Feb 16, 2024 18:02 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا (۵۹) د حضرت مهدي «عج» ظهور

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د هیلې رڼا نومي لړۍ له (۵۹م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. دوستانو په دغه پروګرام کې له سفیاني او له لوېدیځو سلطه غواړو حکومتونو سره د حضرت مهدي (عج) جګړې ته اشاره کوو. له موږ سره و اوسئ.

په تېره برخه کې مو روښانه کړه چې حضرت مهدي (عج) په عراق کې د سفیاني د پوځیانو له ماتې وروسته، چې دوی په قتل او د مالونو په لوټلو بوخت وو، د سفیاني د واکمنۍ ځای یعني شام ته ځي، ترڅو د دې ناوړه فتنې رېښه له منځه یوسي. په دې وخت کې، د سوریې خلک هم چې د صاحب الزمان له پاڅون څخه خبر شوي دي، د دوی ملاتړ ته پاڅېږي او د سفیاني د تسلیمېدو غوښتنه کوي.

په نهایت کې د هغه لښکر له شاتګ وروسته، د طبریه سیند ترڅنګ د هغه حضرت د زړه ورو سرتېرو پر وړاندې ځای پرځای کېږي. دا سیمه د اوسنۍ سوریې په لوېديځ کې ده او په لږ واټن سره د بیت المقدس په شمال کې موقعیت لري. امام زمان د پیغمبر(ص) او د خپلو بزرګوارو نیکونو د تګلارې او سیرت له مخې، په لومړي سر کې هڅه کوي، چې په خبرو او وضاحت سره، سفیاني تسلیمۍ او اطاعت ته وهڅوي او له همدې امله، هغه د ځان خوا ته رابولي.

د ځینو روایتونو له مخې، سفیاني له هغوی سره بیعت کوي او تسلیمېږي، مګر له ستنېدو او د قبیلې د مشرانو او د خپلو لښکریانو او د خپلو یهودي او مسیحي ملاتړو له مخالفت وروسته، له امام سره خپل بیعت له منځه وړي. البته داسې ښکاري چې له هغه حضرت سره د دې فریبکاره او ظالم شخص بیعت، زیاتره د عمومي افکارو د فشار کمولو او د خپلو پوځیانو په منځ کې د تزلزل له منځه وړلو په موخه دی.

سفیاني ته د حضرت بقیة الله (عج) له اتمام حجت وروسته، د دواړو لښکریانو ترمنځ ستره جګړه پیلېږي. د هغه حضرت وفادار او جنګي یاران په مېړانې او زړه ورتیا سره، د سفیاني له لښکریانو سره جګړه کوي او د خدای له مرستې څخه هم برخمن کېږي. په دې سخته جګړه کې، د سفیاني لښکر د خلکو د وژنې، جنایت او د دوی د مالونو له لوټلو وروسته، سخته ماتې خوري او هغه خپله هم اسیر او بیا وژل کېږي.

په دې توګه، د سفیاني ستره او ویجاړوونکې فتنه پایته رسېږي او په دوام کې، امام د سفیاني د لوېدیځو ملاتړو له مقاومت سره بیا هم، د مسلمانانو لومړنۍ قبله او سپېڅلی ښار بیت المقدس فتحه کوي. د خدای د ستر پیغمبر حضرت عیسی (ع) نازلېدل هم په همدې وخت کې ترسره کېږي، ترڅو د منجي موعود له نړیوال غورځنګ څخه ملاتړ وکړي.

په ظاهره د دوی لومړنی ګام، د مسیحیانو په منځ کې د دوی مقبولیت او محبوبیت ته په کتو، د دوی او د حضرت مهدي (عج) ترمنځ منځګړیتوب دی، چې له امله یې د سولې یو تړون رامنځته کېږي. دا تړون، امام مهدي او حضرت مسیح (ع) ته دا فرصت ورکوي، ترڅو مسیحیان د موعود له عدالت غواړي پاڅون سره یوځای کېدو ته راوبلي او په دې برخه کې مهمې بریاوې ترلاسه کړي. مګر لوېدیځ دولتونه چې ځانونه د مسیحیانو ملاتړي ګڼي، د حضرت ولي عصر له نیک نیت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او په بېړې سره د پوځي تجهیزاتو په برابرولو او د زیاتو کسانو په تنظیم او جذبولو پیل کوي. دوی کله چې له خپلې چمتووالي ډاډمن کېږي، د سولې تړون لغوه او د جګړې اعلان کوي.

د صاحب الزمان له لښکر سره د لوېدیځو سلطه غواړو او جنګ غواړو حکومتونو د زیاتو لښکریانو جګړه، کولای شو د دوی د آزادي غواړو ترټولو مهمه او ستره جګړه وګڼو.

د اسلام ګرام پیغمبر(ص) د دې جګړې په اړه فرمايي: ستاسو او د بني اصفر(لوېدیځوالو) ترمنځ سوله رامنځته کېږي، چې دوی د یوې مېرمنې د امیندوارۍ د وخت په اندازه(له ۹ میاشتو وروسته) تاسو ته خیانت کوي او په آتیا لښکرو سره د ځمکې او د سیند له لارې پر تاسو برید کوي، چې په هر لښکر کې دولس زره پوځیان شامل دي.

دوی د فلسطین له شمالي برخو او د لبنان له سویل څخه پراخه جګړه پلانوي او د مهدوي نړیوال غورځنګ د له منځه وړلو لپاره هراړخیزه جګړه پیلوي. په دې ستر کار کې، د امام زمان زړه ور او وفاداره یاران په خدای په توکل او د خپل قوماندان له اوامرو په پیروۍ او په خپل درایت او هوښیارۍ سره، د هغوی د سپېڅلو موخو په لاره کې جګړه او سرښندنه کوي.

