افغانستان او پاکستان په تېره اوونۍ کې
په تېره اوونۍ کې د پآکستان سیاسي حالات د عمران خان او تحریک انصاف د ګونډ پورې د اړوندو مسائلو د امله زیات کړکېچن وو، په داسي ډول چي د پاکستان حکومت د عمران خان په وتلو باندې د بندیز سربېره د تحریک انصاف د ګوند په ۶۰۰ غړو باندې د بندیز د لګولو او د دې ګوند د فعالیتونو د غیرقانوني اعلانولو خبره کړې ده.
د پاکستان حکومت د عمران خان د نیول کېدو په ضد د پاڅونکوونکو د دوسیې د څېړلو په دوام کې، د پاکستان پخوانی لومړي وزیر عنی عمران خان او د تحریک انصاف د ګوند په ۶۰۰ غړو د وتلو بندیز لګولی دی، یعني یاد کسان له پاکستان څخه وتلای نه شي، د اپوزیسیون د مشرانو د ممنوع الخروج کېدو په هکله د دې هیواد د حکومت پرېکړه په داسي حال کې شوې چي د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان
ادعا کوي چي په پاکستان کې نا اعلان شوی فوځي حکومت برقراره شوی دی او په دې هکله یې د پاکستان سترې محکمې ته عریضه وړاندې کړې ده.
د پاکستان ګوښه شوی لومړی وزیر د دې هیواد په امنیتي اداراتو او په حکومت باندې تور لګوي چي خپل مخالف ګوندونه د سیاست پرېښودلو او تحریک انصاف سره پرېکون ته مجبوره کړی دی.
د پاکستان جیو نیوز ټلویزیون اعلان وکړ چي عمران خان، مېرمنه یې او د تحریک انصاف د ګوند ۶۰۰ مشران د دې هیواد څخه د وتلو اجازه نه لري او امنیتي اداراتو ته امر شوی چي د یادو کسانو د بهرني سفرونو مخنیوی وکړي.
د پاکستان حکومتي چارواکو په راولپنډي، پېښور او لاهور کې د تیرې میاشتو په بلواو کې د تحریک انصاف ګوند غړي ګرم ګڼي. داسي تور چي د تحریک انصاف د ګوند له لورې رد شوی دی او دا د مخالفو سیاسي ډلو د ځپلو لپاره د حکومت دسیسه بولي.
د پاکستان دفاع وزیر اعلان وکړ، ټول هغه کسان چي په پوځي تاسیساتو باندې د برید پر مهال او له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې نیول شوي دي، د هیواد د اساسي قانون له مخې به د پاکستان د فوځي محکمو له خوا محاکمه شي. دولت دغو کسانو لپاره محکمې نه جوړوي ځکه چي په قانون کې د دغو عناصرو د محکمې او سزا څرنګوالې تعریف شوی دی. په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو لوړ کمېشنر په پآکستان کې د وروستیو بدلونونو او د تاوتریخوالو د امله اندېښنه څرګنده کړې ده او ډیموکراټیکو بهیرونو په دوام او د قانون د واکمنېدو په ضرورت یې ټینګار کړی دی.
په داسي حال کې چي په پاکستان سیاسي کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی دی د پاکستان مخکنی لومړي وزیر عمران خان د دې هیواد بحران د هوارولو په موخه له حکومت سره د سملاسي خبرو اترو غوښتنه کړې ده. د پاکستان مخکنی لومړي وزیر د جمعې په ورځ اعلان وکړ: زه په هیواد کې د روانو کښالو د ختمولو په موخه حکومت سره د سملاسي خبرو اترو غوښتونکی یم، د بلې خوا څخه د پاکستان مخکنی لومړي وزیر د یوه ویډیو په خپرولو سره، په دغه هیواد کې په روانو سیاسي حالاتو نیوکې کړي دي او د سیاسي فعالانو د ځپلو بهیر یې بې مخینې بللې دي.
عمران خان په داسي حال کې دا خبرې کړي دي چي د پاکستان پولیس د هغه د ګوند غړي یې نیولې دي، د پاکستان مخکنی لومړي وزیر له ګوښه کېدو څخه وروسته، د پاکستان د ټاکنو ملي کمیسیون او د هغه مشر په فساد او د ټاکنو د تر سره کولو د مخنیوي لپاره په دسیسې باندې تورونوي. پاکستاني رسنیو اعلان وکړ چي د عدلیې مسئولینو د ټاکنو په کمیسیون باندې د عمران خان د تورونو او سپکاوی د امله د هغه د نیول کېدو امر کړی دی. په دغه حالاتو کې د پاکستان حکومت او فوځ د تحریک انصاف د ګونډ د منحلولو په هڅه کې دي.
په تېره اوونۍ کې د پاکستان د عمومي محاسباتو کمیټې خبرداری ورکړ: که اسلام آباد د پاکستان او ایران تر مینځ د ګازو د نلکۍ د جوړولو چارې پیل نه کړي، باید ایران ته ۱۸ میلیارد ډالره تاوان ورکړي. د یادې کمیټې منشي نور عالم خان وویل: که امریکا پآکستان د ګازو د نلکۍ د جوړولو د پروژې لپاره له بندیزونو څخه معافیت ورنه کړي، نو باید په پاکستان باندې اوښتی تاوان ورکړي. هغه په ټینګار سره وویل: امریکا باید د پآکستان او هند په وړاندې د خپل دوګوني سیاست څخه لاس واخلي.
امریکا د هندوستان د انرژیو د ضروریتونو په وړاندې نرم چلند کوي لیکن د پاکستان په وړاندې سخت او قهرجن چلند کوي. په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې هیواد د عمومي محاسباتو کمیټې ته خبر ورکړی چي پاکستان ته د امریکا د سفیر له راستنېدو وروسته، باید ورسره یوه غونډه وشي.
یاده وزارتخانه ټینګار کوی چي روانو حالاتو او د ایران او پاکستان تر مینځ د ګازو د نلکۍ پروژې ته په کتو سره، دغه وزارت ایران او امریکا سره، د سلامشورو په شمول د ټولو لاروچارو په سنجولو لګیا دی. ویل کیږي چي په دې لړ کې د جنورۍ په میاشته کې یو ټیم له پاکستان څخه تهران ته سفر کړی چي د ګازو د نلکۍ په هکله ایران سره خبرې اترې وکړي.
د سیاسي چارو شناند احمد منصور خان په دې اړه وایي: له ایران څخه د ګازو د رانیولو په مساله کې د امریکا د نظر او پرېکړې غوښتنه په یو ډول سره، له خپلو مسئولیتونو څخه د اسلام اباد د تېښتې په معنا ده او غواړي په غیر مستقیمه توګه ایران ته ووایي چي اصلي ستونزه یې امریکا ده، خو دا په داسي حال کې دی چي پاکستان د لویه سره د ګازو د نلکۍ د پروژې د پلي کولو لپاره هیڅ اقدام تر اوسه نه دی کړی او یوازې د وخت د ضایع کولو هڅه کړې ده.
په تېره اوونۍ کې افغانستان هم د مختلفو پېښو او بدلونونو سره لاس په ګرېوان پاته شوی چي ایران سره د اړیکو او د هیرمند له سیند څخه د ایران د اوبو د ونډې سره تړاو لري. د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د انقلاب د بنسټګر امام خمینی ره په زیارت کې د دې په بیانولو چي په افغانستان کې اوسنی واکمني په رسمیت نه پېژنو او د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتونکي یو، ټینګار وکړ: طالبان ټوله افغانستان نه بلکې د دې هیواد د واقعیتونو یوه برخه ده. د هغه په وېنا له هیرمند څخه د ایران د اوبو د ونډې په هکله، د افغانستان له چارواکو سره ځینې خبرې اترې شوي او ایران په دې باور دی چي د ۱۳۵۱ لمریز کال د تړون له مخې، باید د اوبو په مساله کې حقوقي چارو ته پاملرنه وشي. د ایران دخارجه وزیر وویل: افغان چارواکو ته مو ویلي چي د اوبو د ونډې مساله په سیاسي اعلامیو سره نه شي هوارېدای او باید د حقوقي اقداماتو په چوکاټ کې ورته رسیدګي وشي.
