Sep 23, 2023 15:15 Asia/Kabul
  • د لویدیځي آسیا بدلونونه ،په تیرې اونۍ کې

د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لویدیځي آسیا د تیرې اونۍ د بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پیل کې درته په دغې سیمې کې دځينو بدلونونو یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،بیا مو هم رابولوو، د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې  آوریدو ته ....

*/*/*/*/*/

د فلسطینیانو په ضد د وحشي صهیونیسټي پوځیانو د جنایتونو زیاتیدا

*/*/*/

چین ته د سورئې د ولسمشر له دوو لسیزو وروسته لومړنی سفر

*/*/*/*/

او د یمن د ولسی انقلاب د بریالیتوب نهمه کلیزه ، په تیرې او نۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې ځينې ممهې پيښې وې ،نو اوس مو هم رابولوو،دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .

****************************

 د  صهیونیسټ رژیم وحشي ډوله پوځیانو تیره اونۍ د فلسطینیانو په ضد تاؤتریخوالي نوره هم زیات کړل. دغو جنایتکارو پوځیانو تیره اونۍپه غزې او ځينو نورو لویدیځي سیمو کې یو شمیر فلسطینی ځوانان شهیدان کړي دي .

 موسی ابو مرزوق په یولړ څرګندونو کې  وظیلي دي ، په جنین کیمپ کې له خودکش ډرونز څخه  استفادې ته د نیواکګرو جنایتکارو مخه کول، د مقاومتی چورلیز د میړنیّو  اقداماتو په نتیجې او له دغو  اقداماتو سره له مقابلې د تیریګر رژيم په بې وسۍ کې  د دقدس د نیواکګر رژيم  دبحران د ژورتیا ښودنه کوي. ابو مرزوقدد حقوقي او نړیوالو ټولنو په چُپتیا کې  د صهیونیسټي دښمن دتیریو دوام ته په اشارې سره  ووئيل، ،مقاومت او مبارز ځوانان به دغو تیریو او جنایتونو ته کلک ځواب ورکړي.د حماس غورځنګ دغه مسئول مقام  روښانه کړې ده ،ددې چارې لازمه  له مقاومته او د فلسطینیو ځوانانو ملاتړ په تیره بیا د لاسي بمونو پراختیا ده او له دغه بهیره د  د ترسوو او تیریګرو صهیونیسټانو و یره او اندیښنه  له ورایه ښکاري، داسې  چې دصهیونیسټي رژيم پوځ  خپل ټول پوځيان په بشپړ ډول تیارسی کړي دي.

Image Caption

 

د حماس غورځنګ عزالدین قسام کنډکونو  هم په یوې اعلامیې کې په جنین کیمپ کې  ددغه کنډک دوو مبارزو غړو  شهادت ته په اشارې سره  ټينګار کړی دی، جنین به د صهیونیسټي نیواکګرو په وړاندې هیڅکله هم تسلیم نشي. په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی دی جنین ماته نه خوري او  د صهیونیسټي نیواکګرو جنایتونه به بې ځوابه پرې نږدي.

              د سورئې ولسمشر بشار اسد د پنجشنبې په ورځې د چین په سفر بیجینګ ته لاړ او په هانګژو ښار کې ئې  د چین له  ولسمشر  شی جین پینګ سره لیده کاته وکړل. د سورئې ولسمشر  چې د یوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ ئې چین ته سفر کړی، پرون ئې  د چین له ولسمشر سره کتنه و خبرې وکړې. د چین ولسمشر په دغې کتنې کې  ووئیل،دغه کتنه  ددواړو هیوادونو د اړیکو په تاریخ کې به یو مهم ټکی شي. او چین به  له یوه څخه دچورلټ ملاتړ او د دوستانه  ملګرتیا دلوړتیا لپاره  له سورئې سریه ملګرتیا ته دوام ورکړي. د سورئې ولسمشر بشار اسد هم په دغې کتنې کې هیله وښودله  چې په دغه  سفر کې د دمشق او بیجینګ ترمینځ یوه پراخه سټراټژيکه ملګرتیا رامینځةکړي.

د  چین او سورئې ترمینځ  دملګرتیا درې سندونه هم په دغه سفر کې لاسلیک شول. د اقتصادي ملګرتیا موافقه،ددمشق او بیجینګ  دچارواکو ترمینځ  د اقتصادي پراختیا په زمینې کې  د ملګرتیا او مبادلې لپاره دګډ تفاهم لیک  او  دغه راز د ونَ بیلټ ون روډ  نومې پلان د اجرا په باب  هم تفاهم نامه لاسلیک شوې ده.

دا له تیرو دوو لسیزو وروسته  چین ته د سورئې د ولسمشر لومړنی سفر دی چې  ولسمشر د اقتصادي او سیاسی لوړروتبه پلاوي مشري کوي. تر ټولو وروستي ځل  بشار اسد په ۲۰۰۴کال کې بیجینګ ته سفر کړی ؤ  او د چین د وخت له رهبر هوجین تاؤ سره ئې لیده کاته کړي وو .  چین ته د بشار اسد  د ۲۰۰۴ کال سفر،په ۱۹۵۶کال کې ددواړو هیوادونو ترمینځ د ډيپلوماټيکو  اړیکو د ټينګیدا له وخت راهسې  چین ته ددغه هیواد د ولسمشر لومړنی سفر ؤ. پر  دې اساس  بیجینګ ته د بشار اسد وروستی سفر، چین ته د دمشق د حکومت د مشر  دوهم سفر او  همداراز په بیجینګ کې له شی جین پینګ سره د بشار اسد لومړني لیده کاته دي.   

Image Caption

 

            چین په تیر یوه کال کې  له لودیځي  آسیا سیمې کې خپلې ډيپلوماټيکې هلې ځلې زیاتې کړي د. په تیره بیا په تیر مارچ میاشت کې  د عربستان  او ایران ترمینځ د تاؤتریخوالي له ختمولو سره په مرستې سره داسې ښکري چین هڅه کوي له سورې سره اړیکې  هم په تیره بیا په اقتصادي اړخ کې زیاتې کړي.د سورئې خبري سرچینو راپور ورکړی،د چین ولسمشر  د سورئې د ولسمشر بشار اسد او د ورسره  پلاوي د سفر لپاره د  ولسمشرۍ شخصي الوتکه  مخصوصه کړه چې  دغه اقدام له  دغه سفر سره د بیجینګ دچارواکو د دلچسپۍ  داندازې ښودنه کوي.

د چین خارجه وزیر مائونینګ  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  مونږ باؤري یوو چې د سورئې د ولسمشر بشار اسد سفر به ،ددواړو هیوادونو ترمینځ په مختلفو زمینو کې  متقابله ملګرتیا او سیاسی اعتماد  لا ژور کړي او  دوه اړخیزې اړیکې به په نوی سویه لوړې کړي.چین او سوریه ژوره دودیزه دوستي لري چې مخینه ئې ۷۶  کاله مخکې وخت ته ګرځي او ددواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې تل مخ په وده او پراختیا دي.

د سورې خارجه وزیر فیصل المقداد  هم ووئيل،د سورې او چین  اړیکې په وروستیو کلونو کې ډيرې پراخې شوي دي او نړیوال حالات هم ډير بدل شوي دی او چین اوس په مختلفو سویو کې غوره رول لوبوي .  فیصل مقداد زیاته کړې ده ، چین  د بشریّت په ګټه مهم رول لوبوي او په دې زمینې کې ډير پلانونه هم لري چې ون بیلټ ون روډ نوښت ئې  لومړنی نه  دی  او د چین له خوا د داقتصادي ودې او نړیوال امنیت په زمینې کې  نوره پروژې اوپلانونه هم وړانډې شوي دي.

Image Caption

 

              په لویدیځي اسیا سیمې کې په تیرې  اونۍ کې یوه بله پيښه، د ستمبر د ۲۱نیټې د انقلاب  د نهمې کلیزې په مناسبت  د یمن د وسلوال پوځ د لوي پریډ ترسره کیدا وه.په دغه پوځي پریډ کې  د یمن دپوځ وسلوالو ځواکونو په پرمختللو، سټراټيکو او نوو وسلو سنبال خپل سلاکوټونه نندارې ته وړاندې کړل. همداراز  په دغه پوځي پریډ کې په وروستیو کلونو کې د لومړي ځل لپاره،د هوائي ځواک څو  الوتکې هم  نندارې ته وړاندې شوې. همداراز په دغه پوځي پریډ کې د لومړي ځل لپاره د ثاقب،کرار،مجاهد-1،مجاهد 2،مجاهد3 په  نامې سره ځاي سمندري ماینونه نندارې ته وړاندې شول. په دغه ولولناک پوځي پریډ کې د روبیج توغندیو او د فالق او ماندب ۱ بالستیک توغندیو په شمول پرمختللي سمندري توغندي نندارې ته وړاندې شول او دیمن وسلوال پوځ د لومړي ځل لپاره په جامدو سونګو سره د ؛سجیل ؛نومې کروز توغندی نندارې ته وړاندې کړ. د یمن پوځ  همداراز د ؛صیاد؛ په نامې سره نوی سمندري توغندی چې په جامدو او  اوآبی سونګو سره  کار کوي، او  راډارونه ئې  د کشفونې او مخه نیونې وس نه لري ،هم افتتاح کړل.

Image Caption

 

د یمن د انصار ا...ولسی غورځنګ  رهبر  سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي  هم د ستمبر د ۲۱نیټې د  انقلاب په نهمې کلیزې دستورو کې  ووئيل؛،هیواد له انقلابه مخکې  د امنیت د بشپړ له مینځه تلو شاهد ؤ، داسې  چې صنعا‌ء د جنایتکارو،ترورونو او د چاودنو لپاره  په یوې ځالې بدل شوی ؤ  او تکفیریان په ډيرو ولایتونو کې دیره شوي وو. له کوم جنګ او کلابندۍ پرته او په داسې شرائطو کې چې په درست هیواد کې د تیلو او ګیسو په څير حاکمیّتي سرجینې هم د حکومت په اختیار کې وې، اقتصاد له انقلابه  تر مخکې پورې پاښل شوی ؤ،خو اوس یمن  خپلواکه دی او امنیت هم ټينګ دی.

 د یمن د انصار ا... ولسی  غورځنګ رهبر ووئيل،د ستمبر ۲۱ انقلاب یوه هغه ترټولو مهمه بریا ده چې خداوندمتعال  ئې دمونږ ولس ته توفیق راډالۍ کړ،ځکه  چې دغه انقلاب مونږ د مځکنۍ بشپړتیا له قید او بنده آزاد کړو.له انقلابه مخکې  امریکایانو داسې غلیمانه سیاستونه پر هیواد او ملت تپلي  وو چې هیواد ئې په ټولو زمینو کې تر بشپړ دړې وړې کیدا تر درشله رسیدلی ؤ. دوي  له سیاسی اختلافاتو ناوړه استفاده  کړې وه څو وضعیّت  د خپل ځان دقدرتمنیدا او د ددوي دخدمت لپاره  په یوې سیالۍ بدل کړي. خو یمن اوس  له امریکا او نورو هیوادونو خپلواکه دی.

Image Caption

 

د قدس دنیواکګر رژیم لومړی وزیر بنیامین نتن یاهو تیره اونۍ د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ  په غونډې کې د ګډون لپاره نیویارک ته لاړ. مهم ټکی دا چې نتنیاهو حتی په نیویارک کې هم  له پراخو ولسی اعتراضونو په آمان کې نه ؤ. اعتراض کونکو خپله لومړنۍ غونډه  د منهیټن په ختیځي برخې کې  واقع د نتنیاهو  ددیره کیدا د هوټل په وړاندې ترسره  کړه او وروسته  چې هر چرته  نتنیاهو تللی نو د هغه سیوره ئې تعقیبوله.

د ټسلا او سپيس ایکس شرکتونو مالک ایلان ماسک  له نتنیاهو سره د کتو په وخت چې دغه لیده کاته  له یولړ اعتراضونو سره یو ځاي  وو،نتنیاهو ته په خطاب کې ووئيل، تراوسه پورې  دټسلا کارکونکو هیڅکله هم تر دې حده د ما په فیصلو  نیوکې نه وې کړي،خو  له تاسو سره لیدو کاتو زه په ډيرو دباؤنو کې راوستی یم.

Image Caption

 

نتنیاهو  له دغو نیوکو سره له مخامخیدا  وروسته دلومړي ځل لپاره د هغو قضائي اصلاحاتو په نامې سره  دقانون په باب خپله لهجه چې مخالفان ئې یوه قضائي کودتا ګڼي،تر یوه حده بدله کړه چې  داسې ښکاري ،ددباؤنو دکمولو لپار یو تاکتیکي اقدام  و ي. نتنیاهو  که څه هم  له ایلان ماسک سره په لیدو کتو کې  د قضائي  اصلاحاتو د مطرح شوي لومړنۍ نسخې په ناانډوله کیدا اعتراف وکړ،خو په عین حال کې  ئې اعتراض او مظاهره کونکي کم عقل او نافهمه وبلل او وې وئيل،ډیره اعتراض کونکي  حتی نه دي خبر په اصلاحاتو کې څه شی شاملیږي. نتانیاهو د اسراییلو ستره محکمه هم تورنه کړه چې د اشرافو د یوې کوچنۍ (oligarchy)( الیگارشی)  واکمنۍ پَلوي کوي، او ادعا ئې وکړه چې مونږ  د اشرافو نه ،بلکې د آبادۍ حاکمیت غواړو.....

=   دوستانو د لویدیځي آسیا دتیرې اونۍ د ځينو بدلونونو په باب   داونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤنو دتر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو.....

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه