ټرمپ د جنسي فساد په خاطر ۵ میلیون ډالره جریمه شو
-
جین کارول او ټرمپ
د امریکا سترې محکمې د دوشنبې په ورځ، د «جین کارول» د جنسي ځورونې او جنسي تېري د تورونو په تړاو د ډونالډ ټرمپ د استیناف غوښتنه رد کړه او یادې میرمنې ته د ۵ میلیون ډالرو د تاوان د ورکولو حکم وکړ.
کارول په ۲۰۲۲ کال کې دعوه کړې وه چې ټرمپ د ۱۹۹۰مې لسیزې په منځنیو کلونو کې پر هغې جنسي تېری کړی او وروسته یې د هغې د ادعاوو د ردولو پر مهال یې نوم هم وربد کړی دی. منصفه پلاوي د هغې په ګټه پرېکړه وکړه او د ۵ میلیون ډالرو تاوان حکم یې صادر کړ.
د امریکایې رسنیو د راپورونو له مخې، د ۲۰۱۹ کال د جنسي تېریو او ځورونو پورې اړوند په جلا دوسیه کې هم محکمې ټرمپ د ۸۳ میلیون ډالرو د تاوان په ورکولو محکوم کړی وو.
ټرمپ ټول تورونه رد کړي او د خپل حقوقي ټیم له لارې یې ادعا کړې چې دا دوسیې د ډیموکراټانو له خوا په سیاسي موخو سره جوړې شوي دي.