جهنمي بولدوزرونه؛ د فیسبوک د اعلاناتو په سیوري کې نسل‌وژنه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i162418
پارس‌ ټوډی - د اسرائیلي رژیم پوځ په فیسبوک کې د غزې تړانګې د ویجاړولو لپاره د بولدوزر چلوونکو د استخدام اعلانونه خپروي.
(last modified 2025-07-15T11:36:56+00:00 )
Jul 15, 2025 15:57 Asia/Kabul
  • جهنمي بولدوزرونه؛ د فیسبوک د اعلاناتو په سیوري کې نسل‌وژنه
    جهنمي بولدوزرونه؛ د فیسبوک د اعلاناتو په سیوري کې نسل‌وژنه

پارس‌ ټوډی - د اسرائیلي رژیم پوځ په فیسبوک کې د غزې تړانګې د ویجاړولو لپاره د بولدوزر چلوونکو د استخدام اعلانونه خپروي.

تصور وکړئ چې یوه عادي سهار د خپل فیسبوک پاڼه ګورئ او ناڅاپه د کار یو داسې اعلان ستاسو پام ځانته را اړوي: د بولدوزر چلوونکو ته اړتیا ده! ورځنۍ مزدوري ۳۰۰۰ شِکِل (۸۸۲ ډالره).

د ګارډین په حواله د پارس ټوډی د را پورو له مخې؛ لومړی فکر کوئ چې شاید دا د تل‌ابیب یا اشغالي قدس لپاره د یوې لویې ودانۍ پروژې لپاره وي، خو کله چې جزییات ولولئ، حیران پاتې کېږئ: «ماموریت: د غزې د کورونو ویجاړول، ودانۍ پر ودانۍ.» دا د خیالي کیسې نه، بلکې د نن ورځې د فلسطین حقیقت دی. 

 

یوه عصري نسل‌وژنه، یوه وحشیانه برون ‌سپاري 

«عمر بارتوف»، صهیونیستي-امریکايي څېړونکی او د نسل‌وژنې په اړه یو له نامتو متخصصینو څخه، چې کلونه یې د بشري فاجعو مطالعه کړې، اوس اعتراف کوي: «نور د غزې انځورونه نشم زغملی »

هغه وايي، هغه څه چې په غزې کې روان دي، حتی د نړیوالو جګړو یوه څېړونکي لپاره هم د زغملو وړ نه دي.

هغه زیاتوي: د غزې ۷۰٪ ودانۍ یا ویجاړې شوې یا تخریب شوې دي. هره اوونۍ سلګونه ودانۍ د بولدوزرونو په واسطه د خاورو په ډېري بدلېږي، او دا ځل، په پټه نه، بلکې په فیسبوک کې په عامو پاڼو کې د دې لپاره کارکوونکي استخدامېږي. 

 

د هر ویجاړ شوي کور په بدل کې مزدوري

«اروا مهدوي»، د ګارډین خبریاله، په فیسبوک کې یوې پاڼې ته ورځي چې د غزې د ویجاړولو لپاره د بولدوزر چلوونکو د استخدام اعلانونو ډکه ده.

ځینې حتی په ورځ کې ۸۸۲ ډالره وړاندیز کوي، خو تر ټولو وحشتناکه خبره دا ده: مزدوري مو د هرې ویجاړې شوې ودانۍ په بدل کې ترلاسه کوئ—۲۵۰۰ شِکِل د یوه کوچني کور لپاره او ۵۰۰۰ شِکِل د یوې لویې ودانۍ لپاره. 

«نِو ګوردون»، د نړیوالو حقوقو استاد، وايي: «بولدوزرونه اوس د نسل‌وژنې په وسلو بدل شوي، او دا ځل اسرائیل خپل لاسونه مستقیم په وینو نه ککړوي؛ دا کار غیرنظامي پیمانکارانو ته سپاري.» 

 

هغه توجیه چې هیڅوک یې نه مني 

د اسرائیل رژیم ادعا کوي چې په غزه کې هر کور کولای شي د پوځیانو پټنځای وي، نو ځکه باید هر څه له خاورو سره برابر شي.

دې رژیم د الشفا روغتون میاشتې میاشتې د حماس مرکز بللی و، خو ترې هیڅ هم ونه موندل شول. لسګونه ښوونځي او جوماتونه یې ویجاړ کړل، پرته له کومې ثبوت. 

ګوردون په غوسه پوښتي: که یو کور ویجاړ کړې، شاید توجیه یې کړې، خو کله چې یو ښار له خاورو سره برابر کړې، نوم یې نور جګړه نه دی؛ نوم یې نسل‌وژنه ده. 

 

د رسنیو چوپتیا، د حقیقت مرګ

په دې منځ کې، بهرني خبریالان غزې ته د ننوتلو اجازه نه لري او فلسطیني خبریالان یو په بل پسې وژل کېږي.

لوېدیځې رسنۍ یا چوپ دي او یا د اسرائیل د ادعاوو سره همغږي دي. خو دا نسل‌وژنه نور پټ راز نه دی. اوس هر فیسبوک کاروونکی کولای شي په خپلې پاڼې دا وګوري: څنګه یو رژیم وژنه په یوه ورځنۍ دندې بدله کړې ده. او هغه پوښتنه چې تاریخ به یوه ورځ قضاوت وکړي: 

ایا هغه کسان چې د بولدوزر پر څوکۍ ناست وو، پوهېدل چې د یوه ملت تاریخ له منځه وړي؟