د کیسو جنګ (۳)
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د کیسو د جنګ لړۍ څخه له ننني (درېیم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
په ایران کې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، په لوېدیځ کې بېلابېل فکري بنسټونه د ایران پرمختګونه له بېلابېلو اړخونو څاري. د دغو مرکزونو د کارپوهانو د ډلې یو له اصلي مسئولیتونو څخه، د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد، د عملیاتو د ستراتیژۍ پلان جوړول دي.
د دغو مرکزونو له جملې څخه، د اتلانتیک شورا بنسټ (Atlantic Council)، د امریکا د بهرنۍ تګلارې په برخه کې یو له خورا اغېزمنو فکري مرکزونو څخه دی، چې د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې د ایران د ځوان نسل په اړه یوه پراخه څېړنیزه پروژه پیل کړه.
د دې مهمې پروژې مشري د ایراني الاصله امریکايي شنونکي او مبصر، هالي ډاګرس (Holly Dagres) پر غاړه ده. ډاګرس له ډېرو کلونو راهیسې د ایران پر ټولنیزو او سیاسي چارو کار کوي. هغه له 2018 کاله راهیسې د اتلانتیک شورا په فکري مرکز کې په مېشت کېدو سره، په مجازي نړۍ کې د ایراني تنکیو ځوانانو او ځوانانو پر اړیکو تمرکز کوي.
ډاګرس د خپلو څېړنو په یوه برخه کې ادعا وکړه، چې د ایراني کاروونکو له ټولنیزو فعالیتونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دغه هېواد ځینې ځوانان په عامه فضا کې د ګډوډۍ او پاڅون د رامنځته کولو توان لري.
له دې سربېره، په تېرې کب میاشتې کې فریبا پارسا، چې په ټولنیزو علومو کې دوکتورا لري او د امریکا په واشنګټن کې د جورج میسن پوهنتون څېړونکې او په امریکايي فکري بنسټ کې یوه شنونکې ده، په یوه راپور کې لیکلي وو: د ایران راتلونکی انقلاب به د ښځو انقلاب وي. په دې مقاله کې په ایران کې د راتلونکو بدلونونو په اړه، په روښانه توګه د ایراني ښځو د خوځښت له مخې وړاندوینه شوې.
همدارنګه دغو مرکزونو په ایران کې د پراخو ټولنیزو بدلونونو او د توکمیزو، ژبنیو او مذهبي لږکیو په اړه هم ورته څېړنې ترسره کړي دي. ډېری دغه مطالب د تېر کال په اوږدو کې، د ایران د داخلي شرایطو پر بنسټ لیکل شوي دي.
د ډېرو کارپوهانو او سیاسي-ټولنیزو شنونکو په باور، له ذهنه لېرې نه ده چې دا څېړنې د ایران پروړاندې د پنټاګون د رواني جګړې د سیسټم د یوې مهمې برخې د سونګ په توګه، د ایراني ټولنې د وروستیو ګډوډیو او ټولنیزو ناخوالو په رامنځته کولو کې لاس ولري.
په ایران کې د وروستیو ناکراریو تر ټولو مهمو پېښو ته کتنه ښیې چې له جعلي خبرونو څخه کار اخیستل، د داخلي اعتراضونو د رامنځته کولو او شدت لپاره اصلي وسیله ده. هغه خبرونو چې په چټکۍ او پرته له کوم محدودیته د ایراني ټولنې فکري فضا یې ونیوله او د هغه ګډوډۍ اور، چې د پیل ټکی یې د ښځو په ټولنه کې وو، بل کړ.
د ایرانیانو پروړاندې د رواني عملیاتو د وژنې پروژه، د مهسا امیني په نوم پیل شوه. کله چې په ټوېټر کې د مرحومې مهسا امیني د مړینې لومړی خبر خپور شو، د ټوېټر هېڅ کاروونکي هم فکر نه کاوه چې څو ساعته وروسته به دا پېښه، د نړۍ د ټولو رسنیو تر ټولو مهم خبر شي.
د دې مسلې په اړه لومړني معلومات، چې ډېری وختونه په مجازي نړۍ کې د بهرنیو شبکو د حسابونو له لارې خپاره شول، په مجازي فضا کې په دې برخه کې بې سارې ګډون رامنځته کړ. د لومړیو ساعتونو په جریان کې، د مجازي نړۍ د عادي فعالینو یوې ډلې، په ځانګړې توګه ورځني لیکوالانو، دې مسلې ته غبرګون وښود. د دې ډلو خلک، د ټوېټر د ټولو کاروونکو نږدې 40سلنه جوړوي، کوم چې په مجازي نړۍ کې بې سارې ګڼل کېږي. په تدریج سره، له یو زیات شمېر بې هویته کاروونکو اکاونټونو په فعالولو او د سعودي ایران انټرنشنل او بي بي سي فارسي خبرونو ته په پام سره، د مهسا امیني هشټګ د فارسي ټوېټونو او انسټاګرام په اصلي منځپانګې بدل شو. هغه اکاونټونه چې ډېری یې د دوی د جوړولو تاریخ څخه د څو میاشتو څخه ډېر وخت هم نه وو تېر شوی.
د دې خبرونو اصلي موضوع هم د مهسا امیني د مړینې د لاملونو په اړه وه. د سي ټي اسکن جعلي انځورونه، جعلي بیانیه له هغه روغتون څخه چې مرحومه مهسا امیني پکې بستري وه، د دماغ او عصبي متخصصینو غلط بیانونه، چې ټولو یې ادعا کوله چې د مهسا امیني د مړینې لامل د سَرْ ماتېدل دي.
خو دا ټول د هغو غلطو خبرونو یوه برخه وه چې د ټولنیزو پاڼو د کاروونکو ترمنځ په چټکۍ سره خپرېده. حتی په دې منځ کې د مهسا امیني د ښخولو د څرنګوالې په اړه بحث، واټونو ته راوتل او د مشهورو شخصیتونو توند او جنجالي غبرګون، د دغو جعلي خبرونو د پراخې څپې د خپرېدو لپاره زمینه برابره کړه. په بل پړاو کې، د جعلي خبرونو په جریان کې د مختلفو خبرونو تولید ورزیات شو. د هغه ځوانو نجونو په اړه خبرونه، چې ادعا کېدله وژل شوي دي.
هغه کړنلاره چې په ۲۰۰۹ (1388) کال کې هم د ندا آقا سلطاني له ناڅرګندې قضیې سره تجربه شوه او د ایران پر ضد یې د سختو بندیزونو لپاره زمینه برابره کړه. د دغو وژنو موخه، د ایران پر ضد د پراخې راټولېدنې رامنځته کول او پر ملت بندیز وو. داځل د وژنې په پروژه کې، د لوېدیځو رسنیو لخوا د ډېری قضیو ګډ لامل، پر سر باندې د کوتک ګوزار او د دوی د هر یوه د جلا ځانګړتیا د یوه ایراني توکم پوري د دوی اړوندتیا وه. ترڅو په دې توګه د هېواد په بېلابېلو برخو کې او د بېلابېلو قومونو ترمنځ د ګډوډۍ لپاره زمینه برابره کړي.
د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه، د انګلیسي ژورنالیست کیټ کلیرنبرګ (Kit Klarenberg) لخوا د «کریډل cradle» په ویب پاڼه کې د «ایران پروړاندې د پنټاګون د آنلاین جګړې لارې پرانیستلو» په نامه یو عجیب راپور خپور شو. په دغه راپور کې هغه ادعا کړې وه چې په ایران کې وروستۍ ناکرارۍ له بهر څخه پلان او جوړې شوې دي او د څېړنو په حواله یې استدلال کړی، چې څنګه په امریکا کې د یوې تڼۍ فشار، د تهران په واټونو کې د تاوتریخوالي لامل ګرځي.
د سپټمبر په 16 د ناکراریو او لاریونونو له پیل څخه څو ورځې وروسته، واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې څرګنده کړه، چې پنټاګون (د امریکا دفاع وزارت) په مجازي نړۍ کې د دوی د یوشمېر جعلي اکاونټونو له افشا کېدو وروسته، د خپلو آنلاین هڅو او رواني عملیاتو پراخه پلټنه او ارزونه پیل کړې. په مجازي نړۍ کې دا جعلي اکاونټونه د سنټکام (CENTCOM) (په لوېدیځه آسیا کې د امریکا د مرکزي قوماندۍ) لخوا اداره کېږي.
ایران د سنټکام په جغرافیايي برخه او آجنډا کې موقعیت لري او د امریکا د اصلي دښمن په توګه د اسلامي جمهوریت د اوږدمهاله درېځ په پام کې نیولو سره، ممکن د حیرانتیا وړ نه وي چې د رواني جګړې د هڅو یوه مهمه برخه او د پنټاګون د دې برخې جعلي معلومات، په دې لوري هدایت شوي وي.
دوو ګرافیکا(Graphika) مؤسسو او د سټینفورډ انټرنیټي څارنځای (Stanford Internet Observatory) د "نه اورېدل شوي غږونه: د لوېدیځ پټو نفوذي عملیاتو د پنځو کلونو ارزونې" تر سرلیک لاندې په یوې ګډې 55 مخیزې څېړنې کې، د ایران د مجازي نړۍ په ګډون، په ټولنیزو پاڼو کې د پنټاګون د دغو جعلي اکاونټونو فعالیت څېړلی دی.
د دې څېړنې له مخې، د جعلي خبرونو د خپرولو لپاره، د یوې پټې شبکې د جوړښت رامنځته کول وو، کوم چې په لسګونو مجازي پاڼو کې د زرګونو یو بل سره تړلي کاروونکي اکاونټونه اداره کول، ترڅو په ایران کې عامه افکارو اداره کړي. د دې څېړنو خپرېدو وښودله، چې د خپاره شوي جعلي خبرونو او د امریکا د پوځ د مجازي ځانګړي واحدونو ترمنځ اړیکه شتون لري.
جعلي خبرونه د ټولنیز-سیاسي انفلاسیون په شرایطو کې، د خپرېدو ډېر ځواک لري او یقینا د برید شوي هېواد د سیاسي سیسټم شتون په نښه کوي. په ایران کې هم د اقتصادي ستونزو رامنځته کېدل او د خلکو د ژوند سختېدل، د دغو جعلي خبرونو د پراخ خپرېدو لپاره یو ډېر مناسب ډګر رامنځته کړ.
د یو امریکايي ښې اړخې افراطي نظریه وړاندي کوونکي، د جک برکمن (Jack Burkman) په وینا: "جعلي خبرونه یوه وسله ده او موږ هم هڅه کوو چې له هغې څخه کار واخلو. جعلي خبرونه د کیسې د خپرولو لپاره یوه ګټوره لاره ده. تاسو د رسمي خبري آژانس پر ځای یوه ویب پاڼه جوړوئ، او خلک هم د هغه پر خبرونو باور کوي.
او حتی هڅه کوي چې دا ډېر نشر کړي، یقینا چې دا د یوې پېښې پر خپرېدو هم اغېزه لري، ځکه چې خلک یې کاروي، خو نن ورځ دا د لومړۍ نړیوالې جګړې پېښې او د کیمیاوي وسلو کارولو په څېر د جګړې په وسلو بدل شوی، هرڅوک یې کاروي، نو تاسو هم باید دا وکاروئ او دا شونې ده یوه نظریه وګڼل وشي."
د جعلي خبرونو ماهیت داسې دی، چې په چټکۍ سره خپرېږي، خو د حقیقت روښانه کولو لپاره شونې ده څو ورځې او حتی څو میاشتې وخت ونیسي. اوس پوښتنه دا ده، چې آيا واقعي خبرونه د دې ډول دروغو له امله رامنځته شوي زيانونه جبرانولای شي؟ هېڅکله
آیا د پېښې حقیقت به تل د جعلي خبرونو مخاطبانو ته ورسېږي؟
د جعلي خبرونو د خپرېدو او د ناوړه وضعیت په دوره کې، په ټولنیزو پاڼو کې د دې ډول مطالبو شتون، ممکن بې ګتې او بې ارزښته ښکاره شي، خو کله چې دا خبرونه راټول او تحلیل شي، د یوې قوي او احتمالي خطرناکې وسلې په توګه رامنځته کېدای شي، چې کولای شي د پنټاګون د "رژیمونو بدلون" په وسلو کې یوه وسله وي.
ژباړه: زماني