د رڼا سرچینې(۲۴) د احد د جګړې منافقان
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (۲۴م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د آل عمران سورت د۱۴۹م څخه تر ۱۵۲م او له ۱۷۹م څخه تر ۱۸۶م آیت شأن نزول څېړو.
مسلمانانو د هجرت په دویم کال، د بدر په جګړه کې بریا ترلاسه کړه او خدای ژمنه کړې وه چې په راتلونکو جګړو کې به هم ګټونکي شي. په راتلونکي کال کې چې د احد جګړه رامنځته شوه، رسول الله (ص) پنځوس تنه وسله وال د دښتو او غرونو د ساتنې لپاره ځای پر ځای کړل. په پیل کې مسلمانانو په یووالي او زړورتیا سره بریا ترلاسه کړه. خو دا لومړنۍ بریا د هغو پنځوسو کسانو تر منځ د اختلاف لامل شوه، چې د غره د ساتنې دنده یې پر غاړه درلوده.
ځینو نښان ویشتونکو غوښتل چې د غنیمت د راټولولو لپاره خپل حساس مورچل پرېږدي، قوماندان یې امر وکړ چې له خپل ځای څخه مه ځئ، رسول الله (ص) به تاسو له غنیمت څخه بې برخې نه کړي.
خو د دنیا پرستو یوې ډلې د خپلې رښتینې څېرې د پټولو لپاره وویل: زموږ بریا یقیني ده، ویره لرو چې پیغمبر به موږ د غنیمتونو د ویشلو په وخت کې له هېره وباسي، نو ځکه موږ باید د ځان لپاره یو څه وکړو! دوی دا خبره وکړه او خندقونه یې پرېښودل او له دښمن څخه په غافلېدو یې د غنیمتونو په راټولولو پیل وکړ. دا د دې لامل شو چې ماتې خوړلي دښمن له هماغه سیمې څخه چې ساتونکي نه درلودل، برید وکړ او دا ځل مسلمانانو ته سخته ضربه ورسېده او ګڼ شمېر کسان یې شهیدان شول، تر دې حده چې د رسول الله (ص) ژوند له خطر سره مخ شو او ډېری مسلمانان وتښتېدل او د اسلام لښکر له سختې ماتې سره مخ شو.
دلته د آل عمران سورت ۱۶۱م آیت نازل شو چې فرمايي:« وَ ما کانَ لِنَبِیّ أَنْ یَغُلَّ وَ مَنْ یَغْلُلْ یَأْتِ بِما غَلَّ یَوْمَ الْقِیامَةِ ثُمَّ تُوَفّى کُلُّ نَفْس ما کَسَبَتْ وَ هُمْ لا یُظْلَمُونَ: او هېڅ پیغمبر خیانت نه کوي او هرڅوک چې خیانت کوي د قیامت په ورځ به په هماغه خیانت سره راشي (او د هغه سزا به وویني) او هرڅوک چې هر ډول عمل ترسره کړي، پوره جزا ورته ورکول کېږي او پر هېچا به ظلم ونه شي.
په دې آيت كې خداى پاك د انبياوو (عليهم السلام) سپېڅلی مقام له خيانت څخه په بشپړه توګه بېل كړی دی او فرمايي: په اصل كې داسې كار د نبوت د مقام وړ نه دى، يعنې خيانت له نبوت سره سمون نه خوري، که چېرې یو پیغمبر خائن وي، نو په هغه باور نه شي کېدی، چې الهي رسالت ترسره او د احکامو تبلیغ وکړي. له همدې ځایه د ایمان کمزورتیا څرګندېږي، داسې چې رسول الله (ص) د خدای د وحی امانت دار ګڼي، خو دا احتمال هم ورکوي چې رسول الله (ص) به د غنیمت په اړه ناسم حکم صادر او هغه له خپل حق څخه محروم کړي!
