Jan 21, 2024 14:25 Asia/Kabul
  • لوېدیځه آسیا په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لوېدیځې آسیا په تېره اونۍ کې د اونیز پروګرام له یوې نوې برخې سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. تېره اونۍ د غزې بدلونونه په لوېدیځه آسیا کې تر ټولو مهمې پېښې دي.

تېره یکشنبه د غزې د جګړې ۱۰۰مه ورځ هم تېره شوه. په غزه کې روانه جګړه، د صهیونیسټي رژیم په تاریخ کې ترټولو اوږده جګړه ده. په ۲۱مه پېړۍ کې هم دغه رژیم، په ۲۰۰۸، ۲۰۱۲، ۲۰۱۴ او ۲۰۲۱ کلونو کې د غزې پر وړاندې جنګونه وکړل. تر ټولو اوږده جګړه په ۲۰۱۴ کال کې وه، چې ۵۱ ورځې دوام وکړ. د غزې پر وړاندې د روانې جګړې ۱۰۰ ورځې هم تېرې شوې او لا هم د دې جګړې د پایته رسېدو لپاره کوم څرګند امکان نه لیدل کېږي. صهیونیسټي رژیم په دغه موده کې، ۱۹۹۳ عامې وژنې ترسره کړي او ۶۵ زره ټنه چاودېدونکي توکي کارولي دي.

د غزې د روغتیا وزارت لخوا د اعلان شويو شمېرو له مخې:

- ۲۳ زره او ۸۴۳ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۱۰ زره او ۴۰۰ یې ماشومان او ۷ زره او ۱۰۰ یې ښځې دي. په بل عبارت، د شهیدانو ۷۴ سلنه فلسطیني ښځې او ماشومان دي.

تر ۷ زره ډېر کسان لادرکه دي، چې د دې ورک شویو کسانو ۷۰ سلنه هم ماشومان دي.

- ۶۰ زره او ۳۱۷ کسان هم ټپیان شوي دي.

- 800 زره کسان د لوږې له امله، د مړینې له خطر سره مخ دي.

په همدې موده کې:

- په شهیدانو کې ۳۳۷ روغتیايي کارکوونکي شامل دي.

- ۳۰ روغتونونه په بشپړه او جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

- ۱۵۳ طبي مرکزونه په بشپړه یا جزوي توګه تخریب شوي دي.

په تېرو ۱۰۰ ورځو کې، د غزې شاوخوا ۲ میلیونه کسان بې ځایه شوي دي. د دې بې ځایه کېدو یو اصلي علت دا دی، چې په دې موده کې د صهیونیسټي رژیم د ورځنیو بمباریو له امله، هغوی خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

- شاوخوا 360 زره د استوګنې ځایونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

- ۳۹۰ ښوونځي او پوهنتونونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

- ۳۸۸ جوماتونه په بشپړه یا په جزوي توګه له منځه تللي دي.

- په تېرو ۱۰۰ ورځو کې ۲۰۰ تاریخي او لرغوني مرکزونه هم ویجاړ شوي دي.

د احصایوي معلوماتو ارزونه، دوه مهم ټکي په ګوته کوي.

لومړی؛ صهیونیسټي رژیم په غزه کې د بې ساري انساني تاوانونو په رامنځته کولو سره، چې د ډېرو نړیوالو قوانینو د کنوانسیونونو له مخې، د نسل وژنې او جنګي جنایت یوه بېلګه ده، د غزې د بشپړې نیولو هڅه وکړه، خو دغه هدف ته په رسېدو کې نه دی بریالی شوی . د دې نښه یوازې په یوې اونۍ اوربند کې غزې ته د فلسطیني کډوالو راستنېدل وو. د دې یوه بله نښه هم، په وروستیو ورځو کې د غزې له شمال څخه، د صهیونیسټي پوځیانو جبري شاتګ وو. د دې یوه بله نښه هم په ځمکنۍ جګړه کې د یو زو نهه نوي (۱۰۹۹) اسرائیلي پوځیانو ټپي کېدل دي.

دویم؛ صهیونیسټي رژیم د غزې د خلکو پر وړاندې د نسل وژنې او جنګي جنایتونو سره سره، لا هم د جګړې د ګټلو هېڅ نښه نه لري، ځکه چې د دوی تر ټولو مهم اهداف یعنې، د صهیونیسټي اسیرانو خلاصون او د نیواک بیرته راګرځول نه دي ترلاسه شوي. د 1995 څخه تر 2000 کال پورې د اسرئیلو د داخلي امنیت د سازمان مشر ایالون وايي: "اسرائیل به هېڅکله د غزې له جګړې څخه په یوه بریالي مخ سره ونه ګرځي، حتی که وکولای شي یحیی السنوار  هم ترور کړي."هر هغه څوک چې باور لري چې فلسطینیان به تسلیم شي، نه یې فلسطینیان او نه یې هم د دې پېړۍ حماس پېژندلی دی."

