Jun 28, 2023 12:51 Asia/Kabul
  • ویاړمنې میرمنې ۲

نن سبا ایراني میرمنې په مختلفو علمي برخو کښې فعال رول لري. نو د داسې غوره ایراني میرمنو د بیژندګلوۍ په موخه مو د پروګرامونو یوه نوې لړۍ پیل کړې ده چې نن یې درته دویمه برخه وړاندې کوو، 

دا خبره به مو بده نه وي چې ووایو ایران په نړۍ کښې د پوهه کسانو د پيدایښت له نظره یو داسې هیواد دی چې په مختلفو ډګرونو کښې په ډیرې لوړې علمي رتبې سره ځوانان وړاندې کوي او دغو ځوانانو نه یوازې په هیواد کښې دننه بلکې له پولو بهر هم ډیر ستر کارونه کړي او کوي یې.

۲۸ کلنه جینۍ سهیلا سامي هم د دې ټاټوبه له ځوان نسل څخه ده چې توانیدلې په یوې تکړه ډاکټرې بدله شي. هغه له Golf Medical  پهنتون څخه فارغ التحصیل شوې او په جرمني کښې د مغزو او اعصابو د جرّاحۍ د وروستي کال رزیډنټ ده او په دې لږ عمر کښې یې تراوسه د مغزو او اعصابو د سرجرۍ ۵۰۰ آپریشنونه کړي دي.

سهیلا سامي چې خپل رزیډنټي پړاؤ یې د جرمني د هانوفر د مغزو او اعصابو په مرکزInternational Neuroscience Institute)   کښې پیل کړ، د جراحت پيچلتیاوې یې د مغزو او اعصابو د مشهور او بې ساري ډاکټر پروفیسر سمیعي په خوا کښې زده کړې. دغه ایرانۍ میرمنه د خپل تخصص پيچلتیاوې داسې بیانوي: «د مغزو جراحي ډیره ظریفه جراحي ده چې یو ډاکټر یې د پياوړو مایکروسکوپونو لاندې ترسره کوي او د مغزو د سرجن کار دومره ظریف دی چې په داسې اعصابو کار کوي چې له ویښته نري دي داشان او د مغزو چاپیره پوټکی، ډیر نرې او نازک  دی او ډاکټران تر مایکروسکوپ لاندې له یو داسې نري پوټ سره مخامخ وي او د آپریشن په دوران کښې د مغزو د جرّاح ذهن په دې مشغول وي چې د ناروغه کس د لیدلو، خوځیدو او د بوی کولو او څکلو له حس او حافظې، خبرې کولو او پوهیدو په اعصابو کار کوي.

اوس ټول په ټکي پوه او خبر دي چې ایراني ښځې په مختلفو علمي برخو کښې فعال رول لري. له اسلامي انقلاب نه په مخکښې کلونو کښې د تعلیم یافته ښځو شمیر او د نجونو د تحصیل اندازه کمه وه. خو نن سبا د ټولني کلتوري فضا مساعده شوې ده او د ایراني میرمنو د تعلیم او زده کړې د اندازې پر زیاتیدو سربیره، په نجونو کښې د تحصیل شوق او په مختلفو علمي آزموینو کښې یې د کامیابۍ اندازه ډیره زیاته شوې ده.

دمګړۍ د پوهنتونونو د محصلینو څه باندې ۶۰ فیصده، نجونې دي. هم داشان له انقلاب نه پس، په ایران کښې د علم د تولید په غورځنګ باندې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي تاکیداتو ته په پام سره، د نوښتګرو او خلّاقو جینکو وړتیاوې غوړیدلې دي په په نړیوالو علمي المپیادونو کښې یې شتون وینو.

*/*/*/* /*/*/*/*/

د ډاکټر سهیلا سامي پلار، د زړه متخصص ډاکټر دی. سهیلا سامي هم له ماشوموالي نه د خپل پلار په برخه کښې له زده کړې سره مینه درلوده خو کله چې یې له پروفیسر سمیعي څخه بلنه ترلاسه کړه نو په دغې څانګې کښې یې زدکړه پیل کړه او له هغو ښځو سره اشنا شوه چې په دغې څانګې کښې کامیابې شوې دي او دې ته په پام سره چې د مغزو او اعصابو تخصص، د داسې کسانو د خوښې وړ څانګه ده چې د هوښیارۍ، وړتیا او روحي او بدني توانمنۍ له نظره تیار وي، نو هغې هم په دغه لور ګام واخیسته.

ډاکټر سامي د خپل کار د پيچلتیا او سختۍ سره سره له دې برخې او تخصص سره ډیره مینه لري. هغه په دې هکله وايي: د مغزو د یو پيچلي آپریشن لپاره ۱۲ ساعته په سټریلایزډ حالت کښې ولاړ یوو. به حقیقت کښې د مغز او اعصابو څانګه ډیره سخته ده او ښځه او سړی نه پيژني، یعنې داسې چې دا څانګه یو ستر سمندر بللی شو چې هره ورځ ترې باید څو نوې موضوعات زده کړو. په هم دې وجه د طب او جراحۍ دا برخه شاید له ځینو اړخونو څخه د میرمنو لپاره سخته وي خو مثبت ټکی یې هم دا دی چې یوه ښځه داسې ځانګړی ظرافت لري چې د مغزو له جراحۍ او آپریشن سره سمون خوړلې شي. البته د بیمار د سلامتیا د ساتنې په هکله د ډاکټر په ذهن باندې له موجودو دباؤنو سره مل د یو ۱۲ ساعتي آپریشن لپاره د پوره بدني توان او قدرت او وړتیا لرل، د دې څانګې ډیره مهمه برخه ده.