امیر عبداللهیان وویل: تیت او پرک سرحدي نښتې چي په تېرو میاشتو کې د ایران او افغانستان په سرحدونو کې رامینځ ته شوي اندېښمنوونکې ده، عبداللهیان د ایران او افغانستان ګاونډیتوب او دواړو هیوادونو تر مینځ اوږدو پولو ته په اشارې سره، وویل: دواړه هیوادونه د تعامل ماسېوا بله چاره نه لري. هغه زیاته کړه: مونږ نه غواړو د مزار شریف دردوونکې پېښه بیا تکرار شي، بلکې غواړو په افغانستان کې د سولې او امنیت د برقرارېدو له بهیر سره مرسته وکړو او د افغانستان د اوسنیو واکمنانو څخه متقابلې تمې لرو. هغه وویل : افغانستان مونږ ته زیات اهمیت لري، مونږ له دې څخه چي په افغانستان کې ټول شموله حکومت نه دی جوړ شوی، ناراضه یو او دا مساله مو افغان واکوالانو ته ویلي دي، عبداللهیان همدارنګه جوته کړه: مونږ له زدکړي او تحصیل څخه د افغان انجوڼو او مېرمنو له محرومیت څخه ناراضه یو او دا د اسلام د ګران پېغمر د تعالیمو سره په ټکر کې بولو.
په تېره اوونۍ کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغی دفتر اوچا اعلان وکړ چي په وران میلادي کال کې د افغانستان خلګو ته د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو لپاره ۵۰۰ میلیون ډالرو ته ضرورت لري. یاده اداره په خپل ټوییټر کې ولیکل: د ژوند د ژغورونکو درملیزو په خدماتو کې د پانګونو نه شتون، په دغه هیواد کې د زیات شمېر ناروغانو د مرګ سبب ګرځېدایشي. اوچا زیاتوي: ۱۷ اعشاریه ۶ میلیون افغانان درملیزو خدماتو ته اړتیا لری، دا په داسی حال کې دی چي د روغتیا نړیوالې ادارې له دې مخکې ویلي وه چي په افغانستان کې په هر یو لک امېندوارو مېرمنو کې ۶۳۸ مېرمنې د ماشوم د زېږولو پر مهال خپل ژوند د لاسه ورکوي چي دا په ټوله اسیا کې تر ټولو اوچت شمېر جوړوي.
یونیسف هم اعلان وکړ چي په روان میلادي کال کې دوه میلیون او درې لکه افغان ماشومان به له خوارځواکی سره مخامخ شي.
په تېره اوونۍ کې په افغانستان کې د نیمرزو د ولایت د کډوالو د چارو رئیس اعلان وکړ چي کابو ۶۵ زره کډوال دې هیواد ته ورستانه شوي دي، د نیمروز د کډوالو د چارو رئیس مولوی عبدالله ریاض وویل: په تېره میاشته کې ۶۵ زره افغان کډوالو نیمروز ته راوښتي دي، هغه وویل چي دوې میاشتې مخکې هم ۵۴ زره کډوال نمیروز ته راستانه شوي وه، چي دا د کډوالو د راستنېدو د مخ په زیاتېدونکی بهیر ښودنه کوي. هغه یادونه وکړه چي راستنېدونکې کډوال مرستندویو موسسو ته معرفي کیږي.
د افغانستان د چارو سیاسي کارپوه په دې اړه وایي: افغانستان نن سبا له ایران څخه د کډوالو راستنېدو ته اړتیا لري ځکه چي هغوی په ایران کې له مختلفو کسب او کارونو سره، بلد شوي اوکولایشي د افغانستان په رغولو کې ونډه واخلي، په دې خاطر باید د طالبانو حکومت افغان کډوالو راستنېدو ته وهڅوي