د لويديځې اسيا بدلونونه
دغه کمزوری پریکړه لیک هم د صهیونیسټانو لاسونه پرانستل چې پر غزې حملې ته دوام ورکړي
صهیونیسټ رژیم په تیرو څو ورځو کښې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک په پام کښې نه نیولو سره د غزې د خلکو پرضد خپلو جنایتونو ته دوام ورکړی دی. د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له غزې سره د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کوي، پرته له دې چې اوربند وکړي. دغه پریکړه لیک په ۱۳ مثبتو رایو او د امریکا او روسیې له لوري په سپینې رایو سره تصویب شو. د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د غزې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک د شخړې د پای ته رسولو لپاره یو "ناکام ګام" وباله.
دغه کمزوری پریکړه لیک هم د صهیونیسټانو لاسونه پرانستل چې پر غزې حملې ته دوام ورکړي . صهیونیسټ رژیم د دوشنبې په سهار د غزې د تړانګې په مرکز کښې د المغازی د کډوالو په کیمپ په هوایی او توپونو حملې سره په لسګونو کسان ووژل. د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې د غزې تراړې کابو یو میلیون او پنځه سوه زره اوسېدونکي جنوبي سیمو ته کډه کولو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د غږملتیاد دفتر مشرې جېما کونیل چې د دوشنبې په ورځ یې له غزې په مرکزي ښار دیر البلاح لیدنه وکړه، وویل: «ما له ډېرو هغو خلکو سره خبرې وکړې چې واقعا احساس کوي چې اسراییل دوی د انساني شطرنج په صفحه هغو ځای پر ځای کوي. " په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل چې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو کچه او شدت فلسطینیانو ته د مرستو د رسولو مخه نیسي.
د استوګنې د حق په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي بالاکرشن راجاګوپال هم په یوه پیغام کې اعلان وکړ: هغه څه چې په غزه کې روان دي، له نیواک، نسل وژنې، جنګي جنایتونو او د بشریت ضد جرمونو لپاره د اداری معافیت او خوندیتوب پایله ده. که د جرمونو نړیواله محکمه ژر تر ژره اقدام ونه کړي، مونږ ه د غزې د وضعیت او د هغه په وړاندې د حکومتونو د چلند د مخنیوي لپاره یوې بلې ځانګړې محکمې ته اړتیا لرو.
د فلسطین په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړې رپورټرې فرانچیسکا البانزه هم خبرداری ورکړ چې په غزه کښې نسل وژنه د سربرینیکا او روانډا له نسل وژنې سره هیڅ توپیر نه لري او نړیواله ټولنه یې باید ودروي.
د غزې په خلاف د صهیونیسټي جنایت په اړه بل غبرګون د انګلستان د لیورپول د مصري او مسلمان ستوري محمد صلاح لخوا و شو.صلاح په یوه ټویټ کې ولیکل په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې وحشیانه جګړه روانه ده، په ځانګړې توګه په غزه کې مرګ ژوبله او ویجاړۍ، مونږ سږکال کرسمس ته په درندو زړونو ورسیدو او د خپلو عزیزانو د له لاسه ورکولو د غمجنو کورنیو سره په غم کې شریک یو. مهرباني وکړئ دوی مه هېروئ او د دوی په تکلیفونواو عذاب مه عادت کېږئ.
په داسې حال کې چې د غزې جګړه روانه ده، ځینې صهیونیسټان اعتراف کوي چې رژیم یې له غزې سره په جګړه کې له ماتې سره مخ شوی دی. د اسرائیلو د پوځ پخواني مشر ډان هیلوټس اعلان وکړ چې مونږ جګړه بایللی ده او یوازنۍ بریا او کامیابۍترلاسه کړو دا ده چی نتانیاهو له خپل مخه لیرې کړو. د اسرایلو د پوځ د پخواني لوی درستیز ډان هیلوټس په وینا، تر اوسه مونږ ه له ۱۳۰۰ ډېر وژل شوي او۲۴۰۰ تښتول شوي لرو ، چې ځینې یې بېرته راستانه شوي، خو باید هېر نه کړو چې په اسراییلو کې له ۲۰۰ زرو ډېر بې ځایه شوي دي. په داسې حالت کې، یوازنۍ بریا هغه څه دي چې ترلاسه کیدی شي د لومړي وزیر له قدرته لیرې کول دي.
