرسون اوخارکیف په نښتو کې بریالی شو. ولادیمیر پوتین البته په اوکراین کې د وحشي ډوله جنګ د درولو لپاره هیڅ ګروهنه نه لري.یو قانون به لاسلیک کړم چې پنځه څلویښت میلیارډ ډالرې اوکراین ته وررسوي.مونږ په میلیارډونو ډالري مرستې کی ایف ته وړاندې کړي دي څو ډاډمن شوو چې د اوکراین حکومت دلومړنیو خدماتو د وړاندې کولوجوګه دي.
= د امریکا ولسمشرجوزف بایډن د یو اعشاریه اته میلیارډډالرو په ارزښت له اوکرانی سره دامریکا د نوو مرستو د یوې برخې په اعلانولو سره زیاته کړې ده؛اوکراین ته پيټریاټ توغندوي دفاعي سسټم ورکړو او اکراینیا والتو ته به ورڅخه د ټرینینګ لپاره اقدامات هم و کړو. په داسې حال کې چې روسیې د اوکراین بیخ بینائي تاسیسات په شیشت کې راوستي او له ژمي څخه د یوې وسلې په توګه استفاده کوي،مونږ له خپلو متحدانو اوشریکانو سره د اوکراین د بیخ بینائيو په رغونې کې له دغه هیواد سره دمرستې لپاره کار کوو:: هغه ددې خبرې په کولو سره چې د اوکراین جنګ د دوو اروپائي متحدانو له نظره مهم دی زیاته کړه،زه داسې کومې نښې نښانې نه وینم چې ولادیمیر پوتین په اوکراین کې خپل کړچار بدل کړی وي. مونږ غواړو په اوکراین کئ جنګ ختم ۍ او که پوتین دشاتګ فیصله وکړي ،نو همدانن د غه پیښه رامینځة کیږي:: د امریکاولسمشر مدعی شو؛پوتین تیروتنه وکړه او په دغه جنګ کې بریالی نشي کیدلی. کله پوتین دې موضوع ته متوجه شي ، نو زلنسکي له هغه سره خبرې اترې کولی شي. پوتین ماته وخوړله او اوس پوهیږي ، چې پر ټول اوکراین غلبه نشي کولی::
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هم ددې خبرې په کولو سره چې پيټریاټ توغندوي سسټمونه ، اوکراین سره دامریکا دنوي پوځي مرستو یوه ترټولو ستره برخه ده ووئيل؛د سولې فارموله او غونډه ډيره مهمه ده او مونږ په لیوالتیا سره په دې زمینې کې د واشنګټن دملاتړ په تمه یوو،خو دخپل ټاټوبی او حاکمیّت په باب به هیڅ امتیاز ورنکړو: زلنسکي ټينګار وکړ،مونږ له متحده ایالاتو سره په اړیکو کې نوی سپرکی پیل کړی دی او په واقعي متحدانو او شریکانو بدل شوي یوو،جوبایډڼ د پیټریاټ توغندوي سسټمونو پشمول له اوکراین سره د دوه میلیارډآلري مرستو خبر ورکړی دی چې دمونږ هوائي دفاع لاپیاوړي کوي. متحده ایالات به له مونږ سره مرسته وکړيڅو دخپلو ارزښتونو دفاع وکړو او زه باؤری یم چې کانګرس به پکې له کوم بدلون پرته له مونږه ملاتړ وکړي.
د اوکراین ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره چې هیڅکله ددغه هیواد د ټاټوبی او حاکمیّت هیڅ یوې برخې لاس په سر نه کیږي، زیاته کړه، مونږدروسیې استبداد په وړاندې له خپل مشترکې کامیابۍ لپاره مبارزه کوو،د روسیې ولسمشر ته مو له جنګه مخکې څو لیکونه استولي څو هغه د مونږ پر ټاټوبی له هراړخیزې حملې وغړوو:
دا وکراین په جنګ کې د ایران له ډرونز څخه د روسیې داستفادې د ادعا په باب دڅيړنو لپاره اوکراین ته د خپلو کارپيژاندو دلیږدولو لپاره د واشنګټن غوښتو ته دملګروملتو سرمنشي بې پروائۍ او نه پام لرنې د امریکا د متحده ایالاتو د چارواکو غوسه راپارولې ده . په ملګروملتو کې د امریکا د استازي مرستیال رابرټ ووډ د امنیت شورا د دوشنبې ورځې په ناستې کې د ۲۲۳۱پریکړه لیک په باب د ګوترش په تورنولو سره ووئيل،افسوس کوو چې ملګرو ملتو ددغې خلاف ورزۍ په باب دعاي څیړنو لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی ، مونږ ناامید شوي یوو چې دملګروملتو سکرټریټ چې ظاهرا دروسيې د ګواښونو په مقابل کې تسلیم شوي دي ، دهغو څيړنو په باب ئې هیڅ ماموریت نه دی ترسره کړی چې دغې شورا ته سپارل شوی دی. واشنګټن ګوتریش تورن کړی دی چې ظاهرا د روسیې دګواښونو په مقابل کې تسلیم شوی دی اود اوکراین په ج نګ کې د روسیې د استفادې وړ هغو ډورنز په باب دڅيړنو لپاره، چې واشنګټن مدعي دی ایران ماسکو ته ورکړي دي، ددغې موسیسې چارواکي نه لیږي. روسیې د اوکراین په جنګ کې د ایران له ډرونز څخه داستفادې په باب دلویدیځوالو ترونه ردکړي او روښانه ئې کړ ې ده ، چې د بې پیلوټه الوتکو د پلۀ پل په باب د څيړنو لپاره کی ایف ته دسفر په خاطر دملګروملتو دچارواکو لپاره هیڅ مجود نشته. بریتانیا،فرانسې،جرمني او متحده ایالاتو سره د اوکراین مدعي دي چې روسیې ته د ایران د ډرونز ورکول ، د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف ورزي ده او له انتونیو ګوترش څخه ئې غوښټي دي چې اوکراین ته دې دڅيړنول پاره چارواکي ولیږدوي. دروانې دسمبر په پیل کې آنتو نیو ګوتریش دملګروملتو امنیت شورا ته په یوه راپور کې وئيلي دي ، چې ددغې موسیسې چارواکي د اطلاعاتو په ارزونې بوخت دي او درستې لاسته راوړنې به په ټاکلي وخت کې امنیت شورا ته وړاندې کړي.
