Jan 01, 2023 13:56 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه وا لو په دې شیبو کې  د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام سره  ستاسو خدمت ته حاضر شوي یوو،په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې د امریکا دځينو مهمو پیښو یوه لنډه شان خلاصه درآوروو او ورپسې موهم رابولوو دتحلیلي برخې  آوریدو ته،نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

********************

*/*/*/

د جنورۍ د شپږمې نیټې دپيښو څيړنیزې کمیټې نهائي راپور

*/*/*/

پر مهاجرانو د پولو له پرانیستو سره د امریکا د لوړې محکمې مخالفت

*/*/*/

په امریکا کې دتوکمپالنې پر موضوع  اختلافات

*/*/*/

او په تیر میلادي کال کې په امریکا کې  په وسلوالو تاؤتریخوالو کې د ۲۰۲۲کال تر وروستیو شپو ورځو پورې د څه دپاسه شپږ زرو ماشومانو اوزلمیانو قرباني کیدا د امریکا ځيني مهمې پيښې وې او اوس مو هم رابولوو، د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته.

**************************

د جنورۍ د شپږمې نیټې  د پيښو څيړنیزې کمیټې په ۸۱۴پاڼو باندې مشتمل د خپل نهائي راپور په خپرولوسره سپارښتنه کړې ده ډونالډټرمپ دې د ولسمشرۍ په ورپسې انتخاباتو کې له ګډنه منع شي. فکس نیوز خبری چینلد امریکا په کانګرس د ډونالډټرمپ د پلویانو له حملې سره په ارتباط کې د جنروۍ د شپږمې دڅيړنو کمیټې د راپور دخپریدا خبر ورکړ او وې لیکل،دا د څیړنیزې کمیټې  نهائي راپور دی چې  بالکل له کریسمس څو ورځې مخکې خپور شوی دی . دغه راپور چې له اتلس کلنو څیړنو او ارزونو وروسته خپور شوی دی ،،د جنورۍ د شپږمې نیټې د پيښې په باب ددغې کمیټې نتیجو ته اشاره کوي او  مدعي ده چې  دامریکا پخوانی کرغیړن ولسمشر ددغې پيښې په رامینځةکونکو لمسونو کې اساسی رول درلودلی دی.په دغه راپور کې راغلي دي،دجنورۍ د شپږمې نیټې د پيښې مرکزي عامل یو کس ؤ،ډونالډټرمپ؛ چې ډيرو ورڅخه پیروي وکړه. له هغه پرته د جنورۍ د شپږمې نیټې هیڅ یوه پيښه نه رامینځةکیدله. دغې کمیټې چې  دوه جمهوری غواړي او  اوه ډیموکراټان پکې شامل دي،دغه ۸۱۴صفحو باندې مشتمل راپور ئې د څه دپاسه زرو شاهدانو د نظرونو په اساس باربر کړی او  له میلیونونو مدرکونو او له لسو عمومی غونډو وروسته ئې  برابر کړی دی.دغې کمیټې پخپل جامع راپور کې همداراز سپارښتنه کړې ده چې اساسی قانون دې اصلاح  شي او  دهغه څوارلسمې مادې ته یو ترمیم ورزیات شي ،په دې باب چې په دغه راپور کې مشخص کس،یعني ډونالډټرمپ،ونه توانیږي،په راتلونکي کې قدرت په لاس کې واخلي.

        دغه راپور زیاتوي،دکانګرس د صلاحیّت حوزه باید د څوارلسمې مادې د دریم ترمیم تربرخې لاندې په دې باب په  یوۀ رسمي میکانزم  غور وکړي چې  آیا هغه کسان چې نامې ئې  په دغه راپور کې راغلی دي ،مناسب حکومتي او فیډرلي  څوکۍ په  اختیار کې  اخستلی شي او کنه. دغه کمیټې په دې اند ده، هغه کسان چې د اساسی قانون د محافظ لپاره ئې سوګند پورته کړی ؤ او وروسته د جنورۍ د شپږمې نیټې په پيښې کې  له دغه بلواؤسره لاس او ګریوان شول ، په مناسب ډول ئې صلاحیټ ردیدلی شي او د حکومتي او فیډرلی ،پوځي او یا غیر پوځي  څوکیو پشمول د مسئولیّتونو وړتیا نه لري.دغه راپور د امریکا د کانګرس د نوي دوران له شروع کیدا دوه اونۍمخکې خپور شوی دی.کانګرس،یعني یو  داسې ځای چې په ورپسې پارلیمان کې به د کانګرس جمهوري پال استازي اکثریّت ولری.د ۲۰۲۰کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته،د ۲۰۲۱ کال  جنورۍ په شپږمه نیټه د امریکا په کانګرس د حملې په نتیجې کې چې ددغه هیواد د ولسمشرۍ دانتخاباتو د رایو د تائيدولو د غونډې ترڅو ساعتونو پورې د ځنډيدا سبب شوه،لږترلږه پنځه کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.. تیرکال ددغو پيښو په باب د څيړنو دترسره کیدا د مسودې له ناکامیدا ووسته،د امریکاد اریکا د کانګرس ډيموکراټو استازو،د څو جمهوری پالو استازو په ملګرتیا سره په دې زمینې کې یوه کمیټه جوړه کړه اوډیرې غونډې ئې ترسره کړې او ددغه کمیشن په وړاندې ئې د حاضریدا لپاره د امریکاڅو اوسنیو او پخوانیوچارواکولپاره احضارئې  واستولې..

        د امریکالوړې محکمې  ددغه  هیواد د روغتیائي چارو یو سیاست  له لغوه کولو سره  چې په کرونائي بحران کې ئې د مهاجرانو د ورتلو د مخنیوي لپاره  وضع شوی ؤ،مخالفت وکړ او وې وئيل،چې دغه سیاست به پخپل ځاي په قوت سره باقي پاتې وي . د امریکا لوړې محکمې  دتیرې سه شنبې په ورځې فیصله کړې چې د ؛ټائيټل 42؛ په نامې سره  د سیاست  له لغوه کولو سره چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ په پړاؤ کې  وضع شوی ؤ ، راي نه ده ورکړې. ددغه محکمې څلورو قاضیانو ددغه سیاست لغوه کولو ته رائ ورکړې،البته  پنځۀ نور  قاضیان ئې له دوام سره  پخلا شول.د امریکا نولس ایالاتونوپه یوه ستر لیک یا طومار کې لوړې محکمې ته اعلان کړی وو چې ددغه سیاست د لغوه کیدا په بڼه کې  به له میکسیکو سره پخپلو پولو کې  د کډوالو له سترې څپې سره مخ شي. د  لوړې محکمې په فیصلې کې راغلی دي،دغه ایالتونه  وائي چې  په پولې کې د مهاجرانو له بحران سره  مخامخیږي او سیاستوال تر دې دمه نه دي توانیدلي، د کافی تدبیرونو د غوره  کیدا په سر  سره کومې موافقې ته ورسیږي. دغه محکمې زیاته کړې ده،ایالتونه  وائي،له دغه بحران سره د مقابلې یوازینۍ لاره  دا ده چې لوړه محکمه  فیډرل حکومت ته حکم ورکړي، د ټائټل 42 مږکې سیاست ته تر هغه مهال پورې چې  امکان ئې وي دوام ورکړي.:::

ټاکل شوې ده دغه محکمه په فرورۍ میاشت کې ددغه سیاست په باب آوریدونکي ناستې ترسره کړي او وروسته په مئ یا جون میاشتو کې به په دې اړه خپله نهائي فیصله وکړي.له دې مخکې په واشنګټن ډي سي کې یوه فیډرل قاشي  ددغه سیاست لغوه کولو ته رایه ورکړې وه .

   د امریکا ولسمشر جوزف بایډن په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي،دغه سیاست باید یوې مودې مخکې لغوه شوی وائ،خو په هرحال،د لوړې محکمې فیصله مني  او دهغه حکومت ددغه سیاست  اجرا ته دوام ورکړي:::

Image Caption

 

 له امکریا سره د میکسیکو په پولې کې ډیرمهاجران غونډ شوي دي څو  متحده ایالاتو ته وارد شي.دغه زیاتره مهاجرین د نیکاراګوا، کیوبا،ختیځي اروپا،آسیامیکسیکو،هندوراس،ګوئټمالا اوالسلواډور  هیوادونو ښاریز دي.رسندوئي سرچینې  وائي چې  په تیر یوه کال کې  له هغو کسانو کابو دوه اعشاریه پنځه میلیون خلکو چې دجنوبی امریکا  پولو ته د ورتلو نیّت ئې درلود،مخه ئې نیول شوې ده .

Image Caption

 

    هغه نوی راپور چې د امریکا د حکومت له خوا خپور شوی،له ۱۹۹۶کال څخه تردې دمه  ترټولو ټيټ حد ته په امریکایانو کې ژوند ته دامید د ځوړتیا ښودنه کوي.د امریکا د فیډرل حکومت نوي اټکلونه ښئ چې په دغه هیواد کې په ۲۰۲۱کال کې ژوند ته هیلې،په تیرو شپږویشتو کلونو کې ترټولو ټيتې سوئې او اندازې ته رسیدلی دي.  

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیونکو مرکزونو اورګان سره اړونده د سلامتیا د احصایو ملی مرکز له خوا دوه نوي راپورونه  خپرۀ شوي دي چې ښودلې ئې ده په ۲۰۲۱کال کې په دغه هیواد کې د مړینو اندازه د ۲۰۲۰کال په نسبت پنځه اعشاریه درې فیصدي اندازې پورې زیاته شوې ده.ددغه انټرنیټي سایټ دلیکنې په اساس،دغه احصائې په دې معنا دي چې په  امریکا کې په ۲۰۲۱کال کې ژوند ته امید د پرله پسې د وهم کال لپاره   کم شوی دی.په ۲۰۲۰کال کې  ژوند ته هیله،تر اوه اویا کلونو پورې اټکل شوې،خو  اوس دغه اندازه شپږاویا اعشاریه څلورو ته کمه شوې ده چې له ۱۹۹۶کال څخه تردې دمه،ژوند ته د امید ثبت شوي  ترټولو ټیته اندازه ده.که څه هم  د کال صفر اعشاریه شپږ پور ې د اندازې دغه کمیدا دپام وړ ده خو هغه کمیدونکي اندازه چې په د ۲۰۱۹ کال په نسبت په ۲۰۲۰کال کې ثبت شوې ، معادل ئې یو اعشاریه اته کال،یعني درې برابره وه.ددغه راپور لیکونکو وئيلی دي،ژوند ته د امید کمیدا دغه بهیر،د کوویډ نولس ډوله ناروغۍ  د خوریدا او د نشه ایزو موادو د افراطي مصرف له امله د مړینو په دلیل  ده. ددغه راپور په اساس، په امریکا کې د ښځو اوسړیو  دواړو ډلو کې ژوند ته د هیلې سوئې ډير لږ توپیر درلودلی دی .په ۲۰۲۱کال کې  په امریکائي سړیو کې ژوند ته دامید دکمیدا اندازه د ۲۰۲۰کال په نسبت  په صفر اعشاریه اوه کاله کمیدا سره   درې اویا اعشاریه  پنځه کلونو ته رسیدلې ده .په ۲۰۲۱کال کې  په امریکائي ښځو کې دغه اندازه هم د صفر اعشاریه شپږ کال د معادل  کمیدا له هغه دمخکې کال په نسبت ثبت شوې ده او  له نهه اویا اعشاره نهه کلونو څخه دغه اندازه  نهه اویا اعشاریه درې کلونو ته رسیدلې ده .ددغه راپور په اساس،په ۲۰۲۱ کال ک کې  دامریکایانو د مړینو لومړنیو لسوعاملانو لیسټ، د ۲۰۲۰کال له لسټ سره برابر دی.په داسې حال کې چې له دغو لسو عاملانو څخه په اتو موردونو کې  د مرګ ژوبلو اندازه  زیاته ښودل شوې او هغه عامل چې لا ډير زیاتوالی ئې  ښودلی،د کوویډ نولس ډوله ناروغي یا هماغه کرونائي ویروس دی.دغه راپور،د کوویډ نولس ډوله ناروغۍ خوریدا په امریکا کې د ژوند ته د امید دکمیدا یو اصلی دلیل  معرفی شوی دی.د امریکا د  ناروغۍ دمخنیوي او کنټرول د مرکز د ۲۰۲۲ کال داپریل د راپور په اساس په ۲۰۲۱کال کې په دغه هیواد کې د کروناویروس له امله د کابو څلور لکه شپیته زره کسانو مړینه ثبت شوې ده . ژوند ته د امید ددغې کمیدا لپاره دذکر شوي دوهم علت په باب ،یعني د نشه ایزوموادو  افراطي مصرف هم د امریکا  په احصایو کې ښودلې ده په ۲۰۲۱کالب کې په دغه هیواد کې ددغه مورد له امله  مړینې  یو لک شپږ زره شپږ سوه نهه نوي  مړینې ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې د نشه ایزوموادو افراطی مصرف له امله  دمړینو  اندازه ،  یو نوي زره اوه سوه نهه نوي  کسان ثبت شوې ده .

Image Caption

 

        په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو د آرشیؤ ویب پاڼې راپور ورکړی دی، په ۲۰۲۲ کال کې  په دغه هیواد کې د تر اولسو کلونو پورې او له دې کم عمره څه دپاسه شپږ زره ماشومان او زلمیان د ډزو،وسلوالو تاؤتریخوالو  له امله مړه او یا ټپیان شوي دي  چې ثبت شوي تر ټولو زیات شمیر ئې په تیرو نهو کلونو کې ثبت شوی دی. داپه داسې حال کې دي چې  په ۲۰۲۱کال کې په امرکیا کې د ډزو له امله د ماشومانو او زلمیانو دقربانیانو شمیر  کابو پنځه زره اوه سوه اتنه مورده ؤ.په امریکا کې د  وسلوالو تاؤتریخوالو د  آرشیؤ  ویب پاڼې  په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ،چې په ۲۰۲۲کال کې د ډزو له امله د ماشومانو ترټولو زیاتې مرګ ژوبلې ثبت شوي دي.ددغه انټرنیټي سایټ د وینا په اساس،په ۲۰۲۲کال کې  یولس کلن یا له دې کم عمره  کابو درې سوه شپږ ماشومان  په ډزو کې وژل شوي دی.همداراز په ډزو کې له دولسو کلونو رانیولې تر اولسو کلونو پورې کابو یو زر درې سوه درویشت ماشومان او زلمیانو  خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .په امریکا کې د وسلوالو تاؤریخوالو مرکز  له ۲۰۱۴کال څخه خپل فعالیت پیل کړی دی.ددغه ویب پاڼې د احصایو په اساس،په ۲۰۱۴کال کې   تر اولسو کلونو یا کم  عمره کابو دوه زره اته سوه شپیته ماشومانو او زلمیانو دډزو  له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه احصائې په داسې حال کې خپریږي چې  د کریسمس په ورځې  هم د میسوری ایالت  په کنزاس سیټي کې یوه درې کلنه  جنۍ د ډزو له امله وژل شوې ده . پولیسو دغه ډزې  یوه تصادفي پيښه اعلان کړې ده.

       دوستانو دبې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بلې اونۍ پورې چې له یوه بل پروګرام سره به ستاسو خدمت ته  حاضر شو، په نیاؤمن خداي مو سپارو، ا.... مو مل او ملګری.

(سیماب)

***************************************************************