په بلوچستان کې د افغان کډوالو ۱۰ کیمپونه وتړل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i166180-په_بلوچستان_کې_د_افغان_کډوالو_۱۰_کیمپونه_وتړل_شول
له دغو کمپونو څخه یو په کوټې ښار کې، دوه په پښین، درې په لورلایي، درې په چاغي او یو په قلعه سیف‌الله کې موقعیت درلود.
(last modified 2025-10-21T08:00:02+00:00 )
Oct 21, 2025 12:27 Asia/Kabul
  • په بلوچستان کې د افغان کډوالو ۱۰ کیمپونه وتړل شول

له دغو کمپونو څخه یو په کوټې ښار کې، دوه په پښین، درې په لورلایي، درې په چاغي او یو په قلعه سیف‌الله کې موقعیت درلود.

 

بلوچستان کې د افغان کډوالو لس کمپونه په بشپړ ډول وتړل شول، او شاوخوا ۸۵ زره افغانان چې په دغو کمپونو کې اوسېدل، بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

پاکستاني رسنیو د د خپل هیواد د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې راپور ورکړ چې د بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې د افغان کډوالو لس کمپونه په بشپړ ډول تړل شوي دي.

له دغو کمپونو څخه یو په کوټې ښار کې، دوه په پښین، درې په لورلایي، درې په چاغي او یو په قلعه سیف‌الله کې موقعیت درلود.

په دغو ټولو کمپونو کې شاوخوا ۸۵ زره افغان کډوال اوسېدل، چې اوس بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي. د چارواکو په وینا، په ټول بلوچستان کې نژدې ۵ لکه افغان کډوال د کډوالو د کمیشنر په دفتر کې راجستر شوي وو.

سرچینې  همداراز وايي چې د سپین بولدک لار یوازې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره بېرته پرانیستل شوې ده.

د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ګمرک اړوند مسوولان خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

د سرچینو په وینا، د همدې شرایطو پر بنسټ به د تورخم لار هم نن پرانیستل شي. نورې درې لارې — غلام خان، انګور اډه او خرلاڅي — تر اوسه د فعالېدو لپاره نه دي پلان شوي.