Jan 07, 2023 14:15 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې سره د ښه عادتونو له ننني (۴۲م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د یوه ښه ژوند درلودو لپاره، جسمي او رواني روغتیا دواړه د ارزښت وړ دي. کله ناکله د یوه ښه ژوند درلودو لپاره، د ژوند په سټایل کې بدلون راوستل اړین دي. د ښه عادتونو په خپرونه کې د یوه بل ترڅنګ د ناوړه عادتونو پرځای، ښه عادتونه ځای پرځای کوو. اړینه ده هغه سپارښتنې چې په دې خپرونه کې وړاندې کیږي، ټولییز دي او شونې ده ځیني د ټولو لپاره مناسب نه وي. د اړتیا په صورت کې په خپل ژوند کې د ځینو بدلونونو رامنځته کولو لپاره، د خپل ډاکتر او یا سلاکار سره مشوره وکړئ.

ګرانو مینوالو په تېر پروګرام کې، له نورو څخه د مننې او قدردانۍ موضوع او پر خلکو یې اغېزه مو وڅېړله. په دې برنامه کې غواړو له همسر څخه د مننې او قدردانۍ موضوع وڅېړو.

هغه زوجینو چې له همسر څخه مننه او قدرداني یې په یوه معمولي عادت اړولي ده، د خپل ګډ ژوند لپاره د ډېرې خوښۍ احساس کوي. تل دې ټکي ته پام وکړئ، چې د مننې او قدردانۍ موضوع د دواړو لورو په ګټه ده. ځکه، کله چې له خپل مقابل لوري څخه مننه او ستاینه کوئ، په هماغه کچه او شونې ده ډېر ښه احساسات ترلاسه کړئ.

د ژوند په بهیر کې، زوجین له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي، چې شونې ده د همسر او د دوی په اړه مسائلو ته پام کول کمرنګه شي او یا له منځه ولاړ شي. زوجین د ژوند په پیل کې د یو بل په اړه په مینې او لېوالتیا سره چلند کوي. رښتیا دا ده کله چې ستاسو اړیکه پیاوړې کېږي او بلوغ ته رسېږئ، په حقیقت کې په هغه مینې د تبدېلېدو په حال کې یاستئ، کوم چې د وخت پر وړاندې مقاومت او د تل لپاره دوام کوي. کله چې دا پېښه رامنځته کېږي، طبیعي ده چې مینه کول او مینه ناک عبارتونه رامنځته کېږي او د نظرونو د اختلاف او د نورو مواردو لامل به شي. ښه خبر دا دی چې د اړیکې ښه والې لپاره لارې شته. هغه لارې چې وکولای شئ د واده د لومړیو وختونو لېوالتیا بېرته خپل اوسني ژوند ته راوګرځوئ. په دوام کې به له همسر څخه د مننې تګلارو په اړه په لنډه توګه اشاره ولرو.

دې ټکي ته پام وکړو چې له همسر څخه مننه باید په یو سخت کار بدل نه شي. بلکې باید طبیعي او ساده وي. له هغه څخه مننه وکړئ، چې د ژوند له ستونزو سره په مخامخ کېدو کې ستاسو ملګری دی. د ژوند ملګري له هڅو او کارونو مننه کولای شي، د راتلونکي ژوند دوام لپاره ستر الهام وي. د خپل  ژوند له ملګري څخه د مننې  نوې لاره کولای شي، یوازې له یوې وړې ډالۍ سره وړوکی مینه ناک متن وي. اړینه نه ده چې حتما ستره ډالۍ چمتو کړئ.

بریالۍ اړیکې، ورته ځانګړنې لري. دا ځانګړنې کولای شي په وړاندې کولواو ښکاره کېدو کې متفاوت وي، خو په ټولیزه توګه، هغه زوجین چې له یو بل سره مینه ناک او مثبتې اړیکې ټینګوي، ټول ځانګړې اغېزناک عنصرونه لري. له همسر څخه مننه د اړیکو د ښه کېدو مهم عامل دی. د دې ښودل چې د خپل همسر قدردان یاستئ او هغه ته ارزښت ورکوئ، کولای شي هیله بښونکی او په همدې حال کې د ځینو لپاره ستونزمن وي. هرڅوک خوښ دی چې متفاوت محبت او قدرداني ترلاسه کړي.

