هالنډ له امریکا سره خپل استخباراتي همکارۍ محدودوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i166184-هالنډ_له_امریکا_سره_خپل_استخباراتي_همکارۍ_محدودوي
پارس ټوډې - د انګلستان فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لورې د روسيې او د دې هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین په وړاندې د بېلابېلو دریځونو بدلونونو ته په اشارې سره لیکلي: د احتمالي ناوړه ګټې اخیستنې اندېښنو په اړه هالنډ به له متحده ایالاتو سره خپل استخباراتي همکارۍ محدودې کړي.
(last modified 2025-10-21T08:24:12+00:00 )
Oct 21, 2025 12:52 Asia/Kabul
  • هالنډ له امریکا سره خپل استخباراتي همکارۍ محدودوي

پارس ټوډې - د انګلستان فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لورې د روسيې او د دې هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین په وړاندې د بېلابېلو دریځونو بدلونونو ته په اشارې سره لیکلي: د احتمالي ناوړه ګټې اخیستنې اندېښنو په اړه هالنډ به له متحده ایالاتو سره خپل استخباراتي همکارۍ محدودې کړي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي: د هالنډ د استخباراتو ادارې (AIVD) رئیس اریک آکربوم او د پوځي استخباراتو ادارې (MIVD) مدیر پیتر ریسینک د هالنډي ورځپاڼې «دي فولکس‌کرانت» سره په خبرو کې ویلي چې د «استخباراتو سیاسي کېدو» له امله، دوی له امریکا سره د معلوماتو په شریکولو کې ډېر محتاط شوي دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، دوی ټینګار کړی چې دا محدودیتونه په ځانګړې توګه د روسيې په اړه د معلوماتو په اړه پلي شوي، او د معلوماتو د شریکولو پرېکړه اوس په انفرادي توګه ترسره کېږي، ځکه چې د ټرمپ دریځ د پوتین په وړاندې په ۲۰۲۵ کال کې څو ځلې بدلون موندلی، او دا اندېښنه شته چې واشنګټن به له دې معلوماتو څخه د روسيې د مرستې لپاره کار واخلي.  

د فایننشل ټایمز راپور زیاتوي: آکربوم په دې مرکه کې د امریکا د دولت له خوا د بشري حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنه هم د استخباراتي همکاریو د کمولو د یو بل دلیل په توګه یاده کړې او ویلي یې دي چې تېرو تجربو ښودلې چې واشنګټن په دې برخه کې کافي حساسیت نه لري.

د دې راپور له مخې، د متحده ایالاتو د سایبري قوماندانۍ رئیس او د ملي امنیت ادارې (NSA) مدیر تیموتي هاګ او د هغه مرستیالې وندي نوبل د اپریل په میاشت (وري - غویي) کې له دندې ګوښه کول هم د هالنډ په دې پرېکړې اغېزه کړې چې له واشنګټن سره استخباراتي همکاریو کم کړي.

د فایننشل ټایمز په راپور کې راغلي: په دې تړاو، د هالنډ د دفاع وزارت د سایبري امنیت پخواني رئیس بارټ ګروټس، چې اوس د اروپا د پارلمان غړی دی، په خپلو څرګندونو کې د هالنډ او امریکا ترمنځ د لسیزو استخباراتي همکاریو ته په اشارې سره خبرداری ورکړی چې که واشنګټن د دې همکاریو په ناوړه ګټې اخیستنې سره خپل متحدین له ځانه لیرې کړي، زیان به وویني.