Mar 02, 2024 08:29 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (د قرآني آیتونو شانِ نزول)

د تهران راډیو مینه والو د رڼا سرچینې په ننني پروګرام کښې به د سوره رعد د ۱۰ او ۱۱ مبارکو آیتونو شانِ نزول بیان کړو، هیله ده چې تر پاې راسره مله ووسئ.

د «اَبو بَراء» لقب لرونکی «عامِر بن مالِک» د عربو د «بنی عامر» قبیلې یو ډیر باتور سړی و چې په (مُلاعِب الْاَسِنَّه) یعنې په تورو لوبې کوونکي باندې مشهور و. «ابو براء» یوه ورځ له رسول الله مبارک(ص) سره ملاقات وکړ او هغوي ته یې یوشمیر ډالۍ وړاندې کړې. د خدای ګران رسول(ص) د هغه ډالۍ چې دوه اسونه او د هغو نور سامان و، پیغمبر رد کړې او په بدل کښې یې په پوره لطف او مهربانۍ سره چې له ټولو خلکو سره یې درلودله او د هغوي د لارښوونې او نیمکرغۍ غوښتونکی و، ابو براء یې د اسلام مبین دین ته راوباله.

 «اَبو بَراء» بې له دې چې اسلام نفي کړي، د هغه قبلول یې یو بل وخت ته وځنډول او له پیغمبر اکرم نه یې وغوښتل چې خپل یوشمیر ملګري د حق آئین ته د نجد د خلکو د بلنې او له الهي احکامو سره د بلدتیا لپاره دغه ټاټوبي ته واستوي.

رسول اعظم(ص) د هغه په ځواب کښې وفرمایل: د نجد د خلکو د دښمنۍ او مکر او فریب په وجه د خپلو ملګرو په ژوند ویریږم او اندیښمن یم چې هسې نه د «رجیع» غمیزه چې د قرآن د معلمانو او قاریانو د وژل کیدو لامل شوه، تکرار شي.

د رجیع غمیزه داسې وه چې د «خُزیمه» د سترې قبیلې څخه د «عضل» او «قاره» د دوو طایفو د استازو یوه ډله چې د مکې په خوا کښې اوسیدلې، د پیغمبر اکرم(ص) په خدمت کښې حاضر شول او داسې یې وویل:

 ای د خدای پیغمبره! زمونږ زړونه اسلام ته متوجه شوي دي او سیمه مو هم د اسلام منلو ته تیاره ده. د خپلو ملګرو یوه ډله راولیږه چې زمونږ په قبیله کښې تبلیغ وکړي او مونږ ته قرآن راوښايي او د خدای په حلالو او حرامو مو خبر کاندي.

پیغمبر اکرم(ص) د هغوي غوښتنه ومنله او د «مَرْثَد بن اَبی مَرْثَد » په مشرۍ یې یوه اووه کسیزه ډله له هغوي سره ولیږله.

خو کله چې هغوي له مدینې لرې شول او د «رجیع» په نامه ډنډ ته ورسیدل نو د قبایلو استازو خپل پلید نیت څرګند کړ او ویې ویل: غوړاړو چې د انعام په بدل کښې تاسو قریشو ته وسپارو.

مسلمان مبلغان سره له دې چې هک حیران شوي وو، جګړې ته راپورته شول او په میړانې سره شهیدان شول. دوه کسان یې هم اسیران شول او دغې بدې ډلې هغوي د قریشو مشرکانو ته وسپارل. قریشیانو هم هغوي د بدر په جنګ کښې د خپلو وژل شویو کسانو په بدل کښې شهیدان کړل.

په هم دې وجه رسول الله مبارک نجد سیمې ته د مبلغانو لیږلو ته هیڅ ګروهنه نه درلودله خو «اَبوبَراء» هغه حضرت ډاډه کړ او په دې خبرې سره چې هغوي به په امان کښې وي، د  پیغمبر اکرم(ص) رضایت یې ترلاسه کړ. له دې نه علاوه «ابو بَراء» د لازیات ډاډ او اطمینان د ترلاسه کولو لپاره خپله هم په مدینه کښې پاتې شو ترڅو تبلیغي کسان راستانه شي.

پیغمبر اکرم(ص) د «مُنذر بن عمرو» په مشرۍ خپل ځیني غوره اصحاب او د قرآن قاریان د نجد سیمې ته ولیږل. دغه لیږل شوې ډله تر «بئر معونة» سیمې چې د بني عامر او بني سلیم د دوو قبیلو ترمینځ وه، په ښه توګه لاړل. په دغې سیمې کښې د «عامِر بن طُفَیل» په نامه یو کس چې د «بنی عامر» قام یو مشر ګڼل کیده، د خپلې قبیلې خلک د اسلام د مبلغانو وژلو ته راوپارول. د بني عامر خلکو د هغه غوښتنه ونه منله او ورته یې وویل: مونږ د «اَبو بَراء» د امان خلاف ورزي نه کوو. بیا «عامِر بن طُفَیل» په «بنی‌سلیم» پسې لاړ او هغوي یې له ځان سره ملګري کړل. هغوي هم مسلمانان محاصره کړل او زیاتره یې ترې، د هغوي له دفاع سره سره شهیدان کړل.

«کَعْب بن زَید خَزْرَجي» چې د مړو په مینځ کښې پریوتی و، وتوانیده چې په زخمي وجود ځان مدینې ته ورسوي او پیغمبر له پيښې خبر کاندي. دغې غمجنونکې پيښې پیغبمر اکرم او ټول مسلمانان سخت خوابدي کړل او هغوي تر ډیرې مودې د د دغو شهیدانو په غم ویرجن وو.

