د هدایت حدیث
-
د هدایت حدیث
پدی مطلب کی د ریاست غوښتنې د ناوړه صفت په هکله بحث کوؤ. یو ناوړه او بد صفت چی ځینی کسان پری اخته دي، له مقام او ریاست سره له اندازې څخه زیاته علاقه ده. هغوی؛ د دغې علاقې او ځان اوچت بللو په دلیل، غواړی په هرې ممکنې طریقې سره، د کارونو په سر کی راشی. دغه صفت او خصوصیت ډیر خطرناکه دئ.
ځکه چی ریاست طلبه کس، خپل هدف ته د رسیدو لپاره، په هر کار لاس پوری کوی. هغه خپل حتمی او احتمالی رقیبانو ته د ماتې ورکولو لپاره، د درواغ؛ تهمت؛ چاپلوسۍ؛ غیبت؛ او شایعه جوړونې په شان، ټول شیطانی چلولونه او دوکې په کار وړی. له همدې رویه؛ امام صادق ع، فرمایی:«هر څوک چی د ریاست په لټه کی شی، نابود دئ.» پدی اساس، د ریاست طلبۍ یو زیانمنونکئ اثر، د ګناه له کبله نابودې او هلاکت دئ. همداراز امام صادق ع فرمایی: «له دغو ریاست طلبو مشرانو څخه ډډه وکړئ، ځکه چی په خدای قسم، د یو کس تر شا؛ د بوټانو آواز به ونه خیږی؛ مګر داچی هغه هلاک شی، او نور کسان( خپل پیروان) هم، په هلاکت کی واچوی.
د ریاست طلبۍ یو اثر، د انسان د دین او ایمان له منځه تلل دي. مؤمن انسان؛ تل د خپل ایمان د ساتنې په لټه کی دئ. خو یو لړ عوامل د دی سبب ګرځی، چی د انسان ایمان له منځه لاړ شی. د دغو عواملو له جملی څخه یو، ریاست طلبې ده. دغه صفت، دومره د مؤمن شخص لپاره خطرناک دئ، چی امام باقر ع فرمایی:«د مال او پیسو سره مینه، او ریاست طلبې، د مؤمن دین ته له دې څخه لا ژر زیان رسوی؛ چی دوه ډاړونکی لیوان، په بی شپونه ګلې باندی حمله وکړی.»
پدی اساس، هغه څوک چی په خلګو باندی د ریاست کولو په لټه کی دئ؛ خپل دین او ایمان، د لیوه په واګه کی ایښی دي، چی هغه به و ډاړی، او له منځه به یی یوسی. حضرت امام رضا ع هم، په یوه غونډه کی؛ کله چی د یو ریاست طلبه کس خبره مطرح شوه؛ و فرمایل:«که دوه ډاړونکی لیوان، په یوې بی شپونې ګلې باندی حمله وکړی، هغه زیان چی ور اړوی، له هغه زیان څخه لا کم دئ، چی ریاست او مقام طلبې؛ د مسلمان دین ته رسوی.»
زیاتره ریاست طلبه کسان، د ځان په وړاندی د نورو له احترام کولو؛ او ټیټ و پاس کیدو سره علاقمن دي. هغوی غواړی ټول کسان ورته احترام وکړی، او مخې ته یی له ځایه وپاڅی. پداسی حال کی چی دغه علاقه او غرور، الهی عذاب په ځان پسی لری. پدې باره کی، د اسلام د ګران پیغمبر ص له قوله یو روایت نقل شوئ دئ؛ چی انحضرت خپل ځانګړی صحابی«ابوذر غفاری» ته وفرمایل:«هغه څوک چی علاقمن وی، خلګ د ځان په وړاندی دریدلی ووینی، باید د دوژخ په اور کی خپل ځای انتخاب کړی.»
په حقیقت کی، هغه څوک چی د فکر کولو خاوند دئ، او د ریاست د ګټو او زیانونو په هکله ښه سوچ او فکر کوی، حتماً دې نتیجې ته رسیږی؛ چی که مقام او ریاست؛ له فریب او دوکې سره یو ځای وی، په دنیا او آخرت کی به له بی عزتۍ څخه پرته بله نتیجه ونه لری، مګر که صادقانه او له درستکارۍ سره مل وی، ډیر کړاونه او زحمتونه به له ځانه سره ولری. پدی اساس؛ که یو څوک، په ښه توګه خپل سوچونه راغونډ کړی؛ دې نتیجې ته رسیږی چی ریاست؛ له مشکلاتو او کړاو څخه پرته، بل څیز نه لری. د خدای ګران رسول ص وفرمایل:«که وغواړئ؛ تاسی له ریاست څخه خبروم؛ چی څه دئ، اول یی ملامتیا، دویم یی پښمیانې، او دریم یی د قیامت ورځې عذاب دئ.»
د قرآنکریم په آیتونو، او ګنو روایتونو کی، ریاست طلبې او له هغې سره علاقه منې غندله شوې ده. د قصص د مبارکې سورې په ۸۳ آیت کی راغلی دی:« د آخرت دغه سرای، یواځی د هغو کسانو لپاره ټاکو؛ چی په ځمکه کی د برترۍ لټونې، او فساد کولو اراده نه لری.»
پدغه مبارک آیت کی، ویل شوی نه دي چی د آخرت نیکمرغې د هغو کسانو لپاره ده، چی برترۍ لټونه نه کوی، بلکه له دینه څخه لا اوچت، دا فکر او نیت هم نه لری، چی په نورو باندی برترې او ریاست وکړی. له همدې رویه؛ که له ریاست طلبۍ څخه د ډډه کولو اهمیت، تر دې حده وی؛ چی د هغې اراده هم باید ونه کړو، مؤمن انسانان باید، تل خپل ځان کنټرول کړی، چی هیڅکله په نورو باندی د برترۍ لټونې، ریاست او حاکمیت په لټه کی نه وی. د خدای ګران رسول ص فرمایی:« هغه لمړنی څیزونه چی له پروردګار څخه د سرغړونی سبب شول، شپږ خصلتونه ؤو؛ چی لمړنئ یی دنیا طلبې، او دویم یی ریاست طلبې ده.»
ریاست ته رسیدل، که د انسان نهایی هدف وی، ډیر ناوړه او بد دي. مګر که د عدالت د اجرا کولو او د خلګو د حقوقو د رښتنی کولو لپاره وی، نه یواځی ښه او د منلو وړ دي، بلکه لازم او ضروری دي. د صدر اسلام ستر مفسر، ابن عباس، وایی:«یوه ورځ د امیر المؤمنین، علی بن ابی طالب ع حضور ته لاړم. هغه خپل بوټ؛پینه کاوه. همدا چی یی زه ولیدم، و فرمایل: د دغه بوټ بیه، څومره ده؟ ومی ویل؛ څه ارزښت نه لری. ویی فرمایل:«په خدای قسم، همدغه بی ارزښته بوټ، زما په نزد؛ پر تاسو باندی له حکومت کولو څخه لا محبوب او ښه دئ؛ مګر داچی، یو حق د هغه په وسیله رښتنی کړم، او یا یو باطل له منځه یوسم.»
پدی اساس، مؤمن انسان په نورو باندی د ریاست کولو په لټه کی نه دئ، مګر؛ که یی د یوې دندې په توګه، کوم مسؤلیت قبول کړ، باید له هغه څخه د حق او عدالت د ټینګولو لپاره استفاده وکړی.