Dec 30, 2023 13:05 Asia/Kabul
  •  بې نقابه آمریکا

په نظر غوښتنو کې د بایډن لرزانده حالت، د ټاکنو د نوماندانو له لیسټ څخه د بایډن د لیري کولو لپاره د جمهوري پالانو طرحه، په ۲۰۲۳ میلاي کال کې د امریکا کنګرس په تېرو پنځوسو کلونو کې تر ټولو ناکارنده کنګرس،د مکزیک او امریکا په سرحد کې انساني بحران او له اسرائیل رژیم څخه د ملاتړ په خاطر د امریکا منزوي کېده، په تېره اوونۍ کې د امریکا له مهمو پېښو څخه بلل کیږي.

په امریکا کې د ګالوپ موسسې په خپل وروستي راپور کې اعلان وکړ چي د نظرغوښتونو له مخې د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن محبوبیت په ۲۰۲۳ میلادي کال کې تر ۴۰ سلنې هم راکښته شوی او ۳۷ سلنو ته رسېدلی دی، د دغه راپور له مخې په ډیموکراټانو کې هم د بایډن محبوبیت کم شوی او ۷۸ سلنې ته رسېدلی دی. تېره میاشته په ډیموکراټانو کې د بایډن د محبوبیت کچه ۸۳ سلنه وه، دا ښودنه کوي چي بایډن تر ټولو ناخوښه یعني نامحبوبه ولسمشر دی، د ولسمشری د لومړی پړاو په وروسته کال کې له بایډن څخه مخکې د امریکا د مخکنیو اوو (۷)  ولسمشرانو د محبوبیت کچې ته کتنه ښودنه کوي، چي بایډن له ټولو نه په ناوړه حالت کې دی، د اوباما د محبوبت کچه د واک په وروستي کال کې ۴۳ سلنه وه، د ټرامپ دا ۴۵ سلنه وه، او له هغه مخکې د ولسمشرانو د محبوبیت کچه د واک په وروستي کال کې له پنځوسو څخه بره وه.

جمهوري پال استازي د امریکا په دریو مهمو ایالتونو کې غواړي بایډن له ټاکنو څخه لیري کړي، د پنسیلوانیا استازی آرون برنستین، د اریزونا استازی کوری مک ګار، او د جورجیا د ایالت استازی چارلیس برد د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره، اعلان وکړ چي په نظر کې لري چي په خپلو ایالتونو کې بایډن د نوماندانو له لیست څخه لیري کړي.

یاد استازي د ټرامپ پلویان دي هغوی دا پرېکړه له ډیموکراټانو څخه د بدلې د اخیستلو په هدف کړې ده،  تېره اوونۍ د امریکا د کلرادو ایالت لوړې محکمې د امریکا د اساسي قانون ۱۴ مادې ته په استناد سره، د دغه ایالت په ټاکنو کې د ټرامپ د محرومیت یعني بایکاټولو فیصله وکړه. د امریکا د اساسي قانون د ۱۴ مادې له مخې امریکایي چارواکي د لوړی پر مهال ژمنه کوي چي په بلوا کې د برخه اخیستلو په صورت کې له څوکۍ څخه د تل لپاره لیري کړای شي. د کلرادو محکمې د دې په بیانولو چي ټرامپ په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په کنګرس باندې د بلواګرو په برید کې برخه درلودلی دی، په یاد ایالت کې د ټرامپ په ټاکنیز کمپین بندیز ولګول او هغه یې له ټاکنو محروم کړ. له بلې خوا په واشنګټن کې هم ټرامپ پسې پرانیستي جرمې دوسیې موجودې دي، خو ټرامپ ځان بې ګناه بولې او یادې دوسیې سیاسي ګڼي.

، د پنسیلوانیا استازی آرون برنستین، د اریزونا استازی کوری مک ګار، او د جورجیا د ایالت استازی چارلیس برد چي د ټرامپ پلویان دي، په خپلو ایالتونو کې په ولسمشریزو ټاکنو کې په بایډن باندې د بندیز لامل، د بایډن د زوی د مالي او اخلاقي فساد پرانیستې دوسیه بللې ده.

د بایډن زوی په مالي او اخلاقي فساد تورن شوی او د محکمې له خوا محکوم بلل شوی دی، جمهوري پال استازي وایي چي بایډن هم د خپل زوی په دغه فساد کې ونډه لرلې ده خو لا په دې اړه کوم اسناد او شواهد وړاندې شوی نه دی.

په ۲۰۲۳ میلادي کال کې امریکا تر ټولو ناکارنده او غیرفعاله کنګره درلودلې ده، په داسي ډول چي په تېرو ۵۰ کلونو کې بې مخینه ده، د امریکا کنګرس په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یوازې ۳۰ لایحې تصویب کړي دي، د دې مسئولیت هم جمهوري پالو ته ورګرځي ځکه چي د کنګرس اکثریت له هغوی سره دي، او هغوی له نورو استازو سره لاره نه وړي.

جمهوري پالان له وړاندې شویو طرحونو سره په مخالفت کې نوی ریکارډ جوړ کړی دی او اکثره لایحې چي هم تصویب شوي دي، بهرني موضوعاتو پورې تړاو درلودلی دی، لکه اوکراین او اسرائیل رژیم سره د مرستو  طرحې چي په کنګرس کې بار بار تصویب شوي دي،

په امریکا کې د اکسیوس خبري ویب پاڼې لیکلي چي د ۲۰۲۳ میلادي کال په ختمېدو سره، د امریکا کنګرس په تېرو پنځو سو کلونو کې د دې هیواد تر ټولو په ناکارنده او غیرفعال کنګرس باندې د بدلېدو په لورې روان دی.

