Mar 25, 2023 14:35 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی،په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې ددغه هیواد د ځينو پيښو یوه لنډه شان خلاص ه در آوروو،او بیا مو هم دځينو موردونو په باب رابولوو،دتحلیلي برخې آوریدو ته،هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي .

**********************

*/*/*/*/د امریکا  د ۱۸۶بانکونو ددیوالیه کیدا په باب خبرداري

*/*/*/

پخپل اقتصادي حالاتو د امریکایانو سختې  او جدي اندیښنې

*/*/*/  دروسیې او چین پر ایټمی ملګرتیا د امریکا اندیښنه

*/*/*/*/

او دا مریکا په خارجه وزارت د میکسیکو د ولسمشر دخولې سخت ټکونه،په تیرې او نۍ کې د امریکا ځیني مهمې پیښې وې ،نو اوس مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب دتحلیلی برخې آوریدو ته

***************************

    یوه نوي څیړنه او مطالعه ښئ چې په امریکا کې د دوو اصلي بانکونو له دیوالیه کیدا وروسته په دغه هیواد کې  کابو یو سل شپږ اتیا نور بانکونه هم د دړې وړې کیدا له خطرې سره مخ دي. اقتصاد پوهانو په دې اړه خبرداری ورکړي دي.څيړنې ښئ چې که په بانکونو کې د پيسو غونډونکي  د امریکا له بانکونو خپلې پیسې په چټکۍسره وباسي،نو مالی دړې وړې کیدا رامینځةکیږي. د؛ اجتماعي علومو څیړنیز چینل؛و روستۍ مطالعه ښئ ،که په بانکونو د پیسو غونډونکي نیم کسان ناڅاپي خپلې پیسې له بانکونو وباسي،نو ممکنه ده په امریکا کې یو سل شپږ اتیابانکونه دیوالیه شي.ددغې مطالعې نتیجې د؛سلیکون ولي؛بانک له هغې دیوالیه کیدا لږه موده وروسته  خپرې شوي دي  چې له ۲۰۰۸کاله راپه دې خوا په امریکا کې د یوې موسیسې ترټولو بده دیوالیه کیدا ده.هغو اقتصاد پوهانو چې دا مطالعه ئې کړې ده،وئيلي دي ؛ارزونې ښئ دغه بانکونه په چورلټ ډول د  حکومت د نه لاسوهنې  یا د پانګې دنه تامینیدا په بڼه کې د خپلو ټولو پیسو د ترلاسه کولو لپاره د پانګوالو یا غونډونکو د یرغل له بالقوه خطرې سره مخامخ دي .ددغې څيړنې په خاصو ټکو کې راغلي دي،حتی که  نه بیمه شوي نیم پانګوال هم  فیصله وکړي،خپلې پیسې له بانکونو وباسي،نو کابو یو سل نوي بانکونه  د بیمه  شوو پانګوالو یا د پیسو  غونډونکو (depositors)  ته د تاوان  رسولو احتمالي خطرې سره مخ کیږی او په بالقوه ډول د بیمه شوو زیرمه کونکو درې سوه میلیارډ  ډالر له خطرې سره مخ کیږي. دا وضعیت ددې حقیقت له امله دی چې د تفتیش شوي بانکونو شتمنۍ د حکومتي بانډونو په بڼه دي  چې د ګټې د نرخ  د زیاتولو په باب د امریکا د مرکزی بانک وروستی اقدام،پر دوي منفي اغیزې شیندلي دي.د سلیکان ولی بانک ډیرې شتمنۍ د اوږدمهاله حکومتی بانډونو په بڼه وې . سره له دې چې ددغو بانډونو په باب اوږدمهاله پانګونې یو مناسبت اقدام ؤ،ددغو بانډونو ارزښت  دهغه مهال په اندازې چې  دغه بانکونو په پیل کې دغه بانډونه اخستل،نه وې.د سیلیکان ویلی بانک د اوږد مهاله  ګروي سټاک کې له لسو کلونو په ډیر پاوښت سره پانګونه کړې او ددې لپاره چې د خپلو ګاهکانو د پيسو د اخستو ځواب ویونکی کیدلی شي،دغه بانډونه ئې په یو میلیارډ  اته سوه میلیون ډالري تاوان سره خرڅ کړل. کله چې دغه بانک  دغه تاوان اعلان کړ، نو پانګوال یا په بانکونو کې د پیسو ساتونکي وویریدل او خپلې پيسې ئې ویستې.ددغې مطالعې په خاصو ټکو کې وئیل شوي دي،په کلی توګه دغه محاسبات ښئ چې د بانکي شتمنیو په ارزښت کې  وروستي کمښتونه، د خپلو پیسو د ترلاسه کولو لپاره  د بیمه نه شوو پانګوالو د یرغل په باب د امریکا په بانکي نظام کې د تاوان موندنو د اوڅاره زیاتیدا  سبب کیږي.

