Oct 15, 2023 12:38 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

ګرانو مینه والو د سلامونو په وړاندې کولو سره دا دی د بې نقابه امریکا د دې اونۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یوو. له معمول سره سم نن هم اول د امریکې د تیرې اونۍ د مهمو پیښو او خبرونو لنډیز او ورپسې به یې درته تحلیلي برخه وړاندې شي

د امریکې د تیرې اونۍ له مهمو پیښو څخه باید د سرحدي دیوال په هکله د بایډن پریکړې.......

په وسلو سره په امریکايي ماشومانو کښې د مړینې د پام وړ زیاتیدو.....

او

په پوځي صنایعو کښې د امریکې د اتیا فیصده متقاعد جنرالانو جذبیدو ته اشاره کولې شو.

د امریکې ولسمشر جوبایډن په ټکساس کښې د نوي سرحدي دیوال د جوړولو د پروګرام له اعلانولو وروسته د دواړو سیاسي اړخونو له سختې نیوکې سره مخامخ شو. بایډن مدعي شوی چې هغه د دیوال د جوړیدو کار (نه شي) بندولی ځکه چې بودجه یې په ۲۰۱۹ کال کښې ځانګړې شوې وه.

په عین حال کښې د امریکې د کورني امنیت وزارت ویلي چې د سرحدي خنډونو جوړولو ته «سخت» ضرورت دی. یوازي په روان مالي کال کښې څه باندې ۲ میلیون او ۲ لاکه کډوال نیول شوي دي. په داسې حال کښې چې بایډن د سرحدونو د مدیریت په تړاؤ له سختو نیوکو سره مخ دی، اوس د نیویارک په شان د امریکې په ښارونو کښې د کډوالو ورځ تر بلې زیاتیدونکی شمیر د هغه لپاره په لاسترې ننګونې بدل شوی دی. د امریکايي چارواکو او خپله د بایډن په وینا، د نوي سرحدي دیوال د جوړولو بودجه چې په اول ځل د جون په وروستیو کښې العان شوه، په ۲۰۱۹ مالي کال کښې چې ډونلډ ټرمپ  ولسمشر و، ځانګړې شوې وه. په دې لړ کښې به په سټار نومې کم نفوس لرونکې سیمه کښې تقریباً ۳۲ کیلومیټره سرحدي دیوال ووهل شي.

بایډن په ۲۰۲۰ کال کښې ژمنه کړې وه چې په انتخاباتو کښې د بریا په بڼه کښې به هیڅ ډول دیوال جوړ نه کړي. د ۱۹۷۴ کال د یو قانون له مخې، ځانګړې شوې پیسې باید په ټاکلي هدف او کار ولګي مګر دا چې د کانګرس له خوا دغه کار لغو شي.

د امریکې د کورني امنیت وزیر الخانډرو مایورکاس په یوې خبرپاڼې کښې وویل: مونږ په کراتو له کانګرسه غوښتي چې دغه پيسې لغو کړي خو دا کار یې نه دی کړی او مونږ مجبور یوو چې د قانون پیروني وکړو. د بایډن او د هغه د حکومت څرګندونې د امریکې د ثبت په فیډرل اداره کښې په دې پروژې پورې له اړونده اعلانمیې سره بیخي په ټکر کښې دي. مایورکاس په دې خبرپاڼه کښې وايي: دمګړۍ د امریکې د سرحد په ګاونډ کښې خنډونو او لویو لارو جوړولو ته سخت او فوري ضرورت دی ترڅو په دې پروژې پورې اړونده سیمو کښې متحده ایالتونو ته د (کډوالو)د غیرقانوني راتګ مخنیوی وشي.

ډیموکراټ استازي هنري کوئیلار چې کانټي سټار یې د انتخابیه سیمې یوه برخه ده، بي بي سي ته وویل چې باور نه لري چې راې ورکونکي له دې اعلامیې ډیر راضي وي. هغه وویل: زه تراوسه د یوویشتمې پيړۍ د یوې ستونزې لپاره د «دیوال» په نامه د څوارلسمې پيړۍ د حل لارې مخالف یم.

د کانګرس ډیموکراټ استازې الکزنډریااوکازیو کورټز، دا یو ظالمانه سیاست وباله او له ولسمشر بایډنه یې وغوښتل چې له دې لارې ستون شي. هغې په یوې خبرپاڼې کښې وویل: متحده ایالاتونه باید په لازیات جدیت سره د مهاجرت جرړې وڅیړي. ځینو جمهوري غواړو هم د هغه سیاست د ناڅاپي بدلون په وجه چې بایډن یې په اانتخاباتو کښې پر خلاف دریځ ونیوه، په هغه نیوکه وکړه. د سرحدي دیوال جوړول یو هغه سیاست و چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوران کښې معرفي شو او ډیموکراټان په تیره بیا بایدڼ یې سخت مخالفت وکړ. حکومت همداشان د امریکې د مدني آزادیو د اتحادیې (ایل سي ایل یو) په شان د بشري حقوقو د مدافع ډلو له نیوکو سره مخامخ دی چې دغه پریکړه «یوه ژوره ماتې» بولي.

*/*/*/*/*/*/

په امریکا کښې د بې وزلې اندازې د دغه هیواد په تاریخ کښې خپل ترټولو ډیر یو کلن زیاتوالی لرلی دی. ټایم ویب سایټ په یو رپورټ کښې راوړي دي: په امریکا کښې د فقر او بې وزلۍ اندازې د دغه هیواد په تاریخ کښې خپل ترټولو زیات یو کلن ډیروالی درلودلی دی. په ۲۰۲۲ کال پورې د اړونده معلوماتو له مخې چې د امریکې د سرشمارۍ ادارې په دې وروستیو کښې خپاره کړل، ۱۲.۴ فیصده امریکایان نن سبا په فقر او بې وزلۍ کښې ژوند تیروي چې دا اندازه په ۲۰۲۱ کال پورې د اړونده احصائیو په پرتله ۷.۴ فیصده لوړه شوې ده.

د امریکايي ماشومانو بې وزلي هم په تیر کال کښې څه باندې دوه چنده  شوې ده او په تیر کال کښې له ۵.۲ فیصدو نه ۱۲.۴ فیصدو ته رسیدلی دی. په امریکا کښې د فقر کرښه اوس د مجردو کسانو لپاره ۱۳ زره او ۵۹۰ ډالر او د یوې درې کسیزې کورنۍ لپاره ۲۳ زره او ۳۰ ډالره ده.

نوي معلومات څرګندوي چې په ۲۰۲۲ کال کښې د امریکې ۳۷.۹ فیصده خلکو په فقر او بې وزلۍ کښې ژوند تیروه. امریکې په تیرو دوو کلونو کښې د قفر او بې وزلۍ په کمولو کښې د پام وړ پرمختګونه تجربه کړي وو. د ماشومانو د مالي کریډت د زیاتولو په شمول د ټولنیز ملاتړ پروګرامونو میلیونونه امریکایان له بې وزلۍ وژغورل او له کم عاید لرونکو کورنیو سره نیغ په نیغه مرستې شوې وې خو دا ډول پروګرامونه لنډمهاله وو. د حکومت له خوا د ملاتړیزو پروګرامونو ختمیدل په امریکا کښې د فقر د پام وړ زیاتوالي زیوازنۍ وجه نه ده، بلکې انفلیشن او په کلي توګه د ژوند د لګښتونو زیاتیدو کورنیو ته نوې مالي ستونزې جوړې کړې دي.

*/*/*/*/*

د یوې شننې پایلې چې په دې وروستیو کښې خپره شوې ښودنه کوي چې په امریکايي ماشومانو او ځلمیانو کښې له وسلې څخه د مړینې اندازه له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۲۱ کاله پورې ۸۷ فیصدو ته زیاته شوې ده. ایرنا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله رپورټ ورکړی چې په عامه توګه ماشومان له طبي نظره روغ رمټ وي او په دې وجه له پخوا راهیسې ټرافیکي تصادفونه په ماشومانو کښې د مړینې ستره وجه پاتې شوې ده. خو د هغې شننې له مخې چې په دې وروستیو کښې خپره شوه، د ټرافیکي تصادفاتو له امله د مړینې اندازه کابو نیمايي ته کمه شوې ده او د ګرمو وسلو له امله زخمي کیدل په ماشومانو کښې د ناڅاپي مړینې په ترټولو ستر علت بدل شوي دي.

دا موندنې ښودنه کوي چې اوس د وسلې په وجه زخمونه، له ۲۰ کالو نه په کم عمره امریکایانو کښې د مړینې اصلي وجه ده خو یوازې له وخته مخکښې د زیږیدونکو یا د مادرزادي ناروغیو د لرونکو مړینې په کښې نه ده شامله.

د دې څیړنې له مخې چې په Pediatrics»  خپرونه کښې نشر شوې ده، په ۲۰۲۱ کال کښې له اتلسو کالو د کم عمر ۲ زره ۵۹۰ ماشومان او ځلمیان د وسلې له امله د رامینځته شویو زخمونو په وجه مړه شوي دي چې دا رقم په ۲۰۱۱ کال کښې ۱ زر او ۳۱۱ کسان وو. دا په داسې حال کښې دي چې په نورو پرمختللو هیوادونو کښې د وسلې په وجه مړینه، حتی د ماشومانو د مړینې په دریو اصلي عواملو کښې هم نه راځي. محققانو همداشان موندلې ده چې له ۱۸ کالو په کم عمره کسانو کښې درملیز مسمومیتونه څه باندې دوه چنده شوي دي او د خپه کیدو په پیشو کښې هم ۱۲.۵ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د نیو اورلئان د ماشومانو په روغتون کښې د ایمرجنسي برخې مشر ډاکټر ټوني ګراس وايي: په اونۍ کښې لږترلږه یو ماشوم چې په ډزو زخمي شوی وي، روغتون ته راوړل کیږي. په داسې حال کښې چې [د امریکې] زیاتره خلک د ځان او خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره وسله اخلي، خو تحقیقاتو تل ښودلې چې د ګرمو وسلو لرلو، په کورونو کښې په وسلې سره د مرګ خطر که هغه قتل وي او که ځان وژنه، د پام وړ زیاتوي.

د Everytown for Gun Safety»  سازمان یو بل رپورټ ښودنه کوي چې د امریکې په هغو ا یالتونو کښې چې د وسلې  کمزوري حفاظتي قوانین لري، په وسلې سره د خودکشۍ اندازه، له ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۲۲ کلونو ترمینځ ۴۰ فیصده زیاته شوې ده. د دغه سازمان جګ پوړی حقوقي او سیاستي مرستیال نِک سوپلینا وايي: د امریکې په ناامنه کورونو کښې له څلورنیم میلیونو زیات ماشومان اوسیږي چې لږترلږه یوه وسله په کښې موجوده ده. هغه وویل چې له ۱۰ نه تر ۱۷ کلنو ماشومانو او ځلمیانو کښې کابو نیمايي ځان وژنې په وسلې سره کیږي.

*/*/*/*/*/

په ۲۰۲۱ کال کښې د حکومت د ځواب ورکونې د دفتر له خوا چمتو شوی یو رپورټ ښودنه کوي چې د امریکې ۱۷۰۰ جګ پوړي حکومتي چارواکو په یو پنځه کلن پړاؤ کښې د وسلو په صنعت کښې یولړ پوسټونه ترلاسه کړي دي چې په اوسط ډول په کال کښې څه باندې ۳۰۰ کسان دي. او د «کوینسي ریسپانسیبل سټیټ کرافټ» موسسې نوي رپورټ وښودله چې دا کار په تیره بیا په جنرالانو او ایډمرلانو کښې ډیر دود دی. په تیرو پنځو کلونو کښې څه باندې اتیا فیصده متقاعد جنرالان او امراء البحر د وسلو په برخه کښې د مدیره کدر د غړو، صلاحکارانو یا لابي چلوونکو په توګه په کار بوخت شول.

د مثال په توګه بوئینګ شرکت د امریکې د سمندري ځواک د عملیاتو پخوانی مشر ایډمرل جان ریچارډسن له ریټایر کیدو وروسته له دولتي خدماتو څخه په خدمت واخیسته.

بله بیلګه، یو څلور ستوري لرونکی افسر دی چې د یو ستر پیمانکار لپاره کار کوي. د سمندري ټوپکوالو متقاعد جنرال جوزف ډانفورډ چې د ۲۰۱۹ کال په ستمبر کښې له ریټایر کیدو نه تر مخکښې پورې یې د لوې درستیز په توګه کار کوه، له ریټارمنټه پنځه میاشتې پس، د «لاکهیډ مارټین» په مدیره پلاوي کښې شمال شو.

 د څلورو ستورو متقاعدینو نوې ډله نه یوازې د وسلو په لویو قراردادي  شرکتونو کښې د استخدامیدو په لټه کې دي ، بلکه د هغو کوچنيو او متوسطو ​​​​کمپنیو لپاره خپل فعالیتونه پراخوي چې پرمختللي ټیکنالوژیو لکه د راتلونکي نسل ډرون، مصنوعي هوش او سایبري امنیت باندې تمرکز کوي.

د وسلو برخې ته د پخوانيو پوځي چارواکو دغه تازه مخه کونه، د پينټاګان د لګښتونو وړومبیتونه ګډوډوي او لاډیره پوځي بودجي غواړي.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی