بې نقابه امریکا
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته په دغه هیواد کې د ځینو مهمو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو او بیا مو هم را بولوو،د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته،هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
*/*/*/*/
د امریکا په انتخاباتو کې د جوزف د بریالیتوب لپاره د ګوګل ایشواکونې
*/*/*/*/
په امریکا کې د داخلی جنګ د راپورته کیدا په باب خبرداری
*/*/*/
او د اوکراین په وړاندې د امریکا په ورانکار سیاست رابرټ کنډي جونئيّرسختنې نیوکې، په تیرې اونۍ کې د امریکا ځيني مهم بدلونونه ؤ، البته اوس مو هم رابولوو،دځینو موردونو په باب دتحلیلی برخې آوریدو ته
*************************
د ایم آر سي (څيړنیز رسندوئي مرکز ) د راپور په اساس، ګوګل د امریکا د ولسمشر جوزف بایډن د ټولو سیالانو د ۲۰۲۴کال د انتخاباتي کةپاینونو ویبسایټونه پټوي. د ایم آر سی د راپور په اساس،د جمهوری غواړي ګوند د لومړنۍ مقدماتي مناظرې څخه یوه ورځ مخکې په ګوګل کې د انتخاباتي کمپاینونو د ویبسایټونو لپاره د ویب په لټونې کې ،جتی په لومړی پاڼې د جمهوری غواړي ګوند یو کاندید هم نه ښکاري. دغه رسندوئي اورګان راپور ورکړی،حتی د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډټرمپ چې په نظر سنجیو کې د بایډن مټ په مټ بریښي،د لومړۍ صفحې کې ترڅو ورځو پورې ظاهر نه شو.حتی ډیموکراټ رابرټ آف کنډي جونئّیر چې د جوبایډن مقابل ددغه ګوند دکاندیدیا اصلی ګواښ دی ، اصلا په نتیجو کې ظاهر شوی نه دی،داپه داسې حال کې دي چې په یوې وروستۍ نظر غوښتنې کې د بایډن په مقابل کې ئې شل فیصدي رائ ګټلې دي. په حقیقت کې د ګوګل د سرچ په لومړنۍ پاڼه له بایډن پرته یوازینی ډیموکراټ ماریّن ویلیّیم سن ؤ چې په نظر غوښتنو کې په فیصدي کې په یوې رقمي هندسې کې لاندې دی.د رسندوئي څیړنو د مرکز د یوه مسئول ډن شنايډر په وینا،د امریکا پر رسندویو د څارنې او متحوا تحلیل کونکي محافظه کارې ډلې په پنجشنبې ورځې وئيلي دي ، ګوګل د بایډن په ضد هر ګواښ حذف کړی او یادونه ئې کړې ده ،ګوګل څرنګه سپينې ماڼۍ ته دهیلري کلینټن در سیدا لپاره خپلې ټولې هڅې کړي دي او له هغه مهاله ئې په انتخاباتو کې ګوت وهنو ته دوام ورکړی دی.رابرټ آف کنډي ددغې میاشتې په لومړیو کې پر ګوګل د خپل لومړي ترمیم د حقوقو د خلاف ورزۍ په دلیل شکایت او استدلال وکړ ، یوټیوب شرکت د هغو په پلۀ د پل په کیښودو سره دهغه محتوا د جوزف بایډن د حکومت په حکم سره بنده کړې ده . ټرمپ هم په ۲۰۲۱کال کې پر ګوګل د بیان د آزادۍ د حق د خلاف ورزۍ په دلیل شکایت کړی دی. یوټیوب او د امریکا پر کانګرس د ټرمپ د پلویانو د جنورۍ دشپږمې ورځې له حملې وروسته د اصلی بهیر نوره اجتماعي رسندویو دهغه لاس رسی سلب کړی دی. تیر کال مشخصه شوه څه دپاسه دولسو حکومتي ادارو د ټولنیزو چینلونو په پلیټ فارمونو دمحتوا خپریدا سنسر کولو حکمونه صادر کول چې لامل شوي یو قاضي له دغو پلیټ فارمونو سره د امریکا دحکومت دتماس دمنع کیدا فرمان صادر کړي .