     په امریکا کې د فکر د یوې کوټې د ارزونو نتیجه ښئ ،د امریکا خلک ددې لپاره چې خپل خرچ مخارج تامین کړئ شي،مجبور دي په ونۍ کې ترزیاتو ساعتونو پورې کار وکړي او دا موضوع ښئ،دهغو کسانو شمیر چې په اقتصادي حالاتو خپه دي،مخ په زیاتیدا دی .د امریکا یو ښاریز لینډا  جانسن  وائي،اقتصادي حالات ښه نه دي.زه فکر کوم،دمونږحکومت د خپلو لګښتونو په باب له تیروتي او له مشکل سره مخ شوي دي. یو بل امریکائی  ښاریز ټرولي هم وائي،په دغه وضعیّت کې دوام ورکول له بل هروخته لاسخت شوي دي.زه له خپلو بچت کړئ شوو څخه  خرڅ کوم  او د کور له لاسه د وتلو په فکر کې هم یم  او فکر کوم  حلالات به  له دې لابدتر شي.د امریکا یوه اوسیدونکې ډیانا مک کلوسکي هم وائي،زه فکر کوم حالات اندیښمنونکي دي.ځکه د هغو کسانو شمیر لازیات دی چې دخپل ماشومانو د خیال ساتنې پشمول د خوړو،سونګو  او نورو ضرورتونو د تامینولو په باب  اندیښمن دي.د امریکن کمپس محافظه کار تینک ټنک(د فکر کوټه)د ارزونې نتیجې  چې ځان په امریکا کې د زوړپالو کارګرانو دغورځګ یوه برخه ګڼي ،ښئ د  امریکایانو لپاره د ودې او هوساینې د کریډیټ هغه لګښتونه  چې د خوړو،هستوګنې،طبی ضرورتونو، ټرانسپورټ او د زده کړې  پنځو فیکټرونو  په اساس تعریفیږي،ډير زیات بدتر شوي دي. دغه کریډیټ او ګرافونه،د څلورو مخکې لسیزو په نسبت ددغو اړتیاؤ د تامینیدا لپاره د ۲۵ کلنو یا د زیات عمر لرونکو کسانو  اوسنی وضعیّت ارزوي .دغه نتیجه  ډيره  اندیښمنونکي  ده. په ۱۹۸۵کال کې د یوه کار کونکي کارمند لپاره  39.7  کاري اونۍ اړینې وې څو د خپلې متوسطې کورنۍ د اساسی اړتیاؤ د تامینولو لپاره د اړتیا وړ عاید تامینولی شي.

د  فورهم پوهنتون د بازار موندنې استادتیموني مالفیټ وائي،نو دا امکان نشته چې یوازې په کارکسب سره په مور پلار کې یو کس،لګښتونه پوره کولی شي.مور پلار دواړه باید کار وکړي.همدا مسئله سبب شوې ده څو د امریکا ډیری خلک  پخپلو لومړیتوبونو کې د جوزف بایډن د  حکومت دبیا کتنې غوښته وکړي.

              د امریکا ولسمشر جوزف بایډن یوه مسوده لاسلیک کړه څو د کرونا ویروس د  خوریدا دسرچینې په باب اطلاعات له  پټ حالته وباسي. جوبایډن  اعلان کړی، ۲۰۲۱ کال کې مو د امریکااطلاعاتي ادارو ته حکم ورکړڅو د کرونا د سرچینې په باب دې خپلې څيړنې پیل کړي او هماغه شان  دغه بهیر دوام لري.د امریکا حکومت د ووهان ویروس پيژاندې موسیسې سره د کرونا د خوریدا د احتمالی ارتباط په باب د پټو اطلاعاتو ارزونې ته دوام ورکوي.جوبایډن ددغې مسودې دلاسلیک کیدا په باب  هم ووئيل؛ د ما حکومت  به تر امکان حد پورې سندونه له پټ  حالته  وباسي. دغه مصوبه  سپينې ماڼۍ ته لیږلو مخکې د امریکا په کانګرس او مشرانو جرګې  له کوم مخالفت پرته تائيد شوه .د روغتیا نړیوالې ادارې له دې مخکې د ۲۰۲۱کال په مارچ میاشت کې د کرونا ویروس د سرچینې په باب خپل راپور خپور کړی ؤ. په هغه راپور کې راغلی وو، چې د بهر ته د یوه یوه آزمیښت ځای د  یوې پیښې له لارې د ویروس خپریدا ډيره ناشونې ښکاري . خو واشنګټڼ تقریبا له هماغه وخته چې په ۲۰۱۹کال کې د چین په  ووهان کې د کرونائي خوریدا لومړنۍ انساني مورد راپور شو ، په کرتو ادعا کړې  چې  دغه ویروس په ووهان کې د لیبارټرۍ له ټسټه  خور شوی دی.تیره میاشت هم هغه مهال چې وال سټریټ ژورنال خپرونې بیرته دغه موضوع مطرح کړه، دغه بحث  لازیات شو .

