May 07, 2023 07:45 Asia/Kabul
  • افغانستان او پآکستان په تېره اوونۍ کې

په دوحې کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشری د افغانستان په هکله نړیواله غونډه، او اسلام آباد کې د افغانستان، پآکستان او چین درې اړخیزه غونډه او په پارچنار کې د اهل تشیع ښوونکو وژله په تېرې اوونۍ کې د افغانستان او پاکستان د مهمو پېښو څخه بلل کیږي.

په تېره اوونۍ کې د ملګرو ملتونو له لورې د افغانستان په هکله یوه نړیواله غونډه د قطر په پلازمینې دوحې کې تر سره شوه، د دغې غونډې هدف له طالبانو سره د چلند د څرنګوالې ټاکل وه، د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش د غونډې مشرې په غاړه درلوده، سره له دې د طالبانو د سرپرست حکومت څخه هیڅ یو استازی دې غونډې ته وربلل شوی نه وو، د دوحې د غونډې په ترڅ کې د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره، د افغانستان په هکله خبرې اترې وکړې، په دغه ملاقات کې د افغانستان په هکله د ایران لیدلوري د ملګرو ملتونو له عمومي سرمنشي ته وړاندې شوه. همدارنګه د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د ځانګړی استازی له لورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خپلواکۍ او د خپلواکو فیصلو د تر سره کولو په ضرورت باندې تاکید وشو. په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د اعلامیې له مخې، د افغانستان کړکېچ یوازې په سیمه ایزو لارو چارو او د ملګرو ملتونو په ملاتړ سره هوارېدونکی دی. داسي یوه مساله چي له څلورو لسیزو را په دې خوا د تهران له خوا تعقیبیږي. د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغان ولس ملاتړ پاته شوی او د افغانستان د کړکېچ د هوارولو په موخه یې د ملګرو ملتونو له دریځ څخه ملاتړ کړی دی.

په تېره اوونۍ کې د ملګرو ملتونو سازمان او ورسره اړوندې ادارې د افغانستان په برابر خپل فعالیتونه زیات کړي دي، د دوحې له غونډې سره هممهاله د ملګرو ملتونو د خوړو او کړهنیزو چارو څانګې (FAO) په افغانستان کې د لوږې په هکله د خبرداری په ورکولو سره اعلان وکړ چي په ټوله نړۍ کې د لوږې کچه زیاته شوې ده، د دې ادارې له راپور سره سم، افغانستان د هغو اوو هیوادونو په شمېر کې راځي چي وګړي یې له سختې لوږې او بې وزلۍ سره لاس په ګرېوان دي. دا څلورم کال کیږي چي په نړۍ کې د لوږو او بې وزلو کسانو شمېر چي سملاسي مرستو ته اړتیا لري په زیاتېدو دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او د کړهنیزو چارو څانګې اعلان  وکړ چي په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د نړۍ په ۵۸ هیوادونو کې ۲۵۸ میلیون کسان د خوړو له کمښت مخامخ شوي دي. په داسي حال کې چي دا شمېر په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په ۵۳ هیوادونو کې ۱۹۳ میلیون کسان بلل شوي وه.

دا د لومړي ځل لپاره نه دی چي نړیوالې ادارې په افغانستان کې د لوږې او د بې وزلۍ په هکله خبرداری ورکوي. که څه امریکا له دوو لسیزو نیواک وروسته، په ذلت او خوارۍ سره له افغانستان څخه وتلو ته مجبوره شوه لیکن طالبان هم په دې هیواد کې د واکمن پلاوي په توګه د افغان ولس د لوږې او بې وزلۍ په وړاندې مسئول دي او باید د دې ستونزې د هوارولو لپاره په نړیوال ډګر کې د باوري فضا په رامینځ ته کولو سره، هلې ځلې وکړي.

په تېره اوونۍ کې په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست د حکومت د اقتصادي چارو وزیر قاری دین محمد حنیف د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لوړي کمېشنرۍ له مرستیالې ګیلیان تریکس سره خبرې اترې کړي دي. په دغه لېده کاته کې ګیلیان تریکس د ملګرو ملتونو د لوړې کمېشنرۍ د فعالیتونو په هکله د راپور په وړاندې کولو سره، جوته وکړه چي بامیان ولایت ته د سفر پر مهال د خلګو له تود هرکلی سره مخ شوې او په دغه ولایت کې یې له عام المنفعه پروژو څخه کتنه کړې ده.

د تریکس په وېنا، د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د ۱۴۴ بې ځایه شویو کورنیو لپاره په بامیان ولایت کې استوګنځی جوړوي. سره له دې په افغانستان کې حالات خراب دي او ولس له ډول ډول ستونزو سره لاس په ګرېوان دي. په داسي ډول چي نړیوالې ټولنې تل په افغانستان کې د ناوړه حالاتو د انساني پایلو په هکله خبرداری ورکړي دي. د افغانستان د چارو کارپوه اکرم عارفي په دې اړه وایي:  د افغانستان د ولس بشري حقوقو او د ژوندانه چارو پورې اړوندو مسایلو په وړاندې د طالبانو بې پروایي چي د نړیوالو نیوکو لامل شوی دی، افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دوام په زمینه کې د ناهیلۍ رامینځ ته کړي دي. په دې خاطر د طالبانو ډله باید د نړیوالو د مثبت نظر د راجلبولو لپاره په افغانستان کې په خپلو سیاستونو او کړچار کې بیاکتنه وکړي او دا وښیي چي له افغانانو سره د نړیوالو اصولو په چوکاټ کې چلند کوي، څو د نړیوالو مرستو څپې بیا د افغانستان په لورې روانې شي.

تیره اوونۍ پاکستان هم له مختلفو پېښو سره مخامخ شوی دی چي تر ټولو مهمه یې په اسلام اباد کې د پاراچنار د اهل تشیع د لږکیو د وژلې په خلاف پراخې مظاهرې وې، د پآکستان اهل تشیع د جمعې له لمانځه وروسته، د پاراچنار په ښار کې اتو اهل تشیع ښوونکو د وژلې په غندلو سره، مظاهرې وکړې. دې سره هممهاله په پېښور، لاهور، کراچي او کوېټه کې هم د شیعیانو د وژلې په خلاف پراخې مظاهرې وشوې.

په اسلام اباد کې مظاهرې  د مجلس وحدت مسلمین د ګوند د پلویانو له لورې تر سره شوي، مظاهره کوونکو د مذهبی اختلافاتو د غندنې او د مسلمانانو تر مینځ د وحدت د شعار په ورکولو سره، په پاراچنار کې د اهل تشیع د ښوونکو د وژلې غنده وکړل او  د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چي د دې هیواد د اهل تشیع کړاونو او رنځونو ته پآملرنه وکړي. د پآکستان د مجلس وحدت مسلمین د ګوند مشر علامه ناصر عباس جعفري په سرحدي سیمو او په ځانګړې توګه په پاراچنار کې د امنیت د تامینولو لپاره د یو نیم ارګانونو له منفي رول څخه د خواشینی په څرګندولو سره، وویل: د پاکستان ټولنه هیڅکله د اسلامي وحدت په خلاف د دسیسو زغم نه شي کولای، د هغو عناصرو مخه باید ونیول شي، چي د اهل تسنن او اهل تشیع تر مینځ د ورورولی او وحدت د ورانولو هڅې کوي. د پآکستان ولسمشر عارف علوی او لومړي وزیر شهباز شریف په یوه پیغام کې د پاراچنار په ښار کې د ښوونکو د وژلې غندنه کړې ده او له امنیتي ارګانونو څخه غوښتي دي چي د دې جنایت د لاملینو د نیولو لپاره جدي اقدامات وکړي.  د پاراچنار ښار د کرم د ایجنسۍ مرکز دی چي اکثره په کښې اهل تشیع میشت دي، دغه سیمه په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د خیبرپختونخوا د نورو سیمو په ښمول د پاکستان له خاورې سره یوځای شوه، په یاده سیمه کې تل بې دفاع وګړي د تکفیري او ترهګرو د جنایاتو ښکار ګرځېدلي دي.

په تېره اوونۍ کې د پاکستان د خارجه وزارت مرستیالې حنا ربانی کهر د ملګرو ملتونو له عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په کتنه کې اعلان وکړ چي اسلام اباد تمه لري چي په افغانستان کې د طالبانو له سرپرست حکومت سره د تعامل لپاره، له نړیوالې ټولنې سره د یوه مکانیزم په جوړولو کې مرسته وکړي. دغه ملاقات هم د دوحې د غونډې په ترڅ کې تر سره شو.  د حنا رباني په وېنا، پاکستان په دغه وړاندیز کې د افغانانو په سملاسي بشردوستانه اړتیاو او د دې هیواد د خلګو لپاره د دوامداره اقتصادي فرصتونو په رامینځ ته کولو تمرکز لري.

هغې همدارنګه د امریکې، روسیې او چین له ځانګړو استازو سره هم د افغانستان په هکله سلامشورې وکړې، پاکستان چي له طالبانو څخه په ملاتړ باندې مشهوره دی هڅه کوي په هرې ممکنې طریقې سره، نړیواله ټولنه طالبانو سره، د تعامل لپاره وهڅوي، خو د پاکستان دغه هلې ځلې تر اوسه پورې کامیابې شوې نه دي. ځکه نړیواله ټولنه کې داسي انګېړنې موجودې دې ګواکې پآکستان د طالبانو ملاتړ دی او د افغانستان د ستونزو د حقیقي حل لپاره، رېښتنی همکاري نه کوي.

په تېره اوونۍ کې د پآکستان په پلازمینې اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت، چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو درې اړخیزه غونډه وشوه، د چین د بهرنیو چارو وزیر کین کانګ او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی او د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو په دغه غونډه کې ګډون کړي وه. 

د چین د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند وانګ ونبین په وېنا، د چین خارجه وزیر پاکستاني چارواکو سره، له دوه اړخیزو غونډو وروسته، به د طالبانو له خارجه وزیر په ګډون په درې اړخیزه غونډه  کې برخه واخلي.

هغه د طالبانو د حکومت له لورې د نرمښت په ضرورت باندې په ټینګار سره، وویل:  که څه هم د افغانستان  په خلګو سخت حالات تېر شوي، لیکن اوس هم افغانان له پراخو ننګونو سره مخامخ دي او د نړیوالو ملاتړ ته سخت ضرورت لري.

هغه زیاته کړه:  نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د طالبانو له سرپرست حکومت سره خپلې اړیکې پراخې کړي، د بیارغونې لپاره د کابل له هلوځلو څخه ملاتړ وکړي او طالبان د یوه ټول شموله حکومت جوړولو، مینځلارې سیاستونو خپلولو، ګاونډیانو سره د ښو اړیکو رغولو او ټروریزم سره د مبارزې تر سره کولو ته وهڅوي.

د قطر په پلازمینې دوحې د ملګرو ملتونو له لورې د افغانستان غونډه او په اسلام اباد کې د پاکستان، طالبانو او چین درې اړخیزه غونډه، دواړه د افغانستان د چارو د څېړلو لپاره مهمې غونډې وې، او په سیمې او نړۍ کې د افغانستان په هکله په مسایلو کې د واحد نظر له رامینځ ته کېدو سره مرسته کوي، د افغانستان په هکله د سیمه  ایزو او نړیوالو غونډو هدف، د واحد نظر رامینځ ته کول، د باوري فضا جوړونه او د سولې او ثبات رامینځ ته کول دی.

د سیاسي چارو شناند منصور احمد خان په دې اړه وایي:  طالبان د خلګو د ستونزو د هوارولو لپاره له درانه مسئولیتونو سره مخامخ دي، دغه شان حالاتو کې د افغانستان ګاونډیان او چین هیواد وښودله چي مرستو ته تیار دي، د افغانستان داخلي حالاتو ته په کتو سره، که چین او یا هم د سیمې نورو هیوادونو د پآکستان له عینکو څخه افغانستان ته وګوري، په افغانستان کې حالات کې به نور هم پېچلي شي، ځکه چي نړیوال دې نتیجې ته رسېدلي دي چي د افغانستان ستونزې د طالبانو له لورې د واک په انحصار او د ځینو هیوادونو په دوه ګوني چلند سره، هوارېدای نه شي.