دصهیونیسټ رژیم دپوځ زیرمه لوی درستیز اسحاق بریک د حماس د تونلونو د ځواکمنتیا ستاینه وکړه او ویې ویل د اسرائیلو د پوځ او شنونکو په خبرو باور مه کوه . د حماس د تونلونو لپاره د حل لاره نشته. زمونږ د ځواکونو له خوا د حماس د ځواکونو د وژل کېدو شمېر ډېر کم دی. هغه زیاته کړه چې د حماس د تونلونو ویجاړول به کلونه وخت ونیسي او د لوی شمیر اسراییلیانو د مرګ لامل به شي. په غزه کې جنګیدونکو افسرانو وویل چې دا هیڅکله ممکنه نه ده چې د حماس د حرکت مخه ونیسي.
په عین حال کې د اقتصادي ستونزو په سخته زیاتیدا سره، ټایمز آف اسرایل راپور ورکړی چې په غزه کې د جګړې په پایله کې د تل ابیب د بودجې کمښت د دې لامل شوی چې د تل ابیب چارواکي د ځینو وزارتونو په تړلو غور وکړي. د دې ورځپاڼې په وینا، د مالیې وزارت د بودجې د کمښت د پوره کولو لپاره د لسو نورو دولتي وزارتونو تړل اړین ګڼي.
مهم ټکی دا دی چې د صهیونیسټ رژیم د کابینې د اقتصادی مشکلاتو زیاتوالی هم په نیواک شویو سیمو کښې د خلکو ژوند ته تاوان رسولی دی او د جنګ لګښتونو په حقیقت کښې د خلکو ژوند سخت کړی دی. په نیواکي فلسطین کې غیر دولتی موسسې "لاتت" په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې د جګړې له امله د اسرائیلو ۲۰ سلنه عاید مستقیماً کم شوی او دوی یې زیانمن کړي دي. غیر انتفاعي موسسې لاتت ټینګار وکړ چې 79.3٪ اسراییلیان د جګړې په پایله کې رواني اوروحی تاواني شوي، او 81.6٪ بوډاګان چې د خیریه ټولنو په مرسته ژوند کوي اوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
صهیونیسټ رژیم په تیرو څو ورځو کښې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک په پام کښې نه نیولو سره د غزې د خلکو پرضد خپلو جنایتونو ته دوام ورکړی دی. د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له غزې سره د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کوي، پرته له دې چې اوربند وکړي. دغه پریکړه لیک په ۱۳ مثبتو رایو او د امریکا او روسیې له لوري په سپینې رایو سره تصویب شو. د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د غزې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک د شخړې د پای ته رسولو لپاره یو "ناکام ګام" وباله.
دغه کمزوری پریکړه لیک هم د صهیونیسټانو لاسونه پرانستل چې پر غزې حملې ته دوام ورکړي . صهیونیسټ رژیم د دوشنبې په سهار د غزې د تړانګې په مرکز کښې د المغازی د کډوالو په کیمپ په هوایی او توپونو حملې سره په لسګونو کسان ووژل. د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې د غزې تراړې کابو یو میلیون او پنځه سوه زره اوسېدونکي جنوبي سیمو ته کډه کولو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د غږملتیاد دفتر مشرې جېما کونیل چې د دوشنبې په ورځ یې له غزې په مرکزي ښار دیر البلاح لیدنه وکړه، وویل: «ما له ډېرو هغو خلکو سره خبرې وکړې چې واقعا احساس کوي چې اسراییل دوی د انساني شطرنج په صفحه هغو ځای پر ځای کوي. " په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل چې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو کچه او شدت فلسطینیانو ته د مرستو د رسولو مخه نیسي.
د استوګنې د حق په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي بالاکرشن راجاګوپال هم په یوه پیغام کې اعلان وکړ: هغه څه چې په غزه کې روان دي، له نیواک، نسل وژنې، جنګي جنایتونو او د بشریت ضد جرمونو لپاره د اداری معافیت او خوندیتوب پایله ده. که د جرمونو نړیواله محکمه ژر تر ژره اقدام ونه کړي، مونږ ه د غزې د وضعیت او د هغه په وړاندې د حکومتونو د چلند د مخنیوي لپاره یوې بلې ځانګړې محکمې ته اړتیا لرو.
د فلسطین په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړې رپورټرې فرانچیسکا البانزه هم خبرداری ورکړ چې په غزه کښې نسل وژنه د سربرینیکا او روانډا له نسل وژنې سره هیڅ توپیر نه لري او نړیواله ټولنه یې باید ودروي.
د غزې په خلاف د صهیونیسټي جنایت په اړه بل غبرګون د انګلستان د لیورپول د مصري او مسلمان ستوري محمد صلاح لخوا و شو.صلاح په یوه ټویټ کې ولیکل په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې وحشیانه جګړه روانه ده، په ځانګړې توګه په غزه کې مرګ ژوبله او ویجاړۍ، مونږ سږکال کرسمس ته په درندو زړونو ورسیدو او د خپلو عزیزانو د له لاسه ورکولو د غمجنو کورنیو سره په غم کې شریک یو. مهرباني وکړئ دوی مه هېروئ او د دوی په تکلیفونواو عذاب مه عادت کېږ
په داسې حال کې چې د غزې جګړه روانه ده، ځینې صهیونیسټان اعتراف کوي چې رژیم یې له غزې سره په جګړه کې له ماتې سره مخ شوی دی. د اسرائیلو د پوځ پخواني مشر ډان هیلوټس اعلان وکړ چې مونږ جګړه بایللی ده او یوازنۍ بریا او کامیابۍترلاسه کړو دا ده چی نتانیاهو له خپل مخه لیرې کړو. د اسرایلو د پوځ د پخواني لوی درستیز ډان هیلوټس په وینا، تر اوسه مونږ ه له ۱۳۰۰ ډېر وژل شوي او۲۴۰۰ تښتول شوي لرو ، چې ځینې یې بېرته راستانه شوي، خو باید هېر نه کړو چې په اسراییلو کې له ۲۰۰ زرو ډېر بې ځایه شوي دي. په داسې حالت کې، یوازنۍ بریا هغه څه دي چې ترلاسه کیدی شي د لومړي وزیر له قدرته لیرې کول دي.
دصهیونیسټ رژیم دپوځ زیرمه لوی درستیز اسحاق بریک د حماس د تونلونو د ځواکمنتیا ستاینه وکړه او ویې ویل د اسرائیلو د پوځ او شنونکو په خبرو باور مه کوه . د حماس د تونلونو لپاره د حل لاره نشته. زمونږ د ځواکونو له خوا د حماس د ځواکونو د وژل کېدو شمېر ډېر کم دی. هغه زیاته کړه چې د حماس د تونلونو ویجاړول به کلونه وخت ونیسي او د لوی شمیر اسراییلیانو د مرګ لامل به شي. په غزه کې جنګیدونکو افسرانو وویل چې دا هیڅکله ممکنه نه ده چې د حماس د حرکت مخه ونیسي.
په عین حال کې د اقتصادي ستونزو په سخته زیاتیدا سره، ټایمز آف اسرایل راپور ورکړی چې په غزه کې د جګړې په پایله کې د تل ابیب د بودجې کمښت د دې لامل شوی چې د تل ابیب چارواکي د ځینو وزارتونو په تړلو غور وکړي. د دې ورځپاڼې په وینا، د مالیې وزارت د بودجې د کمښت د پوره کولو لپاره د لسو نورو دولتي وزارتونو تړل اړین ګڼي.
مهم ټکی دا دی چې د صهیونیسټ رژیم د کابینې د اقتصادی مشکلاتو زیاتوالی هم په نیواک شویو سیمو کښې د خلکو ژوند ته تاوان رسولی دی او د جنګ لګښتونو په حقیقت کښې د خلکو ژوند سخت کړی دی. په نیواکي فلسطین کې غیر دولتی موسسې "لاتت" په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې د جګړې له امله د اسرائیلو ۲۰ سلنه عاید مستقیماً کم شوی او دوی یې زیانمن کړي دي. غیر انتفاعي موسسې لاتت ټینګار وکړ چې 79.3٪ اسراییلیان د جګړې په پایله کې رواني اوروحی تاواني شوي، او 81.6٪ بوډاګان چې د خیریه ټولنو په مرسته ژوند کوي اوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
صهیونیسټ رژیم چې تراوسه پورې د خپلو بندیانو د خلاصون په شمول په غزه کښې دخپلو پوځي هدفونو په ترلاسه کولو کښې پاتې راغلی دی د تیرې دوشنبې په ورځ په سوریې حمله وکړه او د ایران یو قدیمی پوځي سلاکار سردار سید رضی موسوي یې په زینبیه سیمه کښې د هغه په کور په توغندویي حملې سره شهید کړ . داسې ښکاري چې د شهید موسوي او د سپاه پاسداران د دوو نورو پوځي سلاکارانو په ترور کې چې له هغه مخکې په سوریه کې شهیدان شول د صهیونیسټ رژیم هدف دا دی چې ایران متقابل ځواب ورکولو ته مجبوره کړی او په عین حال کې په غزه کې له صهیونیسټ رژیم سره مستقیمې جګړې ته د ایران پښې پرانیزي تر څو په سیمه کې د جګړې اور خپور کړئ.
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د سپاه پاسداران د دغه قوماندان د شهادت په مناسبت د یو پیغام په استولو سره هغه په سوریه کښې د اهل بیت علیهم السلام د حرم په ساتنه او په لاره کښې د اسلامي مقاومت د محور د سلاکار په توګه معرفي کړاو ټینګار یې وکړ: بې له شکه دا اقدام په سیمه کې د غاصب صهیونیسټي رژیم د مایوسۍ، بې وسۍ اولالهندۍ یوه بله نښه ده او خامخا به د دغه جنایت تاوان ورکړي.
په سیمه کښې مقاومتی ډلو هم ددغه صهیونیسټی جنایت په وړاندې غبرګون ښودلی دی . د عراق د النجبا غورځنګ دغه شهادت د نیواک د ختمولو او وروستۍ ازادۍ ته د رسیدو لاره وبلله او د مقاومت انتقام اخیستل یی حتمي وبلل او د لبنان حزب الله هغه یو ښکاره او بې شرمه جنایت وباله. د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ په یوې بیانیې کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د سپاه پاسداران انقلاب دلوړ قوماندان شهید سردار سید رضی موسوی په خلاف د صهیونیسټی جنایتکار رژیم بزدلانه ترورپه سختو ټکیو غندو. په دغه بیانیه کښې راغلی دی: دغه جنایتکاره ترور یو ځل بیا ثابتوی چې د دغه جنایتکار رژیم خطر ټوله سیمه له ګواښ سره مخامخ کړی او د دغه رژیم لاسونه په وینو ککړ دی او قتل او جنایت ته لمن وهی. دفلسطین دآزادۍ غوښتونکی جبهې هم په یوه بیانیه کښې وویل دصهیونیسټ رژیم لخوا دشهید موسوی وژل کیدل دصهیونیسټ جنایتکارانه نظریې چې سیمه او ټوله نړۍ په نښه کوی یوه ثابته حلقه ده . د فلسطین د ازادۍ د جبهې مشر همداراز زیاته کړه: د اسرائیلو دغه جنایت چې د امریکا او لویدیځ په همغږي او ګډون سره ترسره کیږي، د غاصب رژیم د تېښتې یوه هڅه ده او یوازې د دغه رژیم پر ضد د بریدونو د شدت لامل ګرځي. دغه جنایتکار او بزدل صهیونیسټ دښمن به د امنیت او ثبات احساس ونه کړي، بلکې ویره لري او ځواب ته به منتظر وي.
پای