بی نقابه امریکا
مشرانو جرګه د ممتازو بوډاګانو په یوه کور بدله شوی ده
د بایډن د استیضاح داحتمال جدی والې
د امریکایی سناتورانو له وضعیت د نیکی هیلي سخته نیوکه
په اګست مایشت کې په امریکا کې د بیکارۍ زیاتیدا
په امریکا کې د ډله ایزو ډزو بی مخنینې زیاتیدا
او په امریکاکې د بی وزلو د ورزنیزو خوړو کمیدا د امریکا د تیرې اونۍ مهمې پیښې وې .
د امریکا د کانګرس د جمهوري غواړي ګوند استازي د اوړي د چټیانو له ختمیداوروسته نیت لري د امریکا د ولسمشر جوبایډن د استیضاح بهیر پیل کړی . د یو ایس اې ټو ډې د راپور له مخې د امریکا د ولسمشر بایدن د استیضاح ګونګسې له همدا اوسه د امریکا دکانګرس د جمهوري غواړو لخوا اوریدل کیږي ، په دې ډول چی کوین مک کارتی په یو لړڅرګندونوکې د استیضاح د بهیر تعقیبول یو طبیعی او مخ په وړاندی ګام وبله . مک کارتی د فاکس نیوز په یوه ټیلی ویژیونی پروګرام کې وویل د ولسمشر د استیضاح مساله او د سپینې ماڼۍ پورې اړونده مساییلو په اړه د بشپړه معلوماتو ترلاسه کول یو طبیعی او مخ په وړاندی ګام دی .
Impeachment یا استیضاح د تحقیقاتو دپیل لپاره اقدام په داسی حال کی ترسره کیږی چی جمهوري غواړو د پارلیمان د څارنې په کیمټۍ کې له همدا اوسه د بایدن د کورنۍ د تجارتي معاملاتو د اغیز موضوع د ملي امنیت لپاره د ګواښ په توګه مطرح کړی ده . سپینې مانۍ د جمهوري غواړو تورونه رد کړي دي او هغه یې بی اساسه اشاره بللی ده . د کانګرس محافظه کارو استازیو له تیرو میاشتو راهیسې د بایدن د استیضاح د بهیر د پیلولو غوښتونکي دي او دغه بهیر هغه وخت پیاوړی شو چی جمهوري غواړي وتوانیدل د کانګرس اکثریت څوکۍ ترلاسه کړي . د کانګرس د استازیو د څارنې کمیټۍ په ځلونو ادعا کړی ده چی جو سپینې ماڼۍ دغه ادعا رد کړی او وایی چی تراوسه د پام وړ مدرک ندی وړاندې شوی .
په ملګروملتو کې د امریکا پخوانۍ استازی میرمن نیکی هیلی د مشرانو جرګې په شمول په خپل هیواد کی د بوډا سیاستوالانو په شتون نیوکه وکړه . هیلی چی د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د جمهوری غواړی ګوند یوه کاندیده ده ، د کیمرې په وړاندې د خپل هیواد د یوه بوډا سناتور په بی حرکته پاتې کیدو غبرګون څرګند کړ . یو ویډیویی کلیپ چی په وروستیو کې د امریکا په این بی سی چینل کې خپور شو ، ښی چی د سنا د جمهوری غواړو د لږکی مشر میچ مک کنل د خبریالاتنو په ټول کی په تیره یوه میاشت کې د دوهم ځل لپاره څه د پاسه دیرش سیکنډه هک حیرانه پاتی شو . هغه په تیره یوه میاشت کې دوهم ځل دا کار کوی چی همداسی هک حیرانه پاتی کیږی . مک کنل له دې وروسته چی یو خبریال ترې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندید کیدا په اړه پوښتنه وکړه ، نو یو ځل یې فکر بل چرته لاړ او د یوې مودې لپاره یې خبری غونډه همداسی پریښوده . دغه چارې د امریکا په دولت او کانګرس کې د مک کنل په شان د بوډا سیاستوالانو د سلامتیا تر پوښتنې لاندې راوستی ده او امریکایانو ترمینځ یې د بایډن د وضعیت په شمول د عمر مقولې په اړه بحثونه بیا ګرم ګړی دي .
نیکی هیلی چی یو پینځوس کلنه ده له فاکس نیوز چینل سره په یوه مرکه کی د مک کنل لپاره رامینځته شوی بیښې غم راپارونکی وبللې ، خو ویې ویل چی مشرانو جرګه د ممتازو بوډاګانو په یوه کور بدله شوی ده .

نیکی هیلی د سیاست په ډګر کی د مک کنل د شتون پړاو د ستایلو وړ وباله خو ویې ویل چی د دې وخت رارسیدلی دی چی دغه ۸۱ کلن سیاستوال اود بایډن په شمول نور بوډا سیاستوالان او نوی کلن سناتور دایان فاینشتاین نور له قدرته څنګته شي . هیلی وویل غمیزناکه ده ، هیڅوک به د داسی صحنې له لیدلو ښه احساس ونلری . هغې په دوام کی وویل هغه څه چی غواړم ووایم دا دي چی سنا حاضر دمه په دغه هیواد کې د بوډاګانو په یوه ممتاز کور بدله شوی ده . مطلب مې دا دی چی مک کنل ډیر زبردست کارونه ترسره کړي دي او د ستایلو وړ دی خو سړې باید پوهه شی چی کوم وخت باید له قدرته څنګته شی . هیلی له دې مخکې هم څو ځله له ۷۵ کلونو بره انتخاباتي کاندیدانو د ذهني صلاحیت د ازمښتونو د ترلاسه کولو غوښتنه مطرح کړی ده . د عملی کیدا په بڼه کې د هغه په وړاندیز کی هم بایډن او هم ټرمپ چی په جون میاشت کې ۷۷ کلن کیږی ، شاملیږي .
په اګست میاشت کې په امریکا کی د بیکارۍ اندازه زیاته شوه اود ۲۰۲۲ کال له فرورۍ راهیسې تر ټولو لوړ حد ته ورسیده ، په داسی حال کی چی په جولای میاشت کې د بیکاري اندازه په لسو کې درې نیم فیصده وه . په دغه موده کی ۱۸۷ زره کاري فرصتونه رامینځته شول چی له هغې اندازې زیات وو چی اټکل یې کیده . دا په داسی حال کی دی چی له دې مخکې ژمنه ورکړل شوی وه ۱۷۰ زره کاري فرصتونه به رامینځته شي . خو په جون او جولای میاشتو کې د کارونو رامینځته کیدا له هغه څه کمه وه چی تمه یې کیده ، په دې ډول چی په دغو دو میاشتو کې ټول ۱۱۰ زره کاري فرصتونه رامینځته شول او دا له ورکړل شویو ژمنو کم وو . مخکې ژمنه ورکړل شوی وه چی په جون میاشت کې به ۱۸۵ زره کاري فرصتونه رامینځته شي چی د هغه څه په اپوټه وو چی اعلان شول ځکه چی یوازې د ۱۰۵ زره کاري فرصتونو اعلان وشو . په جولای میاشت کې هم لومړی اعلان وشو چی ۱۸۷ کاري فرصتونه به رامینځته شي چی بیا د دې په اپوټه یوازې ۱۵۷ کاري فرصتونه رامینځته شول . د امریکا د کار وزارت په یوه بیانیه کی وویل د سلامتیا په خدماتو ، د فارغ وخت ، هوټلینګ ، اجتماعي مرسته کونکیو او د عمراني چارو په زمینه کی کاري فرصتونه زیات شوي دي خو د ټرانسپورټ او تدارکاتو په برخوکې کاري فرصتونه کم شوي دي .
د کاري فرصتونو د زیاتو رامینځته کیدو سره سره د بیکارۍ د زیاتیدا په دې علت ده چی په اګست میاشت کې څه د پاسه نیم میلیون کسان د کار بازار ته ورداخل شول .
د فریکوینسي ایکانمیکز موسسو لوړ رتبه اقتصاد پوهه روبیلا فاروقی وویل تنخواګانې کمې شوی او د فعالو نفوس د زیاتیدا په علت د بیکارۍ اندازه تر ټولولوړ حد ته رسیدلی ده .
له کرونا وروسته د کاری ځواک کمښت په حقیقت کی ټیکه داران د تنخواګانو زیاتولو ته مجبوره کړی وو ، دا د کارګرانو لپاره ښه خبر وو خو همدغه چاره د ګرانۍ د زیاتیدا سبب شوی وه . د امریکا د مرکزی بانک مشر جروم پاول په وروستیو کې ویلی دی د کار په بازار کې د ارامښت په ټینګولو سره د منلو وړ سویې ته د ګرانۍ ورستنول امکان لری . د ګرانۍ کمول د مرکزی بانک یوه اصلی دنده ده . دغه هدف ته د رسیدا لپاره د مرکزی بانک اصلی اوزار د سود د ندازې زیاتول دی چی دغه سیاست بانکونه هم مجبوري کورنیو او شرکتونو ته په لوړه ګټه پورونه وړاندیز کړي . دغه چاره سبب کیږی مصرف یا پانګونه کمه شی او په بیو دباو کم شی . اوس مسله دا ده چی پوهه شو ایا فیدرل رزرو به د راتلونکی میاشتې په غونډه کې چی د ستمبر په ۱۹ او ۲۰ ترسره شی ، دغه سیاست ته دوام ورکړی یا نه ؟ د امریکا مرکزی بانک د ۲۰۲۳ کال له مارچ میاشتې راهیسې تراوسه د سود اندازه ۱۱ ځله زیاته کړی ده چی له ۲۲ کلونو پخوا تراوسه تر ټولو لوړ اندازه بلل کیږی .
سږ کال په امریکا کې د ډله ایزوډزو بیښې په بی مخینې توګه زیاتې شوي دي . د سی بی ایس ټیلی ویزیونی چینل په یوه راپور کی دغې موضوع ته اشاره کړی ده او وایی چی په ۲۰۲۳ کال کی د دغو بیښو قربانیان په اوڅاره توګه زیات شوي دي . دغه بهیر د امریکایانو ډیره اندیښنه راپارولی ده . په ۲۰۲۳ کال کی د امریکا د ډله ایزودزو شمیر دومره زیات شوی دی په یوه لسیزه کی یې مخنیه نده درلودلی . د ډله ایزو ډزو تعریف دا دی چی یو کس په څو کسانو ډزې کوی او په دغو دزو کې څلور کسان مړه یا ژوبل کیږي . البته په دغه شمیر کی حمله کونکی نه شمیرل کیږی .
په امریکا کی د بی وزلو د پور زیاتیدا هغو د روزانه خوړو کمولو ته مجبوره کړی دي . د هغو امرییکایانو شمیر ډیر زیات شوی دی چی خپلې د کور کرایې نشی ورکوې او د خپلو خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي . دا هغه نښې نښانې دي چی د امریکا په اقتصاد کې د مالي مشکلاتو د زیاتیدا ښودنه کوي . د خپرو شویو راپورونو له مخې په هغو کورنیو کی چی د خوراکي مرستو له پروګرامه استفاده کوي ، ۴۲ فیصدو په اګست میاشت کې خپل خوراکي پیکجونه حذف او ۵۵ فیصدو هم خپل ورزنیز خوړه کم کړي دي ځکه چی د خوراکي موادو د اخیستلو توان یې نه درلوده او د تیر کال په نسبت د دغو کسانو شمیر دوه برابره زیات شوی دی . د دغو شمیرنو په اساس په امریکا کې بې وزلۍ هماغه راز یوه ستره ستونزه بلل کیږی . دامریکا د شمیرنو سازمان په ۲۰۱۹ کال کی اعلان وکړ چی کابو ۳۴ میلیون امریکایان یعنی کابو د دغه هیواد لس اعشاریه پینځه فیصده نفوس بې وزله دي .
پای