آکسیوس زیاتوي چي دوه لاملونه د کنګرس د ناکارندوالې سبب شوی وو، لومړي د امریکا د حکومت او د جمهوري پالانو تر مینځ سیاسي شخړې وي او بله بیا په جمهوري پالانو کې خپلمنځي اختلافات وو، ځکه چي د کالفیرنیا د ایالت  د سناټور کوین مک کارتي له لیري کېدو وروسته، جمهوري پالانو د هغه د ځایناستی کس په راوستلو کې اختلاف درلوده، چي دا دواړه لاملونه د امریکا د کنګرس د غیر فعاله کېدو سبب شوي وه.

د کریسمس د رخصتیو په رارسېدو سره،په سلګونو کډوال د امریکا او مکزیک له سرحد څخه په تېرېدو سره، تګزاس ته ور ننوتي دي، هغوی له اغزن تار تېر شوي او د ریو ګرانده سیند څخه اوښتي وه، په کډوالو کې ګڼ شمېر ماشومان هم شامل دي چي ټوله د امریکا د ملي ګارډ د ځواکونو له خوا ونیول شول.

د مکزیک ولسمشر آندرس مانوئل لوپز اوبرادور، له دې مخکې ویلي وه چي ډېر ژر به د امریکا په لور د کډوالو د تګ د محدودولو لپاره یوه طرحه عملي کوي. د امریکا ولسمشر بایډن د مکزیک له ولسمشر سره، د سرحدونو د کنټرولولو لپاره هوکړه کړې ده، ځکه چي د زرګونو کډوالو څپې چي په سرحدونو باندې ورځي، د دواړو هیوادونو تر مینځ سوداګرۍ بنده کړې ده. د امریکا په سرحداتو کې د کډولۍ بحران په تېرو کلونو کې د پرلپسې بشري پلانونو په عملي کېدو سره، لاهم ناوړه حالاتو کې دی. بایډن له دې مخکې د کډولۍ د ستونزو د هوارولو په ژمنې سره، رایې تر لاسه کړې وې، خو اوس لاهم ستونزې په خپل ځای پاته دي، لاهم ګن شمېر کډوال امریکا ته د رسېدو په لاره کې خپل ژوند بایلي. او بایډن بې له دې چي د کډولۍ د ستونزو د حل لپاره کوم اقدام وکړي بیا ځلې په ټاکنو کې نوماند شوی دی.

نیویورک ټایمز په یوه مطلب کې لیکلی دی چي امریکا له اسرائیل رژیم څخه په ملاتړ سره، د خپلو متحدانو په وړاندې درېدلی دی او دا کار د امریکا د منزوي کېدو لامل شوی دی.

نیویورک ټایمز زیاتوي، سره له دې چي امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د غزې په هکله له ورستي پریکړه لیک سره، له مخالفت څخه ډډه کړې ډه خو لاهم له اسرائیل رژیم څخه د ملاتړ په خاطر د انزوا په لورې درومي.

امریکا په نړۍ کې د اسرائیل د رژیم په ملاتړ کې یوازې پاته شوی دی، امریکا په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل د رژیم له ګټو څخه دفاع کوي، او د اسرائیل د رژیم له خوا د غزې د عام ولس د وژلو دوام ته یې زمینه برابره کړې ده، او حتي په دې لړ کې د سیاسي ملاتړ تر څنګ په لسګونو زره بمونه هم اسرائیل رژیم ته وراستولي دي.

د امریکا ډېر نژدې ملګري، لکه فرانسه، کاناډا، اسټرالیا او جاپان د روانې میاشتې په لومړیو کې په غزې کې د اوربند پریکړه لیک ته مثبتې رایې ورکړي، لیکن امریکا له هغوی سره په سخته مخالفت وکړ او پریکړه لیک یې وېټو کړ.

د بشري حقوقو ملاتړې ډلې او ارګانونه چي له دې مخکې، د حقوق بشر په تړاو د روسیې او نورو هیوادونو د ځواب ویلو لپاره د امریکا د هلو ځلو ستاینې کولې، اوس له اسرائیل څخه د ملاتړ په خاطر په امریکې باندې سختې نیوکې کوي.

کارپوهان په دې باور دي چي امریکا له اسرائیل رژیم څخه په ملاتړ سره، د غزې په جنایاتو کې ونډه لري، او دا مساله کولایشي په لنډ مهاله موده کې په ډیپلماټیک ډګر کې امریکا لپاره ستونزې رامینځ ته کړي.

د جورج ټاون په پوهنتون کې د ډیپلماسي د څېړنیزې موسسې مدیرې او د امریکا مخکنۍ ډیپلومآټې، باربارا بودین په دې اړه وایي:  مونږ منزوي شوي یو، او د روسیې په وړاندې مو خپل پیاوړی موقف د لاسه ورکړی دی. 

هغه زیاتوي:  له اسرائیل څخه د امریکا ملاتړ، له اوکراین څخه د ملاتړ کولو له دلایلو سره، سمون نه خوري، حال دا چي د امریکا د حکوما چارواکي  د اوکراین او اسرائیل څخه د ملاتړ په دلایلو کې هر ډول ټکر او تناقض ردوي.

د امریکا خارجه وزیر انتونیو بلینکن په ځلونو د اسرائیل در ژیم له لورې په غزې کې په ښځو او ماشومانو باندې د بمونو غورځول، د ځان دفاع بللې ده او ملاتړ یې ورڅخه کړی دی.