دا مریکا د کانګرس د پولیسو مشر توماس منګر مشرانو جرګې ته په یوه راپور کې په یوه کال کې دکانګرس د غړو په ضد ګواښونه،اندیښمنونکي احصائط بللی دي. منګر د مشرانو جرګې د قوانینو دکمیشن په غونډې کې ووئيل، د کانګرس پولیسو تیر کال د کانګرس د غړو په ضد څه دپاسه نهه زره ګواښونه ثبت کړي دي. هغه زیاته کړې، په تیرو شپږو کلونو کې د فیډرل استازو په ضد ګواښونه ، کابو څلور سوه فیصده زیات شوي دي .توماس منګر دغه راز ووئیل، په اوسنۍ واکمنې فضا د سختوالي په باب زیات اټکلونه نه کوم ، خو بې شکه نفرت او تاؤتریخوالی ددغه اندیښمنونکي بهیر یوه برخه ده .هغه د کانګرس دجمهوری پال استازي لي زلډیّن په ضد او د کانګرس دمشرې نینسي پلوسي د خاوند پل پلوسي او دغه راز د کانګرس د نورو غړو په ضد په ضد حملو او ګواښونو ته په اشارې سره دا د امریکا د ټولنې د دړې وړې کیدا داندازې یوه څرګنده بوږنونکي نښه وبلله. د قانون جوړونکو په ضد تاؤتریخوالی او ګواښونه،په ۲۰۱۷کال کې دامریکا د کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ واک ته د رسیدا له وخت راهسې ، زیاتیدونکی بهیر درلودلی او د کانګرس په غړو کې ئې ډيره ویره او وحشت راپورته کړی دی . توماس منګر دغه راز ووئيل، دجنورۍ له شپږمې نیټې بلواؤ له نوخت راهسې،د کانګرس پولیسو د کارکونکو دامنیت د ښه کولو لپاهر ډير لوي پرمختګونه کړي وي،خوتر دې دمه دترسره کیدا لپاره لازیات کارونه باقي پاتې دي.
نوي ارزونې ښئ ې دامریکا تورپوستي ځوانان په دغه هیواد کې د نورو ځوانانو په نسبت له وسلوالو تاؤتریخوالو ډير تاوانونه ویني . سره له دې چې تورپوستي یوازې کابو پنځلس فیصدي ټولنه جوړوي ،خو په ۲۰۲۰کال کې ئې د وسلو په وسیله دمرګ ژوبلو کابو نیمه اندازه ځان ته بیله کړې ده . رسمي احصائې او شمیرنې ښئ چې په وروستیو څو کلونو کې د وسلو په وسیله مرګ ژوبلې ډيرې زیاتې شوي دي . دغه زیاتوالی په تورپوستو کې ډير زیات دی اوپه حقیقت کې دسپين پوستکو په نسبت ئې دغه زیاتوالی ترپنځوس فیصدو پورې رسیدلی دی. په دغو څیړنو کې هغو نتیجو ته د رسیدا لپاره احتمالی دلیلونه چې ممکنه ده دغه بهیر بدلولی شی، ، ارزونې نه دي شوی. امریکا دډله یزو ډزو او وسلوالو تاؤتریخوالو د موردونو له زیاتیدونکي بهیر سره مخه ده او په پرله پسې دریم کال لپاره ،په ۲۰۲۲کال کې په کال کې د څه دپاسه شپږ سوه ډله ایزو ډزو کتونکي ده.په امریکا کې د ډله ایزو ډزو پيښې تل په دغه هیواد کې د بشری حقوقو یوه موضوع ګرځیدلې ده. نن سبا ډله ایزې ډزې په اکریا کې دبشری حقوقوپه یوه بحران بدله شوې ده .په امریکا کې د ټولو زیاترو ډزو تقریبا ګډه ځانګړنه، له آټومیټيک وسلو څخه د یرغلګرو استفاده ده ، یعني په لوړو ظرفیّتونو سره هغه جنګي وسلې چې زیاتره مرګ ژوبلې اړوي، ورڅخه استفاده کیږي.. د وسلو د قوانینو دسختوالي ادارې مطالعات ، د ژوند نجات سبب چې د امریکا په پنځوسو ایالتونو کې ترسره شوي دي ،ښئ،په هغو ایالتونو کې له وسلو سره د تاؤتریخوالی داندازې ترمینځ مستقیم ارتباط چې په هغو کې د وسلو د ګرځولو په قوانینو په اعمالولو کې سختیانې کوي،او هغه کسان چې چې پکې لټي او سستي کوي هم شته .
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د بې نقابه امریکا د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،PARSTODAY.COM/PS هم درسره نوټ کړئ او خپل او سره دکورنۍ خیال هم ساتئ .
(سیماب)
/**********************************************