څه موده پس «عامِر بن طُفَیل» چې د رسول الله مبارک د ختمولو نیت یې درلود او ارمان یې کوه چې یوه ورځ ټول عربان د ځان پیروان کړي، د «اَرْبَد بن قَیسْ» په ملتیا د اسلام قبلولو په جامه کښې مدینې ته راغی.

هغه دواړه په داسې حال کښې چې په سینو کښې یې ساګانې بندې شوې وې او د سختې ویرې او هیلې په حالت کښې وو، سیوری کړی و، د مدینې په تنګو او تیارو کوڅو کښې ګرځیدل. د جومات خوا ته چې ورسیدل نو پیغمبر یې ولیده چې په یو خوشي ځاې کښې ناست دی. د هغوي پلان دا و چې عامر خبرې پيل کړي او پیغمبر په خبرواترو مشغول کړي ترڅو «اربَد» له شان غاړې په پیغمبر ګوزار وکړي.

عامر مخ پیغمبر ته واړوه او ویې ویل: «ای محمده(ص)! که زه مسلمان شم نو څه امتیاز به راکړې؟ آیا پر نورو به برتري ولرم؟ پیغمبر یې په ځواب کښې وویل: «همهغه برتري چې نور مسلمانان یې لري، ته به یې هم ولرې او کوم حکم چې په هغوي جاري کیږي، ستا په هکله به هم جاري شي».

عامر په دې څرګند ځواب په قهر شو خو خپله غصه یې څرګنده نه کړه او په داسې حال کښې چې ځان قرار وښايي، پوښتنه یې وکړه: که مسلمان شم نو آیا ما به خپل ځاې ناستې کړې؟

پیغمبر یې په ځواب کښې وفرمایل: «زما جانشین یوازې د خدای له خوا ټاکل کیږي او دا زما کار نه دی».

عامر چې غوښتل یې چې وخت تیر کړي او ملګری یې اربد په پیغمبر باندې ګوزار وکړي، یوځل بیا وویل: «ما لږترلږه په کلیوالو باندې واکمن کړه». خو د پیغمبر ځواب دا ځل هم منفي و. هغه همدغه شان په خپلې غوښتنې ټینګار کوه او دا ځل یې په تنده لهجه وویل: «نو بس د مسلمانیدو په بدل کښې به ما ته څه راکوې»؟

پیغمبر وفرمایل: «که توانمني او لیاقت ولرې نو یو لښکر به درکړم چې د اسلام له دښمنانو سره وجنګیږې».

عامر په طعنې او ملنډو سره وویل: «زه همدااوس هم یو لښکر لرم او ستا رابخښنې ته یې اړتیا نه لرم».

دغه وخت اربد د خپل شیطاني پلان د اجرا کولو لپاره ځان د پیغمبر خوا ته ورورسوه. حالات له هر لوري برابر وو، عامر هم هغه شان له پیغمبر څخه پوښتنې کولې او رسول الله مبارک یې په رغم سره ځواب ورکوه. اربد ناڅاپه تورې ته لاس کړ، خو هرڅومره یې چې کوشش وکړ چې له غلافه یې راوباسي، ونه توانیده. هغه خپل پوره زور ولګوه چې توره له کاش نه راوباسي خو توره نه راوتله. عامر چې دا حالت ولیده نو وارخطا شو او ويې غوښتل چې په اشارې سره اربد پوه کړي چې زرترزره کار ختم کړي خو د هغه اشارې د پیغمبر اکرم(ص) له تیزو سترګو پټې پاتې نه شوې. پیغمبر د هغوي په سپیره نیت پوه شو او سمدستي ډډې ته شو او ویې فرمایل: «خدایه! دوي له ما سره دوکه او چل وکړ، چې څنګه ستا خوښه وي ما د دوي له شره وساتې».

«عامِر بن طُفَیل» وویریده او په تیښته شو. په تیښته تیښته کښې یې پیغمبر ته وویل: ای محمده(ص)، اوس خو زم خو دا مې واوره چې له خپلو ډیرو سورو او جنګلیالي ځوانانو سره به درپسې راځم».

پیغمبر هم ورته وفرمایل: «خداې به تا له دې کاره وساتي».

لږه موده نه وه تیره چې عامر په طاعون اخته شو او ډیر زر مړ شو. دغه وخت د رعد د مبارکې سورې ۱۰ او ۱۱ نمبر آیتونه نازل شول چې فرمایي:

د علم په ازلي درګاه کښې له تاسو څخه هغه کس چې په پټه خبره وکړي یا په څرګنده، او هغه چې د شپې په تیاره کښې پټ دی یا د ورځې په رڼا کښې په کار بوخت دی، ټول یوشان او برابر دي(او خدای په ټولو خبر دی). انسان لره داسې ماموران دي چې د خدای په امر له مخې او شا څخه د هغه ساتنه کوي، خدای به د هیڅ قام حالت بدل نه کړي تر څو چې هغه قام په خپله خپل حالت بدل نه کړي، او هر کله چې خدای  اراده وکړي چې یو قام ته (د هغوي د بدو اعمالو) سزا ورکړي نو د دفاع هیڅ لاره یې نه وي او د هغوي لپاره د دغه مصیبت د لرې کولو په موخه له خدای پرته هیڅ مرسته کونکی نشته.

 

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه