May 13, 2023 12:45 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران دپښتو خپرونې  او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په پيل کې درته په تیرې اونۍ کې د امریکا د ځينو پيښو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآورو او بیا مو  هم رابولوو،د ځينو  موردونو په باب دتحلیلي برخې کتوو ته.نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

*/*/*/*/

د یرغلیزو وسلو د ممنوعیّت لپاره له کانګرسه  د جوبایډن غوښته

*/*/*/

د امریکا د ملی پورونو د بحران د پايلو په باب خبرداری

*/*/*/

او د  امریکا په پولو کې  د کډوالو په کیمپونو کې بوږنونکی وضعیّت ،  په تیرې اونۍ کې د امریکا ځيني مهمې پيښې وې ،نو اوس مو هم رابولو ، دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .

************************

   د امریکا ولسمشر جوزف بایډن په هغو نوو مرګونو ډزو پسې  چې په ټيګزاس  کې پیښې شوي،د یرغلیزو وسلو د مالکیّت د منع کولو لپاره په کانګرس کې دیوې مسودې  د تصویبیدا غوښته وکړه. هغه  دغه راز د تیرې شنبې په ورځې په ټيګساس  ایالت په آلن ښار کې په مرګونو ډزو پسې ددغه هیواد   له کانګرس وغوښتل،په امریکا کې د ګرمو وسلو د مالکیّت د ممنوعیّت  لپاره دې یوه مسوده تصویب کړي.جوبایډن  په هغه پوسټ کې  چې په ټویئټر تولینز چینل کې ئې خپور کړی،لیکلي دي،یوځل بیا کانګرس باید د یرغلیو وسلو  او په لوړ ظرفیّت سره د چجَرو  دمالکیّت  د ممنوع کیدا. د مخینو  د جامعې ارزونې،د امنیت دساتنې د ضرورت او د وسلو د تولیدونکو د  خوندي کیدا دختمولو  په موضوع سره یوه مسوده ماته راولیږي. زه به  ئې سملاسي لاسلیک کړم .مونږ  د خپلو واټونو د امنیت د ساتلو لپاره لږترلږه دغې مسودې ته اړتیا لرو.:د تیرې او نۍ په  شنبې په ورځې د امریکا په ټيکساس ایالت کې په آلن ښار کې په یوه مارکیټ کې  په ډزو کې  اته کسان وژل شوي دي.پولیسو یرغلګرپه ډزو وواژۀ. جوبایډن ټينګار کړی،دغه شان ګستاخه حمله ډيره شاک  رامینځةکونکي وه. مونږ  د انسانانو دژوند د ژغورنې لپاره  ډیرو چټکو  او لازیاتو اقداماتو ته اړتیا لرو،په امریکا کې له وسلو سره د اړونده تاؤتریخوالو د آرشیو ادارې  احصائې او  شمیرنې ښئ چې د ۲۰۲۳کال له اپریل راهسې تر دې دمه په امریک کې د ډزوکابو دوه سوه  پيښې  شوي دي چې له ۲۰۱۶کاب راهسې  تر دې دمه  په دې پړاؤ کې  په دغه هیواد کې دډزو ترټولو زیاتې احصائې  حسابیږي.په درستې امریکا کې له ډزو سره اړونده  له ډيرو پيښو سره سره،تر دې دمه د متحده ایالاتو  دکانګرس پشمول  ددغه هیواد چارواکي  د وسلو د لابیانو په دباؤنو سره حاضر شوي نه دي،په امریکا کې د وسلو دګرځولو دمحدودولو لپاره څه اقدامات وکړي.

Image Caption

 

          د امریکا ولسمشر جوبایډن  جمهوری غواړي تورن کړل چې  دمتحده ایالاتو اقتصاد ئې برمته کړی  دی او له پروګرام پرته  د بودجې  له کمیدا سره  د پور له  زیاتولو سره ئې  خپلې رائې  مشروطې کړي دي. د امریکا ولسمشر ووئيل، د کانګرس د جمهوری غواړو له مشرانو سره په لیدنې کې به له دوي بیا وغواړي ،هغه څه چې (مخکینیو ) قانون جوړونکو  تل ترسره کړي دي ، دوي ئې هم  هماغه شان وکړي.جوبایډن  یو ځل بیا ټینګار وکړ، دغه اندازه چې ټوله عمومي پور محدودي،  د ډونالډټرمپ  د ولسمشرۍ په پړاؤ کې  درې ځله زیاته شوې ده. بایډن ، د جمعې په ورځې  دخپرو شیوو  کارکسب  پیاوړو  شمیرنو باندې په تکیې سره ، پر مخالفانو نیوکې کړي چې  غواړي  دغه ټوله پرمختګ شنډ کړي . په داسې حال کې چې   جمهوری غواړي ، د  کانګرس اکثریّت   او په مشرانو جرګې کې  محدود لږکي  لرونکي  دي ، غواړي ، د پور موافقه  د لګښتونو له کمولو سره اړونده کړي. د امریکا ولسمشر په دې اند د ی چې  دغه دواړه شیان  سره  اړونده نه دي . اتیا کلن ډيموکراټيک ولسمشر چې  د پور په باب  خبرواترو ته حاضر نه دی، ووئيل، مونږ  دبودجې او لګښتونو  د مسئلو په باب دبحث لپاره تیار یوو. دامریکا کانګرس باید په منظمه توګه د عمومی پورونو  اندازه  چې  د نړۍ لومړنۍ اقتصاد ئې   دزیاتولو  اجازت لری، رايه ورکړي.فیډرل حکومت  د جنورۍ په مینځنیو کې  په حقیقت کې  دغې مشهورې اندازې  یعني یو دیرش زره میلیارډډالري  اندازې ته رسیدلی دی،خو تر اوسه پورې  د حسابدارۍ له چلولونو څخه په استفادې سره ئې دغه وضعیّت  مدیریّت کړی دی. په عین  حال کې  دامریکا دخزانې وزارت خبرداری ورکړی دی چې  په کانګرس کې د راي د نه اخستو په بڼه کې  حکومت ممکنه ده، د جون له لومړۍ څخه ځان  په ځينو ټولنیزو  لګښتونو کې ډیرې کمیدا ته پابند کړي.جمهو

Image Caption

 

          په نړۍ کې د ډالرو  د ودې  مخ  په ځوړتیابهیر ترڅنګ  دامریکال د پورونو بحران ،  ددغه هیواد په وړاندې یو ستر چیلنج  جوړ شوی دی.  د ډالرو د ځوړتیا ویره له حده زیاته ډيره شوې ده ،خو د امریکا دپورونو  او ددغه  هیواد د خطرناکو سیاستونو زیاتیدا،د ډالرو لپاره اصلي ګواښونه حسابیږي. د ګارډنر ،روسو او کویئن پانګونې د مدیریّت د شرکت مدیره پلاوي   یوه غړي تام روسو د امریکا د ملی پور په باب دخطرې ټلۍ ګړنګولې ده او خبرداری ئې ورکړې، چې ممکنه ده د ونډو په بازار دباؤ زیات شي.هغه په همداوروستیو کې  په یوې مرکې وئيلي دي ، چې د امریکا د حکومت د ډیرې قرضې او د امریکا یانو لپاره ئې  اوږدمهاله  نتیجو په باب  ډير اندیښمن دی  .د امریکا حکومت په جنورۍ میاشت کې  د پور له  خپلې ندازې یعني 31.4 ټریلیّن  ډالري اندازې تیر شوی دی  او ممکنه ده تر جون میاشت پورې خپلې مالی سرچینې ختمې کړي،مګر دا چې قانون جوړونکي د پورونو د اندازې د ختمولو لپاره کومې موافقې ته ورسیږي.روسو دغه راز ووئيل،حتی که دغه بندون حل شي ،هماغه شان  به ډير زیات پورونه موجود وي چې  راتلونکي نسلونه باید ورسره لاس او ګریوان  وي.فیډرل رزَرؤ (د امریکا مرکزی بانک) په تیرو څوارلسو میاشتو کې د هغه انفلیّشن په غبرګون کې چې په تیرو څلویښتو کلونو کې ترټولو لوړ حد ته رسیدلی دی،د ګټو اندازه ئې  تقریبا له صفره کابو تر پنځو فیصدو پورې زیاته کړې ده.

د ګلوپ نظر غوښتنې  نیتجې ښئ چې امریکایان د سیاسی رهبرۍکمزوری کیفیّت  د متحده ایالاتو په وړاندې ترټولو لوی مشکل  ګڼي. ددغې نظرسنجئ په  اساس ډیری امریکایان هماغه شان د حکومت رهبري له بل هرڅه زیاته د هیواد په وړاندې ترټولو مهمه ستونزه  ګڼي.دداغې موسیسې نظر غوښته ښئ د امریکا اتلس فیصدي لویان  ددغه هیواد سیاسی رهبري  ترټولو ستر مشکل ګڼي.دغې موسیسې د نظر سنجئ څرنګوالی او په کې د ګډون کونکو شمیر ته  له اشارې پرته وئيلي دي،د اریکا اقتصادي وضعیّت، ددغه هیواد د خلکو له نظر ترټولو  اندیښمنونکي دوهمه مسئله ده.په دې توګه چې د ګلوپ  نظر غوښتې ته دځواب ورکونکو څوارلس فیصدي برخې په دې باب اندیښنه څرګنده کړې ده.همدارازپه نهه فیصدو سره په انفلیّشن اندیښنه ، په اتو فیصدو سره د کډوالۍ پر موضوع اندیښنه او په اوو فیصدو سره د وسلو په ګرځولو اندیښنه دهغو اندیښنو برخې دي چې له دریم رانیولې ترپنځم پورې په لیکو کې راغلي دي. ګلوپ پخپلې اعلامیې کې زیاته کړې ده ،په هیواد کې د وحدت نشتوالی،جنایت او تاؤتریخوالی،له توکمپرستۍ سره توکمیزې اړیکې،بې وځلي او اخلاقي ،مذهبی او کورنیزه ځوړتیا هره یوه  په درو فیصدو سره د خلکو د لسو اندیښنو برخې دي.د بلې هغې نظر سنجۍ نتیجې چې تیره اونۍ خپرې شوي دي ،ښئ څه دپاسه اویا فیصدي امریکایان له سیاسی او اقتصادي نظره تر۲۰۵۰کال پورې د خپل هیواد راتلونکی مخ په کمزورتیا او ځوړتیا اټکل کوي.د پيؤ څيړنیزې موسیسې د نظرغوښتنې نتیجې هم ښئ چې څه دپاسه اویا فیصدي امریکایان باؤري دي چې متحده ایالات  به تر ۲۰۵۰کال پورې  څه خاص مهم هیواد نه وي. همداراز  یوه میاشت مخکې د وال سټریټ ژورنال  د نظر غوښتې نتیجو هم وښودله چې  چې په درست هیواد کې د امریکایانو لپاره  دودیزو ارزښتونو  اهمیّت ډير کم شوی دی.

Image Caption

 

 د امریکا  د نیویارک په میټرو کې د یوه تورپوستي مسافر پر مرئ د پښې په کیښودلو او د هغه د سابندولو په موخې سره د امریکا یوه پخواني پوځي  اقدام  چې  له ډيرو نیوکو سره  سره مخ شوی  او ډیری خلک دغه اقدام هم  په دغه ښار کې د بې کوره کیدا ،دروحي اونفسیاتي ناروغانو د زیاتیدا او دهغوي د درملنط د نظام نشتوالی ګڼي،په نیویارک ښار کې د سترو مظاهرو د لړۍ د پیلیدا سبب شوی دیږد منهیټن  سیمې څارنوال  ددغه پخواني پوځي په ضد چې هویّت ئې هم اعلان شوی نه دی،هیڅ تور نه دی اعلان کړی.دغه پخوانی پوځي د  مئ په لومړۍ نیټه،د  دیرش کلن تورپوستي جارډن نیلی پر مرئ  په دباؤ اچولو سره، په داسې حال کې  چې  هر دواړه پر شهري میټرو سوارۀ وو،خفه کړ.تورپوستی نیلی بې کوره هم ؤ.د امریکاپخوانی ۲۴کلن پوځي  چې سپین پوستی ؤ ، پولیسو ورڅخه پلټنې کړي دي خو خوشی شوی دی.‍د ځای مظاهره  چیانو منظمونکي تنظیم،د سپين پوستي پخواني پوځي اقدام  له محاکمې پرته سزا او د رنګین پوستو قربانیانو په ضد د قانون  دخپل سري  اجرا ته د سپین پوستو  دګروهنې یوه بیلګه  بللې ده . په سلګونو اعتراض کونکي د جمعې په ورخې په نیویار ک ښار کې سره غونډ شول  او  ددغه پخواني پوځي په ضد ئې شعارونه ورکړل او د هغه د تورنیدا او سزا کیدا غوښته  ئې و کړه چې  په میټرو کې ئې د یوه تورپوستي پر مرۍ په دباؤ اچولو سره دهغه دخپه کولو اقدام کړی او د هغه ژوند ئې اخستی دی. دغه پیښه، له هغو کسانو ددغه ښار او ښاروالۍ د ملاتړ نه کولو په خاطر د خلکو د غوسه کیدا لامل شوې  چې  نفسیاني ناروغان  او  بې کوره دي.د منهیټن  په شاوخوا کې په واشنګټن سکوایر پارک کې په مظاهرې کې  ګډون کونکو،د جارډن نیلي لپاره دعدالت او بې وځله کیدا جرم  نه دی په څير دشعارونو د پلې کارډونو په اوچتولو سره ئې اعتراضه مظاهره کړې ده.او د  منهیټن سیمې د څارنوالۍ ددفتر په وړاندې  ئې غونډه  ترسره کړې او د ناپيژاندي کس د پيژندلو او سزا کولو  چې دیرش کلن تورپوستي ژوند ئې اخستی، او دغه راز د اړمندو کسانو د ضرورتونو دپوره کولو غوښتې ئې کړي دي .  

= د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د  بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام وخت هم  همدومره ؤ نو تربل مطلب پورې  مو په نیاؤمن خدای سپارو ، ا... مو او ملګری ، بریالي اوسوکاله ووسئ.

(سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************