په تیرې اونۍ کې د لویدیځي اسیا ځيني مهمې پيښې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لویدیځي آسیا د اونیزو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته په دغې سیمې کې د تیرې اونۍ د ځينو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیا مو هم رابولوو د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته ،نو هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.
*/*/*/*/
د فلسطینیانو او وحشي صهیونیسټانو ترمینځ د اخ وډب دوام
*/*/*/
د جنایتکاصهیونیسټي رژيم په زندانونو کې د فلسطینیو بندیانو وضعیّت
*/*/*/
د بین یامین نتن یاهو او د هغه د افراطي کابینې دجنایتونو دوام
*/*/*/
او د سورئې او ترکیې د زلزلې له امله د قربانیانو د شمیر زیاتیدا او پاتې خلکو وضعیّت، په تیرې او نۍ کې د لویدیځي آسیا ځيني مهمې پيښې وې، نو اوس مو هم رابولووو،دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې لیدو ته .
************** ***********
دوستانو په تیرې اونۍ کې د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د صهیونیسټانو او فلسطینیانوترمینځ اخ و ډب او سختې نښتې هماغه راز روانې وې. ددغو نښتو علت د بین یامینو نتن یاهو د افراطي کابینې له سیاستونو سره اړونده دي.
د صهیونیسټي رژيم د داخلی امنیت د وزیر په توګه د ایتمار بن ګویّر د چارو د واګو په ترلاسه کولو سره ، پر فلسطینیو بندیانو دباؤنه نوره هم زیات شوي دي . ایتمار بن ګويّر تیره اونۍ ددغه زژيم د زندانونو ادارو ته امر کړ ی دی چې فلسطیننی بندیان یوازې تر دوو دقیقو پورې حمام کولی شي.بن ګويّر همداراز دا حکم هم ورکړی، چې فلسطنیانو هر یو زندان یوازې تر یوۀ ساعت پورې اوبه باید ولرل شي. له دې مخکې هم صهیونیسټي رژيم د ۱۹۴۷کال د نیواکي ټاټوبي او قدس د اوسیدونکو فلسطینیو بندیانو ددیره کیدا یا تابعیّت د سلبلولو د قانون مسوده تصویب کړې وه. ددغه قانون په سبب هر هغه بندي چې د صهیونیسټ ضده عملیاتو په اجرا او په بند محکوم شي،او د داخله چارو وزیر لپاره ثابته شي چې د کورواکه تشکیلاتو له خوائې پیسې اخستي دي،نو دا به په دې معنا وي چې د خپل تابعیّت یا دیره کیدا څخه ئې ډډه کړې ده.
د صهیونیسټي رژيم په بندونو کې بندي فلسطینیانو له تیرې سه شنبې ورځې راهسې د بین یامین نتن یاهو د کابینې د توکمپالو او ځيږو سیاستونو باندې به غبرګون کې،ددغې کابینې په ضد مدني نافرماني پيل کړې ده.د فلسطیني بندیانو ادارې اعلان کړی دی، د صهونیسټ رژيم په څو بندونو کې کابو دوه زره پنځه سوه فلسطینیو بندیانو په نافرمانئ لاس پورې کړی دی. فلسطینیو بندیانو ټینګار کړی دی چې د بندیانو په ضد اعمال شوي سزاګانې به د هغوي د ویرولو سبب نشي. د نیواکګر رژيم په زندانونو کې د بندیانو غورځنګ په یوې اعلامیې کې ټينګار کړی دی،د بندیانو خطرناکه مرحله چې د دوی موجودیّت په نښه کوي، ایجابوي چې درستې فلسطینۍ ډلې ټپلې په ټولو سویو لازیات اقدامات ترسره کړي څو د بندیانو موضوع په سمه لاره روانه شي او د بندیانو په ضد د وحشي او جنایتکار نیواکګر رژيم د څاروي ډوله تیریګرو خطرو او نتیجو په باب نړیوالې ټولنې ته خبرداري ورکړي.
د فلسطینیو سرچینو د احصایو په اساس،د صهیونیسټ رژيم په زندانونو کې کابو څلور زره پنځه سوه فلسطیني بندیان شپې سبا کوي، چې په هغو کې یو سل یو دیرش میرمنې او یو سل پنځه اویا ماشومان هم
د فلسطینیو بندیانو په ضد پر تاؤتریخوالي سربیره، د صهیونیسټ رژيم د داخلی امنیت وزیر ایتمار بن ګویّرد پولیس له مشر یعقوب شبتا څخه غوښتي څو په ختیځ قدس کې د فلسطنیانو د کورونو د ړنګولو بهیر چټک کړي. په همدې اساس، هم تیره اونۍ د فلسطینیانو په لسګونو کورونه په کنډوالو بدل شوي دي . په عین حال کې ، د صهیونیسټ رژيم د پلانونې شورا په نظر کې لري، پخپلې راتلونکي ناستې کې په لویدیځي غاړې کې واقع د بیت لحم په لویدیځ کې د صهیونیسټ میشته ښارګوتو د څه دپاسه زرو کورونو له جوړولو سره موافقه وکړي. یدیعوت آهارنوت صهیونیسټي ورځپاڼې هم په همداوروستیو کې راپو رورکړی چې ددغه رژيم د امنیتی کابینې ناسته ترسره شوي او په دې غونډې کې له ۷۷غیر قانوني ښارګوټو څخه د نهو ښارګوټو له قانوني کولو سره چې د صهیونیسټي رژيم د داخلی امنیت وزیر ایتمار بن ګویّر ئې د قانوني کولو غوښته کړې وه موافقه وشوه .
همداراز د صهیونیسټي رژيم پارلیمان(کنسټ) دتیرې اونۍ په چارشنبې ورځې له یوسل شلو نمایندګانو څخه د څلور نوي رایو په اکثریّت سره ، له هغو فلسطنیانو څخه د دغه رژيم د تابعیّت د سلبولو او د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو تر کنټرول لاندې سیمو څخه ئې د دوي دکوچولو قانون تصویب کړی، چې د صهیونیسټانو په ضد عملیات کوي. ددغه قانون په سبب، هر یو بندي فلسطینی چې د ؛صهیونیسټي ضد؛په نامې سره دعملیاتو په اجرا تورن شوی او ورته د بند حکم صادر شوی او د داخلی چارو د وزیر لپاره ثابته شي، چې د کورواکه تشکیلاتو څخه حقوق او آسانتیاوې ئې ترلاسه کړي ، دیوه داسې شخص په توګه پیژندل کیږی چې نوموړی کس د خبل محکومیّت د پړآؤ له ختمیدا وروسته به،د غزې تړانګې یا دکورواکه تشکیلاتو تر کنټرول لاندې سیمو ته جلاوطن شي.
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزارت د فلسطینیو بندیانو څخه د تابعیّت د سلبولو د قانون به تصویبیدا کې د صهیونیسټي پارلیمان کنست په اقدام غبرګون وښود او اعلان ئې وکړ،ددغه قانون وضع،د فلسطین حالات،د یوې سترې چاودنې په لورکاږي.حماس غورځنګ هم په یوې اعلامیې کې د صهیونیسټ رژيم په پارلیمان کې د نوي قانون د تصویبیدا په غبرګون کې اعلان وکړچې ددغه توکمپال قانون د تصویبیدا موخه،د هغه څه په سیوري کې له قدس ښاره او د ۱۹۶۷کال له نیواکي ټاټوبي څخه د فلسطینیو کورنیو کوچول دي،چې د تابعیّت یا د دایمي دیره کیدا د لغوه کیدا قانون نومول کیږي،ځکه چې دوي د صهیونیسټانو د توکمپالو سیاسیتونو او نیواکګرۍ په وړاندې مقاومت کوي.حماس غورځنګ پخپلې اعلامیې کې ټينګار کړی دی،دغه قانون د فلسطینیانو په تاریخي ټاټوبي کې ددغه ځاي ملت دحقوقو خلاف ورزي شمیرل کیږي.د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ په اعلامیې کې زیاتوي، دغه ډول استکباري توکمپال قوانین به هیڅکله هم د فلسطین ملت د نیواګرو له ظالمانه سیاستونو او توکمپالو سیاستونو په ضد د مبارزې له لارې ونه غړوي.
په عین حال کې،د فلسطنیانو په ضد د نتن یاهود کابینې تاؤتریخوالی په نیواکي ټاټوبو کې د مقاومتي عملیاتو د زیاتیدا سبب شوی دی . د فلسطین د احصایو مرکز معطي په یوه راپور کې وئيلی دي ،تیره اونۍ په ټول کې په نیواکي ټاټوبو کې کابو دوه سوه اتلس مختلف مقاومتي عملیات شوي دي چې په هغو کې څلور صهیونیسټان هلاک شوي او اته نور ټپیان شوي دي . همداراز تیره اونۍ د مقاومت مبارزانو، د اسرائيلو یو بې پيلوټه ډرون هم نسکور کړی او د صهیونیسټي عسکرو د ګزمو په لارې کې ئې اته لاسی بمونه او ماینونه هم چاودولي دي.
په لویدیځي آسیا سیمې کې دتیرې اونۍ یوه بله مهمه پیښه په سورئې او ترکیې کې له زلزلې سره اړونده پیښې وې ،د فرورۍپه شپږمه سهار وختي اوه اعشاریه اته ریشتره زورورې زلزلې،دترکیې جنوب او د سورئې شمال لویدیځي سیمې سختې ولړزول.یوازې په سورئې کې د زلزلې د قربانیانو شمیر څه دپاسه شپږو زرو ته رسیدلی او تردې دم ه په دغو قربانیانو کې یو سل لس زده کونکي هم شامل دي .اوسمهال په ترکیې او سورئې کې په لکونو خلک کډه په سر شوی دي او له ډیرې یخنۍ او ساړۀ سره سره،په لسګونو زره مرستندویه کسان په کنډوالو کې د خلکو د نجات او دغه راز نورو مرستو په لټه کې دي او داپه داسې حال کې ده چې سخت ساړۀ، په ترکیې او سورئې کې مرستې ته د اړمنو میلیونونو خلکوکړاؤ او غم ډير زیات کړی دی.
په سورئې کې د احصایو یوۀ څیړنیز مرکز د سورئې په حلب، حماه او لاذقیه ښارونو کې د ویجاړونکي زلزلې د تاوانونو اندازه دوه میلیارډ ډالره اټکل کړې ده حال دا چې ځینی سرچینې یوازې په ادلب ښار کې د تاوانونو اندازه کابو دوه میلیارډډالره اټکل کوي.. د المیادین ټیلیویژني چینل د راپور په اساس، په سورئې کې د احصایو د څیړنیز مرکز لومړنۍ ارزونې ښئ چې په دغه هیواد کې د تاوانونو اندازه له پنځو میلیار ډالرو هم زیاته شوې ده . د نوموړي څيړنیز مرکز همداراز ټينګار کړی دی ، د ؛سزار ؛قانون په نامې سره د سورئې په ضد د امریکا د بندیزونو له امله د تاوانونو لومړنۍ شمیرنې، په کال کې د صنعت،تجارت ،وارداتو او صادراتو او ټوریزم په برخو کې څه دپاسه اته میلیارډ او اته سوه میلیون ډالرو ته رسیدلې ده.
په داسې حال کې چې د سورئې حکومت زلزله ځپلو سره په مرسته رسونې بوخت دی ،ترهه ګر له دغه بحران څخه د ترهه ګرو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د یوه فرصت په توګه استفاده کوي. تیره اونۍ د حمص په ختیځ کې پر عامو سوریاوالو باندې د داعشي تکفیری ترهه ګرو په وحشي ډ وله حملې کې درې پنځوس کسان ووژل شول او ځیني احصائې ښئ چې یو شمیر قربانیان دترهه ګرو په لاس په میدان کې پانسي شوي دي. په وژل شوو کې یو پوځي افسر دی او دوه نور کسان،چې وئيل کیږي،په سورئې کې د نړیوالو سترولارو ساتونکي(ټریفک پولیس) دي .
دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو،باید ووایو چې د تهران ریډیو د انټرنیټي پاڼې ایډیس هم درسره نوټ کړئ. PARSTODAY.IR/PS تاسو زمونږ په دغه انټرنیټي پاڼې د سیمې او نړۍ تازه او وروستي خبرونه،راپورونه ،تبصرې،مرکې او دغه راز نور سپورټي ،اقتصادي،ټولنیز او روغتیائي خبرونه او مطلبونه هم لیدلی او آوریدلی شئ،همداراز ستاسو په خوږوخوږو خبرو، شعرونو، پيغامونو،سپارښتونو اوغږیزو پیغامونو مشتمل ستاسو خپل پروګرام هرکله راشه هم آوریدلی شئ،نو تربل وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو، سرلوړي ،بریالي او سوکاله ووسئ.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************