        د امریکا د کانګرس جمهوری غواړو استازو د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار جیک سالیوان  ته په یوه لیک کې  دهغه څه په نسبت  چې د ایټمی وسلو په جوړولو کې ئې  له چین سره د مرستې لپاره  د روسیې ؛مستقیم ګواښ؛بللی ، خبرداری  ورکړ.د جمهوری غواړي ګوند څخه دامریکا دکانګرس  ددرو کمیټیو مشرانو  سالیوان ته په یوه لیک کې وئيلي دي ،چې  د کرملین ماڼۍ تر ملاتړ لاندې  یوه ایټمي اداره ؛روس اټم؛د وسلو په درجې کې پلوټونیّم ته د لاس رسي لپاره له چین سره د ایټمي ماتې د رامینځةکولو په خاطر مرسته کوي.د کانګرس د  وسلوال ځواک د چارو د کمیټې مشر مایک راجرز،د اوهایو ایالت څخه  د اطلاعاتو د کیټې مشر  م ایک ټرنر او له ټیکزاس ایالت څخه د خارجه  چارو  د  کیمټې مشر مایکل مک کال  مدعی شوي چې  روس اټم اداره  همداراز په اوکراین کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  له جنګي اقداماتو سره  مرسته کوي. دجمهوری غواړو نمایندګانوپه دغه لیک کې لیکلي د ،مونږ له حکومته غواړو  چې  دغه ملګرتیا د متحده ایالاتو د امنیت لپاره دیو مستقیم ګواښ په توګه په نظر کې ونیسي او دا چې روسیه اوچین د امریکا په ضد دیوه بل ترڅنګ کارکوي. دوي د روسیې په ضد د بشپړبندیزونود اعمالولو، صادراتي کنټرولونې او ډيپلوماسۍ په ضرورت په ټينګار سره زیاته کړې ده . حکومت باید د چین او روس اټم  د خطرناکو ملګرتیاؤ ددرولو لپاره  په اختیار کې  باید له ټولو اوزارونو  استفاده وکړي. د امریکا د کانګرس د استازو خبرداری  په داسې حال کې دی چې  په تیرې میلادي میاشتې کې په مونټانا ایالت کې د امریکا د هوائي حریم د,پاسه یو چیني بالون له لیدل کیدا ووسرته د واشنګټن او بیجینګ په اړیکوکې تاؤتریخوالی زیات شوی دی.د امریکا د سټراټژيک قوماندانۍد یونټ مشرچارلز ریچرډ همداراز په جنورۍ میاشت کې کانګرس ته لار او پخپلې وینا کې ئې ووئيل، چې چین دمګړئ د متحده ایالاتو په نسبت د براعظم ویشتونکي مځکني ډیر ICBM  لري.ریچرډ د چین له ایټمي وسلو سره اړونده نوي بدلونونه،د واشنګټن لپاره یوه سټراټژيکه ماته ګڼي.

               د  میکسیکو ولسمشر مانوئل لوپز اوبراډور د دوي د حکومت د بشری حقوقو په مخینې د واشنګټن نیوکې رد کړي او د امریکا خارجه وزارت ئې دروغجن  بللی دی. د امریکا خارجه وزارت د  تیرې دوشنبې په ورځې له نیول شوو کسانو سره د امنیتی ځواک په غیرانساني چلند او شکنجې او د کسانوپه قهري بې درکه کیدا  او په غیر قانوني او خپل سرو وژلو د میکسیکو  د پوځ او پولیسو د افسرانو د جنایتونو په باب د باؤري راپورون و د  شتون خبر ورکړ. د میکسیکو ولسمشر د تیرې سه شنبې په ورځې  د امریکا د  خارجه وزارت ددغه راپور  په غبرګون کې  ووئيل، دوي دروغ وائي، امریکا خیال کوي، چې  ددرستې دنیا حکومت دی. هغه زیاته کړې ده ،هیڅ ارزښت نه لري چې ددغه راپورپه اړه غوسه شم. دغه راپور سم نه دی او دوي دروغجن دي. اوبراډور  تیره اونۍ هم د میکسیکو زیاترو سیمو ته د ؛سفر د خطرناک شونې ؛په باب خپلو ښاریزو  ته د امریکا د حکومت  خبرداری رد کړی او وئیلي ئې دي ،د میکسیکو مختلفو سیمو ته دسفر لپاره هیڅ ډول امنیتی مشکل نشته او دغه هیواد له امریکا له کرار او امنه دی.هوبراډور په تیر کال کې په میکسیکو کې د امریکائي اوسیدونکو او ټوریسټانو د شتون زیاتیدا ته په اشارې سره ووئيل،امریکائي او سیدونکي او  ټوریسټان  په میکسیکو کې د امنیت په سوئې ښه خبر دی.د امریکا فیډرل پولیسو  د مارچ میاشتې په دریمه نیټه اعلان کړی چې د میکسیکو په  ماتاموروس ښار کې څلور  امریکائي ښاریزو باندې حمله شوې او برمته شوي دي.د میکسیکو چارواکو کله چې دوي وموندل نو په هغو کې دوه کسان وژل شوي وو. تراوسه پورې  په دې باب د میکسیکو د نشه ایزو موادو دیوه چینل پنځه کسان نیول شوي دي.

=  دوستانو  ددغه مطلب وخت هم همدلته پاي ته رسیږي  نو مونږ له تاسو اجازت غواړي او په نیاؤمن خداي مو  سپارو.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************