که د قدر پېژندلو فکرونو په لټه کې یاستئ، چې لږ لګښت ولري، ساده لارې لکه خپل همسر ته درناوی شتون لري. یوازې هغه کار چې باید ترسره یې کړئ، دا دی چې کېښنئ او هغه ټول احتمالي دلیلونه، چې د خپل ژوند ملګري ته ارزښت ورکوئ، هغه ولیکئ او هغه لیک خپل همسر ته وسپارئ. دا ښيي چې څومره خپلې اړیکې ته ارزښت ورکوئ او هېڅ لګښت هم نه لري.

د مننې یوه بله مهمه لاره دا ده، چې خپل همسر ته لومړیتوب ورکړئ. ښکاره ده چې ګډ ژوند له ستونزو ډک دی. ډېری کسان د کار په منځ کې، د هلکانو ښوونځی، فعالیتونه او لېوالتیا، د کورنۍ مسئولیتونه او د دوی وخت ناوخت شخړې، هېروي. همدا موضوع کولای شي همسر ته پاملرنه او یا د هغه د غوښتنو پوره کول ډېر ستونزمن کړي. په دې شرایطو کې له همسر څخه مننه هغه وروستی څه دی، چې د خلکو په ذهن کې راځي. په داسې حال کې چې هېڅ فعالیت او مسئولیت باید تر هغه چا مهم نه وي، کوم چې مینه ورسره لرئ.

د هغه د وخت تېرول هم په کیفیت سره، له همسر سره د سالمې اړیکې درلودو لپاره اړین دی. د وخت له تېرولو پرته، د زوجینو د ودې، پرمختګ او بدلون لپاره چاپېریال شتون نه لري. دا وخت پخوانۍ موخې او نیت ته چې د اړیکو مهم ټکی دی ځانګړی شوی دی. د وخت په ځانګړې کولو سره، تاسو خپل همسر ته ووایئ، چې د هغه شتون نه یوازې چې اړین دی، بلکې له هغه سره هرې شېبې ته چې یاستئ ارزښت ورکوئ. ټلفن څنډې ته کړئ. په ټولنیزو پاڼو کې خپله اړیکه کمه کړئ او په سادګۍ سره د خپل همسر ترڅنګ له وخته خوند واخلئ او له هغه څخه مننه وکړئ.

ځیني وختونه یوازې مننه کول کافي نه دي. کله چې ستاسو همسر ساده کار ترسره کړ، یا د ژوند ستونزو حل لپاره یې هڅه کړې ده، وخت ورکړئ او له خپل همسر څخه په درناوي او مینه ناک ډول مننه وکړئ. دا مننه باید د زړه له تله وي نه په دې فکر چې هر کار یې چې کړی د هغه همسري دنده وه. همدارنګه اړینه ده د زوجینو له مننې پرته له یو بل څخه د نورو په مقابل او په کور کې د هغه له زحمتونو او لاسته راوړنو مننه وکړئ. ځکه چې په دې کار سره خپل آرامښت او رضایت په ښکاره توګه اعلان او په ژوند کې صداقت او شکر کول پیاوړي کوئ.

شونې ده د مننې کول ډېر ساده ښکاره شي، خو داسې نه ده، په ځانګړې توګه کله چې متوجه کېږي زموږ همسر بشپړ نه دی. په داسې حال کې چې له کوچینو شیانو مننه کول، ستاسو له همسر سره مرسته کوي، ترڅو د ارزښتولۍ ډېر احساس ولرئ او له ستاسو سره مرسته کوي، ترڅو د دوی په اړه د ډېرې مینې او قدردانۍ احساس وکړئ. له دې امله، بل ځل چې ستاسو همسر تاسو ته کوم کار ترسره کړ، که هرڅومره هم وړوکی وي، یوازې باید مننه وکړئ. په دې مانا چې حتی که هغه داسې کار چې دقیقا تاسو غواړئ نه وې ترسره کړی.

ځیني وختونه له ډېر ځنډ وروسته له یوه چا سره ژوند کول، د هغه د مثبتو ټکو لېدل او مثبت والی سختېږي. شونې ده یوازې هغه څه چې وینئ هغه بېنظمۍ دي، چې ترسره کوي يې. پر ځمکې ناپاکې جامې، نامنظمې جورابې، د بیلونو پیسو نه ورکولو په اړه تل اندېښنې او نور، هغه منفي ټکي دي، چې شونې ده ډېر ولیدل شي. د هغه د مثبتو ټکو یادونه، د مینې حس حتی د منفي ټکو په درلودو رامنځته کېږي. که په رښتیا د هغه لارو په لټه کې یاستئ، چې څه ډول له خپل همسر څخه مننه وکړئ، د هغه د مثبتو ټکو په لټه کې و اوسئ. دا یوه غوره لاره ده.

د پېژندګلوۍ لومړۍ ورځې حتی له هغې یوڅه وروسته، حتما مینه ناک لیکونه او مطلبونه مو لیکلي دي او خپل همسر ته مو ورکړي دي. اوس مو چې واده کړی دی او د ژوند ستونزې کولای شي په یو ډول هېرېدل رامنځته کړي، د دې ډول کارونو ترسره کول شونې ده انرژي ورکړي. خپل همسر په یوه ښکلي مینه ناک متن سره حیران او خوشحال کړئ.

یو بل مهم ټکی چې شونې ده ډېر کم ورته پاملرنه وشي، دا دی چې ډېری وخت موږ په تېروتنې سره یوازې د چارو پایلو ته ګورو او هغه هڅه چې د هر کار ترشا ده، ورته پام نه کوو. خو پام وکړئ چې ستاسو همسر ستاسو د تمو او غوښتنو د ترسره کولو وړتیا نه لري، بیا هم له هغه هڅو او وخت یې چې تاسو ته درکړی دی، مننه وکړئ. مثلا کله چې ستاسو همسر له پېرلو په راستنېدو سره، یو څه یې له یاده وتلي، یا یې خواړه سوځولي، بیا هم له هغه نه مننه وکړئ او ټول زحمتونه یې تر پښو مه لاندې کوئ.

ځیني وختونه له خپلو اولادونو سره د خپل همسر په اړه خبرې وکړئ. هر ماشوم خوښ دی چې وپوهېږي والدین یې له یو بل سره مینه لري. له دې امله، خپلو اولادونو ته ووایئ چې ستاسو همسر څومره ښه دی او دوی ته زده کړئ، چې له هغه مننه وکړي. بله مهمه موضوع چې باید ورته پام وکړئ، دا ده چې واقعې منندوی هغه وخت دی چې کله ستاسو همسر استراحت او یا آرامښت ته اړتیا لري، دا چاپېریال ورته چمتو کړئ. ځکه چې هرڅوک شونې ده ځیني ورځې د ستړیا او کسالت احساس ولري. په داسې وختونو کې خپل توقعات لږ کړئ او د بېځایه خبرو پرځای، له خپل همسر سره مرسته وکړئ، یا وړاندیز ورکړئ چې نن تاسو د هغه دندې پر غاړه اخلئ.

له همسر څخه د مننې ترڅنګ، ځیني نور ټکي هم شتون لري چې باید له هغو ډډه وکړئ. له هغې ډلې دا چې هېڅکله خپل همسر حتی په ټوکو سره هم، د نورو په مقابل کې مه سپکوئ. د خبرو پرمهال خپل همسر ته پام وکړئ او هغه ته غوږ ونیسئ او د هغه خبرې مه پرې کوئ. د خپل همسر پر تېروتنو صبر وکړئ او فکر کوم چې نور ټول پوهېږو چې موږ انسانان یو او هېڅوک بشپړ نه دی. کوچیني مسائل، عادتونه او ځیني نور شیان، چې ستاسو پر واده اغېزه نه لري، څنډې ته کړئ او پر ځای یې، هغو ټولو کارونو ته پام وکړئ، چې سم یې ترسره کوي. همدرانګه هڅه وکړئ د یوه بل له ظاهره ستاینه وکړئ او اجازه ورکړئ  ستاسو همسر له هغه رول څخه چې ستاسو په بریالیتوب او ژوند کې یې لري خبر شي.

او په پای کې دا چې په مینه ناک ډول په خبرو کولو، خپل همسر پوه کړئ چې څومره ورسره مینه لرئ. د خپل همسر ښو ځانګړنو ته په پام سره، کولای شئ حتی له پخوا ډېر پرې مین شئ. د یوه انسان په توګه، زموږ طبیعت دا دی، چې وغواړو او احساس وکړو، د هغه کارونو لپاره چې ترسره کوو یې ستایل کېږو.

ژباړه: زماني

ټیګونه