د ۲۰۰۸کال د ولسمشرۍ د لومړۍ مرستیالۍ کاندیدې او جمهوري غواړې سارا پیلین د ډونالډټرمپ په ضد د څارنوالیو د جرم د اعلان په دوام سره ،په امریکا کې د داخلی جنګ د رابرسیره کیدا په باب خبرداری ورکړ. پيلین د امریکا د پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ په ضد د جرم داعلان لپاره د څارنوالیو اقدام محکوم کړ او ددغه پخواني چارواکي په ضد د قانوني تعقیبونو په دوام سره ئې دداخلی جنګ د پيښیدا په باب خبرداری ورکړی. هغې له نیوزمکس ټيلیویژني چینل سره په مرکې کې ووئيل،زه غواړم له دوي وپوښتم چې آیا غواړئ مونږ په داخلي جنګ کې سره لاس او ګریوان شو.؟. د جمهوری غواړي ګوند دغې مسئولې دغه مرکه هغه مهال کړې چې ټرمپ د جارجیا ایالت په فولټن کانټي زندان کې ځان معرفي کاوۀ.که څه هم ټرمپ شل منټه وروسته د دوه لکه ډالرو په مچلګې سره خوشی شو.په جارجیا کې پر ټرمپ د ۲۰۲۰کال د و لسمشرۍ د هغو انتخاباتو د نتیجو دلغوه کولو سره په ارتباط کې پر دیارلسو دسیسو او جرمونو ترون دی چې د هغه د ډیموکراټ سیال جوبایډن د بریالیتوب سبب شول. په ټول کې ټرمپ د څلورو اپیلونو له لارې ، دانتخاباتو دنتیجو د لغوه کولو ،د طبقه بندي شوي سندونو د ساتلو او د غیر اخلاقي فیلم یوه سټار ته د پیسو د ورکولو لپاره له یونوي تورونو سره مخ شوی دی . په دې مینځو میان کې ډیری څارونکي د داخلی جنګ او تاؤتریخوالي د رامینځةکیدا،حتی د ۲۰۲۱کال د جنورۍ په شپږمه نیټه دامریکا له ترینګلو حالاتو د لابدترو ترینګلتیاؤ په باب خبرداری ورکوي.

؛داخلی جنګونه څرنګه پیلیږي،او څرنګه ئې مخه ونیو؛نومې د کتاب لیکوال او دسی ائي اې یو سلاکار ، باربرا والټر په دې باب وائي، هیڅوک نه غواړي باؤر وکړي چې خپله محبوبه ډیموکراسي ئې د نابودۍ په حال کې ده،یا دجنګ په لور ځي::: هغه په دوام کې ټينګار کړی دی،امریکا د هغه هیواد په توګه ډيموکراسي پکې له څه دپاسه دوو پیړیو راهسې سسټماټيک شوې ، یوې ډیرې حطرناکې محدودې ته وارده شوې ده . میرمن ساراپیلین چې په ۲۰۰۸کال کې د الاسکا ایالت د ګورنرې په توګه ئې مسئولیّت درلود، په هماغه کال کې د باراک اوباما د جمهوری غواړي سیال جان مک کین په کاندیدیدا پسې ،د مک کین د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال په توګه معرفي شوه .
په امریکا د انفلیّشن داندازې کمیدا چې د اقتصاد پوهانو په اټکل شوي (دوه فیصدي)لارې کې نه ده، او ددغه هیواد مرکزی بانک فیډر رزرؤ تمه ئې هم نه ده پوره کړې ، ددغه بانک مشر جرومي پاؤل ئې د انفلیّشن د پيزواني کولو یا د ځوړتیا د زیاتولو (یعني د نه کنټرولیدونکي ځوړتیا تر حده دځوړتیا)پر دوه لاري راوستی دی . هغه که څه هم په پریکنده توګه، دوه فیصدي انفلیّشن ته د امریکا د حکومت د رسولو د پروګرام خبره کړې ده ، خو په محتاط انداز سره ئې وئيلي دي، دغه بانک تیار دی ، د ضرورت په بڼه کې ،دغې موخې ته درسیدا لپاره د سود اندازه لازیاته کړي.د فیډرل رزرؤ بانک مشر جرومي پاؤل په هغه کلني سیمنار کې ووئيل،دغه بانک تر هغه مهاله چې انفلیّشن په کال کې دوه فیصدي اوږدمهاله هدف ته بیرته ونه ګرځي ،د سود اندازې زیاتولو ته به دوام ورکړي، ځکه انفلیّشن د امریکا په اقتصاد کې هماغه شان چې په پیل کې ئې خیال کید، کم شوی نه دی . پاؤل ټينګار کړی دی ،دمرکزي بانک دنده دا ده چې انفلیّشن د دوه فیصدي ټارګټ تر حده کم کړي،او مونږ به دغه کار وکړو. د ا مریکا د مرکزي بانک مشر په دوام کې وئيلي دي ، مرکزي بانک تیار دی دضرورت په بڼه کې دسود اندازه لازیاته کړي او تر هغه مهاله چې ډاډمن شي،انفلیّشن یا د پیسو پړسوب په تل پاتې توګه د مونږ د هدف په لور حرکت کوي،دغه سیاست په محدوده سویه وساتي:: پاؤل اعلان کړی ، انفلیّشن له خپل اوجه کم شوی دی ،خو اعتراف ئې کړی بیّې هماغه شان لوړې باقي پاتې دي . په امریکا کې انفلیّشن د ۲۰۲۲کال په جون میاشت کې په وروستیو څلورو لسیزو کې خپل ترټولو لوړ حد ته یعني څه دپاسه نهو فیصدو ته رسیدلی چې دلیل ئې په ۲۰۲۰کال کې له کرونائي بحرانه وروسته د امریکادحکومت مرستندویه لګښتونه تر ټریلینز ډالره وو.د امریکا مرکزی بانک د انفلیّشن د پيزواني کولو لپاره پخپلې هڅې کې ،د ۲۰۲۲کال له مارچ څخه د سود اندازه،یولس ځله زیاته کړه او په تیرو دولسو کلونو کې ئې تر ټولو لوړ حد ته رسیولې ده .د امریکا د حکومت له خوا خپرې شوي شمیرنې (ډيټا) وښودله چې د تیر کال په نسبت سږکال په جولائي کې دمصرف کونکو بیّې درې اعشاریه دوه فیصده زیاتې شوي دي . که څه هم په متحده ایالاتو کې د انفلیّشن اندازه د تیر کال د نهه اعشاریه یو فیصدي اندازې په نسبت لاکمه ده ،البته د دوه فیصدو پورې د انفلیّشن داندازې دکمیدا لپاره ددغه هیواد دمرکزی بانک له موخې هماغه شان لیرې ده.دغه شمیرنې یو هغه اساسی عامل دی چې دن امریکا مرکزي بانک، د سود د اندازو د زیاتولو د دوام لپاره ورڅخه په استفادې سره ،فیصله کوي. په امریکا کې د پيټرولو بیّې په جولائي میاشت کې ک ابو دیرش سنټو پورې زیاتې شوي او په متوسط ډول په هرګیلن کې درې اعشاریه درې اتیا ډالرو ته رسیدلي دي. د تیر کال جولائي سره په پرتله کې سږکال په جولائي میاشت کې د حقوقو یا تنخواګانو اندازه څلور اعشاره څلور فیصده زیاته شوې او دد بیروزګارۍ اندازه ډیره لږه کمه شوې ده .

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډيموکراټانو کاندیدرابرټ آف کنډي جونئیر په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي،امریکا د اوکراین د ژغورنې په پلمه د یورانیمو لرونکو میرمنو په لیږدولو سره دغه هیواد نابودوي. رابرټ کنډي په ایکس ټولنیز چینل(پخواني ټوئيټر) کې پخپلې پاڼې کې لیکلي دي،امریکاد اوکراین د ژغورنې په پلمه د خپلو خطرناکو وسلو او پوځي مرستو سره دغه هیواد نابودوي. کنډي په دغه ټویټ کې د؛مړاوي ټاټوبی؛د لویدیځ د کمزورو یورانیمو لرونکي وسلې،اوکراین د یوه خطرناک ټاټوبي باندې بدلوي؛په عنوان سره د روسیې د خارجه وزارت د ویندوئې ماریا زاخارووا له خوا لیکل شوي یوې مقالې ته اشاره کړې ده.هغه چې له دې مخکې ئې هم د ایف -۱۶ ډوله جنګي الوتکو په لیږلو کې د امریکا په سیاست باندې په نیوکو سره دا، د بشریّت لپاره یو ګواښ بللی ؤ، ددغه ټویټ په دوام کې اوکراین ته د امریکا او لویدیځ له خوا د یورانیمو لرونکو میرمیو د لیږد په تائيدولو سره لیکلي دي ، څه وئيلو ته ضرورت نشته، که و لسمشر شوم ،نو دغه غیر محتاط او غیر انساني سیاست به ختم کړم . ماریا زاخارووا په مقالې کې په دې زمینې کې لیکلي د ي، له بده مرغه هغه ګواښ چې روسیه ئې په کرتو ګواښ کړی ،په اوکراین خاورې کې تائيدیږي. د امریکا او انګلستان له خوا د یورانیمو لرونکو مهماتو دسپارلو په دلیل اوکراین اوس په هغه ټاټوبی بدل کړی دی چې د هستوګنې وړ نه دی. زاخارووا په دغې مقالې کې لیکلي دي،اوکراین وال باید د ریډیو ایکټیؤ موادو له لرونکو مهماتو څخه ددغه هیواد د خاورې زرترزره د پاکولو غوښته وکړي. هغې زیاته کړې ده د امریکا او لویدیځي هیوادونو په وسیله اوکراین ته د کمزورو شوو یورانیمو لرونکو مهماتو او وسلو سپارل په دغه هیواد کې د خاورې د ککړتیا سبب شوي او دا دغه ټاټوبی په یوه داسې ټاټوبی بدل کړی چې دهستوګنې وړ نه دی.دغه راز ددغه ډول مهماتو څخه د استفادې نتیجې پر ګاونډي هیواد پولینډ هم منفي اغیزې شیندلی شی،چې په ځّينو پوله ایزو سیمو کې ئې اغیزې تر سترګو شوي هم دي .
دوستانو د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام وخت هم همدلته پاي ته رسیږي،نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو،باید ووایو چې د تهران ریډیو انټرنیټي ویب پاڼې ایډریس PARSTODAY.IR/PS هم درسره نوټ کړئ نو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن او پتمن خداي سپارو.
(سیماب)
*****************************************************************************************************************************************************