صهیونیسټان هم په تېرو ۱۰۰ ورځو کې له ډېرو انساني تلفاتو سره مخ شول، چې د دغه جعلي رژیم په تاریخ کې بې سارې دی. رسمي احصایې ښيي چې ۵۲۰ تنه اسرائیلي پوځیان په هلاکت رسېدلي او ۲ زره او ۵۱۱ تنه نور هم ټپیان شوي دي، خو د صهیونیسټي سرچینو له خوا د غیر رسمي احصایو له مخې، د مړو شمېر تر درې برابره او د ټپیانو شمېر هم تر ۴ زرو زیات اعلان شوی دی. دا احصایې په داسې حال کې دي، چې په دې ۱۰۰ ورځو کې د امریکا بدرنګه څېره هم نوره څرګنده شوې ده.

د امريکا حکومت له کوم محدودیت پرته، اسرائيلي رژيم ته وسلې، تجهیزات او مالي مرستې ورکړي. دغه هېواد حتی په امنیت شورا کې هم د غزې په تړانګه کې د جګړې د پایته رسېدو مخه ونیوله او د سیمې پر هېوادونو یې فشار راوړ، چې اسرائیلي رژیم ته خدمات وړاندې کړي. لکه داسې چې "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې ولیکل، دغو هېوادونو د حماس د مشرانو په اړه معلومات راټول کړي او بیا یې اسرائیلي رژیم ته ورکړي دي.

له دې ټولو ملاتړونو سره سره، خو د غزې پر وړاندې د جګړې یوه خورا مهمه پایله، په اشغال شویو سیمو کې د سیاسي او ټولنیزو اختلافونو څرګندېدل وو. دغه درزونه او اختلافونه حتی په واکمن ائتلاف او لیکود ګوند کې هم پراخ شوي او د دغه ګوند ځینو غړو او مشرانو، له واکه د نتانیاهو د لیرې کېدو غوښتنه کړې ده. صهیونیسټي ورځپاڼي «یدیعوت آحارونوت» د الاقصی طوفان له عملیاتو وروسته د صهیونیسټي رژیم د واکمن ائتلاف د غړو ترمنځ د اختلاف د زیاتېداپه اړه په یوه راپور کې ولیکل: د اکتوبر د اوومې نېټې له سترې ماتې وروسته، لومړی وزیر حتی د خپلو اصلي سیاسي متحدینو ملاتړ هم نه لري." حقیقت دا دی چې په غزه کې جګړه ختمه شوې نه ده، بلکې د صهیونیسټي رژیم له لومړی وزیرۍ څخه، د بنیامین نتانیاهو د لیرې کولو غږونه زیات شوي دي.

د صهیونیسټي اسیرانو کورنیو د پنجشنبې په ورځ په تل ابیب کې، د ایالون لویه لاره د خپلو بندیانو د وضعیت د نه پاملرنې د اعتراض په توګه وتړله. د نتانیاهو کابینې د صهیونیسټي اسیرانو د خلاصون لپاره، یوه لاره غوره کړې او هغه هم د غزې په خلاف د جګړې دوام دی. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۱۰۵ ورځو کې، یوازې ۷۰ صهیونیسټي اسیران خوشې شوي، چې د جګړې له لارې نه وو.

په حقیقت کې صهیونیسټي رژیم د جنګ له لارې د خپلو اسیرانو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی او په ناچارۍ سره اووه ورځني موقتي اوربند موافقې ته اړ شو او په دغه ۷ ورځو کې ۷۰ اسیران خوشې شول. اوس په داسې حال کې د اسرائيلو جنګي کابينه د جګړې له لارې د بنديانو د خوشې کولو هڅه کوي، چې حتی د بنديانو د ساتلو ځاى ته هم نږدې شوي نه دي. له همدې امله، د اسیرانو کورنیو د لاریون په کولو سره، د اسیرانو د روغتیا په اړه خپله اندېښنه او د نتانیاهو د کابینې له کړنو څخه خپله ناخوښي څرګندوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تحلیل کې چې د توماس فریډمن له قوله لیکل شوي، راغلي چې په امریکا او د اسرائیلو په پوځ کې موجوده نظر دا دی چې تل ابیب د حماس له ماتې څخه لیرې دی. فریډمن چې د نیویارک ټایمز لپاره شنونکی او مقاله لیکونکی دی، لیکلي چې دا ناشونې ده چې اسرائیل به په لنډه موده کې حماس ته، په غزه کې د ملکي وګړو د وژلو له لارې، ماتې ورکړي. هغه همدارنګه څرګنده کړه چې د اکټوبر د اوومې له بریدونو سره سره، حماس له اسرائیلو څخه د روایتونو جګړه ګټلې ده.

تر دې وړاندې، د اسرائیلي رژیم پخواني لومړي وزیر "ایهود باراک" او د بنیامین نتانیاهو د جنګي کابینې یو له وزیرانو څخه "ګادي آیزینکوټ" هم ویلي وو چې د اسرائیلو پوځ د حماس د ماتولو توان نه لري. آیزینکوټ، سربېره پردې، د حماس د بشپړې ماتې ژمنې "افسانې" بللې. ایهود باراک د پنجشنبې په ورځ په یوه یادښت کې، د دې اعتراف ترڅنګ چې حماس په غزه کې نه دی مات شوی، په اشغال شوي فلسطین کې له مودې وړاندې د ټاکنو غوښتنه وکړه.

ژباړه: زماني