افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کې
ویل کیږی اسلامی ایران ، پاکستان او روسیه د دغه کنسرسیوم غړي دي چی هڅه به وکړی د افغانستان د مشکلاتو مهمه برخه حل کړي .
تیره اونۍ د افغانستان د طالبانو د موقته دولت د لوی څارنوال مولوی شمس الدین پهلوان په مشرۍیوه پلاوی تهران ته سفر وکړ تر څو په ایران کی د افغان بندیانو د وضعیت د جاج په تر څ کې له ایرانی چارواکو سره له مزاکراتو وروسته افغانستان ته دد هغو د ورستنولو بهیر پیل شی .
د ایران دولت دغې اونۍ اعلان وکړ چی له ایرانه د مختلفو هیوادونو د بندیانو د انتقال او خبرو اترو بهیر پیل شوی دی . په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت ټاکل هغه مهمه موضوع ده چی اسلامی ایران د طالبانو په ملګرتیا سره د هغې حل ته دلچسپۍ لری . ځکه چی حاضر دمه په افغانستان کې طالبانو ته ورپیښ یو مهم چیلنج د دغه هیواد د بندیانو وضعیت دی چی په وروستیو کې د پاکستان په ځیږ چلند سره د طالبانو او د دغه هیواد په اړیکو کې په یوه بحران او ټینشن بدل شوی دی . په عین حال کی د ایران اسلامی جمهوریت په لټه کی دی د بندیانو ستونزه له کوم مشکل پرته اواره شی . له دې امله تهران ته د مولوی پهلوان سفر په دې اړه د طالبانو د مسولیت منلو ښودنه کوی .
په تیره اونۍ کې د طالبانو د موقته دولت د تجارت او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزی وویل له بهرنیو شرکتونوسره یې یو تفاهم لیک لاسلیک کړی چی خپل استازي د یو میلیارډ ډالری پروژو د اکتشاف لپاره کابل ته ورلیږي . په دغه کنسرسیوم کې ۱۴ افغان تاجران هم شتون لری چی زیاتره به په انرژۍ ، معدنواو بیخ بینایو تمرکز وکړي . د عزیزی په وینا د طالبانو حکومت په څو اوږدمهاله طرحوتمرکز کړی دی او د هغو په تضمین کار کوی . د عزیزی په خبره رامینځته شوی کنسرسیوم په معدن او انرژۍ پروژو سربیره په سالنګ کې د دوهم تونل ، د کابل ، هرات د لارې بیا رغاول او له پنجشیر ولایته کابل ته د اوبو د انتقال پروژې د جوړولو امکان په نظر کې لری . د طالبانو اقتصادي چارو مرستیال دفتر وايي، افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو پاتې شوې پوځي اډې به په اقتصادي زونونو بدلې کړي.
ویل کیږی اسلامی ایران ، پاکستان او روسیه د دغه کنسرسیوم غړي دي چی هڅه به وکړی د افغانستان د مشکلاتو مهمه برخه حل کړي .
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال او د یوناما له سرپرست ښاغلي مارکُس پوتزل سره وکتل.
په دې کتنه کي ددې ترڅنګ چي د افغانستان او د سیمي پر روانو حالاتو خبري وسوې، دواړو خواوو د نجونو د ښوونځیو پر بیا پیل او په افغانستان کي د دایمي سولي او ثبات د تینګښت لپاره د بین الافغاني مذاکراتو پر ضرورت ټینګار وکړ.
یوناما مخکې هم په ځلونو په افغانستان کی د پراخ بنسټه دولت او ملی خبرو اترو د پیلولواو همداراز د انجلیو د زده کړو د بندیز د لغوه کولو په ضرورت ټینګار کړی دی . په عین حال طالبانو په دې اړه هیڅ نړیوالې غوښتنې ته پام ندې کړی ، په همدې دلیل په وروستیو میاشتو کې کابل ته د نړیوالواورګانونو په شمول د مختلفو چارواکو سفرونه زیات شوي دي .
په کابل کې د نړیوالو مسایلو کارپیژاندې محمد حسین جعفری په دې باره کی وایی طالبانو په خپلوسیاستونو تاکید کوی په داسې حال کی چی په داخل او هم په نړیواله سویه د منلو وړ ندی او داکار نه یوازې دا چی په طالبانو د فشار د زیاتیدا سبب کیږی بلکی نړیوالو اورګانونو ته ضروری پلمه په لاس ورکوی چی د افغانستان اړتیا ته بی پامی وښی . دا په داسی حال کی ده چی د افغانستان خلک په سخت ژمی ډیر سخت حالات تیروی او نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا لری . خو په افغانستان کی د انجلیو د زده کړو د بندیز په اړه د داخلی او خارجی غبرګونو نو سره سره طالبانو ویلی دی دا ستونزه موقتی ده او ختمه به شی . دا په داسی حال کی ده چی د داسې دریځ دوام د افغان ولس لپاره تکراری بلل کیږی .
په تیره اونی کی په پاکستان کی هم بیلا بیل بدنونه رامینځته شوی دي چی مهم یې د حجت الاسلام ناصر عباس جعفری سره د ګلګت بلتستان له وزیر او نورو په سلګونو کسانو سره زندان له بندیانو ډک کړئ ، کمپایین سره یو ځای کیدا ده . هغه سره نورو ډیرو کسانو په پنډي کې ځان پولیسو ته تسلیم کړ . علامه ناصر عباس جعفری د پولیسو په ګاډی کی له سپریدو مخکې خبریالانو سره په خبرو کی وویل مونږه په پاکستان کی یو خپلواکه سیاست غواړو . مونږه غواړو چی د پاکستان فیصلې په اسلام اباد کې وشی نه په واشنګټن یا نورو هیوادونو کی . هغه زیاته کړه مونږه د چا مریان نه یو او اجازه نه ورکوو زمونږ د هیواد مځکنی ، فضایی ، سمندری اډې د بل کوم هیواد پرضد استفاده شي ، مونږه خپله یوه لویشت خاوره دښمن ته نه ورکوو . هغه ټینګار وکړ د پاکستان په داخلی چارو کی هیچا ته د لاس وهنې اجازه نه ورکوو او امریکا په پاکستان کی د ناامنۍ او ترهه ګرۍ او په سیمه یک د بی ثباتۍ عامل ده . عمران خان د علامه ناصر عباس جعفری له دغه شجاعت ستاینه کړی ده . داسی ښکاری له امریکا سره په ملګرتیا کې د پاکستان د دولت د سیاستونو پرضد غږملتیا زیاتیږی او تحریک انصاف زندانونه ډک کړئ په کمپایین سره په دې اړه نوښت په لاس کی اخلی .
کابل ته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په مشرۍ د دغه هېواد د لوړپوړي پلاوي د سفر په اړه طالبانو او پاکستاني چارواکو ضدو نقیضې ادعاوې کړي دي. پاکستان وايي د دغه سفر پر مهال اسلام اباد او طالبانو په سیمه کې د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ په اړه خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان ته د پاکستان د آی اس آی د مشر او د پاکستان د دفاع وزیر د سفر په ترڅ کې دواړو لورو د پاکستاني طالبانو او داعش پر وړاندې پر ګډې مبارزې هوکړه کړې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کې ویلي چې د پاکستان پلاوي او طالبانو موافقه کړې ده چې د ترهه ګرۍ له ګواښ سره په موثره توګه د مقابلې لپاره له مختلفو ډلو او سازمانونو سره ملګرتیا وکړی.
طالبان بیا ادعا کوي په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، سیمه ییز اتصال او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې. دغې ډلې د پاکستان په خلاف د ترهه ګرۍ په موضوع خبرو اترو ته هیڅ اشاره نه ده کړې.
پاکستان په دې وروستیو اونیو کې د خونړیو بریدونو شاهده ده. تحریک طالبان پاکستان د ډیرو دغو بریدونو مسوولیت منلی دی. پاکستان په وار وار افغان طالبان تورن کړي چې پاکستاني طالبانو ته یې خوندي ځالې جوړوي.داسی ښکاری طالبان په خپل پخوانی دریځ چی کوندی د ترهه ګرۍ مسله د پاکستان داخلی مسله ده ، تاکید لری او دغی مسلط تر یوه حده پاکستان غوسه کړی دی او دا په اوږدمهال کی د طالبانو په ګټه نه بلل کیږی .
په عامه ځایونو او د دغه هېواد پر پولیسو د وسله والو د بریدونو زیاتوالي اسلام اباد دې ته اړ کړی، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د خوندي پټنځایونو د کنټرول لپاره په مستقیم ډول د افغان طالبانو له مشر څخه مرسته وغواړي.
اسلام اباد په داسې حال کې په افغانستان کې له طالب چارواکو سره خبرو ته هیله من دی، چې افغان طالب چارواکو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو د مخنیوي ژمنه نه ده کړې؛ بلکې د پاکستاني طالبانو د ملاتړ او پناه ورکولو ادعاوې یې رد کړي دي.
کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر پر داسې مهال شوی، چې تېره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د جرمني د مونیخ په امنیتي غونډه کې یو ځل بیا د طالبانو پر ادارې توندې نیوکې وکړې او په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ یې زیات شوی وباله.
یوه بله موضوع چی مهمه ده په پاکستان کښې د اسعارو د کړکیچ پایلې په زیاتیدو دي . پاکستان چې د نړۍ په هیوادونو کښې د اسعاري کړچار له نظره یې ډیره ټیټه درجه ترلاسه کړې، په دې وروستیو میاشتو کښې د اسعارو له سخت کړکیچ سره مخامخ شوی دی. ویل کیږي چې افغانستان ته د ورځې د ۵ میلیون ډالرو قاچاق په پاکستان کښې د اسعارو د کړکیچ لامل شوی دی. دغه کړکیچ د پاکستان په وارداتو هم سخته اغیزه کړې ده.
په پاکستان کښې د کورین پانګه والو راپورورکړی چې په پاکستان کښې فعال د جنوبي کوریا شرکتونه د وارداتو د محدودیت په نتیجه کښې د ابتدايي موادو د کمي او په ګمرک کښې د کنټینرونو په خلاصي کښې د ځنډ په وجه، د دغه هیواد له بازاره په وتو دي. د هایونډای، کیا او سامسنګ په شان د جنوبي کوریا ۲۵ ستر شرکتونه په پاکستان کښې فعال دي. د ویلو ده چې د پاکستان د شرکتونو یوې سترې ډلې هم د اومو موادو او اسعارو د کمي په وجه له څو میاشتو راهیسې خپل کار بند کړی دی .
تر بل پروګرامه مو په ډیر مهربان او وسمن خدای سپارو .
پای