له شک پرته، د حق او باطل په دې برخلیک ټاکونکي مبارزه کې، خدای تعالی د دې نوراني لارې له مجاهدانو سره د مرستې لپاره، په قرآنکریم کې ځینې ژمنې کړي دي، هغه پلي کوي. د حق مبارزانو ته د الهي ملائیکو مرسته رسول، له دې ژمنو څخه دي د لوېدیځ له باطل لښکر سره په جګړه کې پلي کېږي.  

له بل لوري، خدای تعالی د آل عمران سورت په ۱۵۱ آیت کې د اسلام مبارزانو لپاره دوه ډوله نورو مرستو ته اشاره کوي او فرمايي: موږ د کافرانو په زړونو کې ډار او وېره اچوو. لکه څنګه مو چې اشاره وکړه، د امام مهدي(عج) د دښمنانو په منځ کې د وېرې او وحشت رامنځته کول، د هغه د الهي پاڅون د بریا لپاره، د خدای تعالی له سترو مرستو څخه دي.

په نهایت کې، له لوېدیځو حکومتونو سره د امام زمان ستر او اغېزمن جنګ، چې د خپلو فسادونو، سلطه ګریو، تبعیض او ظلم پر وړاندې د دوی د ظلم غندنې او عدالت غوښتنې پاڅون یو ګواښ ګڼي، د هغه حضرت په حتمي بریا سره پایته رسېږي.

که څه هم په حدیثونو کې، د آخرالزمان د ژغورونکي لښکریانو له لوري د نړۍ د فتحه کولو او پر مختګ په تړاو کره معلومات نه دي راغلي، مګر د هغه نښو او علایمو له مخې چې د دې پاڅون په تړاو زموږ په لاس کې دي، کولای شو تر ډېره حده د هغه وړاندوینه وکړو. د مهدوي غورځنګ د دښمنانو ترټولو ستره ماته، یعنې لوېدیځوال ځواکمن حاکمان، د دې غورځنګ نورو مخالفانو ته دا ښيي چې د هغه پر وړندې مقاومت آسانه کار نه دی او دوی به له ماتې سره مخ شي.

همدارنګه هغه وېره او ډار چې خدای تعالی د دوی په زړونو کې اچوي، د دې لامل کېږي چې د دوی ډېری کسان، د حضرت بقیة الله له لښکر سره له مقابلې څخه لاس واخلي.  له دې سربېره، د مهدوي پاڅون الهي او انساني آرمانونو ته د خلکو لېوالتیا او د هغوی سترې موخې لکه عدالت، معنویت، برابري، سوله او هوساینه، چې تل د دې په لټه کې وو، دې ستر غورځنګ ته ملتونه هڅوي. په دې توګه، د هغه لیدلوري په خلاف چې تصور کوي د حضرت مهدي د پاڅون بریا له ډېرو وینو تویېدنو وروسته ترلاسه کېږي؛ دا پاڅون له ټولو مخکې له هغوی څخه د خلکو د هرکلي او د امام زمان د یارانو پر وړاندې له مقاومته د مستکبرانو د وېرې له امله، خپلو موخو ته رسېږي.

له دې سره، یقینا سرکشه او ظالم حکومتونه به هم وي چې په هېڅ صورت به د حق او عدالت پر وړاندې تسلیمېدو ته چمتو نه وي او د مهدي له لښکر سره به جګړه پیل کړي. په دې جګړو کې، د حضرت مهدي تر سرتېر پوځیان به د هغه په رهبرۍ او یا د هغه قوماندان له لوري چې ټاکل کېږي، په پرلپسې بریاوو سره، د مهدوي ځلانده حکومت د رامنځته کېدو لاره هواروي.

په پای کې له خدای تعالی څخه غواړو چې د امام مهدي (عج) ظهور هرڅومره نږدې او له هغه سره د هغه په پاڅون کې مرسته وکړي، لکه څرنګه چې د آل یاسین په زیارت کې راغلي دي:

« ... وَ اَیِّدْهُ بِالنَّصْرِ، وَ انْصُرْ ناصِریهِ، وَ اخْذُلْ خاذِلیهِ ، وَاقْصِمْ قاصِمیهِ ، وَ اقْصِمْ بِهِ جَبابِرَةَ الْکُفْرِ، وَ اقْتُلْ بِهِ الْکُفّارَ وَ الْمُنافِقینَ، وَ جَمیعَ الْمُلْحِدینَ حَیْثُ کانُوا مِنْ مَشارِقِ الاَْرْضِ وَ مَغارِبِها، بَرِّها وَ بَحْرِها، وَ امْلاَْ بِهِ الاَْرْضَ عَدْلاً ، وَ اَظْهِرْ بِهِ دینَ نَبِیِّکَ صَلَّى اللهُ عَلَیْهِ وَ آلِهِ ، ...

او (خدایه) له هغه سره په بریا ملاتړ وکړه؛ او د هغه له مرستندویانو سره مرسته وکړه؛ او هر څوک چې د هغه له مرستې لاس واخلي، خوار کړه؛ او د هغه ماتوونکي له منځه یوسه؛ او د هغه په لاس د کفر سرکشان هلاک کړه؛ او منافقان او ټول دښمني کوونکي بې دینان چې په هرځای کې دي، که د ځمکې په ختیځ او لوېدیځ کې وي،که په وچه کې وي یا په سیندونو کې، له منځه یوسه؛ او د هغه په وسیله ځمکه له عدالت او انصاف څخه ډکه کړه او د خپل پیغمبر صلی الله علی و آله دین بریالی کړه.

ژباړه: زماني

ټیګونه