کله چې مسلمانان له ډېرو تلفاتو او درنو زيانونو سره مدينې ته راستانه شول، نو له يوه بل څخه يې وپوښتل: آيا خداى له موږ سره د فتحې او بریا ژمنه نه وه کړې؟ نو زموږ د ناکامۍ لامل څه وو؟
152م آيت د ناکامۍ لامل دا ډول بیانوي او فرمايي: وَ لَقَدْ صَدَقَکُمُ اللَّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُمْ بِإِذْنِهِ حَتَّی إِذا فَشِلْتُمْ وَ تَنازَعْتُمْ فِی الْأَمْرِ وَ عَصَیْتُمْ مِنْ بَعْدِ ما أَراکُمْ ما تُحِبُّونَ مِنْکُمْ مَنْ یُریدُ الدُّنْیا وَ مِنْکُمْ مَنْ یُریدُ الْآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَکُمْ عَنْهُمْ لِیَبْتَلِیَکُمْ وَ لَقَدْ عَفا عَنْکُمْ وَ اللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَی الْمُؤْمِنینَ : او بېشکه الله خپله ژمنه پوره کړه (د احد په جګړه کې ستاسو د بریا په اساس) ځکه چې تاسو د هغه په خواست دښمن وژلو، تر دې چې تاسو کمزوري شوئ او (د جګړې او د غنیمتونو ویشلو) په کار کې مو شخړه او د (پيغمبر له حکم) څخه مو نافرماني وکړه، له دې سره چې الله (ج) تاسو ته (بریا) او هغه (غنیمتونه) چې تاسو ته ګران وو، ښودلي وو. په تاسو کې ځینې د دنیا (او د جګړې غنیمت) او ځینې آخرت (او د خدای په لاره کې شهادت) غواړي. نو په دې وخت کې خداى تاسو د هغوى له تعقيبولو څخه وګرځول (او ستاسو بریا له ماتې سره مخ شوه) تر څو تاسو وآزمايي، خو ستاسو تېروتنه یې وبخښله او بېشكه الله پر مؤمنانو ډېر مهربان او بخښونكى دى.
دا آيت دې ته اشاره کوي، چې الله د احد د جګړې په پيل کې، مسلمانان برلاسي کړل او خپله ژمنه يې پوره کړه، خو د مؤمنانو د دنيا غوښتنې او سستي د دې لامل شوه، چې له لومړنۍ بریا وروسته ناکامه شي.
د احد له پېښې مخکې، دوه ډلې «مسلمانان» او «کفار» وو، خو د احد له ماتې او د منافقینو د فعالیت لپاره د زمینې له چمتو کېدو وروسته، مسلمانان په دې پوه شول چې «منافقان» تر کافرانو ډېر خطرناک دښمنان دي او دا د احد د پېښې یوه پایله وه.
د احد په جګړه کې د مسلمانانو په ښکاره ماتې سره، منافقانو د خپلو ناوړه افکارو د ایجادولو او د مسلمانانو له اسلام څخه د اړولو زمینه برابره ولېده. نو مسلمانانو ته يې وويل: وتښتئ او خپل پخواني دين ته ورستانه شئ. د غچ په اړه هم مه وېرېږئ، موږ منځګړیتوب کوو او د قریشو له مشرانو څخه به تاسو ته امان واخلو.
د جګړې په دې پړاو کې د یو شمېر مسلمانانو د تېښتې موضوع، یو له مهمو او حساسو ټکو او د احد په جګړه کې د مسلمانانو د ماتې یو لامل هم دی. ځکه که دوی مقاومت کړی وای او د نښان ویشتونکو په څېر یې دښمن ته میدان نه وای ورکړی، نو د مسلمانانو لومړنۍ ماتې به جبران او د جګړې برخلیک به بدل شوی وای او بریا یې هم ترلاسه کوله.
خو له بده مرغه داسې ونه شول. د دغو تښتېدلو کسانو له جملې څخه ځينې يې د احد د غره د ډبرو لاندې وتښتېدل، چې د "اصحاب الصخره" په نامه مشهور شول. دوی کمزوري ایمان لرونکي مسلمانان وو او په دې جګړه کې یې خپله کمزورتیا څرګنده کړه او داسې وویل: کاش چې یو څوک مو درلودای او عبدالله بن ابی (په مدینه کې د منافقینو مشر) ته مو لېږلای وای، چې له ابوسفیان څخه موږ ته امان واخلي.
د جګړې له پایته رسېدو وروسته، د ښځو او ماشومانو چیغو او ژړا، منافقین نور هم مغروره کړل، داسې چې د نصیحت او شفقت تر نامه لاندې یې خپلو زهرجنو تبلیغاتو ته دوام ورکړ. البته په دې کار کې يهودیانو او مسیحیانو هم له منافقينو سره همکاري وکړه، تر څو د ناوړه رواني شرايطو په رامنځته کولو سره، مسلمانان بت پرستۍ لور ته وګرځوي.
دلته د آل عمران سورت له ۱۴۹ څخه تر ۱۵۱ پورې آیتونه نازل شول او مسلمانانو ته یې له منافقینو څخه د پیروي نه کولو په اړه د خبرداري ترڅنګ، خدای یې د دوی ترټولو لوی ملاتړی معرفي کړ:« یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِن تُطِیعُوا الَّذِینَ کَفَرُوا یَرُدُّوکُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِکُمْ فَتَنقَلِبُوا خَاسِرِینَ. بَلِ اللَّهُ مَوْلَاکُمْ ۖ وَهُوَ خَیْرُ النَّاصِرِینَ. سَنُلْقِی فِی قُلُوبِ الَّذِینَ کَفَرُوا الرُّعْبَ بِمَا أَشْرَکُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا ۖ وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ ۚ وَبِئْسَ مَثْوَى الظَّالِمِینَ: اې مؤمنانو، که تاسو د کافرانو پیروي وکړئ، نو هغوی به تاسو (د اسلام له دین څخه) بیرته کفر ته وګرځوي، نو تاسو به هم له زیان لیدونکو څخه شئ. اې مسلمانانو، کافران ستاسو دوستان نه دي، بلکې خدای ستاسو ملګری دی او هغه تر ټولو ښه مرسته کوونکی دی. ډېر ژر به د کافرانو په زړونو کې وېره واچوو، ځکه چې دوی له خدای سره داسې څه شریک کړي چې خدای د هغه په اړه هېڅ دلیل نه دی نازل کړی او د هغوی ځای اور دی، او د ظالمانو کور بد کور دی.
د آل عمران سورت ۱۷۹م آيت چې د احد د پېښې په اړه وروستی آيت دی، دغه حقيقت د عمومي قاعدې په توګه بيانوي او فرمايي:« ما کانَ اللَّهُ لِیَذَرَ الْمُؤْمِنِینَ عَلى ما أَنْتُمْ عَلَیْهِ حَتَّى یَمِیزَ الْخَبِیثَ مِنَ الطَّیِّبِ: داسې نه وه چې الله به مؤمنان ستاسو په څېر پرېږدي (او هغوی پاک نه کړي) مګر دا چې پاک له ناپاک څخه بېل او جلا کړي.
دا یوه عمومي قاعده ده، که هر څوک د ایمان ادعا کوي، یوازې نه پرېښودل کېږي، بلکې د خدای په پرلپسې آزموینو سره، بلآخره د هغه داخلي رازونه ښکاره څرګندېږي. خو منافقانو فکر کاوه چې د دوی اصلي څېره د آنحضرت د نرمۍ او زغم له امله رسول الله (ص) ته معلومه نه ده. په داسې حال کې چې رسول الله (ص) به فرمایل: زه خپل امت ښه پېژنم، لکه څنګه چې حضرت آدم خپل امت ښه پېژانده. زه پوهېږم چې چا پر ما ایمان راوړی او څوک کافر شوی دی.»
کله چې دا خبره منافقانو ته ورسېده، نو دوی په خپلو شخصي ناستو کې د پېغمبر اکرم پر خبرو ملنډې وهلې او ویل یې: محمد (ص) داسې فکر کوي چې پوهېږي چې چا پر ده ایمان راوړی او څوک کافر شوی دی، په داسې حال کې چې موږ په ښکاره له دوی سره یو، خو موږ نه پېژني. یوه منافق هم مسلمانانو ته وویل: که محمد (ص) رښتیا وایي او د خلکو له دننه خبر دی، نو باید خلک د اصلي مؤمن او د اصلي کافر په اړه خبر کړي.
په دې وخت کې خدای پاک د آل عمران سوره ۱۸۶م آیت نازل او د منافقینو دمخ له ښکاره کېدو او له مؤمنانو څخه د هغوی د جلا کېدو خبر ورکړ: لَتُبْلَوُنَّ فی أَمْوالِکُمْ وَ أَنْفُسِکُمْ وَ لَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذینَ أُوتُوا الْکِتابَ مِنْ قَبْلِکُمْ وَ مِنَ الَّذینَ أَشْرَکُوا أَذىً کَثیراً وَ إِنْ تَصْبِرُوا وَ تَتَّقُوا فَإِنَّ ذلِکَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ: بېشکه (تاسو ټول) ستاسو په خپلو مالونو او ژوند کې آزمویل کېږئ! او له هغو کسانو څخه چې له تاسو څخه مخكې دوی ته (آسماني)كتاب وركړل شوى او له مشركانو څخه به (هم) ډېر ځوروونكې خبرې واورئ! او كه استقامت او پرهېزګاري وكړئ، نو (دا ډېره ښه ده؛ ځكه) دا يو له ثابتو او معتبرو كارونو څخه دى.»
ژباړه: زماني