شک نشته چې د ښځې او سړي د طبیعي توپیرونو په وجه په ټولنه کښې د هغوي رول او د عمل میدان بدل دی. د اسلام له نظره ښځه د سړي په شان انساني هویت لري او د قرآنِ پاک په وینا، د انسان د کرامت د ترټولو لوړ عنصر په توګه الهي روحي، په هغوي(ښځې او سړي) کښې په برابر توګه پو شوی دی. قرآني آیتونه چې کله د انسان د جنین د جوړیدو مراحل بیانوي نو بې له دې چې جنسیت ته یې اشاره وکړي، د یوې ښکارندې او نوي مخلوق د وجود خبره کوي او دا په دې معان د يچې ښځه او سړی له انساني نظره، مساوي او یو شان دي، خو دواړه له مختلفو بدني او رواني اړخونو څخه، په ځینو فرقونو سره پنځول شوي دي، دغه توپیرونه هر یو، په خپل ځاې یو ډول ضرورت ګڼل کیږي او د هیڅ یو لپاره نقص او نیمګړتیا نه ده.

جوته ده چې په دغو فرقونو سترګې پټول، د انساني فطرت له لارې غړیدل دي. په دې وجه د ایران اسلامي جمهوریت اسلامي تعلیماتو ته په پام سره، د نجونو او ښځو د ودې او لوړاوي لپاره مناسبه زمینه برابر کړه. د ښځو د حقیقي څیرې انځورول او د هغوي د حقیقي شان او منزلت راژوندي کول سبب شول چې ایراني میرمنې د ښځې له رول څخه یو ماډرن مثال او یوه مختلفه طریقه نړیوالو ته وښايي.

په حقیقت کښې په اسلامي نظام کښې د ښځو درناوی وشه او ټولنه، په خپل انساني موقعیت کښې د هغوي له توانمنیو برخمنه شوه. دغې مقام، د ترقۍ په لور د ښځو تګ ګړندی کړ. مسلمانې ښځې دې مسئله ته پام لري چې ښځه او سړی دواړه د خدای تعالی مخلوقات دي او له انساني نظره، یو شان او برابر دي او خدای پاک د هیڅ­چا عمل نه ضایع کوي. لکه څنګه چې د سوره آل عمران په ۱۹۵ مبارک آیت کښې راغلي دي: زه په تاسو کښې د هیڅ ښځې او سړي کړی عمل نه تباه کوم.

ښايي زمونږ د دې ځوانې پوهاندې ترټولو مهمه ځانګړنه چې د خلکو پام ځانته اړوي، د هغې ستر او حجاب دی. سهیلا سامي هغه سترناکه میرمنه ده چې د ځینو ګمانونو په اپوټه، حجاب یې اهدافو او ارمانونو ته د رسیدو او په نړیوالو ډګرونو کښې یې د شتون مخه نه ده نیولې. هغې د خپل حجاب په هکله په یوې مرکې کښې ویلي دي: «ما په خپله خوښه او پوهه حجاب غوره کړی او دا نو په هیواد کښې په دننه یا بهر پورې هیڅ اړه نه لري»

ډاکټر سهیلا سامي د دې پوښتنې په ځواب کښې چې حجاب ورته محدودیت رامینځته کړی دی او که نه؟ ځواب ورکړ: «حجاب د جراحۍ په کار کښې ما ته هیڅ محدودیت نه دی جوړ کړی او حتی د آپریشن په کوټه کښې چې یو بشپړ سټریلایز شوی چاپیریال دی او پرله پسې باید لاسونه ووینځو او د ښځینه او نارینه همکارانو ترڅنګ کار وکړو، تراوسه ما ته هیڅ ستونزه نه ده پیښه شوې او دا ډول جامه، ما په خپله غوره کړې ده».

داشان، مسلمانه ښځه د حجاب په ساتلو او مناسبې جامې سره، د دې په ترڅ کښې چې خپل انساني شرافت ساتي، د خپلوانو او پردیو حد او حدود ټاکي او خپله خداې ورکړې ښکلا او جمال، د نورو د خوند اخیستو لپاره نه څرګندوي. هغه په عین حال کښې په فعاله توګه خپلې دندې او ټولنیز مسئولیتونه ترسره کوي.

په بله ونیا، مسلمانه میرمنه د دغه ډول جامې په آزادانه انتخاب سره، له ځان سره د نورو د اړیکې او تعامل ډول ټاکي او د خپل خصوصي او کورني حریم په بشپړې ساتنې سره، له خپلو ظاهري جذابیتونونو د نورو آزاده ګټه پوته کونه غیرمجاز اعلانوي او خپل ټولنیز ارتباطات، په ټولنیزو چارو باندې په مثبتې اغیزشیندنې کښې د فکر، تعقل، پوهې، وړتیاو او عملي توان په چوکاټ کښې تعریفوي.

داسې ده چې په مختلفو ټولنو کښې که د مسلمانې ښځې جامه په دا ډول طرزِ فکر سره، له نورو غوره اسلامي صفاتو او اخلاقو سره مل وي نو له هغې نه یو مسلط او پیاوړی انسان جوړوي چې د خپلو دندو او کورنیو چارو په اجرا کښېد کامیابۍ په ترڅ کښې به، په ګټه ور او مثبتو ټولنیزو خوځښتونو کښې هم اغیزناک رول ولري.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی